د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زېری: ستر پښتو – روسي سیند پر لیکه شو

پامیر زیارمل 06.12.2013 19:34

د ۱۸-مې زېږدیزې پېړۍ په څلرمه لسیزه کې نامتو روسي ختیځپوه دورن بوریس په روسیه او په ټولیزه توګه د اروپا په لویه وچه کې د افغانستان د پوهنیزې څېړنې بنسټ کښېښاوه. دورن بوریس  په ۱۸۴۵ ز. کال کې د افغانستان د ملي ژبې – پښتو – لومړۍ پرله غښتې پښویه  په الماني ولیکله او له همهغه دمه روسیه په نړیواله کچه د افغانستان او په ځانګړې توګه د پښتو او پښتون پېژندنې منځنۍ واوښتله. له ختیځپوه دورن بوریس څخه وروسته په روسیه کې ګڼ شمېر  نورو روسي پوهانو د افغانستان د ژبو او دودونو د  څېړنې او سپړنې لپاره بې شمېره کتابونه او لیکنې کښلي  دي.

که څه هم چې روسیه او پخوانی شوروي له کلونو راهیسې د هېوادپالو افغانانو له خوا په پښتو  او پښتني ضد سیاست تورن کېږي، خو په دې هېواد کې د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله پښتو ژبې ته ډېر او سټه ییز چوپړ شوی دی. په روسي ژبه د پښتو درسي کتابونه او قاموسونه آن پخپله افغانستان کې هم ساری نه لري. د بېلګې په توګه، د پوهاند اسلانوف ستر پښتو – روسي قاموس له پوهنیزه اړخه تر ټولو ستر او بډای ګڼل کېږي او تر نن ورځې پورې ور څخه ارته ګټه اخیستل کېږي.

 په وروستیو دوو لسیزو کې په افغانستان او روسیه کې له ستر سیاسي او ټولنیز اوښتون او بدلون وروسته، د روسیې په پوهنیزو او  څېړنیزو مؤسسو کې افغانستان او  پښتو ته ډېره پاملره نه کېدله، خو اوسمهال  په وضعه کې د اوښتنې څرک لیدل  کېږي.  په ۲۱- پېړۍ کې په روسیه کې د افغانستان او  پښتو پېژندنې مرکز د مسکو د نړیوالو اړېکو دولتي پوهنتون (MGIMO) بللای شو.  په وروستیو څو کلونو کې په نوموړي پوهنتون کې څو نوې په زړه پورې پروژې پیل شوې دي. د دې پروژو په لړ کې یوه هم د پوهاند اسلانوف د ستر پښتو – روسي قاموس ټیپیسي او کره کتنه ده. د بامیال او لورین الله (ج) په مرسته له څو میاشتو پر له پسې هاند و هڅو وروسته دا پروژه پای ته ورسېدله او  اوس پتمن هېوادوال د ((قاموسونه ټکی کوم)) (http://www.qamosona.com) په جالپاڼه کې هغه  کارولای شي. که څه هم چې د تخنیکي ستونزو لامله د سیند بشپړه کره کتنه او بیاکتنه نه ده شوې، خو بیا هم د  اسلانوف د قاموس پر لیکه کېدنه ستره لاسته راوړنه ده، ځکه کې لېوال او مینه وال نه یوازې له پښتو څخه روسي ته، بلکې له روسي څخه پښتو ته هم ژباړه کولای شي. ټاکل شوې ده،  چې په ګانده اونۍ کې د اسلانوف د زر مخیز قاموس کره کتنه پای ته ورسېږي او ټول توري پر لیکه شي.

د ویلو وړ ده، چې همدا راز په لنډ راتلونکي کې  د مسکو د نړیوالو اړېکو د دولتي پوهنتون د استادانو او ځېنو زده کړیالو له خوا  له لږو شونتیاوو او اسانتاوو سره-سره د یو شمېر پروژو د پلي کولو هوډ شوی دی. اټکل کېږي، چې د نوي زېږدیز کال تر پای پورې ستره نومهاله پښتو پښویه په روسي ژبه چاپ او خپره شي. د دې تر  څنګ هلې ځلې کېږي، چې د دوو میاشتو  په اوږدو کې د ((افغانستان نن)) په نامه مجله خپره شي.
 
پامیر زیارمل،
د مسکو د نړیوالو اړېکو د دولتي پوهنتون استاد