د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې په افغانستان کې دولتي او خصوصي بانکونه پرمختګ نکوي؟

انجنیر سیدمحمد روحاني 09.11.2013 17:18

مخکې لدینه چې د بانک په تعریف، ډولونو پرمختګ او نه پرمختګ رڼا ولویږي، بهتره داده چې د اقتصاد په تعریف، ارزښت، ودې، او ثبات باندې لنډ معلومات په لاندې ډول روښانه شي ځکه چې بانک د اقتصادې انکشاف یوه غوره برخه ده:
د اقتصاد تعریف:
اقتصاد هغه څانګه ده چې خلک څنګه کولای شي د خپل هیواد له طبیعي زیرمو( ګاز، نفت، سره زر، سپین زر...) او نورو اړونده منابعو (وخت، پوه، ذکاوت، استعداد، خلک،ودانۍ، سامان، اسباب، ځمکه، ملکیت و غیره) نه کار واخلي ترڅو وکولای شي تر ټولو غوره خدمتونه، تولیدات او محصولات خپلې ټولنې ته چمتو او وړاندې کړي. په لنډ ډول، اقتصاد کارګران، ځمکې، سرمایه، پانګونې، پیسې، تولیدات، محصولات، مالیات، عایدات، مصارف، وخت، د یو انسان سلوک، قول، کردار، علم او مهارت او داسې نور شیان په بشپړه توګه مطالعه کوي.
اقتصاد په دو غټو څانګو ویشل شوی دی: (۱) مایکرو ایکونومیکس او مکرو ایکونومیکس.
مایکرو ایکونومیکس تعریف:- Microeconomics
مایکرو ایکونومیکس د هغو فکرونو، کارونو او فیصلو مطالعه کولو څخه عبارت دی چې خلک او سوداګران یې د منبعو، قیمتونو، محصولاتو، تولیداتو او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نیسي لکه مالیات او مقررات چې د یو حکومت له خوا منځ ته راوړل شویي وي. په ځانګړې توګه مایکرو ایکونومیکس په سمبالونه او غوښتنه( عرضه او تقاضاء) او داسې اړونده قوو چې په بیه اثر لري تمرکز کوي. د مثال په ډول، مایکرو ایکونومیکس پدې تمرکز کوي چې یوه ځانګړې کمپنۍ څنګه کولای شي چې خپل تولیدات، محصولات، خدمتونه او ظرفیت زیات کړي ترڅو خپل قیمتونه ټیټ کړي او له نورو کمپنیانو سره سالم رقابت وکړي؟ په لنډه توګه مایکرو ایکونومیکس له ښکته شیانو سره اړیکه لري:
سمبالونه او غوښتنه(عرضه او تقاضاء) په شخصي مارکیټونو کې
د یو کس(مشتري/ سوداګر) سلوک او کړه وړه
او داسې نور...

مکرو ایکونومیکس:- Macroeconomics

مکرو ایکونومیکس د اقتصاد دوهمه څانګه ده چې د اقتصاد عمومي سلوک او کړه وړه مطالعه کوي لکه ټول ملي محصولات (جي – ډي – پي : ګراس نیشنل پروډک) او څنګه پر هغوی د بې کارۍ، ملي عاید،د پرمختیا اندازه، د قیمت معیار اثر کوي. د مثال په ډول، مکرو ایکونومیکس زیاتوالی یا کموالی په خالصو صادراتو څنګه په ملي کپیټل اکونټ باندې اغیز کوي، مطالعه کوي او یا جي. ډي. پي(ګراس نیشنل پروډک) څنګه د بیکارۍ په ذریعه تر اثر لاندې راتلای شي. په لنډ ډول، مکرو ایکونومیکس له لاندې شیانو سره اړیکه لري:
فیسکل پالیسي
اسباب د نرخونو د زیاتوالي او بې کاري
اقتصادي پرمختګ
نړیوال تجارت او ګلوبلائزیشن
د حکومت پور اخیستنه
اوداسې نور...

