د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشمشاد له هسکې څوکې

پوهندوی آصف بهاند 11.11.2013 21:34

( دډنمارک په کوپنهاګن کې دشمشاد تلویزیون داروپايي څانګې دپرانستل کیدوپه غونډه کې )
                                    ( دشمشاد مسولینو سره دزړه خواله اوڅووړاندیزونه )

دشمشاد له هسکې څوکې کړه راچغې
کړه راچغې غږدې جګ کړه
راخبرکړه دا خوب وړي
څه خو وکړه
څه راجوړ کړه
چې دمه شي دغه ستړي.
                                      ( آصف بهاند)
 
شمشاد دوې ماناوې لري:
ـ یوه لوړه دنګه غرنۍ ونه ده چې ګردۍ پاڼې لري،لرګی یې کلک دی.
ـ په تورخم کې دیوه غره نوم دی.
دپښتوـ پښتوتشریحي قاموس دڅلورم ټوک په دوه زره نه سوه پنځه دیرشم (۲۹۳۵) مخ کې یې مانا کټ مټ همداسې رواوړل شوې.اوس په دې نامه (شمشاد) یوتلویزیون خپرونې کوي ،چې دا دی نن یې دخپرونودپراخیدوله پاره دا غونډه جوړه شوې ده.                   
« دشمشاد له هسکې څوکې »،په اصل کې دیوې شعري ټولکې نوم دی چې کلونه پخوا په هغې کې داستاد نصرالله حافظ څوخواږه اوله درده ډک شعرونه راوړل شوي وو،ما ددې لیکنې له پاره داسرلیک ځکه غوره کړ چې شمشاد یوتلویزیون دی او دا تلویزیون که په رښتیا دزړه له کومې په پاکه دخلکواودوطن د ملي ګټوله پاره د خپل نامه له مانا سره سم دشمشاد له هسکې څوکې ددې بیوزلوخلکوغږاوددې مظلوم وطن دحال څرنګوالی دنړیوالې ټولنې غوږوته ورسوي،په داسې یوه نیمه تیاره ټولنه کې به ديوې روښانه ډیوې رول ولوبوي،نولرې نه ده چې یوخوا به دا دردیدلی ولس په خپلوتاریخي حقایقوپوه شي،اوله بلې خوابه نړیواله ټولنه هم زموږپه ټولنه کې په شته منفي اومثبتوحقایقوباندې خبرشي اوخپل کړه به په سم لوري اوسمې تګلارې باندې ورسیخ کړي.
 په دې لنډه لیکنه کې زه نه غواړم ستاسې وخت په دې ضایع کړم چې په افغانستان کې دمیډیا تاریخچه څنګه وه،څه وخت چاپ رامنځ ته شو،درادیوغږکله اوپه څه ډول دهوا په څپوکې خپور شو،دتلویزیون په نامه یوشوخ ماشوم کله اوڅه ډول وزیږید اودکمپیوتر نړیوال جال څه ډول دا ارت جهان په داسې یوه واړه کلي بدل کړچې کلیوال یې هره شیبه یوبل ګوري اویوبل ته ضررونه اوګټې رسوي.
دلته زما بحث دمیډیا پرهغې برخې باندې دی چې تلویزیون نومیږي،زموږ په هیواد کې یوه ډیوه چې باید تیارې لارې اوتیارې کوڅې روښانه کړي،دشمشاد په نامه ډیوه ده چې له بلیدونه یې ډیر وخت نه تیریږي.
په مستبدورژیمونوکې،ملي ګټواوخلکوته ژمنه میډیا له خطرسره مخامخ وي.زه به یې یو لنډکی مثال تاسوته ووایم چی خندونکې بڼه هم لري.په پښتو ویبپاڼوکې کله یونیم داسې انتقادي مطلب راشي چې ټول واقعیتونه په لنډه خوږه هنري ژبه په کې بیان شوي وي،خومستبدین یې په ټپه دروي.په تاند ویبپاڼه کې یوواریوجالب سرلیک راغی چې په لومړي نظرکې یې زما پام ځانته داسې واړاوه چې په یوه سامې ترپایه څوڅوځلې ولوست:
« طنزي تعریفات »، لیکوال:عبدالنافع همت.
