د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکایي پوځیانوڅه ډول محاکمه؟

محمدحسن حقیار 09.11.2013 16:14

دبشرد حقوقو نړيوال سازمان له امريکا غوښتي چې د افغانستان په میدان وردګو ولايت کې دهغو ١٨ افغانانو د وژنې موضوع سمه وڅېړي چي تيرکال په دې ولایت کې دامریکا دځانګړو ځواکونو لخوا په ډېر وحشت او بربریت ووژل شول.
يو کال وړاندې د دې ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځانګړو ځواکونو له خوا عام خلک وځورول شول ،ووژل شول او ديو شمېرهغو کسانو وژل شوي جسدونه هم وموندل شول چې دوی تښتولي وو اودربړونو او شکنجو نښې پرې له ورایه ښکارېدلې.
دولتي ځواکونو د زکريا کندهاري په نوم يو افغان چې په دې وژنو او ربړونو کې يې لاس درلود په کندهار ولايت کې ونيوه، هغه اعتراف کړى و، چې دغه وژنې او ځورونې يې د ځانګړو امريکايي ځواکونو په لارښوونه ترسره کولې.
رولنګ سټون امريکايۍ مجلې هم په ډاګه کړې چې د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا په نرخ ولسوالۍ کې١٨ عام افغانان وژل شوي دي.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په يوه خبرپاڼه کې غوښتنه کړې، چې د نرخ ولسوالۍ په پېښه کې ښکېل کسان بايد محاکمه شي.
دمجرمینو محاکمه ښه کاراو دانصاف غوښتنه ده، دامجرمین که ملکي وي او که نظامي، که يې پخپله خوښه جرم کړی وي او که د قوماندان په امر.جنایت، جنایت دی اوچې هرڅوک يې په هرځای کې ترسره کړي مجرم دی اوباید دخپل جرم له حجم سره سمه سزا وویني.
په افغانستان کې په تېرو ۳۵ کالو کې پر مظلومو اوبیچاره هغو افغانانو چې دماښام وچې ډوډۍ ته حیران و هغه جنایتونه ترسره شول چې دنړۍ او بشریت تاریخ يې دبېلګې له وړاندې کولو عاجز دی. داجرمونه او جنایتونه هم خپله افغانوپر افغانانو ترسره کړل اوهم د دوی له ملګرتیا برخمنو بهرنیانو.
اوس چې د بشري حقونو د څار دنړيوال سازمان پام افغانستان ته رااوښتي او افغانان يې په انسانانو کې شمېرلي نو دا دخوښۍ خبره او دافغانانو لپاره سترپرمختګ دی.
تراوسه خو د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان اوپه نړۍ کې دبشر دحقوقو ټولو مدعیانو په افغانستان کې پر ترسره کېدونکیو جنایاتو سترګې پټولې ، ددوی په قاموس کې افغانان ددې وړ نه وو چې پر ځورونه يي پر لوېدیځوالومستکبرینو نیوکه وشي اویا دې له هغوافغان فرعونانو پوښتنه وشي چې دلته يې له مېرمنو تیونه غوڅ کړي، مړي يې ګډولي ،پرسرونو يې میخونه ټک وهلي ، دموچي پر تاريې ځوانان حلال کړي ... تر اوسه خو لوېدیځمیشتو مدني ټولنواو دحقوقو دعوه لرونکیو په غرب کې دڅارویو له حقوقو دفاع کړې، آن که سپیو اوپيشکو ته پرخپل وخت غوښه نه ده ورکول شوې نوپه دې بې انصافۍ !!هم دوی غږ پورته کړی خو که دافغان سر پرې شوی، فاسفورس او کیمیاوي مواد پرې شیندل شوي اوهډوکي يې ایره شوي ، پرماین کښېنول شوی او بیا انفجار ورکول شوی، په ژوندوني يې سترګې، نوکان وېستل شوي ،پوزه يې پرې شوې په کانتینرونو کې دزرګونو ساګانې ووېستل شوې، دبګرام ، کندهار ګوانتانامو په زندانونوکې هغه شکنجې ورکول شوې چې قلم يې له لیکلو او بیانولو لړزېږي نو دوی پرې چپ وو.
داچې اوس مو دوی په انسانانو کې شمېري اودوژونکیو محاکمه مو غواړي نو دا هم ښه لاسته رواړنه ده .
خو زموږ هیله او غوښتنه داده چې محاکمې باید منصفانه او عادلانه وي،او قاضیان ټول بشریت ته په یوه سترګه وګوري.

