د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تعصب څه ته وایي؟

انجنیر سیدمحمد روحاني 16.12.2013 14:25

تعصب څه شی دی؟
څرنګه چې نن سبا هر افغان په سیاست کم او زیات پوهیږي هغه داچې افغانستان ډیر زیات دښمنان لري په ځانګړې توګه د سیمې هیوادونه او غربیان چې هره ورځ افغانان په څلوردیرش(۳۴) ولایتونو کې په ډول ډول نومونو وژنې او هیڅ رحم ورباندې نکړي، ترڅو افغانستان د غربیانو مستعمره شي او یا د ګاونډي هیوادونو ښکار شي. پس ګاونډي هیوادونه، سیمه ایز هیوادونه ، داخلي غربي/ سسمه ایزغلامان/جاسوسان/خادمان او غربیان غواړي د ټولو افغانانو په منځ کې خیل خیل فتنې (لکه تعصب، سمت پرستي، قوم پرستي، مذهب پرستي، رنګ پرستي...)رامنځ ته کړي ترڅو افغانان په خپلو منځونو کې د تل لپاره بې اتفاقه شي او په نتیجه کې په خپلو منځونو کې اختلافات، اړودوړ او جنګونه منځ ته راشي او افغانستان مخ د تجزیې په طرف روان شي ترڅو د افغانستان دښمنان خپلو شومو موخو ته په اسانه توګه لاس رسي پیداکړي اوبس. په لنډ ډول، مخکې لد ېنه چې د تعصب په تعریف باندې پوه شو، باید د اسلام په رڼا کې دا څرګنده شي چې الله(ج) انسانان او پیریان ولې پیدا کړل؟ د انسانانو او پیریانو پدې فاني نړۍ کې کومې بنسټیزه دندې دي؟ پس راځې پورته موضوع د قرانکریم او حدیثو په رڼا کې په لاندې ډول سره مطالعه کړو ترڅو اصلي موخې ته ورسیږو اوبس:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ (سورة الذاريات - سورة : آیة ۵۶). ژباړه: الله(ج) فرمایي: مونږ ندي پیدا کړي پیریان او انسانان مګر{هغوی مو پیداکړي دي} د خپل عبادت لپاره. مطلب دا چې زمونږه اصلي دنده په دې نړۍ دالله (ج) عبادت کول دي او بس. پس راځئ چې د عبادت په اصلي مفهوم پوه شو. د عبادت اصلي مفهوم دادی چې هر انسان باید د الله(ج) تابعدار وي او د هغه مقدس کتاب(قرانکریم) او د نبي(ص) سنت اول په خپله ښه ذده کړي، بیا پرې عمل وکړي، بیا یې نورو ته ورذده کړي او هر کار چې یوانسان کوي باید د الله(ج) د رضا‌ء او خوښۍ لپاره یې انجام کړي او کله چې د الله(ج) عبادت کوي، نو یواځي الله(ج) ته متوجه وي او بس. لکه چې نبي(ص)فرمایي: الإحسان أن تعبد الله كأنك تراه , فإن لم تكن تراه فإنه يراك. ژباړه:احسان دېته وایي چې ته د الله(ج) داسې عبادت کوه لکه چې ته الله(ج) وینې او که چیرته ته خدای(ج) نه وینې، نو هغه خو تا ویني. له دغه مبارک حدیث نه جوته شوه چې کله یو انسان د پاک الله عبادت کوي، نو باید ډیر زیات خپل رب العزت ته متوجه اوسیږي ترڅو د هغه عبادت قبول شی.
