د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو خپلواکي ، د پنجاپي استعمار تباهی

احمدجان تڼی 15.11.2013 15:50

په دی وروستیو د حکیم الله مسید وژل او د هغه په ځای د ملا فضل الله ټاکل کیدل د نړی او سیمی مطبوعاتو او خلکو پام ځانته اړولی دی.
د حکیم الله مسید د وژل کیدو څخه وروسته د نویو حالاتو په رامنځته کیدو سره د پنجاپی استعماری ادارې توره څیره نوازشریف په دی ورځو کی کابل ته سفر کوی. او غواړی د کابل د ادارې سره خبری وکړی.
په دی ډول د پنجاپ د استعماري ادارې د کورنیو چارو وزیر دا څرګنده کړی ده چی د افغانستان خاوره( ؟) باید د دوی په وړاندی ونه کارول شی.
د افغانستان ( پښتونخوا) خاوره د اموسینه تر اباسینه او عربو تر بحیرې پراته ده. چی ددی خاورې زیاته برخه د پنجاپ تر اشغال لاندې ده. چی د افغانستان خاوره ( د ډیورینډ د کرغیړنې کرښې ها خوا) د پنجاپ له خوا د افغانستان د پاتې خاورې ( د ډیورینډ د منحوسې کرښې دې خوا) په ضد کارول کیږي.
په تیرو دولسو کلونو کې شل وارې ښاغلی حامد کرزی اسلام اباد ته ولاړ، د پنجاپی استعماری اداری لوړ پوړي چارواکي شل وارې کابل ته راغلل او دلته یی راز راز د اوتو بوتو ډکې خبرې وکړې. او لسګونو وارې یې هم دوی په ایران ، ترکیه ، لندن ، امریکا او نورو ځایونو او کنفرانسونو کی سره وکتل خو د دوی تر منځ دا خبرې نتیجه نه ورکوي .
اوس د افغانستان خلک ددی تګ او راتګ څخه ستړي شوی دی او د کابل د ادارې د مشر څخه غواړي چې دا د بی مانا لیدنو او کتنو لړۍ ختمه کړي.
په د کابل کې د واکمنو کړیو زیاتره کسان د حکیم الله مسید په وژل کیدو باندی خوشاله دی. د کابل د اداری مشر هم دده د وژلو سره مخالفت نه ښکاره کوی او یوازی وایی چی دا مهال دده د وژنی د پاره مناسبه نه وه.
د بلی خوا د پنجاپ اداره د امریکایی ډرون الوتکی دا برید په ظاهری توګه کلکه غندلی او په واکمن ایتلاف کی شریک عمران خان خو لا ګوت څنډنه کړی ده چی دی به د ناټو د اکمالاتی لاره وتړی.
داسی ویل کیږی چی حکیم الله مسید د خپلو ملګرو سره په دی هکله د سلا کوله چی ایا د پاکستان حکومت سره د سولی خبرې وکړی او که نه؟
چی نوموړی د درون د الوتکو د برید لاندی راغی. دې پیښې ته په کتنی سره ښکاری چی د ډورن الوتکی سره د ځمکی سره اړیکی شته او هغه د موخې خواته رهبری کوي.
دا باید په زغرده وویل شی چی د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې له پاره هر پښتون او هر افغان ټارګیټ دی هغه که د قبایلی سیمو ، پښتونخوا ، بلوچستان او افغانستان اوسیدونکی وی او یا که افغانی طالب او یا د ښاغلی کرزی د ادارې کارکونکی.
په دی هیڅ شک نه شته چې په تیرو څلویښتو کلونو کی د استعماری – تروریستی ادارې د پښتنو په سیمو او په تیره بیا په قبایلی سیمو کې د خپلو پټو شبکو پراخ جال خپور کړی دی.
اوس تقریبا ټول قبایل او د پښتونخوا خلک د پنجاپي پوځ د پټو سرویسونو په جال کی راګیر او حتی د خپلو عقاید اظهار نه شی کولی. دی سرویسونو ددی له پاره چی په نوموړو سیمو کی یی د ملی مشرتوب د رامنځته کیدو مخه نیولی وي نږدې دوه زره تنه پښتانه قومی مشران او روشنفکران وژلی دی او دا لړۍ روانه ده.