د بانک تعریف:
د بانک لفظي مفهوم:
) نه اخستل شوی دی چې معنی یې بینچ یا غټ او اوږد میزدی.banque ) ایټالوي کلمې یا د فرانسوي لغت (banca بانک(
په تیرو زمانو کې به خلک په یو لوی اوږد میز کښیناستل او د پیسو راکړه او ورکړه به یې په دغه میز کوله.
د بانک اصطلاحي مفهوم:
بانک یو مالي سازمان دی چیرته چې خلک خپلې پیسې، ګاڼې، مهم اسناد یا داسې نور شیان د امانت په ډول یا د ګټې لپاره ږدي یا را وباسي، یا له بانک نه پور اخلي، یا له بانک سره تجارت او مشارکت کوي : او داسې نورې معاملې شوې چې په یو بانک کې صورت نیسي.



د بانک ډولونه:
په نړۍ کې ډول ډول بانکونه شتون لري او هر بانک د ځانګړو قاعدو، اړتیاو، فعالیتوتو، دندو او موخو لپاره په کار اچول کیږي چې په لاندې ډول سره تشریح کیږي:

۱ پرچون بانک:
پرچون بانک بنیادي خدمتونه د خپلو مشتریانو لپاره چمتو کوي لکه بانکي قرضې، بانکي سپما، د قرضونو شراکت، جاري او ثابت ډيپوزیټ. د محصلا تو او خدمتونو بیلګې یې خوندي ډیپوزیټ بکسونه، د چیکینګ او سپما بانکي حسابونه، د ډيپوزیټ تصدیق نامې،ګروي، او د موټر قرضې.

۲ سودا ګریز بانک:
سودا ګریز بانک هغه بانک دی چې مالي خدمتونه د سوداګرۍ لپاره سمبالوي او وړاندې کوي لکه د کریډیټ کارت، ډيبټ کارت، بانکي حسابونه، ډیپوزیټونه او قرضې. یو سوداګریز بانک هڅه کوي چې په اوسنی عصري زمانه کې په حیث د یو مالي منځګړی کار کوي یعني د پیسو ایښودونکو مشتریانو سرمایه زیاتوي او همدغه سرمایه بیا خپلو قرضدارانو ته ورکوي. په لنډ ډول، دوه قسمه تجارتي بانکونه وجود لري: دولتي تجارتي بانکونه او خصوصي تجارتي بانکونه.
د دولتي سیکتور سوداګریز بانکونه:
د دولتي سیکتور سوداګریز بانکونه هغه بانکونه دي چې دولت پکې لویه برخه لري چې مقصد یې یوې ټولنې ته خدمت وي نه ډیره زیاته ګټه لکه د افغان ملي بانک چې د ما لیې وزارت پکې ۹۷٪ سهمدار دی.
د شخصي سیکتور سوداګریز بانکونه:
د شخصي سیکتور سوداګریز بانکونه هغه بانکونه دي چې واک، صلاحیت، کنترول، اداره، ارزیابي او پرمختګ یې د شخصي کسانو یا سهمدارانو په لاس کې دی او هغوی په خپل تجارت کې مطابق د خپل جواز خپلواک دي لکه د افغانستان تجارتي بانک د عزیزي بانک، د باختر بانک او غضنفر بانک او داسې نور شول.
۳ د پانګې اچونې بانکونه:
د پانګې اچونې بانک هغه بانک دی چې هغه له حکومت، شرکتونو، خلکو او اتحادیویا ټولنو سره مالي مرستې کوي ترڅو د هغوی سرمایه لوړه شي او هغوی غوره خدمتونه لکه د خارجي اسعارو تبادله، د توکو تجارت د اجناسو خوندي ساتل او د ثابت عاید اسباب لري. د پانګې اچونې بانک له شرکتونو سره مرسته کوي ترڅو هغوی سرمایه لاس ته راوړي او د هغوی لپاره مالي او مشورتي خدمتونه چمتو کوي تر څو د خلکو دارایي او ملکیتونه په ښه ډول سره اداره او کنټرول شي.