نافع صاحب دطنزي تعریفاتوترسرلیک لاندې دټولنې داسې حقایق راسپړلي ووچې دلیدلواولوستلو و،خودویلونه دي،مګرنافع دفرهنګ اوخلکودنفعې له پاره جرات کړی،په کمیکه انتقادي اوسکونډونکې ژبه یې دغه حقایق ویلي دي.زه نه پوهیږم چې عبدالنافع همت به دلیکوال خپل نوم وي اوکه مستعارنوم.په هرصورت،ډیرجالب خندونکي اوانتقادي تعریفونه یې لیکلي و.دوې برخې یې خپرې شوې،بیا نه دلیکوال دطنزي تعریفاتوپته ولګیده اونه هم دنورولیکنو.یا به بندي اوتهدید شوی وي اویا به یې له ډاره خودسانسوري کړې وي.دنافع صاحب دطنزي تعریفاتویوڅوبیلګې به تاسو ته رانقل کړم: ((
ولسمشر:
هغه چاته ویل کیږي چې کله ویښ وي دواک دټینګیدوفکرونه یې آرام ته نه پریږدي اوچې کله ویده وي دواک دغځیدوخوبونه یې آرام ته نه پریږدي.
وزیر:
هغه بیوزلي دولتي مامورته ویل کیږي چې دورځې له خوا په افغانستان اودشپې له خوا په دوبی کې اوسیږي.
مشاوروزیر:
هغه چاته ویل کیږي چې دمشورودرک یې نه وي معلوم،بس لګیا وي خپل نخود خوري.
پارلمان:
دملت داستازوهغه ډله چې له ډیره غمه په کال کې یوخرواروچه میوه خوري.
ملي مشارکت:
دحکومت هغه ماډل ته ویل کیږي چې دملت دهرلوی او کوچني قوم په استازیتوب یوازې دهغوی فاسدوخلکوته ونډه ورکړی سي.
ملي مصلحت:
هغه ډول سیاست ته ویل کیږي چې په هغه کې هیڅ یومافیايي بانډ اوجنایتکارنه خفه کیږي.
ستره محکمه:
ددولت هغه شپږمه کوټه ده چې دیوکیلوګرام تریاکوله امله یوچاته دشلوکالوبندسزا ورکوي،خودوستم اوچکري ته په بد نظرهم نه سي کتلای.
دملت بابا:
هغه نابغه اودفوق العاده استعدادخاوند ته ویل کیږي چې په اتلس کلنۍ کې فرانسوي اوشپیته کلنۍ کې ایتالوي ژبه زدکړي،خوترنوي کلنۍ پورې هم پښتوزده نه کړي.
والي:
هغه دولتي مامورته ویل کیږي چې دوظیفې تراشغال دمخه خپله په کرايي کور کې اوسیږي،خوتریوې میاشتې کار وروسته نوروخلکوته دوه کورونه په کرایه ورکړي.
مارشال:
 په لغت کې هغه مارته ویل کیږي چې په شال کې پټ وي،خوپه نظامي اصطلاح هغه زړه ورافسرته ویل کیږي چې په خورا زړورتوب اومیړانه دنړیوالونظامي ځواکونوپه مخ کې ودریږي،یانې هغوی خپل هیواد ته راوبولي.
مفتي:
هغه طوطي چې یوازې یې د « کافرسوې!» کلمه زده کړې وي.
تراهګر:
 په افغانستان کې پښتون اوپه نړیواله کچه هغه چا ته ویل کیږي چې دامریکا خبره نه مني.
ایساف:
هغه اجیرلښکرته ویل کیږي چې دسولې پرمهال خزانه خالي کوي اودجګړې پرمهال اوږه خالي کوي.
امنیتي کمپنۍ:
دنا امنۍ جوړولوهغه اداره چې دغلا او وژنو رسمي جواز ولري.
ګمرک:
دا یوه مرکبه کلمه ده چې دفارسي ژبې له « ګم» اودپښتوژبې له « ورک » څخه جوړه ده،یانې هغه دولتي اداره چې په هغې کې ملي عواید تري تم کیږي.
حرام:
هغه څه چې سړي ته په لاس نه ورځي.
ږیره:
 دمخ هغه ویښتان چې دجهاد په موسم کې اوږده پریښودل کیږي اود دیموکراسۍ په موسم کې لنډ اویا خریل کیږي.
کاندید:
 دا یوه مرکبه کلمه ده چې دپښتوژبې له « کان » او د دري ژبې له « دید » څخه جوړه ده،یانې هغه څوک چې دګټواوپیسو پیدا کولو کان یې لیدلی وي اوغواړي چې ځان ور ورسوي.
ژورنالست:
 دانتقادونو هغه جوال چې تل یې خوله خلاصه وي.))