پنجاپ زیار وایسته چی قبایلی سیمی د افغانستان ، پښتنو ضد ا و د خپلو ناوړو نړیوالو موخو د پاره وکاروی.
د پنجاپ د استعماری – تروریستی اداری لنډ تاریخ ته په کتلو سره ښکاری چی دا لاندی موخی لري:
• د خپلواکی له پاره پنجاپی استعمار تر واکمنی لاندې اولسونو د مبارزو ځپل او د پنجاپ واکمنۍ ته دوام ورکول
• په سیمه کی د تشنج ایجاد او د هغه هیواد خلکو پام د داخلی مسلو څخه بهر ته اړول
• د افغانستان کمزوری کول او ....
• استعماری پراختیایی سیاست مخته بیول ( د کشمیر مسله ، او د افغانستان نورې خاورې ته سترګې نیول.....)
• د ناروا لارو څخه په سیمه او نړۍ کی د خپل نفوذ د زیاتولو د پاره ، کار اخیستنه
د پنجاپ د توطیو ا و تیریو تر ټولو عمده څوکه قبایلی سیمو ته متوجه ده. پنجاپ په زرګونو جنګیالی د هغه هیواد او نړۍ څخه راټول کړی او په قبایلی سیمو کی یی د پوځ ، ملیشا او پټو سرویسونو په مرسته ځای په ځای کړل.پنجاپی ادارې ددی جنګیالو لګښتونه ، روزنه او اداره په خپل لاس کی نیولی چی له دې امله د سیمه ایزو خلکو ژوند ډیر تریخ او په سلګونو زره خلکو دا سیمی پریښي او نورو ځایونو ته کډې وکړې.
په دی کی شک نه شته چی د پنجاپ ددی توطیو په وړاندی په ځینو سیمو کی مقاومتونه زیات شول. پنجاپ ددی مقاومتونو د ځپلود پاره ډیر وحشیانه پوځی عملیات پیل کړل او په زرګونو بی ګناه خلک یی شهیدان ، کورونه او کلی یی وران کړل.
ددی وحشیانو عملیاتو مهمی نمونی د اورکزیو ، مومندو په ایجنسیو کی دی چی په لس ګونو کلی د پنجاپ د پوځ له خوا وران شول. خو د تر ټولو زیات وحشیانه عملیات یی د سوات په دره کی تر سره کړل.
ددی عملیاتو په پایله کی په لس ګونو زره تنه د سوات درې پریښودو ته اړ کړل شول .
د پنجاپ پوځ په دی دره کی سپین ژیری ، مشران او عادی خلک او ماشومان په ډیره بی رحمانه توګه شهیدان کړل ، دی پوځ تقریبا د هری کورنی څخه یو وګړی دستګیر او تر اوسه یی پته ورکه ده.
تیره میاشت د سوات دری په زرګونو ښځو د یوی مظاهری په ترځ کې د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری څخه غوښتنه وکړه چی د دوی د کورنیو څخه د پوځ په وسیله د بیول شوو نارینه کسانو په هکله معلومات ورکړي .
د ویلو وړ ده چی د پنجاپی پوځ د وحشیانه بریدونو او جنایتونو باندی د بشري حقوقو نړیوالو سازمانونو سترګې پټې کړي دي.
پدی تیرو کلونو کی په قبایلی سیمو کی د سیمه ایزو جنګیالو ذهنیت وار په وار بدلون مومی . دوی د پنجاپ استعماری اداری ناوړو موخو ته متوجه کیږي.
حکیم الله مسید په وروستیو ویناو کې هغه شمیر تنظیمونه چی په افغانستان کی جهاد روا ګڼی او په پاکستان کی ناروا ، انتقاد کوي. دی په دی ویناو کی هغو دلایلو ته اشاره کوي چی د هغه له مخی د پنجاپ په ضد جګړه روا ده.
کرنل امام ( د افغانستان لوی دښمن ) چی هڅه یی کوله حکیم الله مسید د پنجاپ استعماری ادارې سره د دښمنی څخه را وګرځوی او هغه په افغانستان کی جګړی ته وهڅوي ، بندی او وروسته یی له منځه یووړ.
کله چی د پنجاپ استعماری اداره په دی باوري شوه چی حکیم الله مسید تر واک لاندی نشی راوستلی نو په دی فکر کی شول چی دا افسانوی جنګیالی د امریکا په مرسته له منځه یووسی. همدا خبره ده چی ښایی محمد نواز شریف د خپل سفر په ترځ کی د امریکایی مقاماتو سره د حکیم الله مسید د وژلو د پلان په هکله خبری کړی وی او د هغوی مرسته یی راجلب کړي وي.
د دی دپیښې د تحلیل څخه ښکاری چی په دی پیښه کی د ځمکی او هوا تر منځ ګډه همکاری موجوده وه او دا همکاری هم یوازی پنجاپی پټو سرویسونو په واسطه رامنځه کیدای شوه.
د رسنیو په قول د پاکستان د سیاسي چارو یوه وتلي شناند نجم سیټي جیو نیوز تلویزیون ته وویل چې پر حکیم الله مسود په حمله کې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو پوره لاس درلود.
امریکایی ډورن الوتکو په سلګونو وارې په قبایلی سیمو کی عملیات کړي دي او ټول سیاسی پوځی کتونکي په دې باور دی چی دا ټول عملیات د پنجاپ اشغالګر پوځ په همکاری تر سره شوي دي.
په دی بریدونو کې اکثریت هغه کسان په نښه شوي دی چی د پنجاپ په وړاندی جنګیږي.
د پنجاپ استعماري – تروریستی ادارې ددې له پاره چی عامه ذهنیت د هغه په وړاندی و نه اوړي په ښکاره یې په منظم ډول دا بریدونه محکوم کړي ، خو په پټه یې امریکا دې ته هڅولي ده چی دې بریدونو ته زیاتوالی ورکړي.
اوس د خلکو ذهنیت د پنجاپ له خوا په ټول اشغالي سیمو کی د بدلون په حال کی دی. ددی سیمو خلک دی ته تیاري نیسی چی څه ډول د پنجاپی ظالم او دوه مخی استعمار سره چلند وکړي.
دا ناڅاپی خبره نه ده چی د حکیم الله مسید په ځای د ملا فضل الله ټاکلو له امله یو شمیر خلکو په سوات کی خواښي وښودله او د ځینو راپورونو سره سم خلک کوڅو ته راووتل ډوولونه یی ووهل او اتڼونه یی وکړل.
دا ډوولونه او اتڼونه دا ښکاره کوی چی خلک فکر کوی چی ملافضل الله به د پنجاپ د استعماری – تروریستی ادارې په وړاندی په کلکه ودریږي.
د پنجاپ په وړاندی د ملافضل الله دریدل خپله مختلف عوامل لری چی دا عوامل د پښتنو اتلې ملاله یوسفزۍ په خپل کتاب کی چی ( زه یمه ملاله) کې څيړلي دي.
ملاله یوسفزۍ هغه ټکي هم تشریح کوي، چې د مولوي فضل الله ژوند ته یې تغیر ورکړ او هغه یې د پاکستاني حکومت یو سرسخت دښمن مشهور کړ.
دا ښکاره ده چی ملا فضل الله به په دې ټکي ښه پوهیږي چی که هر څومره د پنجاپ سره د سولې خبرو ته زړه ښه کړي لکه چی بیت الله مسید او حکیم الله مسید دا تمایل ښکاره کړی و ، خو بیا هم پنجاپ د هغوی د وژلو پلانونه ترتیب او هغوی یی له منځه یووړل، په همغه ډول به دده برخلیک هم وي.
نو همدا خبره ده چی د سیمه ایزو طالبانو مشرتوب دا څرګندوي چی د پاکستان د حکومت سره د خبرو هیڅ چانس نه شته.
د رسنیو د راپور سره سم ځکه د طالبانو د عالي شورا غړي عصمت الله شاهین هم خبرداری ورکړی و چې د طالبانو د تحریک جنګیالي به د پاکستان پر حکومتي چارواکو، پوځیانو او پولیسو د پنجاب په شمول په ټول پاکستان کې بریدونه وکړي.
پنجاپ په دې فکر کې و ، چی د حکیم الله مسید په وژل کیدو سره به د طالبانو تر نوم لاندی د مقاومت غورځنګ سره وپاشل شی او په دی هکله پنجاپی رسنیو ډنډورچیانو راز راز وړاندویني کولی او دا يی په ډاګه کوله چی دوی به و نه کولی شی چی یو مرکزی مشرتوب رامنځته کړي مګر د پنجاپ دا خوب او پلان عملی نه شو.
