د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځينو بي ضميرو پښتنو، پښتون قام دتباهۍ کندي ته ورغورځاوه

ظاهرپښتون 11.11.2013 20:39

ګرانو هيواد والو ! د کومي ورځي څخه چي زموږ د لوی افغانستان څخه يوه ټوکړه (محکوم افغانستان ) د پرنګي په دسيسوجلاسو د هم هغي ورځي څخه زموږ په کور کي د نړی سياستونه او لوبي زموږ په واسطه او زموږپه تباهۍ باندي پيل سوي او تر داننه جاري دي.
چي په دغو پيل سوو سياستونو کي موږ افغانانو ډير شمله ور افغانان د لاسه ورکړه او ګران هيواد مود بل لپاره په اور وسوځوی او لا سوځو يي ،خو داسي ميړني مو هم درلوده او هم يي لرو چي دلوی افغانستان د جوړولو لپاره يي خپل ځانونه قربان کړه چي ښه بيلګه يي : غازي امان الله خان ، پاچا خان بابا ، خان شهيد عبدالصمد خان بابا ، شهيد سردار محمد داود خان ، وزير محمد ګل خان مومند بابا او شهيد ډاکټرنجيب الله وه . که د نوموړو وتاريخ ته ځير سو چي خپل ژونديي ټول د ګران لوی افغان هيواد دابادۍ او سوکالۍ لپاره وقف کړی وو، او ځانونه يي خپل د دغه سپيڅلي هدف لپاره قرباني کړل . خو دا به هم در ته معلومه وي چي ځيني هم دغه افغانان او خاصتاَ پښتانه د پرديو په اشارو ددغو ميړنيو په مقابل کي ولاړ وه . چي هم دغسي نن هم د هغو ميړنو په مقابل کي داسي عناصر زموږ په ټولنه کي وجود لري ، چي د څو پيسو لپاره د قام يووالی څه کړې ،نفاق يي غواړي او بيا ځان له افغان او پښتون وايي او وايي : چي زه د ميرويس نيکه او احمد شاه بابا لمسی يم .
زه به يي تاسومحترمينو ته ددغو بي ضميرو بيلګه درته ووايم تاسي خپل قضاوت پري وکړی ، چي ايا زموږ ګران هيواد او دا قام دغسي بي ضميروپه خپل لاس تباه کړ او که پرديو تباه کړ.
په ( ۱۹۷۹م) کي چي کله فوځي کودتاه وسوه او زموږ په ګران هيواد کي د امريکا اوشوروي ترمنځ سوړ جنګ پيل سو ، نو په زياته اندازه افغانان د کوره څخه د دنيا نورو ملکو ته کډوال سوه ، چي په دغو کډوالو کي موږ هم د ډيورنډ د کرښې دې غاړي ( بلوچستان ) ته راکډه سو . په افغانستان کي د سياسي تحولاتو په رامنځ ته کيدو سره په زياته اندازه افغان کډوال بيرته کور ته ستانه سوه ، مګر موږ لا په څه اندازه کي په ۱۴ پنډغالو کي ميشت يو .
زموږ اکثره پنډغالي د خپلو محکومو پښتنو په درشل کي دي ، چي موږ يو له بله د افغانيت او پښتونولی پر اساس ډيري ښي اړېکي لرو . چي هر وخت د يو بل په غونډو ، مجالسو ، غم او ښاديو کي برخه اخلو .
چي دغسي هڅو موږ له ډير نږديکت رابخښلی دی ، خو ځيني داسي کړی او اشخاص زموږ په ټولنه کي موجود دي چي زموږ نږديکت او ملي يووالی ددوی او ددوی دبادارا نو د بربادی سبب ګرځي او په دي اړوند موږ ته خنډونه ايجادوي ، چي زه به يي تاسي محترمينو ته يوه بيلګه ووايم : د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکو سازمان دري کاله وړاندي په جنوبي پښتونخوا کي يو مهم چي دري برخي يي درلودي :
۱- چي په هر کلي کي ښوونځی غواړو
۲- په هر ټولګي کي ښوونکی غواړو
۳- وزده کوونکو ته کتاب غواړو ، دغه مهم يي وچلاوه .
په ۲۰۱۲ز کال کي د غه مهم ته زه هم ورغلم کله چي مي دا مهم له نږدي وکاتی پر ما باندي يي ډير مثبت اثر واچوی ، چي دا خو زموږ د ګران هيواد او ملت د سباوون او د افغان بچيانو په مستقبل کي ډير ګټور تماميږي ، که چيري دغه پروسه دوامداره سي نور به د ټوپک پرځای د قلم او علم دور پيل سي قلم او علم د يو ټولني د پرمختګ ، سولي او آبادۍ سبب ګرځي .
