د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مورنیو ژبو زده کړې او راتلونکي ټولټاکنې

احمدجان تڼی 16.10.2013 18:35

د راپورونو له مخې په دی ورځو کی د فراه ولایت زیات شمیر زده کونکي او د هغوی میندی او پلرونه کوڅو ته راووتل او په مورنیو ژبو باندی یی د زده کړو غوښتنه کوله.
د فراه ولایت د پوهنې چارواکود زده کونکو ددی غوښتنی په وړاندی بی ځایه څرګندونی کولی چی ډیری دې ناهیلی وړ وی. دوی هغه اوتې بوتې ویلې چی په کابل کی یی ځینې لوړ پوړي چارواکي وایي.
په فراه ولایت کی اتیا سلنه پښتانه او پاتی یی په نورو توکمونو او ژبو پوری تړلی دی. په دی ولایت کی په پښتو ژبه زده کړې وجود نلری او له دی امله ددی ولایت اتیا سلنه ماشومان د زیاتو کړاونو سره مخامخ دي.
همدا حال د هرات هم دی په هرات کی نږدی پنځه شپیته سلنه پښتانه اوسیږی خو په دی ټول ولایت کی یوه ښوونځی هم د پښتو ژبو زده کونکو له پاره په مورنی ژبه نه شته.
د بادغیس، نیمروز ، فاریاب او غور ولایتونو هم پښتو ژبی بشپړ اکثریت نږدې اویا سلنه دی . خو تر ننه د پوهنی چارواکی په دې فکر کې شوي نه دي چی هلته زده کونکو ته په مورنیو ژبو باندې کتابونه ولیږي .
د هیواد په شمال کی هم په ټولو ښوونځيو کې په پارسي ژپه لوست ورکول کیږی په داسی حال کی چی په شمال کې پارسی ژبه شل سلنه نه کیړی. هلته په لومړی درجه کې پښتو وروسته ازبکی ، ترکمنی ژبې دي. خو په نوموړو ژبو زده کړه هلته‍ په نشت شمیرل کیږي. د هیواد په مرکزی ولایتونو کی هم دا حال دی.
که هر څومره زده کونکی او د هغوی میندې او پلرونه په مورنیو ژبو د زده کړو غوښتنه وکړي خو چارواکي پری ځانونه نه خبروي.
د بلی خوا په سیمه او یا ښوونځي کی د ژبو د اکثریت او یا اقلیت موضوع مطرح نه ده . هر زده کونکی د بل زده کونکی په شان حقوق لری . هیڅ توکم زده کونکی په بل باندی کومه لوړتیا نه لری.
په مورنیو ژبو باندې د زده کړو د حق نه تامین کیدل یو ستره ملی پوهنیزه ستونزه ده چی په قصدی ډول د پخوانیودولتونو له خوا رامنځته شوی د اوسنی ادارې د مشر او د پوهنې د چارواکو د تعلیم په ډګر کې همغه د تعصب ډکه پالیسي مخته بیولی او له دې لارې ېې د هیواد د اکثریت زده کونکو او د هیواد د خلکو سره خپله دښمني تر سره کړي او کوي يې.
که څه هم د اوسنۍ ادارې څو میاشتې پاتې دي او دا اداره او د هغه د پوهنې چارواکي نه غواړي چی دا ستونزه حل کړي نوله همدې امله دا ستونزه راتلونکی ادارې ته پاتې کیږي.
باید ووایو چی راتلونکي اولسمشری ته اوسني نوماندان چی غواړی د اوسنۍ فاسدې ، متعصبې او په جنایتونو تورنې ادارې ځای نیسي اړینه ده چی ددې سترې ملی پوهنیزې ستونزې په هکله خپل دریزونه روښن کړي.
ډیر خلک د موجوده ادارې په هکله دا پوښتنې کوي چي:
• ایا د پوهنی چارواکی په دی نه پوهیدل او یا پوهیږي چی په مورنیو ژبو زده کړه څومره اهمیت لری؟
• ایا د پوهنی چارواکی په دی نه پوهیدل او یا نه پوهیږی چی د اساسی قانون په وړاندی د هیواد ټول اتباع برابر حقوق او امتیازات لری؟
په دی کی هیڅ شک نه شته چی د زیاتره د پوهنی لوړ پوړی چارواکی غیر مسلکی کسان دی او د ځانګړو ملحوظاتو او اړیکو له مخی يې په دی څوکیو ډډې لګولی دی. خو بیا شاید ددی څخه خبر وی چی په مورنیو ژبو زده کړي په نتیجه کې:
• زده کونکی په لوست ډیر ژر پوهیږی
• ښوونکی د تدریس په مهال د ستونزو سره نه مخامخ کیږی
• د زده کونکی استعداد وده مومی .
