د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اټوم بم دود (عنعنه) او دود (لوګی)

عبدالرحمن شګیوال 14.11.2013 18:06

څرنګه چې د نړۍ اوسیدونکي د اټومې بمونو د تاثیراتو څخه په ویره کې دي، داسې ددې بم لرونکي، او نه لرونکي هیوادونه هم ترې په ویره دي.
ویره یې پر ځای ده ځکه د بم چاودلو سره د بم د نوعیت په اندازه ساحه له ځانه سره اوچتوي، دغه وخت کې ځینې بیا موجونه پیدا کیږي، چې دا موجونه سلګونه میله ساحه په ساعت کې تی کوي، او لوی بلډنګونه، ودانۍ هر څه ټول وران او بیابان ترې جوړوي.
بیا په هوا شوي شیانو ورانی ددې نورو څخه ډير ویجاړونکی وي ځګه ددې څخه وروسته بم له ځان څخه نیوټرونونه خوشې کوي، چې ددې ګرمایښت سره د ځمکې حرارت درجه لسګونه زره چنده کیږي، او د څښاک، خوراک، او نور بیړني شیان د هوا، اوبو او خوراکي لیږد سره وګړي په نورو ساحو کې له منځه وړي.
بلکه پیړیو پورې ددې تاثیرات پاتې کیږي، څوک شل، ګوډ، ړوند او داسې نور ناروغیو سره پیدا کیږي، چې د سترګو حال یې د جاپان نوی نسل دي.
امریکا هغه هیواد دی چې په تاریخ کې ددې وسلې اختراع او لومړنۍ کارونکی بلل کیږي. اټومي بم د سوړ جنګ په دوران کې جوړ شو، او ډیری یې د نړۍ څو قطبي کیدلو لوی لامل بولي.
البته د اتومې بمونو تجربې د ځمکې لاندې ترسره شوي دي، تر څو طبعیت او انسانیت ته پکې کوم زیان و نه رسیږي. امریکا ددې وسلې د جوړیدو (۱۹۴۵ م) څخه تر (۱۹۹۲م) کال پورې زرګونه اټومي تجربې کړي دي.
امریکايي سروی داسې تخمین کوي چې امریکا د (۱۹۴۰- ۱۹۹۶ م کال) پورې په دې پروژه ۸،۶۶ ترلیونه ډالر لګښت راغلی دی، او ددې تخمین هم کیږي چې تر دم ګړۍ یې ۷۰۰۰۰ اټومي وسلې جوړې کړي دي. د سوړ جنګ په مهال (دوران) کې نړۍ دوه قطبي وه، کپیټلیزم او کمونیزم سره د ژوند په هر ډګر کې د یو بل ګریوال، خپله نه، بلکې په یو بل نیولی وه. د کمونیستي نظریه لرونکي شوروي اتحاد هم د خواږه سحر پرښه پر مخ راپریوته او په کال (۱۹۴۹ م) کې اتوم لرونکی هیواد شو.
امریکا لیټل بوای (وړوکی هلک) او فټ مین (غټ سړی) تر نومونو لاندې هغه دوه بمونه وه چې د جاپان پر پوځي او صنعتي مرکزونو وغورزول شول. شو چې په پایله کې یې سلګونه زرو جاپاني وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ، او بلاخره جاپان تسلیمدو ته تیار شو.
د نړۍ د دې ورانونکي بم جوړونکی مشر امریکايي (رابرټ اوپنهیمر) نومیږي، چې د اټوم د پلار په نامه هم شهرت لري. اصلآ ددې بم جوړونې نظریه د جرمني ساینس پوه وه، هغه د جرمني څخه د وخت امریکايي ولسمشر فرنکلن روسویټ سره اړیکه ټینګه کړې وه چې دداسې بم جوړولو توان لري، ولې ویره یې درلوده که چیرې هیټلر د وخت جرمنی حاکم د داسې بم د جوړیدو څخه خبر، او یا هم برخمن شي، نو بې له شکه چې د نړۍ رنګ به ایرورنګه کړي. همدا وه چې بیا د امریکا د ولسمشر له خوا امریکا ته وغوښتل شو تر څو یې په پروژه کار پیل کړي.
نوموړي سره د نورو مشهورو نړیوالو ساینس پوهانو، چې مشري یې امریکايي پروفیسور رابرټ اوپنهیمر کوله، په کال ۱۹۴۰ کې یې د (منهټن) تر نامه لاندې په پروژه کار پیل کړو، او په ۱۹۴۵م کال د جون په میاشت کې یې داسې بم جوړ کړ، چې جوړونکي د حیرانتیا سره پښیمانیتا هم مله وه.
نړۍ اوس په داسې یو ګرداو کې راګیره ده، چې دا اټومي بمونه اوس څو ځله د نړۍ د ورانیدو توان لري او ددې ګرداو څخه د ویسلتو لپاره دوه قطبي نړۍ ختمیدل مهم وه، ولې بیا هم په دې وروستیو کې امریکا او روسیه پر داسې تړونونو ګډ کار پیل کړی، چې د اټومي بمونو کمښت یې پلان او داسې اټل کوي چې یو وخت به نړۍ ددې بمونو څخه پاکه کړي. ولې ډیری پوهان دداسې نړۍ لیدل چې د اټوم بم څخه پاکه شي اوس یو تخیل او د امکان څخه لرې خبر بولي. ځکه روسیه همدا مهال د ۵۵ زرو اټومي بمونو کوربه ځان بولي.
د اټومي وسلې د شمیر له نظره په تدریج سره، امریکا، روسیه، فرانسه، انګلیستان او چین د ډیرو اټومي بمونو قانوني لرونکي بلل کیږي. البته یادونه یې ضرور ده، چې په لویه پیمانه (کچه) غیر قانوني اتومې بمونه شتون لري، چې هندوستان، اسرائیل، پاکستان، شمالي کوریا او داسې انګیرل کیږي چې ایران به هم په نږدې راتلونکي کې د اتومې وسلې لرونکی هیواد شي.