د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتونخوا، د طالبانود خرڅلاو پنجابی بازار

سرلوڅ مرادزی 06.11.2013 12:12

دا جهان قصاب خانه کړه خدای وماته
پا بسته ولاړ په غولي د قصاب یم
رحمان بابا
د پاکستاني طالبانو د غورځنګ مشر حکیم الله مسود د تېرې جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په درپه خېل ډنډ سیمه کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په برید کې له خپلو نورو څلورو ملګرو سره یوځای ووژل شو.
د پاکستاني طالبانو نور مشران لکه نیک محمد، بیت الله مسود، قاري حسین، حضرت عمر، مولوي نذیراو ولي الرحمن هم په تېرو کلونو کې یو په بل پسې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي، خو د پاکستاني پوځیانو او ای ایس ای سره د دوی د اړیکو په اړه په رسنیو کې بېلا بېلې څرګندونې شوي دي. د دغو مشرانو منځ کې نیک محمد چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ بنسټګر ګڼل کیږي او ملا نذیر، دواړه د ای ایس ای او پنجابي پوځ سره په اړیکو له نورو نږدي بلل شوی او یوازې د حکیم الله مسود په اړه داسې ګونګسي خپاره شوي چې ګوندې پنجاب سره په دوښمنۍ کې ټینګ ولاړ سرګروپ پاتې شوی و.
په دې اړه د هیواد تکړه خبریال او لیکوال بزګر صیب په یوه یادونه کې لیکي « د یو نیم کال مخکې خبره ده. د ناروې یو ټلویزیون ځانګړی مستند فلم جوړ کړی وو، له ما نه یې وغوښتل د حکیم الله مسعود مرکه چې له مخکې ژباړل شوې وه، له نظره تیره کړم چې کومه تیروتنه پکې نه وي. ما د مرکې دواړه برخې چې یوه خپریدونکې یانې د ټلویزیون د پروګرام لپاره غوره شوې او بله ټوله مرکه وه، له نظره تېرې کړې.
زما لپاره خورا په زړه پورې دا وه چې حکیم الله مسود په دغه مرکه کې ویلي وو چې افغانستان کې جګړه د پښتنو د وژلو او افغانستان د ورانولو لپاره ده او ټوله جګړه ای ایس ای د پښتنو د تباهې لپاره په لار اچولې او پنجاب د افغانستان او پښتنو لوی دښمن دی او موږ به د مرګ تر سرحده د ای ایس ای په وړاندې ودریږو.»
د حکیم الله مسود له وژنې روسته تازه مالومات ښۍ چې نوموړی د شمالي وزیرستان په داسې سیمه کې اوسیده چې د پاکستان له پوځي مرکزه يي یوازې یو کلیومتر واټن درلود. شمالي وزیرستان کې د مسود استوګنځای، د ډاډمنتوب او مصونیت له مخې، اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن ځای ته بیخي ورته پاتیږي.
د تاند د خبر له مخې د فرانسې خبري اژانس سیمه ییز همکار اختر خان وایي « ما څو ځله د موټرونو کاروان لیدلی چې پدې کوڅو کې به یې یو کس بدرګه کاوه، خو ما کله هم حکیم الله مسید له نږدې نه و لیدلی چې نوموړی مې پېژندلی وای او ورسره ما له سره فکر هم نه کاوه، چې هغه به دلته اوسېږي. له دې پېښې وړاندې له امنیتي لحاظه دا سیمه ډېره ارامه بلل کېده.»
د حکیم الله تر وژلو روسته د پېښې نور څرنګوالی لا ډېر تازه ابعاد په ګوته کوي. د مسود د وژلو په تړاو د طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد رسنیو ته وویل« د پاکستان حکومت حکیم الله مسود پر امریکایانو وپلوره. یاده زیرمه»
خو د طالبانو ویاند هیروي چې دا لومړی ځل نه دی چې پنجاب، په تېره بیا پښتنو طالبانو او توندلارو سره کټ مټ، د قربانۍ د ګډورو او مېښکټو کانه کوي. د قربانۍ پسونه، مېښکټې او خوسکي، لومړی ښه روزل او ساتل کیږي، کله چې ښه چاغ او تیار شول، سترګې ورته توروي او بیا د قربانۍ لپاره پلورل کیږي. پښتانه طالبان هم لومړی په پنجابي ورشو کې څرول او پوول کیږي، له تیاریدو او چمتو کېدو روسته د ډیورنډ استعماري کرښې پر دواړو غاړو او کشمېر کې لکه جنګي ایرړي او مږان، جنګول کیږي او کله چې په جنګ کې ازموده شول بیا په لوړه بیه د پنجاب په وژلتون او مسلخ کې په نورو پلورل کیږي! طالبان او د هغوی ویاندان بلاخره یو نیم ایله اوس پوهیږي چې ددې خونړۍ لوبې او چلوټې شاته څوک دي؟
خو دا پوښتنه اوس هم د ډېرو لپاره لا حل نه ده چې د دومره زیاتو خونړیو او وسلوالو طالبانو په روزلو او رامنځته کولو کې کوم لاسونه کارکوي او ګرم څوک دي؟ په پاکستان کې ولې د دومره زیاتو طالبي لښکرو د پیداکېدو غوا لنګه ده او د دوی د روزنې او پالنې لپاره څوک دا چاپیریال او اسانتیا برابروي؟ طالبان، توندلارې مذهبیان او ترهګر لکه صحرايي ځناور او یا بیدیايي مردار بوټي پخپل سر نه رالوییږي، بلکې څوک خوراک او څره ورکوي، ددې ژوبڼ مالیار څوک او ددې پالیز، پالیزوان کوم دی؟
په دې کې هیڅ شک نشته چې پنجاب یوخوا طالب تولیدوي، روزي او پالي؛ بلخوا هغوی د خپلو پنجابي ګټو لپاره افغانستان، کشمیر، سوريي او نورو سنګرو او مورچلو ته د جنګولو لپاره لیږي او کله چې يي د خرڅلاو بازار تود شي بیا يي د خرڅلاو د متاع پشان، په نغده او یا نسیا خرڅوي!