کوپراتیفي بانکونه: ۴
کوپراتیفي بانکونه هغه بانکونه دي چې چې د یو ملک د کوپراتیفي ټولنو قانون او لایحې پذریعه سنبالیږي چې د خپلو غړو لپاره ارزانه کریډیټ چمتو کوي لکه د کرهڼې او کلیوالې قرضې ورکول شول.
۵ متخصص بانکونه:
متخصص بانکونه هغه بانکونه دي چې ځانګړي فعالیتونه کوي لکه د خارجي اسعارو د تبادلي بانکونه، صنعتي بانکونه، انکشافی بانکونه، صادراتي او وارداتي بانکونه چې د ځانکړو اړتیاو او فعالیتونو لپاره په ټوله نړۍ کې جوړ شوي دي چې دغه بانکونه د سوداګرو او فابریکو لپاره صنعتي قرضې، مکملې پروژې او خارجي سوداګرۍ برابروي.
۶ آنلائن(بریښنايي) بانکونه:
آنلائن بانکونه هغه بانکونه دي چې د خپلو مشتریانو لپاره د انټرنیټ له لارې ټول محصولات او خدمتونه عرضه کوي لکه بانکي حسابونه پرانیستل، د پیسو لیږد رالیږد، د اسعارو تبادله، د بانکي ګرانټي لیکونو چمتوکول، سوداګریزې قرضې ورکول اوداسې نور کارونه شول.
۷ مرکزي بانکونه:
مرکزي بانکونه(لکه د افغانستان بانک) هغه بانکونه دي چې خپله تاریخي سرچینه دبریتانیا له بانک څخه اخلي او د ثابتو پیسو او مالي پالیسۍ تضمین کوي له یو هیواد نه تر بل هیواد پورې او د یو مملکت په اقتصادي سیکتور کې خورا مهم رول لوبوي. مرکزي بانکونه خاصې دندې لري لکه د مالي پالیسۍ پلي کول، د خارجي اسعارو د تبادلي اداره کول، دطلا او ګاڼو ساتنه کول، رسمي د ګټې نرخ ټاکل، په حیث د یو بانکر(بانکي مامور) دولت او نورو بانکونو سره کار کول او د نورو بانکونو کنترول او نظارت کول. مرکزي بانکونه د حکومت قرضې اخلي، د پیسو د خپرونې انحصار لري او ډیر ځلې په حیث د ورکونکي د ېوې چارې تجارتي بانکونو ته وي. مرکزي بانکونه په ټوله نړۍ کې د تجارتي بانکونو نظارت، کنترول او تنظیم لنډه داچېد هغوی د ټولو فعالیتونو څارنه، ارزونه او کنترول کوي.
څرنګه چې اقتصاد تعریف، د اقتصاد ډولونه، بانک او د بانک ډولونه په مختصر ډول روښانه شول، اوس اړینه ده چې لاندې مهم سوال ته یو تشریحي، دقیق او معقول ځواب ولیکل شي.
سوال:
په افغانستان کې ولې بانکونه ډیرې زیاتې ستونزې لري او ولې پرمختګ نکوي؟
ځواب:
په افغانستان کې بانکونه ډیرې زیاتې ستونزې او نیمګړتیاوې لري نو ځکه بانکونه شاته پاته دي او پرمختګ نکوي. هغه ستونزې او نیګړتیاوې چې د افغانستان په خصوصي او دولتي بانکونو کې دي په لاندې ډول سره په لنډه توګه بیانیږي:


۱) د مسلکي کارکونکو کم شتون:
څرنګه چې په افغانستان کې دری لسیزې جنګ و، خلک له لوړو ذده کړو نه لرې پاته شول او له ډول ډول مالي، ځاني، اقتصادي او روحي ستونزو او ناروغیو سره مخامخ شول: له دغه سبب نه خلک له عصري ټیکنا لوژۍ، سیاست، قانون، ساینس، ادارې، منیجمنټ، بازارموندنې(مارکیټینګ)، محاسبې(اکونټینګ)، سوداګریزو اړېکو، عامو اړیکو- په لنډه توګه له طبیعي، اجتماعي او دیني علومو څخه وروسته پاته شول. په دغه اساس، په افغانستان کې پوه، تجربه لرونکي، ماهر مسلکي کسان د ګوتو په شمار دي. د مثال په ډول، که چیرته یو بانک ته ورشو، وبه ګورو چې د اسلامي بانکدارۍ آمر دوکتورا لري په شریعت او فقه کې مګر بیا نوموړی کس په محاسبه(اکونټینګ)، ډیټا بیس، بازارموندنه(مارکیټینګ) او آنلان بینکینګ، نیټورکینګ کې ډیرې ستونزې لري. پس د افغانستان په دولتي او غیر دولتي بانکونو کې ډیر زیات کمښت د مسلکي کسانو لیدل کیږي چې دغه له ټولو نه یو لوی علت دی چي بانکونه ښه وده نکوي.
۲) کار اهل کار ته نه سپارل کیږي:
اکثره وخت د افغانستان په دولتي او خصوصي بانکونو کې پرسونل په واسطه سره ګمارل کیږي. د مثال په توګه، که چیرته رئیس د یو بانک ته کوم قوي یا زوره ور وزیر یا سفیر یا والي یا د سیاسي ګوند مشر زنګ ووهي یا ورته یو تعویظ (یوه ټوټه لیک) ورکړي، نو بیا دغه رئیس(د خصوصي یا دولتي بانک) نوموړی کس بغیر د کوم امتحان یا مرکې/مصاحبې نه په یو نه او یو ښه پست ګماري ترڅو رئیس د بانک ته کوم خطر یا ستونزه پیدا نشي او خپل منسب له لاسه ورنکړي. نو دغه یوه بله مهمه وجه ده چې د افغانستان خصوصي او دولتي بانکونه رشد او انکشاف نشي کولای.
۳) په خصوصي او دولتي بانکونو کې د اداري فساد شتون:
اداري فساد د خصوصي او دولتي بانک لپاره د سرطان ناروغۍ ده چې علاج یې ډیر سخت دی. د مثال په ډول، د کابل بانک نه چې تقریبآ ۹۵۰ میلونه ډالر په جعلي اسنادو وایستل شول، نو بیا دغه بانک له مالي بحران سره مخامخ شو. بر سیره پردې، نوموړي بانک خپل اعتبار، شهرت او نوم له لاسه ورکړ. اوس ډیر کم مشتریان لري او تردې پورې چې اوس د خرڅلاو په لاره کې دی. همدغه شان پښتني بانک هم له مالي بحران سره مخامخ دی ځکه چې ډیرو غټو دولتي چارواکو، زوره ورو خلکو او شرکتونو په جعلي اسنادو ډیرې زیاتې پیسي له نوموړي بانک نه د قرضې په ډول ایستلې دي. همدغه شان، کله نا کلکه په دولتي او خصوصي بانکونو کې نقدې روپۍ هم یا د کوم جعلي چک پواسطه یا د کمپیوټر پواسطه ایستل کیږي چې د بانک داخلي پرسونل ورسره لاره لري. بعضې وخت داسې کیږي چې د بانک پیسې په سرای شهزاده کې بدلیږي او ګټه یې شخصي جوبونو ته ځي او کله نا کله داسې کیږي چې د بانکونو لوړ پوړي چارواکي خپل خپلوان/ کسان په سرای شهزاده کې لري او هغوی د پیسو تبادله کوي چې ګټه یې بیا شخصي جوبونو ته ځي نه دولتي خزانې ته.
۴) په دولتي او غیر دولتي بانکونو کې د دوستانو، خپلوانو یا وطندارانو ګمارل:
نن سبا په دولتي او غیر دولتي بانکونو کې د ګمارلو معیار خپلولي، سمتپالي او انډیوالي چلیږي او بس. هر کله چې په یو دولتي یا غیر دولتي بانک کې کوم پست خالي شي او یا کوم پست ایجاد شي، نو د بانک چارواکي په دغه تکل او هڅه کې وي چې کوم نږدي خپلوان، ملګري او یا دسمت خلک ورته پیدا کړي که پوه وي او که نا پوه ترڅو دغه خالي ځای ورباندې ډک کړي. نو دلته معیار د لوړې ذده کړې ، مهارت، تجربې، پوهې، وړوالي او لیاقت له منځ نه ځي او له بده مرغه ځای یې خپلوي، ملګرتیا او سمت پرستي نیسي چې په پای کې دغه شان کړه وړه د بانکونو لپاره یو غټ ناورین، ذوال، تباهي او ویجاړتوب دی. مطلب داچې باید په دولتي او خصوصي بانک کې خلک د علم، تجربې، لیاقت، مهارت، قوت او استعداد په درلودلو سره وګمارل شي نه د خپلوۍ، دوستۍ او سمت پر بنسټ.