همدا راز، الله(ج) فرمایي: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ – الجرآت آیة : ۱۳) ژباړه: ای خلکو بغیر له شک نه مونږ تاسو پیدا کړی له نر او ښځې نه او تاسو مو ملت ملت او قبیله قبیله جوړ کړی ترڅو تاسو یوبل سره وپیژنی، په تحقیق سره له ټولو غوره په تاسو کې له ټولو تقوا لرونکی(متقي) کس دی، بیشکه الله(ج) عالم او خبردار دی. پس دلته څرګنده شوه چې الله(ج) ته کوم قوم، ژبه، ملت، قبیله او یارنګ غوره یا مطرح ندی بلکه په نزد الله(ج) تر ټولو مهم شی په خپلو بنده ګانو کې تقوی او پرهیزګاري ده اوبس. اوبل ځای الله(ج) فرمایي: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ: ( الحجرات ۱۰). ژباړه: بیشکه ټول مؤمنان سره وروڼه دي، پس د خپلو وروڼو په منځ کې سوله وکړئ، او الله(ج) نه وډار شئ{وویریږئ} ترڅو په تاسو رحم وشي. په دغه مبارک ایت کې دغه واضح شوه چې ټولو مؤمنان(پشتون، تاجک، هزاره،ترکمن، بلوچ، پشه اي یا هر یو عربي یا عجمي) چې مسلمان او مؤمن وي، نو هغوی سره وروڼه دي: دلته د ټولو مؤمنانو رنګ، قبیله، قوم، ژبه، شکل، ملت، کلتور او عنعنات کوم ځانګړی فضیلت او ارزښت نلري یعني عربي پر عجمي فضیلت نلري او عجمي پر عربي، تور پر سپین او سپین پر تور کوم فضیلت نلري بلکه د ټولو په منځ کې یواځنی فضیلت چې الله(ج)ورته امتیاز او غوره والی ورکوي هغه تقوی (پرهیزګاري)ده. قوله تعالی: " وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ " (الروم:22). ژباړه: د نښو د الله(ج) دادي چې پیدا یې کړل اسمانونه او ځمکه او اختلاف د ژپو او رنګونو ستاسو، بیشکه پدغه کار کې نښې د قدرت دي ټول عالم ته. په دغه مبارک ایت کې هم روښانه شوه چې ټولې د انسانانو ژبې(پښتو، دري، فارسي، انګلیسي، فرانسوي، عربي...) او رنګونه الله(ج) ته نسبت کیږي څکه د هرانسان ژبه، رنګ، صورت الله(ج) په خپل علم او کمال سره کړی دی اوبس.

رسول(ص) داسې فرمایي: (عن واثلة بن الأسقع" قال: قلت: يا رسول؛ ما العصبية؟ قال: أن تعين قومك على الظلم). د واثله زوی د الاسقع نه روایت دی، وویل: ومې ویل- ای رسوله د الله(ج) تعصب څه شی دی؟ نو محمد(ص) وویل: تعصب هغه دا دی چې له خپل قوم سره په ظلم کې مرسته وکړې.پس له پورته مبارکو ایتونو او حدیثونو نه څرکنده شوه چې نا رواه ، غیر اسلامي یا غیر شرعي مرسته له خپل قوم سره کول تعصب دی. او بل حدیث کې داسې راغلي دي: (لا فضل لعربي على عجمي ، ولا لعجمي على عربي ، ولا لأبيض على أسود ، ولا لأسود على أبيض - : إلا بالتقوى ، الناس من آدم ، وآدم من تراب – حدیث صحیح). ژباړه: { د عربي پر عجمي کوم غوره والی نشته او نه د کوم عجمي پر کوم عرب، او نه د کوم سپین پوستي پر تور پوستي، اونه د کوم تور پوستي پر سپین پوستي باندې مګر(فرق یې) په تقوی( نیکو اخلاقو او پرهیزکارۍ )سره دی ، خلک ټول له آدم نه پیدا شوي دي او آدم له خاورې نه پیدا شوی دی. په لنډ ډول، پس د قوم پرستي ، سمت پرستي، ژبه پرستي، ملت پرستي ...ددغه بد عمل لومړی مؤسس ابوجهل دی ابوجهل سره لدی چی ښه پوهيده داچې حضرت محمد (ص) حقیقي پيغمبر دی خوپدی وجه چی تربور یي دی ولی يی تصديق وکړ ي نو ځکه یې خپل ځان لويی تباهی ته لاهو کړ او غرق شو{له دنیا نه کافر لاړ}. همدا ډول د تعصب په اړه نبي اکرم (ص) داسې فرمایي : لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (ابوداود). ژباړه: هغه څوک له مونږ څخه ندی چه خلک قوميت(قبیله، ژبه، سمت، رنګ... ) ته رابولی اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه پدغه منظورجګړه کوی اوهغه څوک له مونږ څخه ندی چه په همدی مفکوره مړ شی . همدغه شان، نبي(ص) داسې فرمایي: (مَن نَصَرَ قَومَه عَلي غَيرِالحَقِّ فَهُوَ كاَبَعِيرِالّذِي رَد'ي فَهُوَ يُنزَعُ بِذَنبِه)- {ابوداود}. ژباړه: څوک چه له خپل قوم سره په غيرمشروع کار کې مرسته کوي دهغه اوښ په شان دی چې په کنده کې لويدلی وي اودلکۍ په رانيولو سره دکندې څخه نه راکښل کيږی ( مطلب داچه داسی نامشروع عمل(تعصب کول) یو داسی بد هلاکونکی انجام لری چه بيا څوک نجات نشي ورکولای او څوک چې په تعصب کې مړ شي، نو کافر له دنیا لاړ او بس.
