د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صداقت

الحاج انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمې) 03.12.2013 12:09

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

مونږدیوی عجیبه اوسختو کلیماتوپه لیدواواوریدوفکرکووداکلیمات که ډیرساده هم دی خودتشریح کولوسره عام فهم ګرځی داکلیمات په ټولوادیانواوملتونوکی باارزښت کلیمات دی.
صداقت ته په انګلیسی ژبه کی truth-truthfulness- Honesty وایی اوپه پښتوژبه کی ورته رښتین والی وایی اوپه دری ژبه کی ورته راستی وایی  .
دټولوبدیواوشرنه دخلاصون لاررښتین والی اوصادقانه ژونددی.
په ټولواجتماعی ،سیاسی ،کلتوری اوتبلیغی اموروکی رښتین والی او صداقت که موجود وی اموربه په سمه روان وی اوپه کارونوکی خاص اثر لری یعنی کارونه به په سمه اصولی ،قانوی اودټولنی په عرف وی.
په کاروبارکی که صداقت اورښتین والی وی درزق زیادښت اودخیراو برکت موجب دی .
صداقت دمینی دکتاب لمړنی څپرکې دی.
په صداقت مینه کول دیوذات دحضوردتصورایجاددی چی ادراک یی کامل اوتام وی خوشوق موقتی ده کله شوق دخیال قوه لوړه اوکله تمثیل ضعیف وی هرمشتاق دمینی وصول ته نه رسی که صداقت موجودوی ځینو وختو کی وصل ته هم رسیږی .
صداقت به تاسی ښه اوبهتره معرفی کړی.
که په افتخارپاتی اوناکام اوسوبهتره ده له هغه بریالیتوب څخه چی په تقلب اودروغو وی.
رښتین والی حقیقت منځ ته راوړی.
رښتینوالی شریک دی له اخلاصه اواخلاص شریک دی درښتینوالی سره.
رښتین والی په خبروکی ،کرداراونیت کی دی هرخبره چی په ژبه وی په عمل کی هم وی چی په عمل کی وی اوپه زړه صدق دی په حقیقت کی د ژبی وینا دالله ج یادپه زړه کی وی.
رښتین والی اوصادقانه رهنمود په کردارکی توحیداووحدانیت دی اوکله چی رښتین والی اوصدق په نیت کی وی په کردارکی توحید اووحدانیت دی اوکله چی رښتین والی اوصدق په نیت کی وی په کردار اوګفتارکی څرګندیږی نه داچی دورنګی منځ ته راشی .
رښتین والی اوصدق په پټه اوښکاره کی که یووی دعبادت سرچشمه ته درسیدودپاره لارده .
الله ج په سورة توبه کی فرمایی :
یایهاالذین امنواتقواالله وکونوامع الصادقین ِ  
ترجمه:ای مومنانوله الله ج څخه وویریږی اوصادقان یاراوسی .توبه ۱۱۹
دالله ج رسول ص فرمایی :
له ابومحمدحسن بن علی بن ابی طالب رض روایت دی چی دپیامبرص څخه یی اوریدلی دی:
(دع مایریبک الی مالا یریبک فان الصدق طمانیة والکذب ریبة)
رواه الترمذی وقال حدیث صحیح
ترجمه:پریږدوهغه شیان چی تاپه شک اچوی اوکلک کړه هغه چی تا په شک نه اچوی ،څنګه چی رښتین والی اوصدق اطمنان اوارامش دی او
دروغ شک دی.
یعنی داچی مسلمان شخص دمشکوکوکارونولاس په سرشی اوهغه کارونه دی وکړی چی داسلامی شرع له مخی ښکاره اوسم وی.
صدق اورښتین والی انسان دنیکی لورته رهنمایی کوی اونیکی انسان جنت ته وړی اوپه جنت کی دښکلوحوروسره دملاقات اوخوښی موجب دی .
صداقت په دوبرخوویشو:
۱-    صداقت په ګفتارکی .
۲-    صداقت په کردارکی .
که په صداقت ژوند وکړوژوندکول به زده کړو.
په نفس اعتماد ولری اودستونزوسره جنګ وکړی.
صداقت یعنی دروغ نه ویل.
صداقت یعنی صبرکول.
صداقت یعنی دالله ج دوستی .
دغیرمشروع ګټی ضرربهتردی که څه هم ضررزغمل سخت هم دی.
دخپل ضعف اوناتوانی شناخت اوپه اشتباهاتوباندی اعتراف صداقت دی.
دفردی رشداوارتقاءلپاره خپل زړه بایدپه صداقت اورښتین والی سره عادت اودشک اوتردیدنه یی وباسو.
اعتمادکول اودنوروداعتمادوړګرځیدل هله منځ ته راځی چی صداقت په عمل کی اوپه وینا کی موجوده وی .تمت البل خیر