د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق په اړه

استاد پوهنوال محمد اسماعيل يون 09.12.2013 22:34

د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق په اړه د اطلاعاتو او کلتور د وزير سيد مخدوم رهين او د لوی څارنوال محمد اسحق الکو د ناقانونه پرېکړې پر عبرګون کې د ژوندون ټلوېزيون د موسس استاد پوهنوال محمد اسمعيل يون څرګندونې.

بسم الله الرحمن الرحيم

د لوی، مهربانه، لوروونکي او بښونکي څښتن تعالی په نامه

هغه ځوان چې د وطن په درد سوځېږي
کــه سل ځــله پـرمخ لوېږي پورته کېږي
مــاتــرې ســل ځلــه قربان او صدقه کړې
چې د مرګ په پوله ناست وي لا خوځېږي

خپل نجيب، وياړمن، پرتمين، غښتلي، پياوړي او سرلوړي ملت ته تر هرڅه وړاندې د زړه له کومي سلامونه او احترامونه وړاندې کوم.
غواړم د ظلم او استبداد، جبر او اختناق د عواملو، د ايران د شنه او د پنجاب د تور استعمار د پټو او ښکاره افغان ضد عملونو او د هغو د کورنيو تاليڅټو د وروستيو توطيو په باب ستاسو پاملرنه څو مهمو ټکو ته راواړوم:
۱- له هغې ورځې چې په افغانستان کې ژوندون ټلوېزيون خپل نشرات پيل کړي او په هېواد کې نويو، شعوري او ځوانو مدني خوځښتونو سر راپورته کړی، له همغه وخته راهيسې د ژوندون ټلوېزيون پر ضد توطيې روانې دي. هېڅ بل ټلوېزيون ته پرديپالي، ايرانپالي او پنجابپالي دومره د خطر په سترګه نه ګوري، لکه ژوندون ته چې ګوري.
۲- کله چې ژوندون ټلوېزيون د افغان او افغانيت، اسلام او اسلاميت د لارويانو او رښتينو افغانانو غږ پورته کړ او د هويت د تذکرو پر لومړي مخ يې ددې سترو ارزښتونو د تثبيت غوښتنه وکړه، نو پرديپالو عناصرو ددې داعيې پر وړاندې دومره تېز غبرګون وښود چې د هېواد په تاريخ کې يې ساری نه و ليدل شوی.
۳- روس پلوه او ايرانپلوه ډلې چې له پخوا څخه د حکومت په داخل او بهر کې فعالې دي، په ژوندون ټلوېزيون کې د افغانيت او اسلاميت د خونديتابه بحث، له قومي تعصبونو سره غوټه کړ او د يوه شخص يوه کليمه يې دهېواد ځينو وګړو ته په ناسم ډلو تعبير کړه.
۴- ايرانپالو او پرديپالو رسنيو د ژوندون ټلوېزيون د ژورليدونو خپرونې يو بحث چې د (اسلام)، (افغان) او (اسلاميت) او (افغانيت) د خونديتابه لپاره ځانګړی شوی و، کاپي او په هغه کې يې ځينې جملې وړاندې وروسته کړې، مانا يې ورته کږه کړه او بيا يې له خپلو رسنيو څخه خپرې کړې او هڅه يې وکړه له دې لارې قومي حساسيتونه راوپاروي او تر شا يې خپل شوم افغان ضد هدفونه پر ملي او اسلامي داعيې واکمن کړي.
۵- دې ايرانپلوه تنظيمي کړيو په مشرانو جرګه کې يو شخص چې تر دې وړاندې يې د هويت په تذکرو کې د افغان او اسلام کليمو د ليکنې پر ضد کارت پورته کړی و، د يوې همفکره وسيلې په توګه وکاروه، هغه له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د ژوندون ټلوېزيون د نشراتو د تعليق غوښتنه وکړه، اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلی سيد مخدوم رهين هم له پخوا څخه د همدې ډلو ټپلو اغېز لاندې دی، ژر تر ژره يې لويې څارنوالۍ ته مکتوب وليکه، له ژوندون ټلوېزيون سره يې د خپل تعصب د پټونې په خاطر د يوې بلې نومورکې چاپي خپرونې د تعليق غوښتنه هم وکړه. حقيقت دادی د ژوندون ټلوېزيون مقابل طرف تمدن ټلوېزيون، محسني مدرسه او نورې ايرانپلوه رسنۍ دي، نه يوه لاسپاڼه او نومورکې چاپي خپرونه.
