د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بحراني پړاو

احمدجان تڼی 02.12.2013 12:15

افغانستان اوس مهال سیاسی بحران ته ننوتی او د امنیتی بحران په درشل کې دی.
د رسنیو د خبر سره سم امریکا متحده ایالاتو د اردو او پولیسو قطعاتو باندی تیل او حمایوی خدمات درولی دی کیدای شی دا پاکستان په واسطه د ناټو د اکمالاتی لاری بندولو له امله وي. او یا کیدای شی دا د کابل د اداری د مشر ښاغلی حامد کرزی له خوا د امنیتی تړون د لاسلیک څخه د ډډه کولو سره اړه ولری.
د بلی خوا داسی ښکاری چی بهرنی پوځونه د افغانستان څخه د امنیتی تړون د نه لاسلیک له امله د افغانستان څخه په وتو دي.
همدارنګه پاکستان د ناتو د اکمالاتو لاره تړلی ده او ایران هم پلان لری چی د افغان مهاجرینو په ایستلو باندی پیل وکړی.
د هیواد په د ننه کی خلک د راتلونکی په هکله په تشویش کی دی. حضرت صاحب صبغت الله مجددی هم وطن پریښود . خلک وایی چی دا د اعتراض له امله د ښاغلی حامد کرزی دامریکا د متحده ایالاتو سره د امنیتی تړون د لاسلیک څخه د ډډې کولو له امله د وطن څخه لاړ شو.
دا بحران تر ډیره بریده د واکمن ډلګی د غلطو پالیسیو او د متعصبه کړیو او د سیمه ایزو ګاونډویانو د مداخلو نتیجه ده.
دا بحران هغه مهال را برسیره شو ، چی په کابل کې د ادارې له خوا د ( مشورتی لویه جرګه ) یوه لویه غونډه راوبلل شوه. په دی غونډه کی د کابل د ادارې مشر له خوا ګډوالو ته وویل شول چی د امریکا سره د امنیتی تړون مسوده په غور سره وګوري او په مسوولیت سره د هغه په هکله مشوره ورکړي.
د کابل د واکمن نظام له امله په افغانستان کی هر څه خپل مفهوم د لاسه ورکړ. چی د هغه جملی څخه د جرګې اولويې جرګې مفهوم دی.
د افغانستان خلکو او په تیره بیا پښتنو کې دا رواج د زرګونو کلونو څخه را پدی خوا ساتلی او د هغه په رڼا کی یې خپل سیاسی او ټولنیز ژوند تنظیم کړی دی.
په ټول تاریخ کې د کلي د جرګې څخه نیولی تر لویې جرګې پوری فیصلی کړی دی ، هیڅ جرګه مشوره نه کوي بلکی فیصله کوي . مګر د کابل ادارې له خوا راغوښتل شوو غونډو باندې د مشورتی جرګو نوم ایښودل کیږي . یعنی دا په دی مانا چی دوی فیصله نه شی کولی بلکی سلا ورکوی.
یعنی دا چی د کابل وروستی غونډه چی د مشورتی لویی جرګی تر نوم لاندی جوړه شوی وه. دا لویه جرګه نه وه بلکی لویه مشورتی غونډه وه.
د کابل ادارې د کړنو څخه دا جوتیده چی دا غونډه به ورته سلا ورکړي چی د امریکا د متحده ایالاتو سره به ددی تړون د نه لاسلیک سلا ورکړي. دا ځکه چی دا د واکمنو کړیو څخه د ګاونډیو غوښتنه وه.
ګاونډي پلوه واکمنو کړیو ددی موخې له پاره خپل وګړي په دی لویه مشورتی غونډه کی ځای په ځای کړی و. مګر دی لویی مشورتی غونډی د کابل اداری مشر ته داسی سلا ورکړه چی د ګاونډی پلوه کړیو د اجندا سره یي توپیر درلود.
د مشورتی لویی غونډی ګډونوالو د ګاونډیان مداخلو د شنډولو او افغانستان د اقتصاد او امنیتی قواو د تقویی له پاره د کابل اداری مشر ته سلا ورکړه چی دا تړون لاسلیک کړي.
