د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امریکا ته د نوازشریف پرسفر لنډه کتنه!

سرلوڅ مرادزی 21.10.2013 09:20

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د روان کال د اکتوبر په ۱۹ مه، په داسې مهال واشنګټن ته سفر کوي چې د يورنډ د تپلې او استعماري کرښې پر دواړو غاړو د لروبر افغان وژنې لړۍ له بل هر وخت زیاته، ښه په درځ روانه ده او بلخوا د افغانستان ولسمشر حامدکرزی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره د امنیتي تړون پر یوه پریکړه لیک موافقه کړېده.
که څه هم پاکستاني رسنیو کې چې په پنجابي زهرو لړلې، امریکا ته د نواز شریف د سفر موخه په زیاته توګه کورنۍ ستونزې لکه ګډه وډه مالي او اقتصادي وضعه یادیږي، خو د پاکستان کورنیو ستونزو ته په کتو دا سفر په یوه داسې حساس وخت کې ترسره کیږي چې پنجاب غواړي د امریکا د لوړپوړو چارواکو خولې بوی کړي ترڅو پوه شي افغانستان له امریکا سره په امنیتي تړون او نورو دوه اړخیزو ژمنو کې څه ترګوتو کړی او پنجاب څنګه کولای شي افغانستان سره د امریکا د زیاتو او پراخېدونکو اړیکو مخه په یوه یا بله بڼه ډب کړي او د افغانستان پرځای، ځان ( پنجاب ) امریکا لپاره په سیمه کې د پخوا پشان یو مطرح، ملک وځلوي.
پنجاب تر اوسه لا افغانستان ته د ستراتیژیک کنډو ( Strategic depth ) په سترګه ګوري او د افغانستان په اړه يي خپله بهرنۍ پالیسې نه ده بدله کړې!
افغانستان د خپل پنځم ایالت پتوګه ګڼل او یا لږ تر لږه په افغان واکمنۍ کې د خپلو ګوډاګیو کښینول، پنجاب اوس هم خپلې رواغوښتنې ګڼي.
همدارنګه لکه چې د پاکستان مشهور شناند احمد رشید د دغه هیواد له دنیا تلویزیون سره په تازه مرکه کې وايي« پاکستان د طالبانو ملاتړ وکړ خو اوس د طالبانو په وسیله د کشمیر د مسلې په شمول د ګڼو امتیازونو غوښتونکی دی.»
په دې توګه د امنیتي تړون په موافقه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره د ولسمشر کرزي په ملي حاکمیت ( لکه په افغان حکومت کې د پنجابي تالې څټو او نورو د ځای پرځای کېدو مخنیوی ) او د بهرني هیواد د تجاوز په تعریف ( لکه د بېلګې په ډول پر کونړ او نورستان د پنجاب د پرله پسې بریدونو او تیری مخنیوی او غبرګون) ټینګار او موافقه، ښايي له هغو موضوعګانو څخه وي چې د پنجابي واکمنو کړیو پر دماغ ښې نه وي لګېدلي.
پنجاب به خامخا له امریکايي مقاماتو څخه په دې اړه د یوڅه سپيناوي او پوهاوي تمه لري.
نواز شریف چې په راوروسه ټاکنو کې په پاکستان کې د اسلامي توندلارو ګوندونو، پاکستاني طالبانو، پوځیانو او استخباراتو په نیغ ملاتړ، د پاکستان د لومړي وزیر پتوګه ټاکل شوی، امریکا ته د هغه لومړي سفر دی. هغه له خپل سفر مخکې د پاکستان له امنیتي چارواکو سره بیړنۍ غونډه وکړه چې دې غونډه کې د هغه هیواد لوی درستیز اشفاق کیاني، د ای ایس ای مشر جنرال ظهیرالسلام، د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي او د نوازشریف د بهرنیو اړیکو او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیزاو د لومړي وزیر مرستیلانو برخه درلوده.
لکه څنګه چې مخکې ورته هم اشاره وشوه نوازشریف په داسې مهال واشګټن ته سفر کوي چې له سفر مخکې او هغه سره په یوه وخت د ډیورنډ کرښې پر دواړو غاړو حالات د پخوا په پرتله لازیات کړکېچن کیږي او خونړۍ پېښې په پرلپسې ډول تکراریږي.
په دې تړاو ویل کېدای شي، حالات ځکه په لویلاس زیات کړکېچن کیږي چې پاکستاني چارواکي غواړي واشنګټن ته وښۍ، که د ترهګرو فعالیتونو د مخنیوي لپاره له پاکستان سره زیاته مالي، پوځي او سیاسي مرسته ونکړي، پاکستان پخپلو امکاناتو له دې زیات د ترهګرو په ځپلو کې همکاري نه شي کولای!