نو ماهم دوي ورځې وروسته د فبروري پر ۱۷ د ۲۰۱۲ ز کال د افغان کډوالو د پنډغالو د ښوونځيو د سرښوونکو او ښوونکو په شمول او زموږ د افغان کډوالود اړوندو ادارو مشرانو: د کډوالو اتيشه مرتضی خرمي ، د پوهني د اتيشه استازي نظامي ، د کوچينيانو د ساتني او روزني دمؤسسي استازي بايزيد خان محتاج او د ويس د مؤسسي استازي رافع برسيره د رسنيو ژورنالستان هم راسره په دي مهم کي چي ( هر افغان بچی بايد زده کړه وکړي او هر افغان بچی بايد په ښوونځ کي وي ) کور په کور ، دروازه پر دروازه وڅرخيدو ، چي د دي مهم په نتيجه کي په سلګونو نجوني او هلکان په ښوونځيو کي داخل سوه .
ددي بريا څه وروسته مو سږ کال بيا دا مهم چي د ۸ پنډغالو قومي مشران ، سرښوونکي ، ښوونکي او عام وګړو د يو لوی غونډي د جوړولو او د تعليم په ارزښت او دګران هيواد د سوکالی او آبادی لپاره خبري وسوي او ددي مهم ( هر افغان بچی بايد زده کړه وکړي او هر افغان بچی بايد په ښوونځی کي وي ) د مرستي او د خلکو د والدينو په راجلبولو کي هڅې پيل سوي چي دمارچ تر ۱۵ نيټي پوري په پنځو پنډ غالو کي (۲۵۰۰) نوي ماشومان په ښوونځيو کي داخل سوه ، چي ټولي اړوندي اداري په دي لاسته راوړنه باندي خبري دي مګر متاسفانه چي د مرستي او ستايلو پرځای يي غوږونه يي کاڼه نيولي دي، خو دا پروسه موږ د هيواد او ملت د ګټو لپاره کړي ده .
تيره ورځ د افغان زده کوونکو او د ښوونکو د ستونزو د حل لپاره د ملګرو سره د کوټي افغان قونسلګري ته ورغلو او دا خپلي ستونزي موورسره شريکي کړې ، چي په دغه ترڅ کي د قونسلګری د دوو کارکوونکو ترمنځ لفظي شخړه روانه وه ، يو ښاغلي يي مخ زما پر خوا راواړاوه چي پښتون صيب تاسي محترم د افغان کډوالو او دافغان زده کوونکو لپاره څومره زحمتونه وکښل ، د غه بي ضميره وما ته وويل: چي دپښتون د هڅو رپورټ دکابل او يا اسلام اباد و لوړ پوړو افغان چارواکو ته بايد ورنکړو ، ځکه دا يو نيشنليسټ افغان دی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره يي اړيکي دي .دي بل ښاغلي راته وويل : چي نه پښتون صيب په قسم درته لوړم ، همدغه بي ضميره وو چي اوس تاسو ته ځان صفا ښيي او ما درته تورنوي هم د ه راته وويل : چي دا پښتون بايد پري نږدو چي دا ده هڅي لوړو مقاماتو ته وړاندي کړو او هغه دده پر هڅو باندي غور وکړي او د سبا لپاره ما او تاته خنډ جوړيږي ، نو ما په جواب کي دواړو ښاغلو ته وويل : چي ستاسي غوندي بي ضميرو دا زموږ ګران هيواد اوملت دړي وړي کړ د خپلو شخصي ګټو لپاره مو ددي دولت په ټولنه کي څو فصيده مشروعيت پريښود؟
زه چي پښتون يم او ځان ته افغان وايم نو ستاسي بي ضميرو په خوله افغانيت او پښتونولي پريږدم ؟
پرون چي ستاسي پردي څوکی جنګ نه وو، زه مو پر پښتونولی تورنولم ، نن څنګه ځان له پښتانه واياست؟
زما هڅي او لاسته راوړني زما پر ذاتياتو باندي اړه لري ؟
خو همد ا ستاسي غوندي بي ضميرو په دولت کي عام خلک دي ته مجبوره کره چي وسله راواخلي او ددولت پر ضد وجنګيږي . دا تاسي چي موجود ياست ، ستاسي رنګه بي ضميرو له لاسه افغانستان او خاصتا پښتانه د جهنم په اور کي وسوځيدل او لاسوځيږي.