د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غل امت او غل رهبر

نظرمحمد مطمئن 21.11.2013 13:20

په پېښور کې د مجاهدينو د حکومت نوبتې مشر حضرت صبغت الله مجددي وو، ګردو جهادي رهبرانو د عمري عدالت او نظام دعوه کوله، د عثماني او اموي خلافت خو سوال نه پيداکیدی چې غاړه پرې وباسي، يواځي د دعمري حکومت غوښتونکې وو، حضرت صاحب هم له ټولو نيمګړتياوو سره چې درلودلې يې، د خپلو يو شمير قومندانانو په مخ کې ولاړ وو، او د مجاهدينو د حکومت په لوی سالون کې يې خپلو لارويانو او مريدانو ته د عمري خلافت کيسې کولې،  دعمري نظام ښيګڼې يې ورته بيانولي، او دعمر رض تقوا، پرهيز او له بیت المال سره احتياط په اړه يې خبرې کولې، هغه عمر چې کاليو ته يې پينې (د کاليو دزوړوالي له امله ټوټې) ايښودل شوې وي، هغه عمر چې يوه ورځ د ډیرې لوږې له امله د مدينې په ريګ لرونکې صحرا کې له کوره راوو، چې ګورې حضرت ابوبکر رض هم د باندې ګرځي، ابوبکر پوښتنه کوي چی ای عمره څه شي اړ کړی يې چې په ټکنده غرمه کې په ګرمي کې له کوره دباندي راوتلی يې، عمر ځواب ورکوي چې په خدای قسم چې بل هيڅ شي نه يم اړ کړی، پرته له دي چې د لوږي له امله له کوره بهر راوتلی يم، ابوبکر ورته وایې چې ای عمره! په خدای قسم چې زه هم د ډیرې لوږې له امله دباندي دکور څخه دباندي راوتلی یم.
لږ وروسته حضرت محمد ص دباندي راؤځي، چې وينې ابوبکر او عمر دباندي ګرمي ته ګرځي، پاک رسول ورته وایې چې لوږي پسي را اخستي ياست، دواړه ياران ځواب ورکوي چې هو! درې واړه د حضرت ابو ایوب انصاري رض کورته ځي او هلته تازه خرماوي او د پسه غوښه مبارک انصاري ورته چمتو کوي.
بیا داسي وختونه هم راځي چې د حضرت عمر رض خلافت توسعه پيداکوي، غنيمتونه ډیريږي، د هر ډول نعمتونو پرېماني وې، خو بيا هم عمر رض له بیت المال څخه هومره څه اخلي چې په ډیر تکليف يې دکورنۍ ستونزي پري حل کيږي.
حضرت صاحب مبارک هم خپلو قومندانانو ته وايې چې ګورئ، د بيت المال له پيسو سره پام کوئ، د مجاهدينو له وسلو سره پام کوي، د مجاهدينو له کوټونو او بوټونو سره پام کوئ.
مه وسلې خرڅوئ، مه د وسلو مرمۍ خرڅوئ، مه د مجاهدينو له پاره درکړل شوئ کوټونه او بوټونه خرڅوئ، موټر مه خرڅوئ، او أه موټرو  سره احتياط کوئ، او پام کوئ چې د مجاهدينو د هغو مرميو تش کارتوس (پوچک) هم خرڅ نه کړئ چې له روسانو او کمونسټانو سره د جګړي پرمهال يې کاروي.
د حضرت او پير قومندانان ډیری د قبايلو له سېمو څخه وو، او ډیری يې نازده کړي کسان وو، دې دواړو ښاغلو ته يې عقيدت درلود، او له همدې امله يې ددوی له پاره خپل ځانونه قرباني کول