بېځایه نه ده چې پنجاب هر وخت په دې خبره بیا بیا شخوند وهي، چې ترهګرو سره مبارزه کې دوی د خپلو پوځیانو په ګډون ۴۰۰۰۰ تنه پاکستاني اتباع تلفات ورکړي او دېرې مالې زیرمې يي په دې برخه کې لګېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې که پنجاب له امریکا څخه د ترهګرو د ځپلو په پلمه پیسې هم اخلي، په همغو پیسو نور او ډېر ترهګر روزي، ترڅو د بل ځل لپاره د ډېرو پيسو غوښتنه وکړای شي!
واشنګټن ته د تګ له سناریو سره په یوه وخت، د اکتوبر په ۱۵ مه، د لوګر والي ارسلا جمال د لوی اختر د لمانځه د اداکولو په مهال په جومات کې د یوه بم په چاودنه کې ووژل شو. ده سره نور ۱۵ تنه ملکي وګړي په یوه ځای ټپيان شول. د افغانستان د دولتي امنیت په راپور کې ویل کیږي چې بم د جومات په قران کریم کې له مخکې ځای پرځای شو وو. په ډېرو هغو تبصرو کې چې ددې خونړۍ پېښې په تړاو شوې، دې ته زیاته ګوته نیول کیږي چې د لوګر شهید والي غوښتل، د لوګر د میسوکان چارې چې دا مهال په ټپه درول شوي، بېرته فعالې کړي او په دې لامل د پاکستاني استخباراتو په لاس چې نه غواړي افغانستان په اقتصادي لحاظ هم په خپلو پښو ودریږي، د خونړۍ چلوټې ښکارشو.
یوه ورځ روسته د اکتوبر په ۱۶ مه، د ډیورنډکرښې په کوزه غاړه هم، د پښتونخوا د قانون وزیر اسرارالله ګنډاپور په دېره اسماعیل خان کې د خپل کور مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. په دې اړه د کوزې پښتونخوا وتلی سیاستوال افراسیاب خټک د شهید اسرارلله د وژنې په تړاو پخپل غبرګون کې وايي « پښتونخوا د پارلمان یوځیرک غړی، یو سپیڅلی پښتون او زړور مشر له لاسه ورکړ»
له څو میاشتو ارامۍ روسته د اکتوبر په ۱۹، د پلازمېنې کابل په ختیځه برخه کې پر یوه کتار ځانمرګي برید وشو. دې موټر بم چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي چې په یوه موټر کې له سیمې تېریدل، وژلي دي. د بي بي سي د راپورونو له مخې په دې نږدو کې په جلال اباد کې ځانمرګي ۳ کسه وژلي او ۷ يي ټپيان کړي، همدارنګه زابل کې چاودنې ۹ کسه وژلي او ۱۰ تنه يي ټپیان کړی او په هلمند کې ماین چاودنې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
دې پېښو سره په تړاو په یوه بله پراختیا کې، ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې له اسلام اباده د خپل خبریال د راپور له مخې ویلي« افغان او پاکستاني طالبانو په جلا جلا پیغامونو کې پر خپلو قربانیو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په اسلامي نړۍ کې د لوېدیځ د نفوذ او اغېز د پای ته رسولو لپاره پکار ده چې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړای شي.
د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر حکمت الله مسود ویلي: د ده ډله، چې د امریکا پرضد د ملا عمر له مقاومته یې الهام اخیستی دی، اوس په نړۍ کې د لوېدیځ پرضد د اسلامي غورځنګ برخه ده.
ده ویلي چې د طالبانو هدف دا دی چې په درسته اسلامي نړۍ کې، له قفقازه رانیولې، تر مرکزي اسیا او د افریقا تر صحراګانو پوري، واحد اسلامي خلافت رامنځته شي.»
د ای ایس ای او پنجابي پوځیانو لخوا د ملاعمر او مسود په ژبه ددې ټکو بیان او یا د باور ورځپاڼې په وینا په کونړ او نورستان کې اسلامي ګوند ته د امریکايي وسلو لاسرسی، هغه څه دي چې په سیمه کې د پنجابي شوونیستي او ملیتاریستي موخو سره اړخ لګوي.
امریکا ته د نوازشریف له سفر سره د یادو او نورو پېښو یو وختوب، که د پنجاب د لویو او اوږدمهاله موخو په اډانه کې نه وي طرحه شوي، نو لږ تر لږه خو پنجاب په داسې لوبو کولای شي، د امریکايي کانګرسه یوڅه پیسې، ډالر راوشکوي او په فساد او پيسو معتادو خپلو پوځیانو ته يي خوله کې ورواچوي. دا رژیم خو بې له هغې هم د پاکستاني ولس په فکر کې نه دي!
د امریکا ګانګرس لا واشنګټن ته د نوازشریف له رسیدو مخکې، پنجاب ته ۱ اعشاریه ۶ میلیارده ډالره مرسته تصویب کړه.
تا که احمق درجهان باشد، مفلس درنمیماند! پنجاب يي چې داسې خوري نوش جان!
پای