د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام وژغورئ او افغان وژغورئ

د ملي تحريک دارالانشاء 01.12.2013 23:25

د اسلام وژغورئ او افغان وژغورئ
د لاريون راپورتاژ
د قوس يا ليندۍ پر (۵) نېټه مشرانو جرګې د يو شمېر  مغرضو او پريپالو غړو د چالاکۍ له پله د مشرانو جرګې اکثريت غړي اغفال شول او پرېکړه يې وشوه چې د هويت په تذکرو کې دې (دين) او (افغان) کلمه نه راځي، دې پرېکړې د اسلامپالو، هېوادپالو او ملتپالو باشعوره افغانانو پر ذهن سخت منفي تاثير وکړ، هغه چا چې دا مسله په ژوره ډول درک کړې وه، هغوی تر ټولو زيات لومړني غبرګون ته تيار شول.
د افغانستان ملي تحريک لومړنی خوځښت و چې د قوس يا ليندۍ پر همغه (۵) نېټه يې د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار ته تليفون وکړ چې ددې تېروتنې علت او جبران لپاره يې د نويو پرېکړو لپاره د هغه په نظر پوه شي، خو د معمول په څېر له ډېرو هڅو سره سره د تلفوني ارتباط په ټينګولو بريالي نه شو.
د قوس پر (۶) نېټه ملي تحريک خپله يوه بېړنۍ غونده وکړه او د غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې ددې پرېکړې پر وړاندې بايد د يو لاريون په ترڅ کې غبرګون وښودل شي.


د مظاهرې لپاره يوازې دوه ورځې وخت په لاس کې و، (پنجشنبه) او (جمعه)، د پنجشنبې ورځ هم په کابل کې رخصتي وي. ټولو تحريکوالو  دندې سره ووېشلې، چا د باينرونو د ډيزاين او چاپ، چا د بيرغونو، چا د شعارونو او تخنيکي چارو او چا هم د نورو مدني، سياسي ټولنو او قومي شوراګانو سره د ارتباط چارې پر غاړه واخيستې.

د پنجشنبې پر مازيګر بيا يوه غونډه شوه چې د کارونو  انکشاف و ارزول شي، يو څه کارونه پر مخ تللي وو او څه لا پاتې وو.


د پاتې کارونو لپاره وپتيل شوه چې د جمعې ورځې مازيګر  ټول کارونه راټول او د شنبې سهار (۹) بجې ټول په دهمزنګ څلور لار کې راټول شي.
د شنبې ورځ سهار پر خپل وخت د تحريک د څارندوي او تخنيکي ټيم د مظاهرې لپاره د راټولېدو په ځای کې حاضر وو.
د خلکو ګڼه ګوڼه هم ورو ورو   زياتېدله، د يوه ساعت په بهير کې  د بېلا بېلو مدني ټولنو، قومي شورا ګانو، د ملي تحريک، سياسي ګوندونو غړي، د پوهنتونو محصلين چې د ټولو شمېر  زرګونو تنو ته رسېده، د دهمزنګ څلور لارې، د دهمزنګ دارالامان سړک په يوه ليکه کې منظم شول.
لاريون د داسې لوړ افغاني او اسلامي کلتور ښکارندوی و چې نه په کې کابلي ښاريان په تنګ شول، نه لارې بندې شوې، يوازې ټاکلی هدف تعقيب شو. مظاهره چيان له دهمزنګ څخه تر ملي شورا پورې پلي روان شول، يوازې منځنی عمومي سړک د ترافيکو پر مخ بند شو، خو درې فرعي سړکونه د ترافيکو پر مخ خلاص وو او  تر مظاهرې وړاندې او وروسته هم ترافيکو ته کومه ستونزه نه وه.

سره له دې چې د کابل په سيمه کې د ايران مذهبي او فرهنګي مرکز چې د محسني په مرکز مشهور دی، غوښتل د لاريون پر وړاندې ستونزې راپيدا کړي، خو د لاريون د مشرانو او امنيتي ځواکونو په تدبير او د لاريونوالو د ګرمو جذباتو له امله ايرانپالو اشخاصو د مظاهرو د اخلال لپاره څه خنډونه  په خپل وس پوره ونه ليدل.
(
مظاهره په ګرمو شعارونو د مشرانو جرګې مخې ته ورسېده، هلته بيا راټول شول، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګڼ شمېر وکيلان يې هر کلي ته راووتل، همدلته لاريونوالو خپله پرېکړه ولوسته.

بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام وژغورئ او افغان وژغورئ
د لاريونوالو پرېکړه ليک
۱۳۹۲ لمريز کال د قوس (ليندۍ) (۹) نېټه، کابل، افغانستان
د قوس پر (۵) مه نېټه مشرانو جرګې د هويت د تذکرې په باب داسې يوه ناسنجول شوې، ناقانونه او عجولانه پرېکړه وکړه، چې په ښکاره ډول د افغانستان له ملي او اسلامي هويت سره په تضاد کې وه، ددې جرګې دې ناقانونه پرېکړې د مليونونو افغانانو اسلامي او ملي احساسات راوپارول او د ګڼو مظاهرو په ترڅ کې يې ددې پرېکړې پر ضد خپل اعتراضونه څرګند کړل.
د ملي شورا مخې ته د زرګونو افغانانو مظاهره چې د افغان ملت د ګڼو پرګنو غږ او فکر تمثيلوي، د دغه پرېکړه ليک په ترڅ کې يې د افغان ملت اساسي او ملي غوښتنې منعکس کړي او د ملي شورا له دواړو جرګو څخه په ټينګه غوښتنه کوي، چې د ملت دا غوښتنې عملي کړي:
۱-  اسلام او اسلاميت، افغان او افغانيت زموږ د ملت دوه داسې ستر ارزښتونه دي چې هېڅوک حق نه لري، د دې ارزښتونو پر ضد په پټه يا ښکاره، قصدي يا نا قصدي، شعوري يا نا شعوري ډول هڅې وکړي.
۲- (اسلام) زموږ د ديني يا اعتقادي او (افغان) زموږ د ملي او تاريخي هويت دوه ځلانده نومونه دي، د هېڅ قانون، مصوبې او پرېکړې په نوم مغرضې هڅې ، چې دې دوو سترو نومونو ته زيان ورسوي، له يوې مخې مردودې دي او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتونکي يو.
۳- د قوس پر (۵) مه نېټه د مشرانو جرګې پرېکړه ناقانونه او د ځينو مغرضو کړيو د فشار زېږنده ده، پدې پرېکړه کې افغانيت او اسلاميت ته زيان رسېدلی. دا پرېکړه په هېڅ ډول افغان ملت ته د منلو وړ نه ده، مشرانو جرګه بايد په خپله ژر تر ژره دا ناقانونه فيصله ناقانونه او باطله اعلان کړي.
۴- هغه څوک چې د (افغان) او (اسلام) له کليمې سره حساسيت ښيي، بايد ژر تر ژره ملت ته وروپېژندل شي. ملت خپله ښه پوهېږي چې ددې ډول اشخاصو پر وړاندې څه وکړي.
۵- د (ملت کور)، (ملي) او د (ملت استازي) اصطلاوې هم بايد توضيح شي، د کوم ملت کور؟ کومه ملي شورا؟ او د کوم ملت استازي؟ ځينې په اصطلاح وکيلان چې د افغان کليمې د يادونې مخه نيسي، هغوی ته دا ډول اصطلاوې څه ماناوې لري؟ زموږ د ملت نوم (افغان) دی. هېڅ بله کليمه ددې کليمې ځای نه شي نيولای.
۶- لاريون وال د ټولو هېوادوالو د اصلي او اساسي غوښتنې پر بنسټ، له حکومت او د ملي شورا په ګډون له ټولو ارګانونو څخه په ټينګه غوښتنه کوي چې د اسلام د مقدس دين او باغيرته افغان ملت د  د روښانه تثبيت په خاطر دې د تذکرې په اوسني جوړښت کې سل په سلو کې د (دين) او (مليت) کلمې وليکل شي. (مليت) د (افغان ملت) د پېژندنې په مانا دی، نه د قوميت يا  قومونو د پېژندې په مانا. هغه تذکرې چې په هغې کې (افغان) کلمه د (مليت) او (اسلام) د (دين) د ستونونو پر وړاندې ونه ليکل شي، په هېڅ وجه د منلو وړ نه دي. موږ (بې دينه) او (بې ملته) تذکرې نه غواړو.
۷- لاريونوال د هغو په اصطلاح وکيلانو چې د پرديو په لمسون يې پدې تېره موده کې د اسلامي او ملي هويت د مسخه کولو هڅه کړې او تر بېلا بېلو عنوانونو لاندې يې دا ستر ارزښتونه څنډې ته کړي، د کلکې غندنې ترڅنګ، د اسلامپالو، افغانپالو او هېواد پالو وکيلانو د زيار، کار او مبارزې ستاينه او مننه کوي، چې د (ايران)، (پاکستان)، (روس)، (غرب) او نورو افغان ضد کړيو د پټو او ښکاره توطيو پر وړاندې يې تر دې دمه په ډېر عزت، غيرت، دقت او شهامت مبارزه کړې ده، موږ له دې وکيلانو څخه په ډېر درنښت هيله کوو چې خپلو دې ډول مبارزو ته د ټولو افغان ضد، اسلام ضد او هېواد ضد  مکروبونو او رنځونو تر ختمولو پورې دوام ورکړي او پرې نه ږدي چې ايرانی، پاکستانی او غربی هويت د افغاني هويت ځای ونيسي.
په درناوي
د اسلام وژغورئ او افغان وژغورئ د مظاهرې ګډونوال