څومره چې زه امریکایان اوبرتانویان پېژنم داتمه او هیله مې ترسره نشته چې هغوی دې دافغانانودځورونو او وژنو په خاطرخپلو وګړیو ته مناسبه سزا ورکړي.
رابرت بیلز مو هېر ندی چې دکندهار په پنجوايي کې يې اوه لس تنه ناخبره او په خوب ویده کوچنیان او مېرمنې پخپل کور کې ووژل اوبیايې دهغوی جسدونه وسوځول خو دامریکا په محکمه او عدالت کې ورته بند واورول شواو ښايي له لنډ بند وروسته خوشې شي خو هغه مسلمان پاکستانی الاصله امریکايي ته يې دمرګ سزا واوروله چې له القاعده سره دمالي مرستې توريې پرې لګولی و.
امریکایانو دلاکربي په پېښه کې د۱۵تنو وژل شویوامریکایانوپرسر له لیبیا ۱۵۰ میلیونه – دهرتن پرسرلس میلیونه -ـ ډالر واخستل اوسره له دې چې په دې پېښه کې دلیبیا حکومت هېڅ لاس نه درلود څوکاله يې لیبیايي ولس ته دتعزیراتو سزا ورکړه خوکله د دوی پرلاس دیو افغان وژنه نور دپټولو نه وي او له ډېرفشار وروسته داومني چې یو افغان يې بې ګناه او په وحشت وژلی نوبیا ورته دوه زره ډالرــ په افغانستان کې دیوامریکايي دیوې ورځې دلګښت دوه دېرشمه برخه اوهرټپي ته زرډالر ورکوي.-- دامریکایانو دوروستي اعتراف له مخې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې دمیشت هرامریکايي ورځنی (۶۶۶۶۶)لګښت ډالره وي—
امریکایانوخپلوهغوعسکروته چې دلته يې څوتنه بې ګناه انسانان وژلي ،اوبیايې پرجسدونو ورته بولې کړي اداري [یاکسرمعاش او یا تنزیل رتبه ) سزا ورکړې ده.
مسلمانه اودینپاله ډاکټره عافیه صدیقي يې یواځې له امریکایانو سره دزړه دکرکې په تور په ناسمو او نه توجیه کېدونکیو تورونوله کراچۍ وتښتوله ،بګرام ته يې راوسته او دلته يې ورپسې داسې ډرامه وتړله چې منطق ته يې هوښیار خو پرېږده آن لیوني هم خاندي خودهغې په حق کې مو دامریکایانو عدالت !!ولید یواځې ۸۶کاله بند!! .
په ګونتاناموکې دبندیانو دمحاکموله جریان څخه هم موږخبر یو، سره له دې چې داټول بې ګناه وواو امریکایانو ته يې هېڅ زیان هم نه وو ورسولی ، نه جنګي مجرمین واونه په جنګ کې نیول شوي و بیاهم امریکا هغوی ته دنړیوال کنوانسیون له پرېکړو سره سم آن دجنګي مجرمینو حقوق هم نه ورکول.مدافع وکیل يې نه و ، محاکمه ، دوسیه پوښتنه ګروېږنه هېڅ هم نه وو.
دنړیوال کنوانسیون دمنشور له مخې جنګي اسیران یو څه حقوق لري، پدې خاطر چې دګونتانامو بندیان له دې حقوقو برخمن نشي نو امریکایانو هغوی دجنګي اسیرانو په توګه هم په رسمیت نه پېژندل.
دامریکایانو دهراړخیزې اوپه ځانګړې توګه دقضايي بې انصافۍ نمونې بې شمېره دي دنمونو له راوړلويې تېرېږو.
په هرحال داچې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان اوس له امریکا غواړي چې دمیدان وردګو دنرخ ولسوالۍ جنایت وڅېړي زموږ هیله او غوښتنه داده چې یواځې داپېښه نه ، بلکې ملګري ملتونه دې مرسته وکړي چې ددې پېښې په شمول په افغانستان کې ټول جنایات ـ-که دافغانانو لخوا ترسره شوي وي اوکه دبهرنیانو لخوا ــوڅېړل شي اومجرمینو ته دي مناسبه او قانوني سزا ورکړل شي او که داسې نه کېږي او لوی مجرم ته یا برائت ، یا هم کمه او سمبولیکه اداري سزا ورکول کېږي نوبیا له دې محاکمې اوڅېړنې څخه نه محاکمه ښه ده .کېدلی شي چې یو وخت خپله افغانان داتوان پیداکړي او یا په ملګرو ملتونو کې استقلال او خپلواکي پیداشي چې هم زموږ افغان ملاسوویچان اوهم زموږ غربي او شرقي وژونکي په عادلانه ډول محاکمه کړي .