د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلاميت وژغورئ افغانيت وژغورئ او د ژوندون ټلوېزيون پر ملاتړ د مظاهرې پرېکړه ليک

ژوندون 15.12.2013 12:58

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

بسم الله الرحمن الرحيم

اسلاميت وژغورئ، افغانيت وژغورئ
د لاريونوالو پرېکړه ليک
۱۳۹۲ ل کال د ليندۍ (۲۳)مه نېټه
کابل- افغانستان

د ليندۍ پر (۲۳)مه نېټه د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه په سلګونو قومي شوراګانو، مدني ټولنو، سياسي ګوندونو، فرهنګي ټولنو او هېوادپالو افغانانو، چې شمېر يې زرګونو تنو ته رسېده، د ژوندون ټلوېزيون له مرکزي دفتر څخه تر سترې محکمې پورې يو پراخ لاريون وکړ، لاريونوال د سترې محکمې مخې ته راټول شول، د اسلاميت، افغانيت او ژوندون ټلوېزيون په ملاتړ يې دغه لاندې پرېکړه ليک صادر کړ:
۱- هېڅوک ددې حق نه لري او نه موږ چاته ددې حق ورکوو، چې د اسلام او اسلاميت، افغان او افغانيت په باب رايه اچونه وکړي او يا په دې باب بحث وکړي.
۲- د اساسي قانون له غوڅو احکامو سره سم د هويت د تذکرې پر لومړي مخ د (اسلام) او (افغان) د تثبيت او ځلونې په خاطر سل په سلو کې د (دين) او (ملت) د ستون ليکل غواړو، موږ بې دينه او بې ملته تذکره نه غواړو.
۳- د هويت په تذکره کې د (اسلام) او (افغان) کليمو د ليکلو د مخنيوي لپاره د هېڅ دولتي اورګان پرېکړه، که هغه د ولسي جرګې له خوا وي، که د مشرانو جرګې او يا کومې بلې جرګې او ادارې له خوا، نه قانوني ده او نه ملت ته د منلو وړ ده.
۴- له سترې محکمې څخه هيله کوو، هر هغه څوک چې افغان نه وي او په افغانستان کې په ناقانونه توګه اوسېږي، امنيتي اورګانونو ته امر وکړي چې د يوه بل هېواد د وګړي په توګه ورسره چلند وکړي او ژر تر ژره يې د قانون منګولو ته وسپاري.
۵- ژوندون ټلوېزيون د ټولو افغانانو داسې يو ملي ټلوېزيون دی، چې ملي او اسلامي ارزښتونه يې پاللي او پالي يې، لاريونوال په ټينګه ددې ټلوېزيون او استاد پوهنوال
محمد اسمعيل يون د ملي او اسلامي دريځ ملاتړ کوي.
۶- لاريونوال له سترې محکمې څخه غواړي، د ژوندون ټلوېزيون د تعليق په باب د اطلاعاتو او کلتور وزير او لوی څارنوال ناقانونه پرېکړه، چې د سياسي انګېزو، قومي او ژبنيو تعصبونو او د پرديو فشارونو زېږنده ده، ژر تر ژره لغوه کړي.
۷- لاريونوال ټينګار کوي چې د ژوندون ټلوېزيون د حيثيت د اعادې په خاطر بايد لوی څارنوال او د اطلاعاتو او کلتور وزير ژر تر ژره له ژوندون ټلوېزيون څخه بښنه وغواړي.
۸- لاريونوال له سترې محکمې څخه غواړي د يو واکمن او بې طرفه هئيت له خوا د ټولو رسنيو د تمويل سرچينې وپلټي او هغه رسنۍ چې له ايران، پاکستان او يا نورو نامشروع سرچينو څخه خړوبېږي، بايد ژر تر ژره د محاکمې مېز ته راکاږي.
۹- د ملي او قومي رسنيو ترمنځ دې سره کرښه راکاږل شي، څوک د افغان، افغانستان، اسلام او د هېواد ملي ګټې غواړي او څوک قومي مسايلو ته لمن وهي؟ هغه رسنۍ چې هم قومي تعصبونه پاروي او هم يې پړه پر بل چا باروي، بايد قانوني چلند ورسره وشي.
۱۰- څوک چې په خپلو ټلوېزيونونو کې د افغانستان ملي سرود نه خپروي، ملي بيرغ نه رپوي، نور بيرغونه رپوي او نور سرودونه خپروي او د افغانستان د اساسي قانون د (۴، ۱۶، ۱۹، ۲۰، ۲۲، ۲۴) او نورو مادو د محتوياتو خلاف خپرونې کوي، بايد ژر تر ژره د قانون منګولو ته راکاږل شي.
۱۱- د شيخ محمد اصف محسني مدرسه او تمدن ټلوېزيون چې د ايران پر مالي مرسته جوړ شوي او افغان ضد کلتوري، مذهبي، سياسي او نور فعاليتونه په کې پرمخ بيول کېږي، بايد ژر تر ژره د يوه واکمن ناپېيلي هئيت له خوا وڅېړل شي او د ملي نفاق دا ځاله دې ژر تر ژره وتړل شي.
۱۲- لاريونوال د جنرال طاقت د خوشې کېدو غوښتنه کوي، جنرال طاقت يوازې د افغانستان ضد يوه شخص پر وړاندې يوه کليمه کارولې، نه يې کوم مشخص قوم او يا قومونو ته سپکاوی کړی او نه يې کومې ژبې ته!
۱۳- لاريونوال له سترې محکمې غواړي هغه اشخاص، چې په تېرو لسو کلونو کې يې د هېواد ملي وحدت پر ضد په ډاګه څرګندونې کړي، ملي شخصيتونه او قومونه يې توهين کړي، لکه انور سادات، لطيف پدرام، عبدالحفيظ منصور، حکيم شجاعي، عطامحمد نور او نور محاکمې ته راکاږي.
۱۴- لاريونوال وايي که چېرې زموږ مشروع او قانوني غوښتنې ونه منل شي، نو موږ به پر نورو لويو مظاهرو لاس پورې کړو، ان تر دې چې لويې لارې به بندې کړو او له دې پلوه چې هر ډول ستونزې رامنځته شوې، د ټولو مسوليت به د حکومت په تېره بيا د لوی څارنوال او د اطلاعاتو او کلتور وزير پر غاړه وي.
ومن الله التوفيق
تل دې وي افغانستان
سرلوړی دې وي افغان ملت
مړه او سپېره دې وي د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان