د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخلکو خولې نه تړل کیږي

محمود نظری 15.11.2013 15:49

چې چاته رک ځواب ورکوي وایي څومره بې حیا ده
که په خبرو کې یې فکر کوی وایي وا څومره یې ادا ده
که انجلۍ جګه وي وایي دا درنګریزانو خاده ده
که په خبرو کې یې خندل وایي ډیره خېله ده
که په قد ټیټه وي وایي تر مځکې لاندې نیمی ده
که ډنګره ،نری اوخواره وي وایي داخو قاف نی ده
که ډوډۍ ډیره خوري وایي ته چې وایې خورې واښه
که یې لږ اغوستي وي وایي ډیر ه سوی یې ده وازګه
که انجلۍ لږ وخوري وایي یوازې کولمه غوړوي
که یې ډیر اغوستي وي وایي لکه چې واوره اوري
که ځان سینګار کړې وایي ځان یې یو غوړپ کړی جنۍ
که بې حیایي وکړي وایي پرتوګ یې ایستلی جنۍ

که ښکلې وي وایي په مرۍکې يې اوبه ښکاري
یایوبل ته وایي څنګه سترګې مړې مړې اړولي

واده سوې :
که ژر واده سي وایي وخت د ناوکۍ بازۍ یې دی
اوس لا له همزولو سره وخت دجزبازۍ یې دی
که یې خبرې نه کولې وایي اچار یې اچولي دي
که لږ ناوخته واده سي وایي اچار ترې جوړسوي دي
که نوی کالي واغوندي وایي خر هغه پلان یې نوی دی
که ژر له حمامه راووته وایي لکه پشي ځان یې پرېولی دی
که په ځنډ راووته وایي ځان یې سرې غوښې کړی دی
که اولاد یې ژر پیدا سي وایي لا یې تف نه دی وچ سوی
که خرابه سود ا راوړي وایي دوکاندار ورته وو ساتلی
که خسرګنې ته ژر ځواب ورکړی وایي منتظره وه
که ځواب ورنه کړي وایي په انک ناخبره ده
که مغرور وه وایي بیا پر یو انډۍ کښېناسته
چې خوشاله وي وایي کله یې پښه مځکې ته رسیده
که شتمنه وي وایي کور یې ښه اوډلی دی
که غریبه وي وایي میړه یې کورپه کور ګرزیدلی دی
په ادب ځواب ورکونکې ته وایي په قلم خبرې کوي
بوم ورته وایي هغه چې هر وخت کم کم خبرې کوي
وایي لوډسپیکریې تیر کړی چې کوي لوړې خبرې
یا یې بیا چا اډي پورته کړیيچې کوي لوړې خبرې

***
زړښت
که زړه روښانه کالي واغوندي وایي ځان یې ۱۴ کلنه کړې ده
که ډیر تیاره کالي واغوندي وایي ځان یې چونه انا کړې ده
چې ښځه مغروره سي وایي پر پزه مچ نه پریږدي
کمزوره چې زوروره سي خپل غچ نه پریږدي
که خپه سوه وایي ستونی یې ډک ډک کیږي
که خوشاله وه وایي د خندا کټ کټ کیږي
که دښمن په خپل نوم راسي وایي ډانګ په لاس یږ یادکه
که دوست ر اسي وایي عمر یې ډیر دی راغله چې مو یاد کړه