د پنجاپ تر اشغال لاندی سیمو کی حالات په چټکتیا سره بدلون مومی ، د وخت په تیریدو سره د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره په دی سیمو کی خپله اغیزه د لاسه ورکوي.
ددی حالاتو په بدلون سره سم باید په پښتونخوا او بلوڅستان کی سیاسی ګوندونه او غورځنګونه په خپلو پخوانیو پالیسیو او سیاستونو د سره کتنه وکړي دوی باید د پنجاپ د استعماري – تروریستی اداری په وړاندی خپل دریزونه روشن کړي.
که څه هم د پښتنو ستر مشر محمود خان اڅکزی په دی وروستیو کی په اشغالی سیمو کی د سولی د تامین له پاره د څلورو ټکو لرونکی پلان وړاندی کړ چی د هغو له جملی څخه د افغانستان په کورنیو چارو کی د پنجاپ د لاسوهنو بندیدل او مختلفو صوبو ته په خپلو زیرمو باندی د واک درلودل، قبایلو ته د اساسی حقوقو ورکول او په سیاست کی د پوځیانو نه لاس وهنه شامله ده. هغه ویلی دی چی که چیری دا پلان عملی نه شی نو امکان لری چی په سیاسی جغرافیا کی به بدلون راشی.
ملی عوامي ګوند د نویو انکشافاتو په هکله تر اوسه چوپ پاتې دی او داسې ښکاري چی د روانو حالاتو څخه کومه نتیجه نه شی تر لاسه کولی.
همدارنګه د پنجاپ تر ا شغال لاندی سیمو کی د نویو رامنځته شوو حالاتو په هکله باید لویدیز ، د افغانستان خلک او د کابل اداره او هند هم بی توپیره نه کینی او دا حالات باید د نږدې او په دقت سره وڅاري او د مناسب غبرګون له پاره تیاری ولري.
په تیرو دولسو کلونو کی د کابل په اداره کی واکمنو کړیو د پنجاپ د استعماری – تروریستی حکومت په وړاندی کوم روښن سیاست او پالیسی نه درلوده.
د کابل اداره تر اوسه دا همت نه لری چی ووايی:
• چی د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره د سیمه ایز او نړیوال تروریزم موسس ، روزونکی او صادرونکی دی. د پنجاپ استعماری اداره یو تروریستی اداره ده چی نه یوازی افغانستان او هند یی نا ارامه کړي دي بلکې ټوله نړی یې د ګواښ سره مخامخ کړي ده.
• په تیرو دولسو کلونو کی دا په ډاګه نه کړه چې د اموسین او اباسین خاوره د افغانستان ( پښتونخوا ) خاوره ده او باید چی پنجاپي استعماری پوځونه دې د اشغال شوو سیمو( د اټک تر پورې غاړې ) څخه ووځي .
بلکی دې ادارې بی ځایه ادعاوي کړي دي لکه:
• افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم قربانیان دي
• د پنجاپ په همکاری سره په افغانستان کی سوله ر اتلای شی
ددی په اړخ د پنجاپ ادارې د ګټو ساتونکی علما لکه مرحوم مولانا مفتی محمود ،مولانا فضل الرحمن، مولانا سمیع الحق، مرحوم قاضی حسین احمد او داسی نور ټول د پنجاپ له خوا په اشغال شوي خاوره کی د پنجاپ د پوځ ضد جګړه نا روا بللی ، خو دې کسانو په افغانستان کی د افغانستان د تباهی له پاره جګړه روا بللی ده. حتی د پنجاپی استعمار لاسپوڅي عمران خان هم په افغانستان کی جګړه روا او هلته یی ناروا بولي.
د رسنیو د راپور سره سم ، د سني اتحاد کونسل نزدې سلو علماوو په کراچۍ کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وويل، ملا عمر دې پاکستاني طالبانو ته امر وکړي، چې په پاکستان کې دننه له ترهکرۍ لاس واخلي او په وينا يې: پاکستاني وسله وال طالبان دې د پاکستان پرځاى له امريکا سره جهاد وکړي.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې زیات شمیر دینی علما شتون لری چی د هغوی دیني پوهه تر نوموړی کسانو ډیره زیاته ده . دوی ته د افغانستان او سیمې واقعیتونه ترهر چا ښه معلوم دي مګر بیا هم د افغانستان علما د پنجاپ د ګټو ساتونکو علما په وړاندی چوپ پاتی کیږی او په غیر مستقیمه توګه د هغوی ادعاوې تاییدوي .
تر ټولو خو اړینه دا وه چی د افغانستان دینی عالمانو هم د پنجاپ د استعماری – تروریستی ادارې په وړاندی د جهاد د روا والی فتواوې ورکړي او له دې لارې یی د پنجاپ د اشغال لاندی سیمو خلک یی دی ته هڅولی وای چی د پنجاپ د استعماری – تروریستی او غیر اسلامی عملونو ته خاتمه ورکړي.
د پنجاب له خوا په اشغالی سیمو کی حالات په چټکتیا سره بدلون مومي د پنجاپ اداره په دی سیمو باندی کنترول ورو د لاسه ورکوي . اوس د هغه ځای خلک د پنجاپ ادارې او پوځی جوړښتونو ته د نیواکګر په سترګو ګوري. اولسي مقاومت ورځ په ورځ پراخ او ځواکمن کیږي.
دا ښکاره خبره ده چي په کابل کی یو شمیر کړۍ نه غواړي چی پنجاپی استعمار ړنګ شی دا کړۍ خپلی تنګنظرانه ګټې د پنجاپ د پروګرامونو سره نږدې فکر کوي.
تهران هم په ټول قدرت سره هڅه کوي چی د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره په واک کې پاته شي . دا ځکه چی د پنجاپ د استعماري ادارې په ړنګیدو او په سیمه کې د پښتنو ، بلوڅو ، سندیانو او کشمیریانو مستقل هیوادونو رامنځته کیدل به ددی سبب شی چی په ایران عربان ، کردان، بلوڅان ، اذریان او نور هم د ایرانی استبدادی رژیم په وړاندې را پاڅي.
اوس د افغانانو او د پنجاپی استعمار تر اشغال لاندی سیمو د خلکو تر منځ اړیکي ورځ په ورځ سره ټینګیږی او د پخوانی هیواد د جوړیدو په لور د دوی هڅه او هاند زیاتیږي.
اوس هغه مهال را رسیدلی دی چی ټول پښتانه ، بلوڅان، سندیان، کشمیریان په ګډه د شریک دښمن ( د پنجاپ استعماري – تروریستی ادارې ) په وړاندې لاسونه ورکړي .
د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارده په واقعی مانا سره ډیره وراسته او ړنګیدونکی ده . د نوازشریف هلی ځلی د پنجاپی ړنګیدونکی استعماري ادارې ته نجات نه شی ورکولی.
پنجاپ فکر کوي چی کله چی د افغانستان څخه امریکايی پوځونه ووځي په هغه وخت کې به دوی وکولی شی په افغانستان کی د کورنیو جګړو پخوانی تجربه یو ځل بیا تکرار کړي.
نو له دی امله پنجاپ په سلګونو زره خپل پوځیان په ملکی لباس کی د ډیورینډ کرښې ها خوا ځای په ځای کړي او یو شمیر یی حتی د کرښې څخه په پټه په بدلو کالو کی د کرښې را اړولی دي . دوی پلان لری چی په ناڅاپی بریدونو سره دافغانستان امنیتي ځواکونه د ګواښ سره مخامخ کړی.
باید ووایو چی د پنجاپی استعمار دا ناوړي هڅې ډیری خطرناکی دي او ډیره ممکنه ده چی په سیمه کی پراخه جګړه پیل شی .
مګر د افغانستان خلک او وسله وال پوځونه دی ته تیار دی چی د پنجاپي پوځ تیری دفع کړی او خپل پرمختګ ته د پنجاپ د اشغال لاندی سیمو خلکو سره اوږه په اوږه د اباسین تر پورې غاړي پوري دوام دوام ورکړي.
د اولسي پاڅون مخه هیڅ پوځ او اټومي ځواک نه شي نیولی. پښتانه ، بلوڅان ، سندیان ، کشمیریان او نور به د پنجاپ استعماری اداره حتما ړنګوي .
د پښتنو ازادی ، د پنجاپی استعمار تباهي ده