د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان قحط الرجال نه دی؟

خان ولي کامران 30.10.2013 14:27

په افغانستان کې په تېر دولس کلن بهیر کې د حامد کرزي په مشرۍ چې کومه اداره رامنځ ته شوې تل له مصلحتونو ډکه او داسي کسان پر دندو ګومارل شوي چې هغه د هغې دندی لپاره مناسب نه دی خو ښاغلی ولسمشر هغه معرفي کړی دي، له تېر دولس کلن بهېر څخه په صرف نظر د تېری ورځي ګومارلو ته به یو څه تم شو چې څومره به د کاری تجربي له مخي پر دغو نوو دندو ده وزیران معرفی کړي دي.
د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو په موخه یو شمېر وزیرانو له خپلو څوکیو څخه لاس په سر شول چې تېره ورځ ولسمشر د یو فرمان په ترڅ کې په دغو تشو پوستونو باندې یو شمېر نوي وزیران پر دندو وګومارل چې له دغی جملي څخه د بهرنیو چارو وزارت لپاره د نشه ای توکو پخوانی وزیر ضرار احمد مقبل ، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت لپاره شاکر ګرګر، د معدنونو وزارت لپاره اکبر بارکزی او د بریښنا او اوبو وزرات لپاره عارف نورزي نومولی دي.
په دغو وزارتونو کې له نورو څخه هم په تېریدو چې څه ډول کسان یې ورته د وزارتونو د څوکیو پرمخ بیولو لپاره معرفی کړی خبری نکوم خو زه به دلته یوازې د بهرنیو چارو وزارت لپاره په نومول شوی کس یو څه تم شم، ځکه د بهرنیو چارو وزارت د هېواد لپاره د ملا د تیر حیثت لري ځکه دغه وزارت له نړیوالو سره اړیکې پالي او هم دغه وزارت کولای شي د نړیوالو ذهنونو د افغانستان د خلکو او سېمی په اړه مثبتي خواته بوزی او له نړیوالو سره له داسی دپیلوماتیو لارو کار واخلي چې نړیوال د افغانستان په اړه د غلط فکر پر ځای مثبت فکر وکړي.
که څه هم دغه وزارت د تېر دولس کلن بهېر په دوران کې د یوې ځانګړې سېمي او ډلي په خدمت کې دی او په سفارتونو کې ناست کسان د افغانستان د خلکو او سېمي په اړه هیڅ مثبت فکر نلري او زیاتره یې خپلو بادرانو او مشرانو ته وفادار دي زه ددغه ډول ډېرو هېوادونو بیلګي او مثالونه لرم چې هغه زیاتي شنني ته اړتیا لرم مثلا د اروپا په زیاترو هېوادونو کې افغان سفاراتونه ددی په ځای چې د افغانانو ستونزی هواري کړي بلکی په لوی لاس ورته ستونزي جوړوي چې زه یې خپله شاهد هم یم، همدارنګه د عربي هېوادونو، هند او نږدي پاکستان کې هم ورته ستونزي دي او د افغانستان د خلکو او سيمي په سهي توګه استازیتوب نکوي بلکي دیوې ځانګړې ډلي په خدمت کې او د یادونو هېوادونو مرستي هم په خپلو شخصي ډلو ټپلو باندي ویشي چې اوس مهال زیاتره هېوادونه ددغو سفارتونو په حسن نیتونو هم پوه شوي او مرستي نکوي.
چې له موضوع څخه بلی خوا ته لاړ نشم نو راځم د ښاغلی ولسمشر کرزی لخوا دغه وزارت ته د نومول شوی کس ضرار احمد مقبل په اړه چې هغه د کورنیو چارو په وزارت کې پاتې راغي، د نشه ای توکو پر وړاندي د مبارزي په وزارت کې هم دومره خونده یې نه وه لکه څومره چې په کار وه نو دا ښاغلی به څنګه وکړای د بهرنیو چارو وزارت چې ټوله ورځ یې له نړیوالو دیپلوماتانو سره سراو کار وي بریالي تمام شي نو ښکاره ده چې په دغه وزارت کې به ناکام او د افغانستان پوزه به د نړیوالو پر وړاندي پري کړي ځکه د افغان حکومت مشرتابه هم غواړي چې افغانستان د نړیوالو پر وړاندي کمزوري او ضعیف معرفي کړي.
له بلی خوا دا ښاغلی یوه ورځ هم په دیپلوماتیکه ساحه کې تجربه نلري او ویل کېږي چې په انګلیسی ژبه باندي هم بلدیت نلری نو داسی یو کس چې هیڅ د بهرنیو چارو د وزرات په ساحه کې کار نه وې کړی نو څنګه به وکړای شي دغه وزارت پرمخ بوزي، نو ښکاره ده چې دغه ښاغلي دلته به هم یوازې د خپلي ډلي په خدمت کې وي او د بهرنیو چارو وزارت کې به داسي ګلان وشیندي چې د بیا لپاره به ډېرو کلونو ته اړتیا ولری چې سم لوری ته راولي نو که دغه ښاغلی ضرار ولسمشر او مرستیالانو ته یې دومره ښاغلی او وړ وو بل کیلدی وزارت ته به یې معرفی کړي وو چې سر او کار د افغانستان له خلکو سره وو نړیوالو ته خو به کمزوري نه معرفی کیدو.
نو اوس مهال د افغانستان دواړو مجلسونو ولسي جرګه او مشرانو جرګي څخه غواړو چې په ولسمشر او مرستیالانو فشار راوړی ترڅو له خپلی پرېکړي په شا او بل ځای ته یې ورکړي او هم له ولسي جرګي څخه هیله کوو چې د افغانستان د عزت او ابرو د ساتلو لپاره دغه کس ته د باور رایه ورنکړي ترڅو هېواد د نړیوالو پر وړاندی له ریشخند څخه وساتل شي.