۵) د مؤثراو کیفیت لرونکي مدیریت او ادارې نشتوالی:
له ډیره بده مرغه د افغانستان په اوسنی نظام کې لوړې څوکۍ یا د پیسو پواسطه يا په سیاسي زور او یا په سازش لاس ته راځې. د مثال په ډول، که رئیس جمهور پښتون وي، نو لمړی مرستیال به یې تا جک او دوهم مرستیال به یې هزاره یا ازبک وي، او یا که چیرته پښتون وزیر وي، نو مرستیالان به یې تاجک ، هزراره یا ازبک وي. په همدې ډول والیان، سفیران، د امنیې قوماندانان او نور لوړ پوړي چارواکي شول. نو دیته ویل کیږي سیاسي سازش(اداري فساد) ځکه چې په یو قوي او کیفیتي مدیریت او اداره کې سیاسي سازش، اداري فساد، بې عدالتي، اختلاس، رشوت، بې قانوني او بې انصافي شتون نلري یعنی هر کس باید د هغه/هغې لیاقت، پوهې، مهارت، استعداد، شهرت او تجربي پر بسټ په یوه لازمه او اړینه دنده وګمارل شي نه د دهغه /هغې د قوم، ژبې، سمت، مذهب او ګوند پر بنیاد ترڅو پدغه اداره کې کار اهل کار ته وسپارل شي، هر وزیر، مرستیال، رئیس، آمر، مدیر او مامور ته په اداره کې: ځانکړي صلاحیتونه، مسؤولیتونه، حساب ورکونه او دندې ورکړ شي ترڅو د خپل ارګان لید لوری، رسالت، موخو یا اهدافو ته د غوره پلان، نظم، کنترول، ارزونې، جلب او استخدام، پلټنې، څارنې اود سالمې رهبرۍ په ذریعه وره سیږي. په لنډ ډول، که چیرته په یو بانک کې مؤثره او با کیفیته اداره او مدیریت نه وي، نو نوموړی بانک به هیڅ وخت پرمختګ او انکشاف ونه مومي ځکه چې غوره او با کیفیته مدیریت دیوې ادارې لپاره هم روح ده او هم جسد.
۶) د عصري ټیکنالوژۍ د الاتو او ماشینونو کموالی اود موثر او با کیفیته چارواکاو نشتون:
د افغانستان په ډیرو بانکونو کې (دولتي او غیر دولتي بانکونو کې) د نوې ټیکنالوژۍ وسایل مکمل نشته لکه د اې- ټې –ایم ماشینونه، ډیبټ کارتونه، کریډیټ کارتونه، ما سټر کارتونه، ویزا کارتونه او ګرځنده بانکي خدمتونه او محصولات لکه د انټرنټ له لارې بانکي حسابونه پرانیستل، د پیسو لیږد رالیږد ټولې نړۍ ته ، د برق او ټیلیفون بیلونه تادیه کول او داسې نورخدمتونه او محصولات شول. څرنګه چې په اوسني وخت کې د انټرنټ له لارې د عصري ټیکنا لوژۍ د الاتو او ماشینونو پذریعه په ټوله نړۍ کې بانکي معاملي هر ورځ صورت نیسي، له بده مرغه د افغانستان اکثره خصوصي او دولتي بانکونه له دغه غوره خدمتونو، محصولاتو له سمبالولو او وړاندې کولو نه محروم دي ځکه چې زمونږ په ډیرو دولتي او غیر دولتي بانکونو کې د کمزوري، بې ثباته، بې کیفیته او بې مسؤولیته مدیریت او منجمنټ شتون لري چې په رآس کې یې بې علم، بې تجربې، بې مهارته او نالایق کسان لوړ پستونه او واک لري چې هغوی نه په خپله په قوي او موثر مدیریت او اداره پوهیږي او نه یې توان لري اونه نورو مسلکي او وړ کسانو ته وخت ورکوي چې غوره او با کیفیته مدیریت او اداره جوړه کړي ترڅو په افغانستان کې بانکي سیستم وده او پرمختګ وکړي.