البته که شمشاد هم کله دې ته ورته حقایق ووايي،نوممانعتونه اودیوالونه یې مخ ته جوړیږي چې مسولین به یې په میړانه اوجرآت سره ورته دریږي.ځکه چې اوس درڼا اوتیارې جنګ دی،ډیوه غواړي تیاره لار رڼا کړي ،خوتیاره مقاومت کوي اودتیارې استازي نه غواړي رڼا راشي اوددوی ژوند ته دپای ټکی کیږدي.دا جګړه په ټوله نړۍ کې په خرپ اوترپ روانه ده اوروانه به وي،خوزما په وطن کې دا خرپ اوترپ له ښایسته ډیرې مودې روان دی اوکه واقیت وګوروتیاره اودتیارې استازي یوڅه برلاسي هم دي؛خودا هم یوعیني واقعیت دی چې په نړیواله کچه اووطني کچه دنوې تکنالوژۍ اوتمدن په رڼا کې شرایط،غوښتنې اوپوښتنې نوې شوې اوبدلې شوې دي.دهمدې بدلونونواوامکاناتونه په استفادې سره میډیا کولای شي خپله ملي اوریښتنې لارپیدا کړي.اوشمشاد باد دغسې وکړي.
اوس په دې حقیقت دنړیوالو ډیره سلنه قانع شوې ده چې میډیا وروسته له مقننه،اجرایه اوقضایه قوې نه څلورم ځواک دی.اوس همدا څلورم ځواک(میډیا) کولای شي چې لوی اوځواکمن واکداران په ګونډوکړي.ډیرلرې نه،دا څه موده پخواپه انګلند کې درادیو یوه عادي مایک ګوردن براون په انتخاباتوکې په ګونډوکړ.
دمیډیا هره برخه زموږ له هرې خوا ځپل شوې،ټپي شوې،کړول شوې اوتیاره کړای شوې ټولنې کې رڼا کونکې ډیوې دي،په تیره شمشاد چی د بهرني فرهنګي يرغمل په مقا بل کې ددریدواودټولنې اوخلکوداذهانودروښانولورسالت ورله غاړې دی اوپه اوسنیوحالاتوکې دهمداسې یوې ډیوې حیثیت لري اوباید خپل رسالت په افغاني میړانې ترسره کړي.
دا دشمشاددمسولینو،اوټولوفرهنګیانواوهغوکسانوـ چې دهیواد دملي ګټوپه باب فکرکوي،دافغانانوپه باب فکرکوي،دافغانستان په باب فکرکوي – دنده ده چې دا ډیوه مړه کیدوته پرې نه ږدي،بله یې وساتي اوداسې یې وکاروي چې ددې بیوزلوانسانانوتیارې خونې اوتیارې لارې ورباندې روښانه شي.
درنګارنګ بادونوپه تودو سړوڅپوکې مو ولیدل چې کله دسوټه کراسۍ په دایره کې اوکله هم ددیموکراسۍ؟په اړودوړکې زموږدهیواد دمیډیا په ډګرکې کوم بدلونونه راغلي دي،یوهم زموږدټولنې دظرفیت په پرتله د ډیرو او رنګارنګ تلویزینونورامنځ ته کیدل دي.
ـ څوک صالح،څوک نا صالح،
ـ څوک په ګفت اوڅوک بې ګفته،
ـ څوک ملي څوک نا ملي،
ـ څوک دي خپل اوڅوک پردي.
څوک دملي ګټوله کړکۍ نه دباندې ګوري،اوڅوک هم دپردو ګټوته ډولونه وهي اوڅڼې ورته اړوي،خوپه ټولوکې ګډ ټکی دا دی چې هریودناپیل توب اوخدمت ټټر وهي،اوځینې یې بیا دناپییل توب ترپردې لاندې داسې پییلي دي چې له خپلې مرجع نه یې را جلا کول دماهي او اوبوکیسه ده ،یعنې که یې له خپلې مرجع نه راجلا کړې نوبیا ... هیڅ.
بل قاضي هم نه شته،یوازینی قاضي وخت دی چې دوفا اوجفا ترمنځ دبرید کرښه راکش کړي اودوفادار اوجفا کارڅیرې خلکوته وښيي.
