د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د المان په میونشن کې د فاتحې خبرتیا

محمدامین بســـــمل 20.11.2013 13:44

حاجي عصمت الله میوند (مشهور په حاجي)،صفت الله میوند، بشیراحمد میوند، نذیراحمد میوند او نور دوستان یې،د حاجي عصمت الله میوند د مور حجاڼۍ بي بي حوا د مړیني له کبله چي جنازه یې مخکي خاورو ته سپارل سوې ده. ټولو دوستانو ته خبر ورکوي چي د مرحومي بي بي حوا فاتحه د نارینوو دپاره د مېرویس نیکه په جامع جومات کښي دیکشنبې په ورځ (د نومبر د میاشتي څلیرویشتمه) د ماپښین د ۱ تر ۳ بجو پوري په لاندني پته کښي اخیستله کیږي.
ستاسي د راتګ په هیله: حاجي عصمت الله او دوستان یې


د جومات پته او معلوماتي ټیلیفوني شمېره په لاندي ډول دي:

Afghanische Gemeinde M. D. e. V.
Machtlfinger Str. 10
81379-München

صفت الله میوند۰۱۷۹۲۰۵۳۴۸۲
وخت:

یکشنبه 24.11.2013, 13:00 - 15:00 Uhr


دحضرت محمد(ص) حادیث: د انسان په مړیني سره د هغه عملنامه پای ته رسیږي، مګر پرته له درو څېزونو چي د مړیني وروسته هم ومړي ته ثواب رسوي:
لمړئ چي ده په دنیا کې دخیر کارکړی وي او هغه جاري وي(صدقه جاریه).
دوهم چي ده په دنیا کښي ګټورعلم پرېیښی وي او نور ګټه ځيني اخلي.
دریم دده صالح اولاد چي دعاورته کوي.(صحیح مسلم)