د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څه کړمه خدایه چې دغم دپاسه غم دی

پوهندوی آصف بهاند 14.11.2013 16:22

 بیا ویردی اودویرغږ.دپښتوادب له بڼ څخه استاد نصرالله حافظ هم مرورشو.
کلونه پخوا استادنصرالله حافظ دڅوګوتوپه شماربې دردانوپه باب ویلي ووچې:

حافظ دبــې دردانوپه څیرنه ګرځــمه نور       شریک مې چې په غم شي نوغمخوربه وګورم    


له بده مرغه چې بې دردي ډیره شوې اوډیری خلک په بیدردانوپسې روان هم دي.اوس چې دحافظ وطن اودحافظ ګلستان ګران افغانستان له بې دردانو ډک دی،دی هم ډک زړه ورنه کډه شو.

ما دلومړي ځل له پاره استاد نصرالله حافظ دکابل رادیودپل باغ عمومي په ستدیوګانوکې ولید.جګه دنګه ونه،مسکۍ خوله اوهرکله دافغانستان دهنراوفرهنګ په باب لکه انسایکلوپیدیا له معلوماتوډک.

هغه وخت چې په آسانه چا درادیوانګړ ته هم نه پریښودلم،دی به چې راسره مخامخ شو،په تاوده هرکلي به یې داسې ولمانځلم چې اوس یې هم جذبې اوولولې زما په دفکراوذهن په تا خانوکې لکه زما دژوند زرینې پاڼې راسره خوندي دي.

دا د۱۳۵۴ل کال دپای او د۱۳۵۵ل کال دپیل کیسه ده چې زه لطیف لالا(ډاکترلطیف بهاند)رادیو ته بوتلم اود « زراویوه شپه » په داستان کې یې یو وړوکی رول راکړی و.ما رول هغسې چې ښايي نه شو لوبولی،دلطیف لالا په څنګ کې استاد حافظ هم په ستدیوکې ولاړ و.زما ښه په یاد دي چې حافظ صاحب به یوه خبره،یوه جمله اویودیالوګ څوځلې په نرمه لهجه اومهربانۍ راته تکراراوه،ترڅوبه چې زه دخپل رول لوبولوته چمتوشوم،خوکله چې ۱۳۵۶ ل کال په پیل کې زما دپوهنتون درسونه وروسته له غرمې شول،بیا ما ونه شوکړای چې په رادیوکې دتمثیل هنر ته دوام ورکړم.حافظ صاحب به هرکله چې لیدلم نوبیا بیا به یې رادیو ته دورتګ اوتمثیل بلنه راکوله.

له هغې ورځې چې دی ما پیژندلی دی،بیا دژوند ترپایه پورې په ده کې دنوي نسل دروزلوفکراوروحیه موجوده وه اوهرکله به یې ځوانان هڅول چې زدکړه وکړي اومخ پر وړاندې ولاړشي.

دا د۱۳۶۳ کال دوروستیو ورځوخبره ده چې دپل باغ عمومي په ستدیو ګانوکې دحمزه شینواري په دې بیت پسرلنۍ مشاعره جوړیدونکې وه:

 

                                  چې پسرلی په موسیدوښکاري...

 

ما دې مشاعرې ته یوشعرلیکلی و،چې یوڅوبیتونه یې دا دی:

 

        څوپسرلي دي چې دې لار څارمه            راشه چې لار په وکیدوښکاري

        صبرمې وسودهجران په اورکــې            دژوند پیــاله په ډکیـدو ښکاري

      چې دې راتګ نه لږخبرغوندې شي           بیا مې لیمه په څڅیـدوښـکاري

       ښکاري چې لږشوله هغه مینه دې            داغ دلالــه په کمـــیدوښــکاري

      کله به جوړشي دا نیمګړی ژوندون           لاړه ځوانــي په زړیدوښکاري

       حمــزه شوپلاردغزل ښه وشــولــو         اوس یې هرجاج په غوړیدوښکاري

 

کله چې ما دا شعر واوراوه او  له ستیژنه بیرته خپل ځای ته روان وم،نودی را جګ شو په غیږکې یې ونیولم،ښکل یې کړم او راته وې ویل:

« بهاند صاحب،آصف جانه!

ډیرښکلی و،

دشعر په اوریدودې ډیرخوشاله شوم،خدای دې نوروس هم درکړي چې همداسې شعرونه ولیکې...»

په دې ډول حافظ پرته له ما نه هر څوک تشویقول.بیا نوپه پوهنتون کې زما دتدریس اوعلمي کارونواودنوي ژوند دمصروفیتونوپه خاطر رادیواوتلویزون ته زما ورتګ کم شو،خوکله چې ما درادیودروزنې په اداره کې د« موږ او اوریدونکي» پروګرام دلیکوال په توګه قراردادي کار پیل کړ،نویوه ورځ استاد نصرالله حافظ په داسې حال کې درادیوپه انګړکې په مخه راغی چې زه دروزنې ادارې ته روان وم.ده دګیلې له مخې را ته وویل:

« ګوره بهاند صاحب!

ته خوزموږه وې،دهنر اوادبیاتو دادارې وې،ته باید زموږ ادارې سره مرسته وکړې او...»

ما ورته وویل چې دا هم درادیو یوه څانګه ده،دا یوعلمي پروګرام دی،اوزما پوهنتوني وظیفه دا ایجابوي چې دلته ښه همکاري وکړم او...

ده راغبرګه کړه:

« سمه ده بهاند صاحب،هرچیرې چې ته خوشاله یې،مقصد چې یوفرهنګي کاروشي چې دا وطن کار ته اړتیا لري»

کله به چې ورسره کیناستې،هره خبره یې دشعرخبره وه،دهنر اودفرهنګ خبره وه.یوه ورځ دپل باغ عمومي دستدیوګانوپه کوم دفترکې ورسره ناست وم،چیرې په کوم ځای کې ډیر ورودقدیم دیوې سندرې غږراته:

رواواړوه څڼې راوړي مې ګلونه...

ما پوښتنه ځینې وکړه چې حافظ صاحب دا قدیم څه ډول رادیوته راغی؟

ده دهغې همیشنۍ مهربانۍ له مخې چې درلودله یې،رادیوته دقدیم دراتګ اوږود داستان راته بیان کړ،چې دلته یې زه لنډیزراوړم.ده وویل:

« یوه ورځ په دفتر(پل باغ عمومي ستدیوګانې) کې ناست وم چې چپراسي راغی وې ویل چې صاحب څوک راغلی دی اوغواړي چې دننه راشي،وايي چې سندر غاړی دی،سندرې وايي.ما ورته وویل چې رادې شي.

که ګورم چې یوزلمی دفترته راننوت،« سه تار»یې پر اوږه اړولی دی.ماوروسته له ستړي مه شي نه دناستې ست ورته وکړاوله یوڅوخبرو وروسته مې پوښتنه ورنه وکړه چې څه غواړي.هغه وویل چې « سندربول » دی اوغواړي چې درادیوله پاره سندرې ثبت کړي.ماورته وویل چې باجه غږولی شې؟

هغه سمدلاسه « سه تار» ته لاس ونیوچې زه دا غږومه.ما دامتحان په غرض ورته وویل چې:

زلمیه!  

ته خولږې ګوتې وروړه!

زما له دې جملې سره سم قدیم په نرمۍ سره ماته وکتل.ما ولیدل چې زما دپوښتنې په مقابل کې دده په سترګوکې دځوابونویولښکرراروان دی.ورویې « سه تر» ته لاس کړ.داسې په نرمۍ اومهربانۍ سره یې راواخست لکه مورچې خپل اولاد را اخلي.په غیږکې یې کیښود،په لاس یې لږڅه غوږونه ورتاوکړل،بل لاس یې لاندې تارونوته ورنږدې کړ،بیا یې ماته وکتل سترګې یې وروشانته پټې کړې او داسې غږیې له « سه تار» نه جګ کړ چې دهراوریدونکي زړه یې ځان ته ورکاږه.له هغه غږسره سم یې زما زړه له ګوګل نه راویست.

قدیم څولنډې شیبې دخپلوهنرمندوګوتوکمال موږته وښوده اوله آرامیدوسره سم یې غاړه داسې کږه کړه چې:

څنګه وصاحب؟

ماورته وویل:  

ډیره ښه وه ځوانه،

ته کولای شې چې سندرې ثبت کړې او...

او له هغه نه وروسته قدیم ته ما دثبت زمینه برابره کړه اوسندرې یې پرله پسې له رادیو نه خپریدې.ډیره لنډه موده وروسته په سل ګونولا زرګونه لیکونه رادیو ته راتلل چې دازلمی څوک دي؟

په دې ډول استاد نصرالله حافظ یوه نه،دوه نه ،بلکې په لسګونواوسل ګونوداسې کسان تشویق کړي دي،روزلي دي اورادیوتلویزیون ته یې راوستي دي چې بیا هغوی دفرهنګ دډګر نومیالۍ څیرې جوړې شوې دي.

داستادنصرالله حافظ فرهنګي کارونواوفرهنګي ژوند ته په کتوسره زه دده فرهنګي کارونه په څلوروبرخوویشم:

۱ـدرادیوافغانستان په بیلابیلوڅانګوکې دممثلینواوسندرغاړوله پاره دداستانونواوشعرونوبرابرول اودهغوی ډایرکت یا لارښوونه.

۲ـ په رادیواوتلویزیون کې دبیلا بیلوپروګرامونولوستل اودشعرونودکلمه.

۳ـ تحقیق اوڅیړنه.

۴ـ تخلیق.

 استاد نصرالله حافظ سرله نن (۱۴،۱۱،۲۰۱۳) نه نوزموږپه منځ کې فزیکي موجودیت نه لري،خودخپلوترسره کړوټولوفرهنګي کارونوپه خاطر به دتل له پاره له ټولونسلونوسره ژوندی وي اوکارونه به یې دهغوی له پاره سرمشق وي.

داستادنصرالله حافظ په باب بایدډیرڅه وویل شي،مقالې اوکتابونه باید ولیکل شي،خوزه داوس له پاره په همدې خبروبسنه کوم اودخپلو خبروپه پای کې تاسودرانه لوستونکي لومړی دده دیوه عاشقانه له درده ډک غزل لوستلوته رابولم اوبیا به څوهغه انځورونه وګورئ چې په بیړه ما په خپل آرشیف کې پیدا کړل.

دا هم غزل:

                                بانه مې سیل دګلــودی څه نور به وګــورم  

                                اوته چې په کې اوسې هغه کور به وګورم

 
                                لږودریږه چې ودې کړم دتوروسترګوسیل

                                ستا سترګوکې دخپلوسترګوتوربه وګـورم

 
                                نسیـم مې که دوصـل په ګلشن نه شوګـذر

                                بیلتون مې چې پرې سیځي هغه اوربه وګورم

 
                               تکل مې دی چې شم دې په درشل کې قرباني

                               که نغده پیدا  نه شوه چیرته پوربه وګورم

 
                               حافظ دبیـدردانـوپه څیرنـه ګرځمـه نــور

                           شریک مې چې په غم شی نوغمخوربه وګورم  

 

اودا هم داستادنصرالله حافظ څوعکسونه:
 

       له ښۍ خوانه ډاکتراقبال فنا،استادنصرالله حافظ اوآصف بهاند.( په کابل کې یوه نا رسمي مشاعره)                          



                       استاد نصرالله حافظ ( کابل پوهنتون،دعلامه رشا اویایمه کلیزه)



له ښۍ خوا نه:محمد ابراهیم خواخوږی،محمدابراهیم عطایي،استادنصرالله حافظ،استادزلمی هیوادمل(کابل پوهنتون،دعلامه رشاداویایمه کلیزه)