دافغانستان دمیډیا په آسمان کې چې کوم تلویزیونونه راځلیدلي دي،نیمګړتیاوې اوښیګڼې یې باید متوازي وښودل شي،چې دا یوجلا بحث دی،اودمقالواوکتابونودحوصلې په چوکاټ کې باید خبرې پرې وشي،خوداوس له پاره یوازې زه دومره ویل غواړم چې دافغانستان دمیډیا ټولې برخې ،په تیره تلویزیونونه ډیر په بیړه مخ پروړاندې روان دي چې دا دزمان یوه اړتیا هم ده،خودا باید هیره نه شي چې له منډوسره که لږتیر وتنه وشي لویدل هم شته.اوپه بیړه وړاندې تګ یې ځکه اړین دی چې یوخوا زموږ پروطن،ژبې اوکلتورباندې دفرهنګي یرغل څپې له سختوبادونوسره روانې دي چې مخه یې باید ونیول شي،اوله بل پلوه دتمدن،تکنالوژۍ اودژوند په ټولوبرخوکې پرمخ تلونکی کاروان په چټکۍ سره مخ پروړاندې روان دی،په دې کاروان پسې ځان رسول هم مطرح دي.
که نړیوال دالمپیک ډیوې دخپلو ویاړونوله پاره نوروستوروته خیژوي اویا یې دسمندرژورو ته ورښکته کوي،موږخوهم دومره حق لروچې دخپل ټولنیزژوند دتیارودروښانولوله پاره دتلویزیون په نامه یوه ډیوه ولرو.اوس یې چې لروباید سمه یې وکاروو،خپلې لارې پرې رڼا کړو،نه دنورو.
تجربې ښودلې ده چې افغانان کله کله دغه وسیله ( تلویزیون ) دسیاسي،قومي اوژبنیوتضادنوله پاره په منفي ډول کاروي اوحتی یوبل ته مخامخ بد رد هم وايي،چې دا ډیرې بدې اومنفي پایلې لرلای شي.په داسې حال کې چې دمیډیا دغه عصري وسیله باید دټولوژورنالستیکي منل شووقوانینواواخلاقوپه چوکا ټ کې دملي ګټو په نظرکې نیولوسره وکارول شي.
زموږهوښیاري به په دې کې وي چې خپل ټول لاس لرلي امکانات دخپل ویاړلي تاریخ په نظرکې نیولوسره،دملي ګټوپه چوکاټ کې دانسان په ګټه،دافغان په ګټه داسې وکارووچې هم موتیارې پرې رڼا شي اوهم دتمدن اوتکنالوژۍ دنړیوال کاروان دانساني قدمونوپه تعقیب سره دنړیوالوسیال شواوکه نه لرې نه ده چې څوکاله وروسته به دنړۍ دوروسته پاتې اوبدوي خلکوپه لست کې یا دریم ځای ولرویا دویم اویا هم لومړی.
داتریخ واقعیت په ياد ولرئ چې په رنګارنګ نومونودښمن هرکله موږ ته دقلم پرځای ټوپک اودکتاب پرځای بم په لاس کې راکړی.ترډیرو پورې اولا اوس هم په ډیره سلنه خلکوکې دویاړ وړخبره دا وه اوده چې:
پلانی وسله لري،عجب سړی دی،
ځوانانوپورې وسله ښه ښکاري،
پلانی ځوان داسې نښه ولي چې ستن هم نه ورنه خطا کیږي،
 اودې ته ورته نورې تیرایستونکې جملې؛خودا هیڅ چا نه دي ویلي چې:
پلانی ځوان یا پیغله ډیره ښه مطالعه کوي،
په فزیک،کیمیا،بیالوژي،ریاضي اوکمپیوترښه پوهیږي او...؛
نن ورځ باید همدا میډیا اوهمدا تلویزیون اوهمدا شمشاد زموږله ټولنې نه اوزموږدخلکو اوځوانانوله ذهن نه له وسلې سره مینه وتوږي اوپاکه یې کړي،دمیډیا دنده ده چې دټوپک دفرهنګ پرضد ودریږي اوپرځای یې دقلم دکلتورپه دودولوکې کارنده برخه واخلي،له نویوعلوموپرمختګ اونوې تکنالوژۍ سره دمینې زړی دځوانانوپه ذهنونوکې وکري،دمعارف اوزدکړې کلتورخلکوته وښيي اودسواد دزدکړې دکلتورعامولوته پام وکړي؛دا کاردتلویزیون له لارې ډیرموثره،ژراوپه ښه وجه ترسره کیدای شي،اوشمشاد باید داکار په خپلو لومړيتوبونوکې وشمیري.
البته په افغانانوکې داهم یوتریخ عیني واقعیت دی اواوس پرته له دلیل اوبحث نه ثابته ده چې افغانان په هرڅه کې افراط اوتفریط کوي.په مړي کې،په ژوندي کې،په مینه کې،په دښمنۍ کې اوپه ...