او همدا خبره ده چي یونسکو په دې مناسبت په کال کې یوه ورځ په مورنیو ژبو باندې د زده کړو په نوم نومولی ده او د چارواکو څخه دا غواړی چې زده کونکو له پاره په مورنیو ژبو باندې د زده کړو زمینه برابره کړي.
دا ناڅاپی خبره نه ده کله چی په افغانستان کې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو نړیواله ورځ په کابل کې په غیر رسمي توګه د زده کونکو د میندو او پلرونو په شخصي لګښتونو سره نمانځل کیږي ،دې غونډو کې لوړ پوړو چارواکو ته هم بلنه ورکول کیږی.
خو په دې غونډوکې اوسني د پوهنې لوړ پوړي چارواکي ګډون نه کوي دا ځکه چې زړونه یی نه غواړی په هغو غونډو کې ګډون وکړی چی اصلا دوی ورسره مخالف دي . نو ځکه یوازی د زده کونکو میندې پلرونه او یو زیات شمیر روڼ اندي راځي او دا ورځ نمانځي.
اړینه خو دا وه چي د پوهنې د وزارت له خوا دا ورځ په ټولو ولایتونو ، ولسوالیو، او ښوونځیو او هم په مرکز کی په ملي سویه نمانځل کیدای او پدې غونډو کې په دې هکله د پرمختیاو او ستونزو په هکله خبرې کیدلی .
مګر له بده مرغه د پوهنې چارواکی په قصدي توګه ددی ورځې د نمانځلو څخه سترګې پټوي.
دا په دې مانا چی د افغانستان د پوهنی چارواکي په غیر مستقیمه توګه په مورنیو ژبو باندې د زده کړو سره خپل مخالفت په ډاګه کوي. او نه غواړي چی د هیواد تنکی نسل په خپلو مورنیو ژبو باندې زده کړې وکړي.
که د پوهنی چارواکو ځینو ویناو او کړنو ته پام وکړو داسی ترې ښکاری چی دوی هڅه کوي چی داسی لاره پیدا کړي چی زده کونکی په قانونی توګه په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه بی برخې کړي.
ښاید د پوهنی چارواکی په دی هم پوه شی چی که چیری په مورنی ژبه زده کړه نه وي بیا:
• زده کونکی په لوست نه پوهیږی او کتاب میخانیک کوي
• ښوونکی د تدریس په مهال د ستونزو سره مخامخ کیږي
• ښوونکی په زده کونکو باندی فشار راوړي
• د زده کړو څخه د زده کونکو زړه توریږی
• د زده کونکو استعداد وژل کیږی
• زده کونکی ښوونځي پریږدی
اوس مهال په افغانستان کی په میلیونو( اکثریت) پښتو ژبی زده کونکی ( د هیواد په لویدیز ، شمال لویدیز ، شمال ، شمال ختیز ، مرکزی او حتی د کابل په ولایت کې )په مورنی ژبه د زده کړو څخه بی برخی دی او په دوی باندی په زور ، نیرنګ او ډیره ظالمانه توګه پارسی ژبه تپل شوی ده اوهمدارنګه د ازبکی ، ترکمنی ، پشه یی ، بلوڅی او نورو ژبو زده کونکو همدا حال دی .
په میلیونو وګړي شته دی چی د مورنیو ژبو د شرایطو د نشتوالی له امله یی زده کړی خوشی کړی دی او اوس د کړاوه ډک ژوند تیروي.
باید وویل شی چی د هیواد د اساسی قوانینو مطابق ټول اتباع برابر حقوق لری دوی یو په بل هیڅ امتیاز نلری.
خو له بده مرغه د پوهنی په ډګر کی ټولو زده کونکو ته چارواکی د برابرو حقوقو په درلودلو باندی قایل نه دي. دلته پارسي ژبوزده کونکو ته په ښوونځیو او او لوړو زده کړو کی په خپله ژبه حق ورکړل شویدی مګر دلته بشپړ اکثریت پښتانه زده کونکي په مورنۍ ژبه د زده کړو بې برخې دي. د ترکمنانو، ازبکانو، شغنیانو ، پشه ییانو، نورستانیانو او بلوڅانو هم دا حال دی .