کله چی واکمنو کړیو ولیدل چی لویی مشورتی غونډی د دوی د اجندا خلاف سلا ورکړه نو د کابل اداری مشر نوی شړطونه را منځه ته کړل چی د ډیرو د پاره د خندا وړ دی.
لومړی شرط : بهرنیان باید د افغانانوکورونو ته باید د ننوتلو څخه ډډه وکړي.
باید ووایو چی دا ډیر مهم او ښه شرط دی چی ټول هیواد وال د هغه ملاتړ کوي. باید بهرنی ځواکونه د افغانانو د اوسیدو ځایونو څخه ډډه وکړی.
خو پوښتنه داده چی ولی ښاغلی حامد کرزی دا غوښتنه دولس کاله مخکی نه کوله؟
دولس کاله مخکی دده د بهرنیو چارو وزیر او د کورنیو چارو وزیر د بهرنیانو سره داسی تړون لاسلیک کړ، چی په افغانستان کی یی بهرنیانو ته هرچیری ( د کورنو په ګډون) د پوځی عملیاتو اجازه ورکړه او دا یی په ډاګه کړه چی د دوی څخه څوک پوښتنه نه شی کولی.
دا چی په همغه مهال د کابل اداری مشر په دی تړون ځان چوپ ونیوه دا په دی مانا دی چی د تړون د نوموړی له خوا تایید شوی دی. اوکه تا یید شوی نه وی نو په همغه مهال یی ولی نوموړی وزیران د کاره ګوښه نکړل او هم یی د پوښتنوله پاره محکمی ته معرفی نه کړل. او همغه مهال یی سمدلاسه یی دا تړون لغوه نکړ.
نوموړی تړون تر ننه د کابل د اداری د مشر له خوا لغوه شوی نه دی. د دی ناوړه تړون له امله په تیرودولسو کلونو کی په سل ګونو زره خلک په بی رحمانه توګه په شهادت رسیدلی دی او دا بهیر تر اوسه روان دی.
ددی په اړخ کی د کابل اداری اړوند وحشي ملیشاوی او ځواکونه تقریبا هره ورځ د خلکو ( پښتنو ) په کورنو بریدونه کوی خلک وژنی اود هغوی مالونه لوټوی . ددوی ددی بریدونو له امله په منځنی توګه هره شپه نږدی لس تنه بیګناه کسان وژل کیږی. د کابل ددی قواو د وحشیانه بریدونو له امله په ټول افغانستان کی خلک ( پښتانه ) خورا په تنګ شوی دی.
د پښتون وژنی بهیر د کابل دملیشاو او قواو له خوا روانه ده خو د کابل اداری مشر ځان پری نه خپروی. د خاص ارزګان د خلکو ،د کندز د خلکو( پښتنو ) قاتلان ددی په ځای چی محکمه شی نور هم نازول کیږي.
که چیری د کابل اداری مشر واقعا غواړی په هیواد کی قانونیت را منځته شی تر ټولو لومړی باید:
• خپلو ځواکونو ته امر ورکړی چی د خلکو کورونواو اوسیدو ځایونو ته د ورتګ څخه ډډه وکړی او د خلکو کورونو ته د اساسی قانون د احکامو سره سم چلند وشی.
• هغه تړون چی دولس کاله مخکی د کابل اداری له خوا بهرنیانو سره شوی دی لغوه کړی او لدی امله دی د هیواد خلکو ته توضیحات ورکړی.
• د ټولو هغو خلکو ( بیګناه ) چی د بهرنیانو او د کورنیو پوځونو له خوا وژل شوی او یا ټپیان شوی دی باید په نړیوالو معیارونو سره تاوان ورکړل شی.
• ټول هغه افغانی اوبهرنی وګړی چی د بیګناه کسانو په وژلو اود کورونو په لوټ کی ونډه لری د عدلی تعقیب لاندی ونیسی.
• د هر کور د پلټلو اجازه باید د محکمی له خوا ورکړل شی.