او بل ځای کې د الله(ج) رسول داسې فرمایي: (لَيسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ اِنَّماَ الشَّدِيدُ الَّذِي يَملِكُ نَفسَه عِندَالغَضَبِ (بخاري اومسلم. ژباړه: پهلوان خوهغه نه دی چی خلک راپرزوی پهلوان هغه دی چه دغصی په وخت کی خپل ځان قابوکړي. بل ځای کې رسول (ص) داسې فرمایي: المُسلِمُ مَن سَلِمَ المُسلِمُونَ مِن لِساَنِه وَ يَدِه (متفق عليه ) . ژباړه:مسلمان خوهغه دی چه دژبې اولاس له ضرر څخه یې نور مسلمانان په امن وي. دلته مطلب داشو چې مؤمن او مسلمان باید بل مسلمان او مؤمن ته هیڅ نوع زیان ونه رسوي او باید په ټولو حالاتو(بدو او ښو کارونو)کې خپل ځان قابو کړي ترڅو له هلاکت( تعصب )نه ځان وژغوري.
في البخاري عن أنس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: انصر أخاك ظالماً أو مظلوماً، فقال: رجل يا رسول الله صلى الله عليه وسلم أنصره إذ كان مظلوماً، أفرأيت إذا كان ظالماً كيف أنصره؟! قال: تمنعه من الظلم، فإن ذلك نصره. ژباړه: په بخاري شریف کې له انس(رض) روایت دی دی وایي: رسول(ص) وویل: د خپل ورورظالم او مظلوم سره مرسته وکړه، پس یو سړي وویل یا دخدای(ج) رسوله مرسته ورسره کړم که چیرته مظلوم وي، او که چیرته ظالم وي، نو څنګه ورسره مرسته وکړم؟ نو وویل{محمد(ص)} ظالم له ظلم نه منع کړه، پس دغه(کار) له هغه سره مرسته کول دي. پس هرکس(مسلمان،کافر، غلام، جاسوس، منافق...) چې ظلم یا تعصب کوي باید مخنوی یې وشي ځکه چې رسول(ص) همدغه شان امر کړی دی او بس. ظلم څه ته وایې؟ ظلم له خپل حد نه تیریدلو ته وایي او په اسلام کې ظلم دیته وایي چې هرهغه عمل یاکار چې د شرعیت(قرانکریم او احادیثو) خلاف وي لکه قتل، غلا، رشوت، زنا، لواطت، غیبت او داسې نور ورته ظلم وایي. پس تعصب کول ظلم دی څکه چې تعصب په اسلام کې حرام دی او بس. او هر څوک چې متعصب وي، هغه ظالم دی باید مخنیوی یې وشي او که مخنیوی ونشي، نو بیا له تعصب څخه زیاتې فتنې (داخلي جنګونه، بې اتفاقي ،فقر، مهاجرت، استعمار،غلامي، بې کاري...) منځ ته راڅي او بس.