د پوهنی اوسنی چارواکي په ظاهری توګه په ویناو کې په مورنیو ژبو باندی د زده کړو د حق قایل کیږی خوبیا په عملی ډګر کی یی مخنیوی کوی او کله وار په داسی اوتو بوتو سر شی چی د ټولو د پاره د خندا وړ وي.
په اساسی قانون کی یو ژبه هم په بله باندی لوړه نه ده او یو وګړی هم د بل وګړی په نسبت لوړ نه دی. د ټولو افغانانو حقوق او امتیازات مساوی او برابر دي.
په افغانستان کی هره ژبه ( د پښتنو او پارسی په اړخ کی) په خپله سیمه کی رسمي او لومړی ده. دا په دی مانا چي پښتانه ، پارسیوان، ازبکان، بلوڅان، پشه ییان او نور ټول په خپلو ژبو د زده کړو حق لری چی باید د چارواکو له خوا ورته دا شرایط تیار کړل شی.
په دی کی شک نه شته چی په هر کلیواله ښوونځی کی د هغه کلی وګړی د ښوونکي په توګه لوست ورکوي او هغه وګړی پښتو ژبی دی. نو د کوم اصل له مخی د کابل چارواکی هغه ښوونځي ته چی زده کونکی یی پښتو ژبی ، ښوونکی یی پښتو ژبی دی مګر کتابونه د کابل له خوا په پارسی ور استول کیږی؟
په یوه زده کونکی باندی د مورنی ژبی څخه د بلی ژبی تپل په خپله یو غیر انسانی او د تعصبه ډک عمل دی چی د پوهنی د چارواکو له خوا مخته بیول کیږي.
په دی کی هیڅ شک نه شته چی په مورنیو ژبو زده کړه یوه تعلیمی او بشری پدیده ده .
خو په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوی سیاسی ، د پوهنی ضد، اولسی ضد ، وطن ضد ،بشری ضد ،د ماشوم د حقوقو ضد، تعصب امیز عمل دی چې چارواکي یی تر سره کوي .
داسی ویل کیږی چی دا عمل نه یوازی د هیواد په سطح بلکی د سیمی په سطح توطیه ده دا ځکه چي:
• پنجاپ استعماری – تروریستی اداره نه غواړی په افغانستان کي په مورنی ژبه زده کړی تامین شی که چیری په افغانستان کی زده کونکی په مورنیو ژبو زده کړه وکړي بیا پښتونخوا، سند، بلوچستان ، کشمیریان او نور هم په مورنیو ژبو زده کړی غواړی په هغه صورت کی پنجاپی حاکمیت د ګواښ سره مخامخ کیږي.
• ایران کې هم پارسی ژبه په نورو توکمونو لکه کو ردانو،ترکانو ، بلوڅانو ، اذریانو ، عربانو، ارمنیانو او نورو توکمونو باندې په جبر سره د تعلیم او اداري ډګرونو کې تپل شوي ده حتی د دوی څخه په خپلو ژبو باندی د خبرو حق اخیستل شوی دی . ایران پوهیږی چی که چیړی په افغانستان کې په مورنیو ژبو باندې زده کړې عامې شي بیا په ایران باندی هم اغیزه کوي . او په هغه صورت کې د پارسي توکم استبداد هلته ختمیږی او پارسي ژبه هم د لومړیتوب څخه لویږي. همدارنګه ایران خپل پراختیا غوښتونکي کرکتر له مخی په افغانستان کې یوازی د پارسی ژبی حاکمیت غواړی او نه پریږدی چی نوری ژبی په افغانستان کی وده ومومي. د ایران د چارواکو په فکر افغانستان پارسي ژبی هیواد دی او باید نوری ژبی له منځه ولاړې شی.
• په ژبنی او قومي تعصب ککړې کړۍ چی له ډیره وخته یی په دربار کی واک چلولی نه غواړی چی پښتو ژبه او نوری ژبی وړ ځای په ټولنه کی ولری.
• ځینی کړی او کسان د پلان له مخی غواړی چی له دی لاری په هیواد کی د تعلیم او د استعدادونو د ودې مخنیوی وکړي.
