د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلجیم: دژونـــــــــــــدون ټـــــــلویــــــزیــــــون او دهغه دیــــــون په مـــلا تـــــړ

حضرت حضرت 14.12.2013 21:01

په بلجیم کی دافغان کلتوری بهیراعلامیه

بروسل ښار ـ بلجیم

11/12/13

لکه څنګه چه ګران هیوادوال خبردی، دافغانستان لوی څارنوال، ښاغلی الکو، داطلاعاتواوکلتوردوزیر، ښاغلی رهین ، په شخصی فرمایش د ژوندون ټلویزیون په خپرونودبندیزپرېکړه کړیده اوپلمه یی داده چه ګواکی یو کس دژوندون ټلویزیون د یوه ګردی مېزله لاری دهیواد قومونوته سپکاوۍ کړیدۍ.

په بلجیم کې دافغان کلتوری ټولنې مشرتابه جرګه دژوندون ټلویزیون څخه په ملاتړاو پداسی حال کی چه ددی پریکړی کلکه غندنه کوی ، لاندی ټکی دیادولووړبولی:

1ـ داپریکړه په افغانستان کی دنافذه قوانینواو په ځانګړې توګه درسنیوله قانون سره په بشپړه تضاد کی ده اوعملی کول یی دناقانونۍ عملی کول بولی، ځکه بیله دې چه درسنیودشکایاتوکمیسیون خبروی اویایی پریکړه کړې وی، پورته دوو یادوسوو ښاغلو، دقدرت دانحصارڅخه په ګټه اخیستوداډول غیرمدنی پریکړه کړیده.

2ـ پدی پریکړی سره، هم ښاغلی رهین اوهم ښاغلی الکو پخپلولاسونودرسنیوقانون خاورو ته وسپاره.

3- داپریکړه په روښانه ډول دقانون ،قانونیت اومدنیت په وړاندی داشخاصواودمضروهمفکره دلګیودقدرت یوه زیانمنه ننداره ګڼل کیدای شی.

4- څرنګه چه پدی وروستیوکی ژوندون ټلویزیون دملی مسولیت له مخی، دهویت دتذکروپرلومړی مخ دافغان اواسلام دکلمو پرلیکلو دټینګارتر څنګ په همدې اړوند بیلابیلی مرکی اوګردی میزونه درلودل ، نوپردیپالواوافغان ضداواسلام ضد کړیوددی ټلویزیون دبندولواراده وکړه او له ناقانونه لاروڅخه په استفاده او په ډیره بیړه یی ياده پریکړه صادرکړه اوپدې وسیله یی نورې رسنئ هم وویرولې ترڅود تذکروپرمخ دافغان اواسلام د کلمودلیکلو په ملاتړله بحثونولاس په سرشی.

5- دې پریکړی ددولت دمشرتابه په کچه دفساد، له قانونه تېښته، اوافغان دنوم دوژنې دلویی پروژی او پروسې تایید وکړ.

افغان کلتوری بهیرـ بلجیم پداسی حال کی چه یوځل بیا داپریکړه غندی، دافغانستان ددولت پرټولواړونده ادارو، موسساتو او سازمانونو ږغ کوی چه که چیرته دافغان اواسلام دنومونو ملاتړی دی اومدنی خوځښتونه تاییدوی، ددی پریکړی دعملی کیدو مخه ونیسی او ښاغلئ رهین اوښاغلئ الکو دی دعدل، انصاف اوقانونیت په رڼاکی محاکمې ته راکش کی. اودرسنیوقانون دی په یوشان اویوډول اوبیله توپیره دټولو درسنیو لپاره وکارول شی. ځکه داقانون دی اودلاټری استفاده بایدترینه ونه شی چه یوه رسنئ میلونره کړی اوبله رسنئ هیڅ.

په پای کی یادونه کووچه موږپه خپل ټول قوت دژوندون ټلویزیون اودهغه دیون ملاتړی یواوځانته داحق خوندی ګڼوترڅودلته په بروسل کی د اروپایی ټولنې اړونده اداروته ددې پریکړی ،چه دټولومدنی حقوقوخلاف عمل دی، معلومات ورکړو، اودافغانستان په لوړودولتی چوکیوکی دشته فساد په اړوند له دوی سره همږغی اوسو.

موږدهویت دتذکروپرمخ دافغان اواسلام دکلمودلیکلوغوښتونکی یو،او مخالفت یی داساسی قانون سره مخالفت دی، اوهرهغه څوک چه یی شعوری مخالفت کوی، دافغانستان دله منځه تللو ته یی دپردیوپه لمسون اوملاتړ ملا تړلې ده اوباید مخه یی ونیول شی.

نوچارواکو! که مونن دافغان کلمه او نوم وژغوره نوافغانستان به وژغورئ اوکه مودانوم ونه ژغوره نودافغانستان دورکیدومسٔول اوتاریخ ته به ملامت یاست .

په درنښت                                                                                  

په بلجیم کی دافغان کلتوری بهیر مشرتابه جرګه