دوهم شرط : د بی پرې او رڼو ټولټاکنو تر سره کول.
باید ووایو چی د ټولټاکنو کمیسیون او د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون دواړه په خپله د ښاغلی حامد کرزی له خوا ټاکل شوی دی او دوی هر ډول کړنې چی کوی وروستی مسوولیت یی هم د کابل د ادارې د مشر په غاړه دی.
ددی په اړخ کی ټول وا لیان ، امنیه کوماندانان او نور چارواکی چی د ټولټاکنو په روڼ والی باندی اغیزه کوی ټول د کابل د اداری د مشر له خوا ټاکل شوی دی او ټول د کابل په اداره کی د واکمنوکړیوغړي دی . دوی په ټولټاکنو کی د لاسوهنو تجربه او تاریخ لری او دا ښکاره خبره ده چی دوی به د واکمن اپوزیسیون له خوا د اولسمشری څوکی ته د کاندید څخه ملاتړ کوی او دده په ګټه به ټولټاکنو کی لاس وهی.
که چیرې په واقعی مانا سره د کابل د اداری مشر غواړی رڼې ټولټاکنی ترسره شی باید ټول والیان او نور لوړ پوړی چارواکی چی د واکمن اپوزیسیون غړي دی او یا نږدې اړیکی ورسره د دندو څخه ګوښه کړي او په ځای یې بې پرې او وړ کسان مقرر کړي.
د رڼو ټولټاکنو تر سره کول په خپله د کابل د اداری مسوولیت دی نه د امریکا .
راځود سولی ټینګښت موضوع ، چی د کابل د ادارې مشر حامد کرزی یی د امریکا څخه غوښتنه کوي.
په افغانستان کې د بی ثباتی او جګړې عوامل عبارت دي:
• په افغانستان کی د لوټمارو ، په جنایتونو تورنو ، متعصبو ډلو حاکمیت
• د افغانستان په کورنیو چارو کې د پنجاپ او تهران لاس وهنی او مداخلې
• د نړیوالی ځواکونو عملیات
له دی امله ددی له پاره چی په افغانستان کی دوامداره او عادلانه سوله را منځته شي باید پورتنی ټول عوامل له منځه ولاړ شی.
په کابل کی اوسنیو واکمنېو ډلو په تیرو څو لسیزو کې داسې کړنې تر سره کړي دي چی د هغه په نتیجه کې په لس ګونو زره هیواد شوال وژل شوي دی . هیواد وران او لوټ شو.
د لویدیز پوځونو په راتګ سره نوموړو ډلو ددی په ځای چی د لوټماریو او قومی تعصبونو لاس واخلی خپلو لوټماریو او تعصبونو ته یی دوام ورکړ.
په دولتی مقرریو کی په نوموړو ډلو پورې تړلو هزاره ګانو او تاجکانو ته اهمیت ورکول کیږي او په دریمه کتیګوری کی په دی کړیو اوتوکمونو پوری ښځو ته لومړیتوب ورکول کیږي . واکمنی کړۍ یوازی هغه پښتو ژبی مقرروي چی د دوی د اجندا سره سم حرکت وکړي. یعنی دا چی ډیر کوچنی لږکي په سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو برخو کی د ټول افغان اولس په حقوقو خیټې اچولی دی.
په دی ډول پنجاپ او تهران د افغانستان په هکله ورته نظرونه لری . دا دواړه حکومتونه خپلی ستراتیژیکی ګټی د افغانستان په له منځه تلو او تجزیه کی ګوري. نو ځکه دواړه هیوادونه په ټول قدرت سره هڅه کوي چي نوموړي موخې ته ورسیږي.
تر هغه چی پنجاپی استعماري – تروریستی اداره ، د تهران پراختیا غوښتونکی نظامونه موجود وي د دی هیواد حکومتونه به یوه شیبه هم د افغانستان کی د لاسوهنو او د جګړو د رامنځته کولو څخه ډډه ونکړي.
