د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا د ژوندون تلویزیون ملاتړ

نصیر ستوری 13.12.2013 11:22

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په افغانستان کښې د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق په هکله د اطلاعاتو او کلتور د وزيرښاغلي سيد مخدوم رهين او د لوی څارنوال ښاغلي محمد اسحق الکو د ناقانونه او د بیان د ازادۍ پر ضد پرېکړه او دغه راز د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې هغه اسلام ضد او افغان ضد پرېکړه، چې له مخې ئې په برېښنايي پيژند پاڼو کښې د اسلام او افغان هویت حذف شوی، په کلکه سره غندي.
مونږ پدې پوره باور لرو، چې د پښتون قام شعوري او تاریخي دښمنان به هیڅکله دخپلو شو مو او پرديپالو موخو په پلي کولو سره د پښتون /افغان قوم د ځوان کول اراده کمزوري نه کړي، او ښاغلي محمد اسماعيل یون ته ډاډ ورکوو چې پدې لاره کښې مونږ ستاسې د هلو ځلو ملاتړ کوو.
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی ، د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو،سوکالۍ، آبادۍ، خپلواکۍ او قامي وحدت لپاره د خپلې بنسټیزې (منشور) په رڼا کښې هلي ځلي او مبارزه کوي لکه د تل په شان یو ځل بیا په ټولو پښتنو/افغانانو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی کړې او د خپلو حقوقو پوره پوره ساتنه او دفاع وکړئ او د افغانستان په اوسني حکومت کښې په هغه پښتنو چې د پښتنو د حق تر نامه لاندې د پښتنو برخه خوری او په دولتي لوړو کورسیو ناست دي، غږ کوي چې نور له مضر احتیاط څخه لاس واخلئ او په زغرده د پښتنو د حقوقو دفاع وکړئ.
په درناوی
د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند