د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړیوالو پوځونو د دایمي اډو په اړه د پښتون خوځښت خبری کانفرنس اعلامیه

خیرالله شینواری 12.11.2013 14:08

پښتون خوځښت د افغانانو یو مدني  (د جګړې ضد)  حرکت دی. پدې حرکت کښې هغه ځیرک او د ویښ شعور درانه لارویان راټول شوي، چې غواړي په افغانستان کښې جګړه او وژنه پای ته ورسيږي. پدې حرکت کي داسي هيڅوک نشته او نه ځايږي چې لاسونه یې ددې ملت په وینو سره او یا هم په کوم انساني یا وجداني جرم مجرم وي. زموږ پرنسيپ او اصل اسلام او پښتونولي ، زموږ سرلوړي زموږ د خپلواکی تاريخ دی. زموږ ارمان او غوښتنه د جګړې پاي ته رسيدنه ده. موږ متحد یو چې افغان او افغانستان ژغورو. موږ هر ډول تروریزم په کلکه غندو هغه که هره ډله یا هر څوک وي. افغانان د سپټمبر د ۱۱مي د  تراجیدی مسئولین نه دي او هيڅ یو افغان پدې حملو کښې برخه نه درلوده، نو باید پښتون افغان ته په ټولیز ډول ددې پیښې مرګونې سزا ورنه کړل شي.
 
د نړی ټول ولس پدې پوهیږي چې موږ افغانان له لسیزو راهیسې د یرغل، جګړې، وینو او اور په لمبو کښې راګیر او سوځو خو د بقا په خاطر نړیوالو بیا هم د معاصر بنديتوب په کړیو کښې راګیر کړي یو. زموږ تاريخ د خپل راتلونکې او خپلواکۍ په لار کښې سترې او ځیرکې فیصلې کړي چې د نړۍ د بقا دپاره ستر الهامونه دي. زموږ تاريخ ښيي چې ددې سیمې اوسیدونکو هيڅکله ،هيڅ ډول استبداد ندی منلی. نو افغانستان باید د  بهرنیانو په وتلو سره خپله بشپړه خپلواکي تر لاسه کړي.
 
ننۍ حکومتي اداره چي د لویديځ له خوا واک ته رسېدلې او حمایه کيږي بې اثره او فاسده اداره ده، چې نه سوله راوړی شي، نه ثبات خپلوی شي او نه هم خپل ولس خوندي کوی شي. نړۍ پدې پوهيږي چې د لویديځ او ناټو راتګ افغانستان ته د نړیوالو قوانینو څخه تېری او سرغړونه ده.
د افغانستان نوې څرګندې او ناڅرګندې سرچينې او ځمکني منابع د ټولو افغانانو حق دی چې باید وساتل شي او هيڅکله باید د جنګسالارانو او ددوی د بادارانو خوراک نشي. د افغانستان خلګو ته باید د خپلو فیصلو او نظریو د څرګندولو حق ورکړل شي تر ټولو لوموړی باید جګړه و درول شي او په  رښتني سوله راوستلو کار وشي.
 
افغان ولس د نړیوالو زبرځواکونو جګړو  ، د افراطيانو جګړو، د جنګسالارانو جګړو، د شخصې امنیتې کمپنیو جګړو، د اربکیانو جګړو د نړی په وژونکو شیبو کښې راګير کړی دی. یوداسې ملت چې نه تېر لري او نه راتلونکی یوسولیز ژوند ته د رسیدو په تمه لا هم د نړۍ د سیاسي، او اقتصادي ودې څخه ایثار پاته دی.
 
د افغانستان دخپلواکۍ په پنځه دیرش کلنه جګړه او روان خونړي کړکېچ کې د روس،امریکا،بریتانیا، پاکستان ، ایران ، ،هند او د ناټوګڼ شمیر هیوادونه ښکېل دي .که دنړۍ جګړیز تاریخ ته وکتل شي او پکښې د بېلا بېلو جګړو لاملونه وپلټل شي نو څرګنده به شي چې دجګړو دظاهري پلموتر شا نورې سترې ستراتیجیکي سیاسي او اقتصادي موخې پرتې دي.
انګریزان اوامریکایان له لسګونو کلونو راهیسې په افغانستان کې د خپلو پوځونو د خوندي ساتلو دپاره په افغانانو د سیاسي فشارنو سترې لارې لټولي او عملي کوي.
 
