د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ډنمارک څخه د ملاتړ خبرتیا

محمد یوسف هیواددوست 11.12.2013 12:09

له بده مرغه له هېواد څخه دننه هره ورځ د ګران افغانستان د  تاریخي هویت او د افغانستان د خلکو د پیوستون  د مخالفانو د وطني ضد دسیسو د لړیو نوی نوی خبرونه ترموږ هم رارسیږي .
ترټولو بدمرغي دا ده چې  د افغانستان د اسلامي جمهوریت ،د اسلامي پارلمان او د اسلامي اطلاعاتو او کلتور وزارت او د اسلامي  لویې څارنوالۍ  په اصطلاح مجاهد مشران او ځینې غړي  د افغانانو له تزکرې د اسلام د مقدس دین نوم وباسي په داسې حال کې چې  همدغه  د افغان او افغانستان  له برکته  غټ نسي  سود خواره دلته افغانستان کې د  اعتبار او هویت خاوندان شوي او اوس دا دی دغه افغان دښمنه کړۍ  د افغانانو له تزکرو د افغان نوم هم وباسي ، نو دا زموږ په اند او ګروهه  نه مسلمانان دي او نه افغانان چې موږ د هغوي  دغه شان بې ساری افغاني ضد دسیسه په کلکه غندو
بله بدمرغي د ا ده چې  هلته دننه په افغانستان  کې او یادلته له هیواد نه بهر که کومه ملي رسنۍ یا کوم مرکز او ټولنه او یا کوم شخص د دغو افغان دښمنه عناصرو دغه شان اعمال غندي بیانو یا ورته د متعصب ، تفرقه انداز ، فاشیست ،او برتري طلب خطاب کیږي او په پارلمان کې ناست ځینې  په زړه کافر  ،نا افغانه  او نا مسلمانه کړۍ د خپل ملګري رهین او الکو صیب په ملاتړ  پر دغو ملي رسنیو ، افرادو  او یا ټولنو برید کوي او هڅه کوي د هغوی غږ په ستوني کې وچ کړي .ددې خبرې څرګنده بېلګه پر ژوندون تلویزیون په پرله پسې توګه  ددغو پرديپالو  بریدونه او د ژوندون پر تلویزیون او د هغه پر موسس او مشر ښاغلي  اسماعیل یون  د بې ځایه او بې بنسټه تورونو لګول دي چې ان ددغه تلویزیون د خپرونو  د ځنډولو پرېکړه یې هم کړې .
موږ په داسې حال کې چې د افغانانو له برېښنایي تزکرو څخه د  ( اسلام )او (افغان) د کلمو  لرې کول په کلکه غندو ، ورسره جوخت پر ژوندون تلویزیون او د هغو په چارواکو د بې بنسټه تورونو لګول هم په کلکه غندو او په دې توګه دلته په ډنمارک او د اروپا په یوشمېر نورو هېوادونو کې د خپلو ملګرو او یو شمېر نورو افغانانو په استازیتوب له ژوندون تلویزیون او د هغه له مشر  ملي شخصیت ښاغلي محمد اسماعیل یون څخه خپل د زړه له کومې ملاتړ اعلانوو .
ومن الله توفیق
محمد یوسف هیواددوست
د خپلواکۍ  له فرهنګي مرکز څخه