په لنډ ډول، د نړۍ ټول مسلمانان او مؤمنان په ځانګرې توګه غمجن افغانان باید خپل ژوند د قرانکریم او د حدیثو د احکامو او فیصلو(اسلامي شرعیت) مطابق وکړي ځکه چې قرانکریم او احادیث(سنت) دټولو مسلمانانو او مؤمنانو لپاره ترټولو غوره لاره او هدایت دی چې مونږ ته په دنیا او آخرت کې بریالیتوب، خوشحالي، نیکمرغي، آرامي ، روغتیا او سکون رابښي او بس. پس مونږ باید په بشپړ ډول په اسلام کې داخل شو ترڅو په دنیا او عقبی کې بریالي شو څکه چې الله(ج) داسې فریایي: ﴿ يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ( البقرة- 208 ) ﴾. ژباړه: ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی دی داخل شئ په اسلام کې په بشپړ ډول سره او تاسو د شیطان په قدمونو پسې مه ځئ بیشکه دی(شیطان) ستاسو ښکاره د ښمن دی. او که چیرته مسلمانان او مؤمنان خپل ژوند مطابق د قرانکریم او حدیثو ونکړي، او خپلې پریکړې په قرانکریم باندې نکوي، نو هغو کافران، ظالمان او فاسقان دي او الله(ج) د هغوی داسې ذکر کوي:: وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ [المائدة:44]، وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ [المائدة:45]، وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ [المائدة:47]. ژباړه: څوک چې(په قرانکریم) چې الله نازل کړی دی پریکړه نکوي، هغوی کافران دي. او څوک چې(په قرانکریم) چې الله(ج) نازل کړی دی فیصله نکوي، نو هغوی ظالمان دي. او څوک چې (په قرانکریم) چې الله(ج)نازل کړی دی فیصله نکوي، نو هغوی فاسقان دي.
پس تعصب په اسلام کې نشته او هرڅوک چې متعصب وي، یعني خلک تعصب(خپلې ژبې، قوم، قبیلې او قبیلې) ته رابولي، یا د تعصب په خاطر جنګ او مبارزه کوي او یا به تعصب کې مړ شي، نو مرګ یې د ابو جهل په شان دی یعنی کافر له دنیا نه ځي. پس هر مؤمن اومسلمان په ځانګړې توګه هر افغان ته په کار ده چې له تعصب څخه ځان وژغوري- دا پدې معنی چې ټول مسلمانان او مؤمنان(ټول افغانان) په خپلو منځونو کې سره وروڼه دي: ټول قومونه، قبیلې، ملتونه ، ژبې، رنګونه او هیوادونه الله(ج) پیداکړي دي او په اسلام کې هیڅ قوم ، قبیله، ملت، ژبه او رنګ پر بل قوم ، قبیله، ملت، ژبه او رنګ غوره والی نلري، مګر توپیر او غوره والی یې تقوی او ښه اخلاق دي اوبس ځکه چې خالق د هر شي(انسانانو، پیریانو،حیواناتو، نباتاتو، جماداتو، حشراتو قومونو، ژبو، قبیلو، رنګونو، ملتونو یعنی د ټول عالم او کائیناتو) یواځې الله(ج) دی او بس. نو هر انسان په ځانګړې توګه هر مسلمان او مؤمن ته په کار دي چې کوم قوم، ژبې، قبیلې، ملت او یا رنګ ته غوره والی ورنکړي ځکه چې الله(ج) ته کوم قوم، رنګ، ژبه یا ملت مطرح ندی بلکه ورته تقوی، غوره اخلاق او پرهیزګاري مهمه ده او ټول مؤمنان او مسلمانان په خپلو منځونه کې سره وروڼه دي. پس تصعب کول د کفارو او ګاونډیو هیوادونو دسیسه او فتنه ده او کفار او ګاونډي هیوادونه همیشه غواړي دټولو افغانانو په منځ کې فتنې پیداکړي، تعصب ته لمن ووهي، افغانان سره بې اتفاقه کړي ترڅو د هغوی په منځ کې شخړۍ، ستونزې او جنګونه منځ ته راشي او کمزوري شي ترڅو کفار او ګاونډي هیوادونه ورباندې د تل لپاره حکومت وکړي او بس.