ددی له پاره چی په هیواد کی د جګړی اور مړ شی او سوله راشی د کابل اداری مشر په زرګونو واری د مخالفینو سره د خبرو وړاندیز کړی دی. خو کوم وار چی د مخالفینو له خوا د خبرو له پاره شین څراغ ورکړل شوی دی ، بیا د کابل اداره په مختلفو پلمو سره شاته شوي ده.
د بلی خوا د افغانستان خلکو د پاره د کابل د اداری د سولی ضد کړنلاره هغه مهال جوته شوه چی تش په نامه د سولی عالی شورا یی د اکثریت د داسی کسانو په ګډون رامنځته کړه چی په هیواد کی د سولی مخالفین و او دي.
د کابل اداری د سولی شورا یوه تنظیمی او میراثی شورا را منځته کړه او په دی ډول یی عملا په ډاګه کړه چی دا اداره د سولی اراده نلری. په داسی حال کی چی دا شورا هیڅ افغان وطندوست وګړی ته د منلو وړ نه ده.
همدارنګه د خلکو او نړیوالو د دوکې د پاره یی د ( ملا برادر ) ډرامه پیل کړه.
د ( ملا برادر ) ډرامه د کابل او پنجاپ له خوا د خلکو د تیر ایستلواو په افغانستان کی د جګړی د دوام د پاره په ماهرانه توګه ولوبول شوه.
هغه شرطونه چی د کابل اداری مشر یی د نړیوالو د امنیتی تړون د لاسلیک نه مخکی د امریکا مخی ته ایږدی ۍنوي سلنه یی په خپله دده په اداره او شریکانو پوری تړلی دي.
ددی څخه معلومیږی چی هغه څه چی د کابل د اداری مشر یی د امریکا څخه غواړی هغه خلکو ته ښکاره نه دي. همدارنګه د امریکا متحده ایالات د دیپلوماتیکو اصولو په رڼا کی نه غواړی د کابل غوښتنی رسوا کړي.
خو کیدای شی د امریکا د متحده ایالاتو څخه د کابل د ادارې د مشر غوښتنو په هکله حدس ووهل شي.
اوس مهال د افغانستان ، سیمی او نړی په سویه سیاسی او اقصادی حالات په ډیره چټکتیا سره بدلون مومي. حالات د تورو قوتونو د واکه وځي او خلک د خپل برخلیک د پاره هلی ځلی پیل کوي.
د یوی خوا د پنجاپ د استعماری اداری په وړاندی مظلوم اولسونه ( پښتانه ، بلوڅ، سندیان، ...) را پاڅیدلی دی او دا اداره ورو خپل کنترول په اشغالی سیمو باندی د لاسه ورکوي او پنجاپی استعمار د نړیدو خواته روان دی.
د بلی خوا د ایران پراختیا غوښتونکی اداره هم د اړونده مظلومو اولسونو تر فشار لاندی ده او حالات ورو د چاودیدو خواته روان دی. په ایران کی سنی مذهب خلک حتی د جوماتونو د درلودلو حق نلری ، غیر پارسی توکمونه د سیاسی ، ټولنیزو او تعلیمی حقوقو څخه بی برخی دی.
په منځنی اسیا کی استبدادی نظامونه هم د خلکو د مخالفت سره مخامخ دی.
په سیمه کی د پنجاپ د استعماری – تروریستی نظام ، د ایران پراختیایی غوښتونکی نظامونه د ړنګیدو په حال کی دی او دا ډول بدلونونه کیدای شی د سیمی سیاسی جغرافیا د بدلون خواته روانه ده.
په افغانستان کی هم حالات د بدلون خواته روان دی. په افغانستان کی د زورواکانو واک د ګواښ سره مخامخ دی دا ځکه چی په افغانستان کی ، توکم او ژبی په نوم سوداګری اوس اهمیت دلاسه ورکړی دی او پنجابی استعمارچیان نه شی کولی خلک په مختلفو او زهر جنو پروپاګنډو او اوازو سره اولس ته دوکه ورکړي.
د بلی خوا څو میاشتی وروسته په افغانستان کی اولسمشری ته ټولټاکنی را رواني دي.