د حضرت د خبرو په جريان کې يو تن ورته ولاړيږي او وایې چې حضرت صاحب مبارکه! قربان دي شم! ستا د پښتو خاورې یم! بې احترامې کيږي؟ بخښنه کوه!
حضرت صاحب مبارک! موږ خو که وسله خرڅو، او يا هم مرمۍ، يا موټر خرڅو يا يې به بل موټر بدلوو، دا ټول ددي له پاره چې د خپلو مجاهدينو ستونزې پرې حل کړي، موږ د جهاد له وسايلو څخه لاسته راغلي پیسې هيڅکله هم د خپل کور او ځان له پاره نه کاروو.
حضرت صاحب مبارک! لومړی له خپل ځان او خپل کور څخه پوښتنه وکړه، تر ټولو لومړی عمري عدالت او عمري خلافت په خپل کور کې عملي کړي، کله چې دي پر ځان، خپل کور او دکورنۍ پر غړو عملي کی، موږ به خامخا ستا هر امر او هر خبره عملي کوو، بيا به د مجاهدينو ستونزی هم له نورو لارو حل کوو.
کوچی قومندان ورته وایې چې حضرت صاحب مبارک! خفه نه شي، ستا ځوی ذبیح الله مجددی او ستا ورور حشت الله مجددي د مجاهدينو وسلي د تیرا (پېښور ته نږدې د ناقونونه وسلو بازار) په بازارونوکې خرڅوي، ستا ځوی او ورور د مجاهدينو توکې د کوهاټ او جمروډ (کارخانو) کې خرڅوي، او ستا کورنۍ دمجاهدينو کوټونه او بوټونه د پاکستان په بازارونو کې خرڅوي، کله چې ستا زامن غله وي، بيا تاسي ولي له نورو مجاهدينو څخه ګيله کوئ؟
حضرت صاحب مبارک حيران پاتې کيږي، او يوه په زړه پوري ځواب ورکوي
دحضرت عمر رض په وخت کې خلافت وو، او هغه د محمد ص دويم يار وو، صحابې وو، لکه چې خلیفه وو هغسي يې رعايت (امت) هم وو، خليفه او امت دواړه سم وو، عدالت وو، تقوا وه، نظام وو، د امانت او غنيمت ساتنه دواړو کوله.
اوس وخت نه هغه عمر شته او نه هغه امت، امت هم غل دی رهبر هم غل دی.
د امريکا دوسلو د خرڅ  پر پیسو رالویه شوې د حضرت کورنۍ او حضرت هر وخت خپله تغذيه د حرامو پیسو څخه  کړي
د پېښور په نشاط مېل کې د حضرت د ځوی ذبیح الله مجددی او دحضرت د ورور حشمت الله مجددي تر منځ پر دي شخړه شوه چې يوه يې اکا ته ويل چې تا ډیره غلا کړې او د ګونډ ډیره وسله دي غلا کړي، اکا يې وراره ته ویل چې تا د پلار د ګوند ډیره دمجاهدينو وسله غلا کړي او پیسي دي اخستی او بې ځایه لګښتونه دي کړي او کوي.
شخړه لويږي، د نجات ملي ګوند مشر حضرت صبغت الله مجددي ته خبره رسيږي، هغه دواړه (ځوی او ورور) راغواړي او پوښتنه ورڅخه کوي چې پر څه مو دعوه ده؟
چې کله حضرت پوهيږې د غلا پر پیسو يې دعوه ده چې کوم يوه دمجاهدينو ډیرې وسلې خرڅې کړي، بيا عجيبه حيرانونکې پريکړه کوي
ورشئ قران راوړئ، دواړو ته قران درکوم، پر قران به لاس ږدې چې کوم يوه لږ وسلې خرڅې کړي او څومره پیسې يې غلاکړي، او کوم يوه ډیرې وسلې خرڅې کړي او ډيري پیسې يې غلاکړي دي.
حضرت نه وايې چې قسم به کوئ چې تاسي د مجاهدينو وسلې نه دي خرڅې کړي، بلکه وایې چې کوم يوه يې ډیره غلا او کوم يوه يې لږ غلا کړي ده.
 دهمهغه مجاهدينو د وسلو د خرڅلاو زور دی، چې نن د حضرت له کورنۍ څخه ايستل کيږي، او د عمر په آخر کې يې هم ده او کورنۍ د امريکا ډالرو ته سترګې يخې کړي، د ډالرو په مقابل کې زموږ پاکه خاوره پرې پلوري
نن مي د ښاغلي ولسمشر وينا د مشورتي جرګې غړو ته وارويدله، د حضرت هغه خبره مې کټ مټ راياده شوه چې غل امت، غل رهبر
اوس که په لږ تغير سره دغه جمله داسي وکاروو چې غلام امت او غلام ...
کرزي صاحب د اوباما ليک ولوست، ترټولو مهمه داچې تړون له ستراتیژیک څخه، دفاعي ته، وروسته امنيتې او دفاعي او نن خبره داو چې يواځي امنيتې ته راغلی دی، امنيتې تړون ته امریکا هیڅ ډول ژمنتيا نه لري او نه هم د امريکا د کانګرس تايد ته اړتيا شته، که چيرته دفاعي تړون وي نو بيا بايد چې د امریکا کانګرس يې غوښتونکې بوديجه وښئې.
بله مهمه خبره پکې داوه چې بيا هم امریکايې ځواکونه (عام نظاميان) په استثنايې ډول سره د کورونو تلاشي کولای شي او چاپه اچولی شي، اوس هم همدغه حالت دی، او له دي څخه د سي آی اې، سپيشل فورس او بې پيلوټه الوتکو عمليات جلا دی چې هغه دهمدې ډول تړونه برخه بيخې نه دي.
دا ډول دقضايې صلاحيت خبره  يې هم ډیره ګونګه تیره کړه، هغه هم پر خپل ځای پاتي ده.
په همدې وخت  کې د مشرانو جرګې غړې ميرمن بلقیس روشن د اوباما پر ليک نيوکه کوي، خبرو ته نه پريښودل کيږي، د لږ وخت له پاره غونډه له عادي حالت څخه ؤځي، ښاغلی کرزی حیران پاتي کيږي، او داسي اوازونه د جرګې له منځ څخه اوريدل کيږي چې مرګ پر امريکا، مرګ د امریکا پر ګوډاګيانو او ...، او بالاخره پر ميرمن بلقيس د ايران پلوه سناتوري مهر لګول کيږي.
او ډیره عجيبه خو لا داچې کرزي صاحب وویل چې که مشورتي جرګه موافقه وکړي نو بيا به خبره پارلمان ته ځي، که امریکا ا و پاکستان له موږ سره د سولې او امنيت په برخه کې مرسته وکړي نو بيا به راتلونکی نوی ولسمشر امنيتې تړون له امریکا سره لاسليک کوي.
که همداسي وي نو بيا په اوس وخت کې د جرګې راغوښتل د کوم هدف له پاره؟ دا به يې هم راتلونکې حکومت ته پريښودلې وای، بل داچې د تړون د منلو په صورت کې به کوم تضمين وي چې سوله به راځي، پرته له دي چې جنګ به دوام پيداکوي.
داسي معلوميږي چې که په راتلونکې کې امریکا د کرزي صاحب د خوښي کانديد کامياب اعلان نه کړي، نو بيا به هم ښاغلی کرزی هڅه وکړي چې حالت خپل په ګټه وڅرخوي.
ناپوه او ناخبره جرګې ته راغوښتل شوې کسان دي يواځي پر دي خوشاله  وي چې کابل ته راغلي او کرزی صاحب يې وليدی، وایې چې څنګه غر دی هغسي يې کربوړی.
پای