۶- د اطلاعاتو کلتور وزارت په تېر لس کلن تاريخ کې هېڅکله داسې پرېکړه نه ده کړې چې پر يوه ورځ، په يوه ګړۍ کې دې هر څه فيصله کړي. رهين صيب ددې پرځای چې د رسنيو د سرغړونې کمېسيون خبر کړي او يا د هغه کمېسيون غونډه جوړه کړي، هغوی خپل نظر ورکړي او يا مقابل لوری خبر کړي، په ډېرې چټکۍ مکتوب څارنوالۍ ته ورولېږه. ښاغلي وزير په ډېر څرګند ډول په خپله هغه کمېسيون چې دوی به له خلکو غوښتل، هغه ته شکايتونه ورکړي، په خپل دې عمل، لغوه، پيکه او بې ارزښته کړ.
۷- لوی څارنوال، ښاغلي اسحق الکو هم ددې پرځای چې د خپل ټاکلي هئيت څېړنو ته منتظر شي، لکه قرطاسيه چې حواله کوې، د ښاغلي رهين پر وړانديز وليکل: ((متن پيشنهاد منظور است)). په افغانستان کې په زرګونو خلک وژل شوي، د افغان، ملي هويت، افغانستان، اسلامي مقدساتو، ملي اتلانو، اکثريت هېوادوالو او ټولو بشري ارزښتونو ته سپکې سپورې ويل شوي، خو نه رهين صاحب او نه هم الکو صيب سر څه چې غوږ پرې هم نه دی ګرولی، خو څرنګه چې ژوندون ټلوېزيون د ټولو هېوادپالو افغانانو يوه رښتينې رسنۍ ده، ددې پرضد دومره چټک غبرګون او له دولتي امکاناتو څخه د ملي رسنۍ د خپه کولو هڅه څه مانا لري؟
ددې لپاره چې خبرې ډېرې اوږدې نه شي، موږ غواړو په دې برخه کې خپل نظر او خپل عقلي، منطقي اصولي، حقوقي او دفاعي دلايل وړاندې کړو:
۱- در سنيو په قانون کې له رسنيو څخه د سرغړونې کمېسيون تثبيت شوی، ولسي جرګې هم دا کمېسيون تائيد کړی، له ژوندون سره د پرديپالو عناصرو په دې قضيه کې اصلاً دا کمېسيون چا خبر کړی هم نه دی. کوم وزير او يا هم کوم شخص ددې صلاحيت لري چې ددې کمېسيون له پرېکړې او مصوبې پرته د يوې رسنۍ په باب داسې حکم وکړي؟ که چېرې دا د يو اصل په توګه ومنل شي، نو ښه داده چې د رسنيو دا کمېسيون ژر ختم شي او ټول صلاحيتونه يې ځانګړو اشخاصو ته حواله شي.
۲- دولت چې کوم ارګان تاسيس کړی وي، ولسي جرګې هم تايئد کړی وي، ايا کوم شخص دا حق لري چې تر قانون پورته عمل وکړي او هغه ارګان ته ورکړل شوي صلاحيتونه ځان ته مختص کړي؟
۳- پر کومه ورځ چې ښاغلي رهين خپل دا غوښتنليک لاسليک کړی، پر همغه ورځ يې ځان پر يو بهرني سفر مصروف کړی، ځکه چې ځان له دې قانوني تېروتنې وژغوري.
۴- د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرته له دې چې د قضيې ادعا شوی لوری خبر کړي، د يو تنظيمي شخص مکتوب ته يې هرکلی ويلی او څارنوالۍ هم مخکې تر دې چې له ژوندون ټلوېزيون څخه وضاحت وغواړي، يوه اړخيزه پرېکړه کړې ده.