امريكايان په افغانستان كې په سلګونو اهداف لري. د دغو هدفونو په سر كې  په افغانستان کښې د نیمه پخو نادرو ځمکني عناصرو او منراولونو د کنترول او لاسته راوړول دي. دا بې کچه، نیمه پاخه  نادره ځمکني عناصرچې (REEs) بلل کېږي په تریلونونو ارزښت لري چې یوازې د افغانانو او افغانستان پوري اړوند دي او ټول افغانان یې باید د ګټې څخه برخمن شي. خو افغان ولس ته تر اوسه د امنیتي تړون ریښتینی شکل ندی په ډاګه شوی. که چیرې داسې یو مبهم تړون لاسلیک شي نو ددې موادو ګټه به یوازي وږو جنګسالارانو، جنایت سالارانو، مفسدینو، او ملت وژنکو ته ورسيږي او دافغانانو راتلونکی به له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي. دا ځکه تیر دوولس کلنه بې تړونه او غیري قانوني جګړه یوازې د ملت په ځپلو او وینو تویولو تیره شوه او د ملت په سر ددې سودا میلنونونه ډالر د اوسني حکومت واکدارانو او جنګسالارانو تالا ترغه کړل ،اوس کچيري دا جګړه قانوني شي د نړیوالو لپاره به د دې ملت ځپل او وینه تویول تر دې وروسته قانوني بڼه خپله کړي. نو ځکه مونږ وایو ددې پر ځای چې امینتي تړون وشي باید د سولي تړون وشي.
 
په جنوبي آسيا، منځنۍ آسيا، د كېسپين د حوزې، د ايران او منځني ختيځ سترو طبيعي زېرمو ته ځان رسول، د روس او چين په مقابل كې سيمه ييزې سيالۍ، په اروپا او ټوله نړۍ كې د امريكا او انګرېز د برلاسیتوب او تر ټولو نه مهم د پاكستان ساتل دي. پاكستان د امريكايانو يوه اډه او د دوى آسيايي كور دى او ټولو اهدافو ته د رسېدو تر ټولو لومړنۍ جبهه ده.
د افغانستان او مریکا ترمنځ د امینتي تړون لاسلیک به  امريکا ته په افغانستان کښې ددایمي اډو د شتون قانوني حق ورکړي خو په افغان خاوره کښې د بهرنيو عسکرو شتون  یوازي ددایمي  جګړې په معنی دی چې هيڅکله به افغانستان او سیمه کښې سولې او ثبات ته اجازه ورنکړي.
دا یو اړخیز امنیتي قرارداد  ځکه هيڅ ډول قانوني بڼه او اعتبار نه لري چې دا به د هغو جنګسالارانو د حکومت له خوا چې خپله هم د لویديځ د خوا واک ته رسیدلي دي لاسلیک کيږي.اوسنی حکومت هيڅکله هم د افغانستان د اکثریت ملاتړ نه لري بلکه له لسګونو کلونو راهیسې د افغانستان ټول اکثریت د مرګ په سرولمبو کښې همدوی سوځوي. افغانان هيڅکله داسې تړونونو ته احترام نه کوي، ځکه چې دا قرارداد د یو غیر قانوني جنګ د لوبغاړو له خوا لاسليک کيږي.  ددي تړون لاسلیک یوازي جګسالارانو، فاسد سالارانو، درغلګرو او بهرنیو یرغلګو ته ګټه رسوي.
دا غیر قانوني جګړې هيڅکله هم د ملګرو ملتونو د چارټر او نړیوال قانون پر اساس ندې شوي، د ملګرو ملتونو د چارټر دویمې فقرې په څلورمه برخه کې د نظامي ځواک استعمالول د بل هېواد په وړاندي منعه کوي. ( بې له دوه استثنا او حالتونو څخه). د ملګرو ملتونو ټول تصديق شوي چارټرونه او اصول باید ددوی د غړو هېوادونو د نړیوالو اړیکو یوه برخه وي. چې دا چارټرونه په اصل کښې د همدغو غړو هیوادونو نړیوال قوانین دي.
هغه دوه استثنا او حالتونه چې د نظامي ځواک استعمالولو ته اجازه ورکوي. لومړي یې دا دی چې یو هېواد هلته د یو بل هېواد په وړاندي نظامي ځواک استعمالوی شي، چې موخه یې د ځان څخه دفاع وي ( ۵۱مه  فقره). دویم: یو هېواد هلته د یو بل هېواد په وړاندي نظامي ځواک استعمالولی شي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یې د نړیوال ثبات او امنیت په خاطر د نظامي ځواک د استعمالولو اجازه ورکړي. خو بې له دې چې په افغانستان باندي حمله یو هم ددي حالتونو سره سر وخوري، امريکا په افغانستان پوځي یرغل وکړ.  د امريکا جنګ په افغانستان کښې  د ځان ددفاع په خاطر چې یو هېواد هلته د یو بل هېواد په وړاندي نظامي ځواک استعمالوی شي، چې موخه یې د ځان څخه دفاع وي ( ۵۱مه  فقره) تر شاه پريږدي. افغانان د سپټمبر د ۱۱مي د تراجیدی مسئولین نه دي او هيڅ یو افغان پدې حملو کښې برخه نه درلوده،  هغه نولس کسان چې په امریکي یې حمله وکړه  ۱۵تنه یې د مختلفو عربي ممالکو اتباع وه. نو بیا پښتنو افغانانو ته ولې په ټولیز ډول ددې پیښي مرګوني سزا ورکړل شي.
پر دې سربېره د ملګرو ملتونو چارټر او نړیوال دودیز قانون د ځان څخه ددفاع په خاطر ځانګړې فرمانونه او حدود لري. د جګړې د ډول او نظامي حملو په تناسب ټاکل کيږي چې هيڅکله باید د غچ اخیستلو، او  جزا ورکولو په معنی نه وي خو په افغانستان کښې د امریکا جنګي تاکتيکونه هر وخت غچ اخیستونکي او سزا ورکونکي  وه چې دا پخپله یو غیر قانوني کړنه ده. د کلسټر بمونو استعمال، ډرون حملې، د زروي وسلو کارول چې په زرګونو افغانان یې له منځه یوړل، د غیر عادي ځواک په پرتله د یو داسې ځواک استعمالول په ټولو بشري او انساني حقوقو پښې ایښودل دي.
 