دا چې ویل کې د حکیم الله مسود پر سر امریکایانو پنځه میلیونه ډالر انعام ایښې وو، دا انعام به خامخا واشنګټن ته د نواز شریف په تګ کې هغه، ترګوتو کړی وي!
ملا عبدالغنی برادر به هم تر ترکيي پورې په کشولو، په لویه بیه په کوم پلورنتون کې لیلامیږي او ملاعمر، حقاني او نور دې هم نه هیروي چې د دوی لیلامېدل هم پر لاره دي او یوازې د وخت، نرخ او د خرڅلاو د بازار د څرنګوالې پورې به ځڼدول کیږي!
پښتون طالب نه دی، د پنجاب لپاره بیخي د کږي کونه ده ( ۱ ). د هرې تړلې دروازې وره ته يي چې نیسي ورته بیرته کیږي. له هرې ستونزې او ربړې سره چې پنجاب مخامخیږي په طالبي کرامت ورته اسانیږي. افغانستان کې ورته د ډیورنډکرښې د په رسمیت پيژند لو او د افغانستان په اوبو او نورو زیرمو کې د شریکېدو په موخه ځانمرګي واسکټونه چوي، د کشمېر پر سر هند سره ورته ډغرې وهي او توغندي ولې، د امریکا او لویدیځ په میدان ورته ډالر او پونډونه راټولوي او د عربو او پرتوغاښ سرو په صحرا ورته د زمزم اوبه، خرماوې، دینارونه، ثوابونه او جنتونه ګټي!
یو وخت د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د طالبانو پلار نصیرالله بابر له وطن نومې مجلې سره چې پېښور کې خپرېده، یوه مرکه کې ویلي وو« یو دا چې د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۴۸ کې کشمیر ته، جنګ ته ولاړم. له ما سره د وزیرو او مسعودو لښکرې وې او حقیقت دا دی چې د کشمیر کومه علاقه چې اوس له پاکستان سره ده، دا همدې قبایلو او افغانانو فتح کړې. هغه وخت له پاکستان سره پوځ نه وو، نو پاکستان د قبایلو او د افغانستان د خلکو( ځدراڼ، وزیر، سلیمانخېل، مسعود او ....) د مرستو منتباردی.»
اوس که طالبان ځانونه پښتانه بولي او حقیقت هم دا دی چې یو زیات شمېر يي پښتانه دي، باید په دې پوه وي چې پنجاب د پښتنو تر ټولو لومړی او نږدي دوښمن دی. افغانستان د طالبانو په ګډون د هیڅ پښتون، دوښمن نه شي جوړېدای. افغانستان د لروبرو ټولو پښتنو ټاټوبی او کابل يي پلازمېنه ده. د طالبانو په ګډون ټول کوز پښتانه باید د پنجاب پرځای کابل ته مخ راوګرځوي. ترڅو چې ددې نږدې دوښمن غم ونه خوړل شي لري پرتې امریکا سره دوښمني اعلانول هسې خوشې او بېځایه تبلیغ دی.
طالبانو ته چې تیار پنجابیانو د لروبرو افغانانو د ځپلو لپاره وسلې ورکړې او نن ښه وسلوال دي، د ولسمشر کرزي خبره، پکار دي د خپلو ټوپکونو خوله دې د پنجاب ( اسلام اباد او لاهور ) په لور وروګرځوي!
یادونه:
( ۱ ) د کږې کونه: دا یوه بیخي ولسې دوده خبره یا یو متل دی، یانې مشکل اسان، مانا يي تقریبآ همغه ده چې په ورپسې متن کې راغلې ده، لکه د هرې تړلې دروازې وره ته يي چې نیسي ورته بیرته کیږي. له هرې ستونزې او ربړې سره چې پنجاب مخامخیږي په طالبي کرامت ورته اسانیږي.
د کږي کونه چې د یوه څيز په څېر د سړي ذهن کې انځوریږي چا نه ده لیدلې، خو د خپل منفي بار سره سره، د ګټورو مفاهیمو د بیان او څرګندولو لپاره ډېره کاریږي.