۵- د رسنيو تعليق د شخص د وظيفې تعليق نه دی، چې بېرته جبران او معاش يې ور حواله شي. رسنۍ په هره ثانيه کې خپل لګښتونه او خپلې مادي او معنوي ګټې لري، که يوه رسنۍ د محکمې له حکم پرته زيانمنه شي او تر تعليق وروسته بېرته اصلي حالت ته وګرځي، برائت هم واخلي، نو کوم اورګان د خسارې د جبران تضمين کولای شي؟ د زيان کچه به څوک تثبيتوي؟ د ادعاوو او واقعيت ترمنځ به عدالت او واقعيت څنګه په ګوته کېږي؟
۶- ايا قوانين ددې اجازه ورکوي چې يوه حقوقي، رسنيزه او يا اعتراضي موضوع دې ژر تر ژره سياسي شي او چارواکي دې په کې ناقانونه مداخله وکړي؟ په دې پرېکړه کې موږ د ولسمشر د مرستيالانو سياسي فشار او په خپله د ولسمشر همېشنی مضر مصلحت او ځينې خاصو کړيو ته د تېرو سياسي امتيازاتو د ورکړې په تعقيب، د نورو امتيازاتو او خوږلنيو د ورکړې عنصر دخيل ګڼو.
۷- هغه ډلې چې مستقيماً له ايرانه خړوبېږي، پر حکومت او په خپله پر ولسمشر خاص اغېز لري، د هغو ټولو اغېزې په دې ناقانونه بېړنۍ پرېکړه کې دخيلې دي.
۸- ايا تر دې دمخه د داسې پرېکړو بېلګې شته چې ددې پرېکړې د عملي کېدو لپاره لاره پرانيزي؟ که د يوه کارپوه يوه خبره چې په خپله کارپوه يې د پوره وضاحت ورکولو جوګه دی ايا ددې ډول پرېکړې ايجاب کوي؟
۹- که د يو چا يوه خبره د يوې رسنۍ پر وړاندې دومره چټک غبرګون ته دلايل برابروي، نو بيا خو په افغانستان کې بېلابېلو اشخاصو او رسنيو په دې برخه کې دومره څه استعمال کړي، چې د ژوندون پر څپو يې د جنرال طاقت خبره په خروار کې د مثقال تر مثاله هم وړه ده. د هغوی پر وړاندې په دې تېرو لسو کلونو کې هم د لويې څارنوالۍ او هم د اطلاعاتو کلتور وزارت د چارواکو چوپه خوله پاتې کېدل کومې ماناوې لري؟ ايا له هغوی سره د همغږۍ، همفکرۍ، يا بې تفاوتۍ په مانا ده او که نورې مانا لري؟ ښه به وي چې په دې برخه کې د يو شمېر اشخاصو او رسنيو نومونه هم واخلو، دولتي ښاغلي دې پر حافظې فشار راوړي، د ښاغلي لطيف پدرام، عطامحمد نور، عبدالحفيظ منصور، انور سادات، حاجي محمد محقق او نورو څرګندونې دې هم را په ياد کړي. د طلوع ټلوېزيون، نور، نورين، تمدن، راه فردا، ائينه او همدارنګه د نورو ګڼو چاپي رسنيو نشرات دې هم له نظره تېر کړي.
۱۰- هغه پرېکړه چې له دولتي چارواکو پرته، نه په کې نه عارض معلوم وي، نه په کې مقابل طرف او نه هم د قضيې ټولې خواوې، خپله غوښتنليک والا هم پښې له ميدانه سپکې کړې وي، ايا له قانونه او منطقه د تېښتې په مانا نه ده؟
۱۱- خپله لوی څارنوال، د اطلاعاتو او کلتور وزير او نور ټول اشخاص پر دې پوهېږي، چې پرېکړه يې قانوني اساس نه لري. د لوی څارنوال تر حکم وروسته ما له لوی څارنوال سره تر (۵۰) ځلو زيات ټلېفوني تماس ونيو، خو زه چې ددوی په نظر د قضيې يو اړخ ګڼل کېږم، له ما څخه ځان پټونه کوم حقيقت پټوي؟
۱۲- لويې څارنوالۍ او بل هيڅ اورګان د ژوندون له خوا د جنرال طاقت د خبرو اصلي سي ډي (CD) له هغو سي ډي ګانو سره پرتله نکړه چې د ژوندون د مخالفينو لخوا برابره شوې وه. جملې په کې وړاندې وروسته شوې وې او مانا په کې بدله شوې وه.