په آخر کې هرڅوک چې دغه مقاله لولي، مهرباني وکړئ اول ورباندې خپله عمل وکړئ او بیا یې نورو مسلمانانو په ځانګړې توګه افغانانوته( چې د نړې په هرګود کې اوسیږي) ورسوئ ترڅو مونږه له تعصب، فساد، کفر او فتنو نه وژغورل شو او خپل ګران هیواد دنړۍ د ټولو هیوادونو سره په اقتصادي، مالي، تعلیمي، ثقافتي، نظامي او سیاسي دګر کې سیال کړو او جهان ته دا ثابته کړو چې افغانان هم مسلمانان دي هم مؤمنان دي او هم اتلان دي اوبس. په آخر کې مهرباني وکړئ زما لاندې شعرونه په غور سره ولولئ:

افغانستان امین او صادق رهبر نلري
نه وینم کوم قوم کې چې شي زمونږ رهبر
لاره ور که شوه له افغانانو د ډالرو په هنر
غربیان واړه په ګډا دي که لردي او که بر
ملنډې وهي د افغانانو په دندو او په مقر
ټول افغانان یې پیژندلي په زیر او په زبر
ملي پولیس وژني هر طالب په ښه هنر
طالب هر عسکر وژني سره له خپل ټبر
که خلقي دی او که پرچمي دی وایي الله اکبر
طالبان هر خوا جنګیږي بې خبره په خپل سر
ملي پولیس طالبان وژني ناګهانه او ناخبر
ملي عسکر چاپیره ګرځي وارخطا لاس په سر
قاتل او مقتول ټول شهیدان دي کوز او بر
د تور اوسپین تمیز نشته راشه واوره دا خبر
مسلمان او کافر وژنې په تکبیر د الله اکبر
مفتیان حاکمیان ډیر شول په سمه او په غر
که مسلم دی که کافردی که ښځه او که نر
هریو ادعاکړي مجاهد دی له موره او له پدر
له ټولو لاره ورکه په تیارو کې دي اوتر
لویه خدایه فضل وکړه په دنیا نه اوپه محشر
صادق او امین رهبر راکړه نن په یو امر
سمندر کې سره لامبو بې پردې او بې څادر
د نهنګانو د خوراک شو ټول یو ناخبر
په غموکې ویرو کې ژوند کړو بې ثمر
غربي خاماران رانه تاویږي ټیټ او بر
وینې او غوښې رانه خوري په ډیر هنر
یو پر بل مو وژنې په وروریا په پدر
افغان ټوپک په لاس ناست دی په سنګر
چې مړ کړي بل افغان په خپل مقر
زیاتې شولې کونډې په هر یوه ټبر
ځوانان زمونږه مري په هر یوه سنګر
بې اتفاقي شوله زمونږ ښکلی رهبر
غرب حکومت راباندي کړې په دا مکر
روحاني وایي هیڅ نلرو امین صادق رهبر
چې راټول نن افغانان کړي په یکی یو ټغر
چې غلیم ته سره یو شو په یکي یو ډګر
چې غاښ ماتی ځواب ورکړو پدې نوي دهر
چې شي سوپر طاقت یې په دنیا زیر او زبر
کرزیه خپل تاریخ وګټه!
