د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخوشال فرهنګی ټولنې پیغام

پروفیسور عبدالخالق رشید 17.11.2013 00:21

تکل مې ستا درشل ته د درتلو کړی درځم
اثرپه زړه دمینې  ولو لو کړی درځم
حافظ
له نن څخه پوره (۲۴) کاله مخکې دافغانستان روڼ اندو یوه روڼ اندې ، خپلواکه فرهنګی ټولنه جوړه کړه چې هغه یی بیا د لوی خوشال له نامه سره دتړاو او درناوي  په موخه  (خوشحال فرهنګی ټولنه ) ونوموله .  دغه ټولنه په رښتیاهم دیوه شعوری  فرهنګی غورځنګ پیلامه وه ، چي دپښتنو دیووالي او فرهنګی وړتیا اولوړتیاخبره یې دافغانستان دمهم په څنګ کې له پامه نه غورځوله . علامه رشاد په دغه بهیرکې له موږ سره موافق و ، ارواښاد استادر روهی مو په دغه ډګر خپل لارښود اومشر وټاکه ، په لسګونو نور شعوری لیکوال اومشران فرهنګیان چې په شپیتمه لسیزه کې دافغانستان دهرڅه په رمزراز پوهیدل دیوه ملي فرهنګی بهیر د پاسوالی په موخه له ځان سره مله کړل اوپه پوره خلوص  زموږ لارښونکی او مرستنوی وو.  چې  خوږژبی شاعر او لیکوال اودخپل وخت نومیالی شاعر مهربانه حافظ صاحب دهمدغه جوړښت لومړی مرستیال وټاکل شو چې تردغه دمه هم دی دخوشال فرهنګی ټولنې مشرو.
 دحافظ صاحب نوم دشعر اونغمو په انځور اوترنم سره تر نیمه پیړۍ زیاته موده زموږ له مطبوعاتو په تیره بیا له رادیویی څپو او خپرونو سره مل شو. صمیمیت لورینه او لارښونه دده دکرکترلویه ځانګړنه وه ، زه لامحصل وم چې په ادبی غونډو کې به مې برخه اخیسته ، له ده او سیلاب صاحب سره مې چې پرهغه مهال چې دواړو په رادیو افغانستان کې کارکاوه  آشنایی پیل شوه ، زه دکابل محیط ته نوی راغلی وم ، خوده به تل په غونډو او مشاعرو کې په خپلوبی خونده اولومړنیو شعرو سره هڅولم ، ښه مې په یاد دی چې د ۱۳۵۶ کال کې په اوړي کې دلویو مشرانو لیکوالو لکه مجروح صاحب په ګویته انستیتوت کې یی له یوه شعرلوستلو وروسته زه داکتر مجروح  ور معرفی کړم ، چې له هغې مودي  دوی ټولو  زما په تشویق کې د زړه له کومي ونډه واخیسته زه که څه لیکلای شم او څه ویلای شم ، په دغو ټولوکې  زه  د دوی  دتشویق او لارښونو منندوی یم . دوی زما استادان نه وو، خو زما لارښونکې اومرستندوی ول .
ارواښاد نصرالله حافظ ، دخوشحال فرهنګی ټولني په جوړښت اوپه دغه ترڅ کې لویه اورغنده برخه ترسره کړه ، استاد روهی او ده په خورا سختو ورځو شپوکې د یوې سراسري هڅې په ترڅ کې له دغې لارې ډیرې هڅې وکړې چې دیوه واحد فرهنګی حرکت بنسټ چې په هغه کې باید لراوبرپښتانه ټول سره یوموټی شي  رامنځ ته کړي  . خوله بده مرغه چې دغه حرکت  دتنظمی ناتار داسې تارومارکړچې تراوسه پورې دراټولو شونتیا رامنځ ته نه شوه  اودتش په نامه فرهنګی چغو په شورماشورکې  دومره پیکه شو چې ترننه پورې یی نوم یوشمیران هغوی چې غړی یی وو، په خوله نه اخلي ، ارواښاد حافظ صاحب دهمدغه حرکت له لارښونکوڅخه و ، چې موږ اوزموږ معاصر تاریخ  به یی کله هم نوم او فرهنګی هلې ځلې له یاده ونه باسي ، دخوشال فرهنګی ټولنې لارښوده شورا په هیواد کې دننه او باندې دقدرمن حافظ صاحب مړینه زموږ دمعاصر شعراو آهنګ  او زموږ د مطبوعاتو اوفرهنګ  په پراخ ډګرکې یوه ناجبران کیدونکی ضایعه ګڼي ، له پاک خدایه ده ته دفردوس جنت هیله  اوټولې کورنۍ ته یی د زړه له کومي  خپله غمرازی او تسلیت وړاندې کوي  .
دحافظ صاحب روح پر جنتو او نوم یی تلپاتی
په درناوي
 
نوی ډیلی هند