۱۳- کله چې له يوې رسنۍ څخه د يوه شخص يوه خبره چې هغه هم يوه بل شخص په ځانګړي ډول (لطيف پدرام) چې غازي امان الله خان ته ې کنځلې کړې وې، راجع وه، خو پرديپالي بيا دا د پلمې په توګه قوم ته منسوبوي او د ځينو ناسم تعبير راپاروي او بيا هغه شخص په همغه رسنۍ کې د خپلې خبرې وضاحت کوي، نو د دې ډول رسنۍ په اړه چې د پرديپالو پخوانی ذهنيت له کينې ډک نه وي، نو ددې رسنۍ په باب بيا چټک غبرګون له ايرانپالنې او پرديپالنې بله څه مانا لري؟
۱۴- په دې هم پوهېږو چې که ټول افغان ولس يوه خوا وي، جنګسالاران او تنظيمسالاران په تېره بيا ايران پورې تړلي اخوندان بله خوا، نو ولسمشر ته دا دوه وروستي عناصر ډېر محترم دي، له ولس سره د ولسمشر ددې جفا په مقابل کې به د قيامت پر ورځ د ولس لاس او د ولسمشر کرزي ګرېوان وي او دا به هغه وخت وي چې د جبران لپاره به هېڅ مجال پاتې نه وي.
۱۵- د هېواد د ټولو عدلي قضايي اورګانونو، دولتي چارواکو، ځانساتو او څوکۍ پالو اشخاصو پر وړاندې دا پوښتنه هم ږدم چې د (۱۴۰) افغانانو قاتل (حکيم شجاعي) او د ملي اردو او ملي پوليسو وژونکي (امير ګل) او (کمين) چېرته دي او ولې تر قانونه پورته ګرځي او لا هم تر عدالت لرې خوندي ژوند تېروي.
۱۶- ايا د (۶۵) زره کابل ښاريانو قاتلان په همدې نظام کې تر ټولو محترم، مقدم او واکمن نه دي؟
۱۷- کله چې د ملي شورا مخې ته د افغان ضد کړيو له خوا له قومي تعصب ډکه مظاهره وشوه او ځينو يې د ايرانپلوه ډلو په لمسون د افغانستان پر ضد او (ما افغان نيستم) شعارونه ورکړل، دا ښاغلي چېرته وو؟ ددې پرځای چې دې ډول اشخاصو او محرکينو ته يې سزا ورکړي. اوس يې څارنوال صيب او وزيرصيب غوښتنو ته هرکلی وايي.
اوس راځم خپل مسلمان با ايمانه، باوجدانه غيرتي افغان ملت ته!
زه د يوه افغان او مسلمان په توګه د لوی خدای ج پر نصرت او د خپل ملت پر غيرت پوره ډاډه يم. په دې پوره باوري يم چې د واحد افغان ملت ټولې څانګې او ګلونه چې د هېواد له هرې سيمې، هر قوم، هر ټبر او هرې ژبې سره تړاو لري او له ملي او اسلامي هويت، اسلام او افغان سره مينه لري، په نره د ژوندون ټلوېزيون ملاتړ کوي او هر ايرانپالي، پنجابپالي او پرديپالي ته مناسب ځواب ورکوي.
خو زه د يوه متمدن انسان، افغان او مسلمان په توګه د خپلې ملي او اسلامي برحقې داعيې د ترلاسه کولو لپاره تشدد، خشونت او زور څخه کار اخيستل نه تائيدوم او نه يې پلوي کوم. زموږ او د جنګسالارانو او ناقانونه ايرانپالو کړيو تر منځ د توپير سره کرښه همدا ده چې موږ اسلاميت، افغانيت او انسانيت غواړو او د افغانستان کورني او بهرني مخالفين، وحشت، خشونت او لا قانونيت.
پر دې خبرې بيا ټينګار کوم چې د هويت په تذکرو کې له اسلام او افغانه تېرېدونکي نه يو او دا اوسنۍ قرباني هم د همغو ارزښتونو لپاره ده.
د ژوندون ټلوېزيون په مليونونو هېوادپالو مينوالو څخه په ډېر درنښت هيله کوم، چې په پوره زغم، اوسېلې او سړې سينې خپلو مشروعو او قانوني داعيو ته دوام ورکړي. د ژوندون ټلوېزيون د ملاتړ لپاره د سړيتوب داسې يوه بېلګه وړاندې کړي چې هېوادپلورو، کلتورپلورو، او پرديپالو ته يو بې ساری سبق شي.
