د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وروستيو اقداماتو په اړه؛ د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز اعلاميه

د مدني ټولنې همغږۍ مرکز اجرائیه شورا 28.10.2013 13:33

باسمه تعالی


په دې کې شک نشته چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټولټاکنې د ګران هېواد له برخلیک سره نیغ تړاو لري، که دغه پروسه شفافه، له درغلیو پاکه او د ولس له ارمانونو سره سمه ترسره شوه؛ نو د هېواد راتلونکې به مو ښېرازه او تر ډېره حده له ګواښونو او سیاسي انتشار څخه خوندي کړي؛ خو که خدای مه کړه د ټولټاکنو پروسه ګډوډ او بدنامه شوه هېواد به مو د بحران یوې بلې څپې ته ورټېل وهي چې پایلې به یې بیا ډېرې خطرناکې وي.
ځکه خو د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د هېواد د سلګونو مدني بنسټونو په استازېتوب:
    •    پر حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د شکایاتو د کمېسیون په چارواکو غږ کوي چې له خپلو ژمنو او دندو سره سم په دې برخه کې خپل دروند مسوولیت احساس او تر سره  کړي.
    •    په ټاکنو کې د هر نوع دولتي امکاناتو او نفوذ د غیر قانوني استعمال څخه په کلکه مخنیوی وکړي.
    •    د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې په خپلو اقداماتو کې شفافیت په پام کې ونیسي، له  داسې اقداماتو دې ډډه وکړي چې بدګومانیو او لانجو ته زمینه برابروي.
    •    د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز له اړوند کمېسیونونو څخه په کلکه غواړي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کومو نوماندانو نومونه له نوملړ څخه اېستل کېږي باید دلایل یې د مستندو شواهدو په اساس  له نوماندانو او رسنیو او مدني ټولنې سره شریک کړي. همدغسې باید د دوی اجراآت د ټولو نوماندانو په اړه یو ډول او عادلانه وي.
    •    مرکز له هغو نوماندانو څخه چې نومونه یې د نوماندانو له نوملړ څخه اېستل شوی او یا اېستل کېږي غواړي چې له اصولي لارو خپل قناعت حاصل کړي او د وخت له غوښتنو سره سم مناسبې لارې خپلې کړي.
    •    حکومت او اړوندو چارواکو ته مو په زغرده دا مشوره ده چې د مدني ټولنې هغو بنسټونو ته چې د ولس د ارزښتونو مدافع دي د لاشفافیت لپاره د انتخاباتو د پروسې د څارنې مناسبه زمینه برابره کړي.
د مدني ټولنې همغږۍ مرکز به انشاءالله د ملي ګټو په رڼا کې د انتخاباتو د پروسې د شفافیت په باوري کولو کې خپل رول ادا کوي.
په درنښت
د مدني ټولنې همغږۍ مرکز اجرائیه شورا
کابل ــــــــ افغانستان
                                                            ۱۳۹۲ – لړم – ۶