بيا د لاريونوالو په استازۍ (۱۲) تنه مخور چې د بېلا بېلو بنسټونو استازي يې کوله، د ولسي جرګې له مشر (عبدالروف ابراهيمي) سره وکتل او هغه ته يې په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې افغانان په هېڅ وجه له اسلاميت او افغانيت څخه تېرېدونکي نه دي، ولسي  او مشرانو جرګې بايد خپلې تېروتنې  اصلاح کړي او که  نه د ملت له ټينګ غبرګون سره به مخ شي، د ولسي جرګې مشر ژمنه وکړه چې د لاريونوالو غوښتنو ته به د حل لاره راباسي.

بيا همدې هيئت د مشرانو جرګې له رئيس (فضل هادي مسلميار)) سره وکتل، د مشرانو جرګې رئيس د لاريونوالو حرکت وستايه او دا يې يو مدني کار وباله، مسلميار هم له لاريونوالو سره ځان هم نظره وښود او تر ګڼو خبرو اترو وروسته د دې تېروتنې د اصلاح  لپاره پر يوه پلان موافقه وشوه.


د ملي شورا د دواړو خونو رئيسانو سره تر کتنې وروسته استاد پوهنوال محمد اسمعيل يون لاريونوالو ته د دې کتنې جزيات او نتايج په ډاګه کړل، استاد يون لاريونوالو ته وويل:
۱-  ستاسو لاريون تر (۵۰) فيصدو زيات مثبته نتيجه ورکړه، په اصولو کې زموږ غوښتنې ومنل شوې اوس به يې د عملي تطبيق لپاره کار کوو.
۲-  مشرانو جرګې ومنله چې دوی به له ولسي جرګې سره ګډ کميسون جوړوي، که چېرې د ولسي جرګې له خوا د هويت په تذکرو کې د (اسلام) او (افغان) د کليمو پر نه ليکلو ټينګار وشو، نو مشرانو جرګه به دا پرېکړه ردوي.
۳- لاريونوالو له مشرانو جرګې وغوښتل چې په مختلط کمېسون کې دې  ددې جرګې په استازيتوب بايد داسې اشخاص معرفي کړي چې اسلاميت او افغانيت سره مينه ولري.
۴- کله چې مشرانو جرګې د ولسي جرګې طرح رد کړه، ولسي جرګه بيا په دوو ثلثو افغان ضد او اسلام ضد پرېکړه نه شي کولای. ځکه چې په ولسي جرګه کې ملتپال او اسلامپال افغانان ضرور ددې پرېکړې مخه نيسي.
۵- ولسي جرګه پر اسلاميت او افغانيت د رايې جوړونې حق نه لري، خو که بيا هم  دوی ددې سترو ارزښتونو پر ضد پرېکړه وکړي، نو په دې حالت کې دې د ولسي جرګې اسلامپال او افغانپال وکيلان خپل نومونه او لاسليکونه په رسمي ډول له رسنيو خپاره کړي. چې افغانپال او اسلامپال  وکيلان له افغان ضد او اسلام ضد وکيلانو جلا شي.
۶- په دې حالت کې مو نو بيا له ولس څخه هيله ده چې اسلام ضد او افغان ضد وکيلانو سره له اسلامي او افغاني اصولو سره سمه سخته سزا ورکړي.
مظاهره د همدې نتيجې په اعلان سره پای ته ورسېده، دا د هېواد په اوسني تاريخ کې داسې يوه هدفمنه مظاهره وه، چې پيل او نتايج يې درلودل، نه په کې چاته زيان ورسېده، نه په کې، اخلال رامنځته شو، نه له خپلو اصولو ووتله او د قضيې ټولو خواوو پر اصلي موضوع بحث وکړ.
د يادونې وړ ده چې پر لومړۍ ورځ د پاکستان لومړی وزير هم کابل ته راته، اکثره لارې بندې وې، زموږ زيات شمېر هېواد وال چې د کابل له شاوخوا سيمو څخه دې مظاهرې ته راروان وو، پر وخت راونه رسېدل او همدارنګه د ښار ګڼو سيمو څخه چې هېوادوالو غوښتل د ملي او اسلامي ارزښتونو د پالنې په دې لاريون کې ګډون وکړي هغوی هم له هڅو سره سره پر خپل وخت مظاهرې ته راونه رسېدل، خو بيا هم د لاريونوالو شمېر دومره زيات وو چې د شمېر له مخې کوم کمی په کې نه احساسېده.
د ملي تحريک دارالانشاء