کرزیه ټینګ شه نن تاریخ د احمد شاه وګټه
غربیان وباسه خپل اتل نیکه او نیا و ګټه
خپل هیواد په تیره توره د نیکه اوابا وګټه
دغازي آمان الله نام او شجاعت بیا وګته
دغزنیوي بت شکن تل یاد او وفا وګټه
د میرویس دغورځنګ توره نن بیا وګټه
مسته سره جنډه د ملالۍ خو خامخا وګټه
آسیا خو پریږده اروپا او امریکا وګته
له غربیانو خپله خاوره په ریښتیا وګټه
ای لویه اتله په شا نشې سنګر بیا وګټه
د افغان تاریخ ژوندی کړه اریانا وګټه
له غلیم نه خپله خاوره ناموس بیا وګټه
دروحاني په غږ جګ شه احمد شاه وګټه
له اوبامه نه هرمیدان په ښه تقوا وګټه
په ټینګ عزم او دریز ټوله دنیا وګټه
خپل زرین تاریخ په خپله وینه بیا وګته
نصیحتونه:
تیر په هیر کړه تیر بیا نه راګرځي
تیره ورځ تیره شوه بیا نه راګرځي
نیک او بد اعمال چې ولیــکل شول
ستا په لیکلو کي بیا تغیر نه راګرځي
د نیکو او بدو اندازه هره ګړۍ کــړه
په ګور کې دغه فرصت نه راګرځي
ســـباه مــه بــوله د ځان د آد م زویه
مــرګی ناڅـــاپه ستا میــــــلمه راوځي
هــره لحظه په عبــــــادت مشــغول شه
ســـتا هــــــــره ســـاه تازه تازه رواځې
د نـــوې ســــــــاه په تـــمه مــه اوسیږه
د مـــــــرګي ســاه هـــره لحظه راوځي
خــــــــپل تاریخ په خـــپل لاسونو لیـــکه
ستا هرعــــمل خپله تاریخچه راوځي
تل عاجز شه عاجزي خپله جامه کړه
د کــــــبرجنو تخت په ویرانه راوځي
د خپلې ژبې ســـــا تندوی شه مـــــدام
د ښې خبرې بېله بېله صدقه راوځي
خــــادم د خلــکو شـــه د پاک الله لپاره
خــــدمت د خــــلکو پاکه سلطنه راوځي
د وطن مینه په علم او عمـــل کوه تــل
د وطن مینه ستا خـــپله هنداره راوځي
په خوار اوغریب رحــم وکړه مــــدام
رحم په خوارو ستا خپله توښه راوځي
د عـــــلم ذده کړه ګرانه تر لحده کوه
چـــې مـعرفت ستا خپله آینده راوځي
له بــد ملـــګرو نه تل لرې ګــــرځه
بــد ګــر ځـیدنه تـل سرچپه راوځــي
د خـپل ګاونډي مدام ښکلې پالـنه کــوه
دغه عمل به ستاه خپله باغچه راوځــي
عمـــــل د نیکو کړه چې رزق د ډیر شي
ښــــــــکلي اعمال د ګلو ګلغونچه راوځي
د مشـــــرانو عـــــزت ډیر کوه د تل لپاره
د مشــرانو عـــزت ســتا خپله آینه راوځي
پـــر کشرانو شفــــقـــت کــــــوه د تل لپاره
د کـــــشرانو شفـــقـت ســـتا بدله راوځــي
لــه خوشــې خـبرو نه پـټه خـوله ګرځــيږه
خــوشې خــــبرې ستا خـپله ویرانه راوځي
دعــــــــلماؤ سره ګرځه ترینه علم ذده کـړه
د عــــــــلم ذده کړه ستا ښکلي پوهه راوځي
په هـــــر کار کې مخــلص صادق اوسیږه
د مخـــــلصانو صـــادقــانو تـــل دبدبه راوځي
په لارو کـــوڅوکــې د خپل نظــــر سـاتنه کوه
خپــــــل نظـر ســـاتنه ستا ښکلې تلوسه راوځـي
کـــوم څیز چې خوښ ګڼې هغه له بل قربان کړه
ســــــتا قرباني د خپل ژوندون صــدقه راوځـي
په هـــیڅ وخت په چا د بــدو هیڅ شـــک مــکوه
بد شــــــک کـــول به ستا خپله شکوه راوځي
کـــــــــم ګڼه ځان په هـــر مکان او محـفل کې
خــــاکساري او عـــاجزي تــل شــهانه راوځي
هیـــــــڅ وخـــت کـــبر او مـــغروریت مــکوه
د کــــــبر جـــنو آخــــــر حال لعــینه راوځي
خپـــــــل عـــــزت د بل په عـــزت کې نغښتي
د بل عـــــزت کـــول خــپله مـــعاوضه راوځي
روحــاني وایي عا قــلانو ته بس دومره بس ده
ژونــد انسانــیت کې تــیره ول تل عباده راوځي