حاکمه متعصبه فاسدی کړۍ هڅه کوی خپل سیاسی واک ته ادامه ورکړي . ددی موخی د عملی کولود پاره په مختلفو بڼو سره تیاری نیولی ده.
د یوې خوا نوي سلنه والیان او لوړپوړي چارواکی دی ته تیار دی چی په ټولټاکنو کی د حاکمه کړیو د معلوم الحاله نوماند د پاره په ټولټاکنو کی لاس ووهي.
خو په مقابل کی د افغانستان خلک د موجوده فاسدو متعصبو کړیو د لوټماریو او فساد څخه تر ستونی پوری راغلی او ددی په تعصب ولاړې اداری د قومی تعصبونو کچه نوره د خلکو د زغم څخه وتلی ده.
همدا خبره ده چی افغانستان خلک دی ته تیار نه دي چی د متعصب او فاسدو کړیو اولسمشری څوکۍ ته نوماند او یا نوماندانو ته رایی ورکړي.
په داسې حال چی د کابل په اداره کی واکمنیو کړیو د خلکو د تیر ایستلو د پاره یو اصلی نوماند د تش په نامه اپوزیسیون ( واکمن اپوزیسیون) نوماند او څو تنه فرعی نوماندان ( د خلکو د دوکې او د رایو د ویشلو د پاره ) رامنځته کړي دی.
اوس مهال د سیمی استعماری ـ تروریستی نظامونو ( پنجاپ ، تهران) او د کورنی ارتجاع ( زورواکی متعصبه او فاسده کړۍ) تر منځ د سیمی او افغانستان د خلکو ضد کلک اتحاد رامنځته شوی دی. دا اتحاد د نړیوالی سولی او د سیمی د خلکو د ګټو سره په ټکر کی دی.
د افغانستان خلک غواړی داسی وګړی ته رایی ورکړي چی په جګړو کی د ښکیلو ډلو غړیتوب ونلری او هم په فساد ککړ نه وی او نه د بشری ضد جنایتونو تورونه پری موجود نه وي.
د افغانستان خلک غواړی داسی وګړی ته رایه ورکړی چی هوښیار، قاطع ، تجربه لرونکی او ملی سړی وی. ټول افغانستان خپل هیواد وبولی او ټول خلک خپل اولس وګڼی .
د افغانستان خلک انقلاب غواړی ، سوله ایز انقلاب. دوی دا فکر کوی چی کیدای شی چی دا انقلاب د ټولټاکنو له لاری عملی کړی.تر څو په هیواد کی یوه رښتینی ملی اداره رامنځته کړی.
اوس ټولو ته دا خبره معلومه ده چی د کابل اداره کی واکمنی کړۍ د امریکا او لویدیز په تناسب د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې او د تهران پراختیا غوښتونکی نظام سره نږدی اړیکي لری او تر ډیره بریده هڅه کوي چی ددی ګاونډیانو سره یی اړیکی د امریکا او لویدیز په تناسب خواږي وي.
د اوسنیو حالاتو په څیړلو سره دا ښکاری چی د کابل د اداری اوسنی ټینګار کوم ملی اړخ نه لری بلکی دا اداره د امریکا د متحده ایالاتو او لویدیز څخه د واکمنو متعصبو کړیو د یوی بلی لسیزی له پاره د واکمنی اولوټماری د دوام تضمین غواړي.
دا کړۍ حاضری دی چی د خپلو شخصی ګټو او سیاسی واک له پاره هیواد د هر ډول ستونزو او د ګواښ سره مخامخ کړی.
په افغانستان کی د سولی ، امنیت په تامین او د یوی ملی اداری په رامنځته کیدو سره ، افغانستان دا توان پیدا کوی چی د هر ګاونډی هیواد مداخلی او تیری ته وړ ځواب ورکړی او خپل ملی اهداف( د ټول افغانستان یووالی ) تر لاسه کړی.
دا هغه څه دي چی د کابل اداری واکمنان، پنجابی استعمارچیان او د تهران پراختیا غوښتونکی تری ویره لري.