د امريکا له خوا د افغانستان په اشغال کښې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نه امريکا او نه هم یو بل کوم هېواد ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کښې دې نظامي قوت استعمال کړي، د ملګرو ملتونو د چارټر (۷) څپرکی. دلته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددې چپتر له مخي یوازي دومره ځواک استعمالوی شي چې سوله او امنیت راوړي. موږ پدې باور یو چې په افغانستان کښې د امریکا جګړه یو غیرقانوني او غیر اخلاقې جګړه ده. چې موخه یې یوازي وینه تویول، نسل وژنه، د قاچاق سوداګري، او فساد دی. یو داسي تړون به هيڅکله  هم حقوقي او قانوني اعتبار ونه لري، چې د یو فاسدي اداري له لوري لاسلیک کيږي.
 
ځيني کمزوري، جګړه طلبه افغانان استدلال کوي چې ګواکي د امريکا په وتلو سره به ګاونډي هیوادونه افغانستان اشغال کړي او سرحدونه به جلا کړي خو زموږ ویاړلي تاریخ ښودلې چې هر وخت افغانانو د افغانستان څخه کلکله دفاع کړيده او په هر وخت یې د نړی زورور چې په درنو وسلو سمبال وه له دې هېواده په ځلونو شړلي دي. پر دې سربېره، د امریکا حکومت غواړي په سیمه کې یواځې پر پښتنو خپل قوت او ځواک استعمال کړي  او ټول وخت یې جګړه یوازي او یوازي د پښتون په کلي او کور کښې جاري ساتلې ده. موږ پدې باور یو چې امریکا غواړي پښتانه له هغه کلیو او کورونو لرې کړي چیرې چې نیمه پاخه  نادره ځمکني عناصر او نور مینرالونو وجود لري، تاسو په هغه ساحو کلیو او کورونو کښې د جګړې روان حالت وګوری، چې هلته دغه ځمکني عناصر شتون لري.
نړیوالې استخباراتي ډلګی، د شمالي ټلوالي لنډ غر، او نور واړه قومي عسکر د پښتون افغان په کلیو او کورنو اورونه بلوي تر څو په سیستماتیک ډول ددوی دایمي شتون پدې سیمه کښې حتمي شي او پښتانه یا ختم او یا هم وچو لیرې پرتو سیمو ته چې هېڅ ډول نعمت پکښې نه تر سترګو کیږي وشړي. داد هغه تاکتیک سره ډیر ورته دی چې اسراييل یې د فلیسطینانو سره په غزه او د لویدیځ بانک په سیمو کښې کوي.
 
موږ پدې پوهيږو، چې همدغو پښتنو ته اوسنی اداره هيڅ ارزښت نه لري. امریکا باید  د کلي د جګړي ستراتيژي بدله کړي. که امریکا غواړي چې زموږ REEs ته لاس رسی ولري نو باید د وږو افغانانو، استعمال بند کړي. د جنګسالارانو او مفسدینو د ملاتړ څخه لاس واخلي. دافغانستان څخه ووځي. او د نړیوالو اصولو سره سم د متقابله ګټو په اساس د یو سولیز افغانستان او رښتني افغاني حکومت سره سوداګریز تړونونه وکړي تر څو ټول ولس ددغه خدايې نعمتونو د ګټې څخه برخمن شي.
 
موږ پدې باور یو  چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنې بیا هم د همدغو جنګسالارانو، او جګړه غوښتونکوعناصرو په واک کې دي. موږ پدې پوهیږو، چې دا ټاکنې یوازي جنګسلارانو، مفسدینو، جنایت سالارانو ته ګټه رسوي او ټول بې وزله ولس به بیا هم د تیر په څیربې برخي او د اور په لمبو کښې راګیر وي. دا ښکاره ده چې امریکا هيڅکله د افغانستان پريښودل نه غواړي، او په تیره ددوی ددفاع وزارت ټول وخت د افغانستان دنادرو ځمکني عناصرو او موادو پر کنترول او لاسته راوړولو فکر کوي. امریکا به حتما دا امنیتي قرارداد د کرزي د حکومت په واسطه لاسلیک کوي. ځکه بل راتلونکی حکومت کیدای شي دا پروسه ځنډنی کړي. نو امریکا ته دا ډیره مهمه ده، چې دې موخي ته ژرترژره ورسيږي.