د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتون خوځښت د خواشینی پیغام

عبدالسمیع واحدی 29.10.2013 14:30

دمظلوم افغان ولس په کور اوکلي کې دنړۍ دزبرځواکونو جګړو،د افر اطیانو جګړو، دجنګ سالارانو جګړو، دشخصي امنیتې کمپنیو جګړو، داربکیانو جګړو، دسمې دهیوادونو اودهیواد دګاونډیانو استخبارتي لاسپوڅو جګړو افغان ولس په وژنکو شیبو کی راګیر کړی دی اوافغان جنګ ځپلی ولس یې دنړۍ دسیاسي اواقتصادي ودې اوپرمختګ څخه ایثارپاتې کړی دی.
پداسې وژنکو حالاتو کې راګیر ملت هرځلې دنړیوالو استعماري ځواکونوپه لومو کی بند پاتې شوی دی، افغانستان کی روان بحران کله هم په خپل سر رامینځته شوی نه دی بلکه جوړ شوی دی.

دغزني په اندړو کې دبې ګناه اوبې دفاع مظلوم ولس وژنه داسې یو تاریخی جنایت دی چې دهیڅ انساني اواسلامي ارزښت له مخې نه شیي تسلیمېدی، دغه کرغیړنه پیښه لمړنۍ نه ده خو ملت باید پوه وي که حالات همداسې دوام وکړي دا پیښه به وروستۍ هم نه وي، ولس باید نور دهرډول اسارت دځنځیرونو کړۍ ماتې کړي او د خپل ژوندانه دژغورنې په په لور لمړنی ګام واخلي.

پښتون خوځښت ځوانان دغزني داندړو کرغیړنه اووژونکې پیښه په کلکه غندي، اودخپلواک ستر څښتن تعالی له دربار څخه دپیښې عاملینو ته دسزا، شهیدانوته دجنت فردوس ، ټپیانوته دسمدستي روغتیا، اود شهیدانو واریثينو ته دصبر جمیل غوښتونکي دي.