۷) د پاکې ارادې او پاک تهذیب نشتوالی:
په خواشینۍ سره باید وویل شي چې نن سباه غربیانو په افغانستان کې داسې یوه ککړه فضاء او پلیت ذهني چاپیریال چې د ډیرو افغانانو په زړونو کې ځای لري رامنځ ته کړ هغه داچې ډیری خلک پدې فکر او هڅه کې دي چې څنګه خپل جوبونه په ډالرو ډک کړي، څنګه یو ښایسته کور، لوړ پوړې ودانۍ، مارکیټ ... جوړکړي ترڅو خپلو شومو او نا پاکو موخو ته لاسرسی پیداکړي او بس. هرکله چې په یو هیواد کې د خلکو ارادې چټلې، بې ایمانه او غلتې شولې، او ذهن او فکر او عمل یې یواځې ماديات شول، نو بیا د همغه خلکو تهذیب او کلتور تباه شو ځکه چې بیا د دغه هیواد وګړي له خپل ملک سره مینه او وفا نلري بلکه هغوی ته شخصي ګټې له ټولو نه زیات ارزښت او اهمیت لري نه له خپل هیواد او له هیواد سره مینه. هرکله چې یو کس له خپل وطن سره مینه نلري، نو په هغه کې د ایمان نښه نشته. ځکه چې رسول اکرم(ص) داسې فرمايي: (حب الوطن من الایمان)ـ د وطن سره مینه کول د ایمان نښه ده. داپدې مفهوم چې له خپل وطن سره مینه ساتل له خپل دین سره، له خپل ناموس سره، او له خپل مذهب سره مینه ساتل دي. او په پښتو کې یو مشهور متل دی:( هر چاته خپل وطن کشمیر دی). دا پدې مفهوم چې هر څوک له خپل هیواد سره مینه او وفا لري او د خپل وطن لپاره په سر او مال قرباني ورکوي، نو هغوی د وطن اتلان دي- که ژوندي وی نو غازیان بلل کیږي او که مړه شي، نو شهیدان دی. بل ځای کې رسول(ص) فرمایي: (مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ)- هرڅوک چې د خپل مال(جامه، کور، وطن ...) نه دفاع کوي او مړ شي نو دغه شهید دی. د مثال په ډول، الله(ج) هیڅکله داسې ونکړي چې غربي اشغالګر او متجاوزین افغانستان له افغانانو نه په زور ونیسي، او که یې په زور ونیولو نو بیا هغوی کولای شي چې پدغه هیواد کې خپل دین(یهودیت یا عیسویت/مسیحت) رواج کړي او خپل کلتور او عنعنات(غربي کلچر) پلي کړي. په نتیجه کې افغانستان پاکو ارادو او سپیڅلي تهذیب ته ضرورت لري هغه داچې خپل کور، کلی او وطن په پاکو او پیاوړو ارادو، ښو کارونو، سپیڅلو فکرونو او سوچه ذهنونو او نیکو احساساتو باندې جوړيږي او پرمختګ کوي. پس زمونږ دولتي او خصوصي بانکونه به هغه وخت ډیر زیات پرمختګ وکړي چې د هغوی سهمداران او لوړ پوړي چارواکي پرهیزګاره او دینداره کسان وي او برسیره پردې هغوی په دیني، طبیعي او اجتماعي علومو کې پوره پوهه، تجربه، مهارت، استعداد او ذکاوت ولري ترڅو هغوی وکولای شي چې دخپل ګران هیواد افغانستان لپاره داسې بانکونه جوړ کړي چې په نړیواله کچه ساری ونلري اوبس.
و من الله توفیق!
پای.