په کال کې د ارواښاد حافظ صاحب د فاتحې خبرتیا
16.11.2013 15:21د پښتو ژبې د نومیالي او استاد شاعر ارواښاد نصرالله حافظ د فاتحې مراسم د یکشنبې په ورځ، د هغه د کورنۍ، فرهنګي ټولنو او د افغانستان ملي راډيو ټلويزیون له خوا، د ماسپښين له یوې نيمې د مازیګر تر درې نیمو پورې، د کابل په درېيم مکروریان، شینو زاده روغتون ته څېرمه، د حضرت ابوبکر صدیق (رض) په جومات کې اخستل کېږي.
د ښځینه وو فاتحه په شاه شهید کې له اتفاق جومات سره څېرمه د ارواښاد حافظ صاحب په کور کې اخستل کېږي.
درنښت