چپیانوپه چپي توب کې افراط وکړ،کیڼ لاسي همدا اوس لګیا دي هغه افراط یې تردې حده رسولی دی چې ډډوزې یې لګیږي اوهرڅه دافراط اوتفریط ترسیوري لاندې دتباهۍ دکندې پرڅنډه ولاړ دي اوکه په خپلوخبروکې زه هم لږ افراط وکړم،لادتباهۍ کندې ته ورلویدلي هم دي.
ولې په زیرکئ سره دلرغوني یونان داساتیدو دا خبره نه سرمشق کووچې لا مخکې له میلاده یې ویلي وو:
« نه افراط نه تفریط،طلایي منځ لاره.»
زما هیله دشمشاد له مسولینواوکارکوونکونه دا ده چې دافراط اوتفریط لارغوره نه کړي،منځلاره غوره کړي.په ټولو پروګرامونو کې دخلکوداذهانوروښانولوته پام وکړي،دنوي نسل دښوونې اوروزنې مسآله هیڅ کله هیره نه کړي او دايې باید شعاروي:
« نوی نسل،ښوونه روزنه اوروښانه راتلونکې!»
زما په اندپه هغې ټولنه کې چې دژوند ډیرې برخې په تیاروکې سره ورکې وي،په هغې ټولنه کې دډیوې بلول ثواب دی،دیوه تلویزیون خپرونې جاري کول چې دملي ګټوساتندوی وي ترټولوسترخدمت باید وګڼل شي.
دټولوعلومو اوهنرونوپایه اواساس معارف دی.دمعارف له پاره کار،دعلم له پاره کار دی اودعلم له پاره کار دژوند له پاره کار دی،ددغوټولو وظایفوپه ترسره کولوکې دتلویزیون رول ډیرمهم دی.شمشماد باید په دې برخه کې خپله لاره پیدا کړي اوخپله دنده ترسره کړي.
دمیډیا له پاره،په تیره دتلویزیون له پاره بله خبره چې ډیره مهمه ده هغه دژبې مسآله ده.کومه ژبه چې تلویزیون یې کاروي باید ډیره سمه،دقیقه اوګرامري وي،دترمینالوژۍ مسآله هم مهمه ده چې نطاق یا ژورنالست باید تروسه وسه خپله ملي ترمینالوژي وکاروي،دخبر ژبه اودراوي ژبه باید په کې ښکاره وي او...
که دتلویزیون دمسولینو اوویاندانوژبه اوتلفظ ناسم وي،لیدونکي اواوریدونکي په تیره ماشومان یې نا سم زده کوي اودیوې مهمې مرجع په توګه اعتبارهم ورباندې کوي،نا لوستي اوکم مطالعې لویان یې په غلطه پیروي هم کوي.  
دا خبرې چې ما دشمشاد له پاره وکړې،دا دکومې شخصي اړیکې یا ځانګړې مینې پربنا نه دي.زه دشمشاد چلونکي اوکارکونکي یا نه پیژنم اوکه يې کوم کارکونکی یا مسول پیژنم،ورباندې خبرنه یم چې دشمشاد له پاره کارکوي،خودیوې ریښتینې رسنۍ په ډول یې خپله ګڼم اودافغانانودذهنونودروښانولودیوې وسیلې په ډول مینه ورسره کوم اوپه دې هیله مې دا څوکرښې ورته ولیکلې چې خپل انساني اوافغاني رسالت دافغانستان دملي ګټو پربنا ادا کړي.د اروپا یې څانګې دپرانستلومبارکي ورته وایم اوبریالیتوبونه یې غواړم.
اوپه پای کې زما دغه آزاد شعردشمشاد له ستوني:

ای هی دلرې کلي خلکو!
دا یمه،راغلمه
شمشاد یمه
خبرې کوم
غږمې در رسي که نه؟
دغه یم،راغلمه
له لرې لرې
پاس دشمشاد له هسکې څوکې
ستاسوکورته راغلم
دا دی دزړه له کومې
غواړمه خبرې وکړم
په مینه مینه
دزړه خواله وکړم
دا دی راغلی یمه
غږ کومه:
ځانته یوڅوک لټوم
داسې یوڅوک
چې یولوی غوږ
اورڼې سترګې یې وي
غږمې دررسي که نه؟
څیره مې څنګه ښکاري؟
دادی په مینه اوامید درته نارې وهمه
دهو اونه راته ځواب ووايئ
که درته ښه و،
هوځواب ووايئ
اوبیا ثواب ووایئ !!!