موږ د لويې څارنوالۍ په ګډون د هيواد هرې قانوني سرچينې ته تر هغه وخته د قدر په سترګه ګورو چې د قانون د تطبيق لپاره عادلانه پرېکړې وکړي. دا چې په ځينو عدلي، تقنيني او قضايي اورګانونو کې ځينې اشخاص د سياسي اغېز تر فشار لاندې قانون تر پښو لاندې کوي، ددې کفاره او جبيره به خپله ورکوي.
زه د يوه افغان په توګه ځانته دا حق ورکوم چې د يوه مدني انسان په حيث د پرديپالو پر ضد خپله ملي او انساني مبارزه جاري وساتم، هر کلي، هر مسجد، هرې بانډې او هرې تپې ته لاړ شم او د ظلم او استبداد په مقابل کې خپل غږ پورته کړم.
زه حق لرم د ايرانپالو ډلو د سياسي فشارونو له امله د لويې څارنوالۍ ددې پرېکړې پر وړاندې سترې محکمې ته خپل غوښتنليک وړاندې او ژوندون ته د رسېدونکي زيان د جبران غوښتنه وکړم. که احياناً ستره محکمه هم د لويې څارنوالۍ په شان د مضر او نامشروع مصلحت پر رنځ اخته شي، نو د خپل ملت عدالت او د نړۍ هر بل عدلي اورګان ته به عريضه کوم او د دې ظلم په مقابل کې به ودرېږم.
د خدای نصرت او د ملت همت مې همېشنی ملګری دی او په دې لاره کې د څو ټنګه سرو، ځان پلورو، ضمير پلورو پروا نه لرم، له خپل ولسه د ژوندون د تېر ملاتړ له امله هم منندوی يم او پر راتلونکي ملاتړ يې هم پوره ډاډه يم.
زه له هغو زرګونو او لکونو افغانانو هم مننه کوم يم چې د لويې څارنوالۍ د ناقانونه حکم د تطبيق په حالت کې يې موږ ته ډاډ راکړی چې د دوی له رسنيو، راډيوګانو، ټلوېزيونونو، ټولنيزو خپرونو او د تبليغ له نورو زرايعو څخه پوره پوره ګټه پورته کولای شو.
خپل ملت ته د يو څو نورو راتلونکو احتمالي خطرونو وړاندوينه هم کوم. د افغان کلمې تر حذف وروسته، د پرديپالو دويم يرغل پر (افغانۍ) دی، چې زموږ د پولي او ملي هويت ښکارندويي کوي او تر هغه وروسته وروستی يرغل او جګړه د خوږ افغانستان د نامه د بدلولو لپاره ده. هېوادپال افغانان دې ټول خبر وي. ځانساتي، ورځچاري به بيا هغه وخت لکه د مچانو په څېر لاسونه مروړي خو اوبه به له ورخه تېرې وي، ملت به د مملکت پر نامه پر جنجال اخته وي او دولس د سوکالۍ لپاره به د خدماتو رسولو ته د چا پام نه وي.

په پای کې وايم چې:
نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو کله ويلي دي
نوره ګناه نه لرم په دې ګناه مې مه نيسه
زړه کې چې مې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي
وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې ژړلي دي
نه ومه خبر پرده مې لږه ځنې پورته کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي
رسي لوړ مقام ته چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر په دغه شغل رياست ته رسېدلي دي

ژوندی او سرلوړی، متحد او غښتلی دې وي افغانستان
سوکاله، ارام او بريالی دې وي افغان ملت
مړه دې وي د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان

ومن الله التوفيق