په دې کې شک نه شته چې پورتنی اړخونه دلته ډیره اغیزه لري نو ډیره شووني ده چی لدی اغیزې امله چارواکی هم په مرکزی ا و هم په ولایتی سویه په ټول قدرت سره هڅه کوی چی په مورنیو ژبوا و د هغې له جملی په پښتو ژبه د زده کړو مخنیوی وکړي.
په تیرو دولسو کلونو ( او په ځانګړی توګه په وروستیو څو کلونو ) کی په مورنیو ژبو باندی د زده کړو د بهیر په ټپه دریدل دا مانا لری چی چارواکي هم په پورتنی سیمه ایزه توطیه کې شریکان دي.
په لسو او یا پنځوکلونو کی ممکلتونه د ټیټ اقتصادی نظام څخه لوړ نظام ته تیریږی ،خوپه افغانستان کی په پښتو ژبه کتابونه هرات ، فراه، نیمروز،بادغیس، سرپل ، فاریاب، جوزجان ، تخار، پروان، کاپیسا او نورو ولایتونو ته نه رسیږي.
که توطیه او ناغیړی نه وي اوس به په ټول افغانستان کې پښتو ژبو ته په مورنی ژبه زده کړې برابرې شوي وای. تر ډیره بریده به د نورو ژبو ویونکی زده کونکی به ددی حق څخه برخمن شوي وای.
نږدی لس کاله مخکی په افغانستان کی په مورنیو ژبو باندی د زده کړو د حق د تامین له پاره په کلکه مبارزه پیل شوه. په دی مبارزه کی د هیواد زیات شمیر زده کونکو ، ښوونکو ، د زده کونکو میندو او پلرونو پراخه ونډه واخیسته.
ددی مبارزی له امله د پوهنی پخوانی وزیر ښاغلی محمد حنیف اتمر اړ شو ، چی په دی هکله یوازې د کابل په ښار کی یو څو نمایشی ګامونه پورته کړی. خو د افغانستان په سویه یی د زده کونکو په دی حق باندی سترګي پټی کړی.
د ښاغلی محمد حنیف اتمر د تبدیل کیدو او د نوی وزیر په راتلو سره ډیر خلک په دی ګومان و، چی نوموړی به نه یوازی د محمدحنیف اتمر له خوا پیل شوی بهیر ته به دوام ورکړی بلکی دی به تر ټولو زیات په هیواد کی د پوهنی سیستم د تقویی له پاره په مورنی ژبه د زده کړو له پاره مهم ګامونه پورته کړي.
خو له بده مرغه نوی وزیر دا بهیر په ډیره ماهرانه توګه ځای ودراوه.یوازی په مورنیو ژبو زده کړه په هغه ټولګیو پوری محدوده شوه چی د ښاغلی محمدحنیف اتمر د وزارت په وخت تشکیل شوي و.
د پوهنی د اوسنیو چارواکو په واکمنی کی په مورنیو ژبو باندی د زده کړو بهیر یو انچ هم مخته نه دی تللی . دا ځکه چی د وزارت مشرتوب نه غواړی . او که هغه وغواړی په یوه میاشت کی دا بهیر د پښتنو له پاره په ټول افغانستان کی پلی کولی شی.

دا ښکاره خبره ده چې د پوهنې لوړ پوړي چارواکي د ماشومانو او زده کونکو دا روا حق تر پښو لاندې کوي .
تر اوسه د افغانستان د پوهنې وزیرانو او یا د هغوی مرستیالانو د افغانستان نکشه مخې ته غوړولي نه ده چې وګوري. چې د افغانستان په کومو سیمو کې خلک په کومو ژبو باندې خبرې کوي او چیرې ژوند کوي . تر څو د هغو ښوونځیو ته په اړوندو ژبو باندې کتابونه ولیږل شي .
ایا دوی ته دا جوته ده چې په شمال کې څومره زده کونکي په پښتو ، ازبکي ، ترکمنی، شغنی، عربي ، ترکي ، او نورو ژبو باندې غږیږي. ایا دوي ته دا معلومه ده چې په شمال لویدیزو او لویدیزو ولایتونو کې څومره پښتانه او نور ملیتونه ژوند کوي دا د افسوس وړ خبره ده چې د ملیونو زده کونکو له پاره ښوونځی هم موجودې نه دی .
د کابل ښار او د ولایت د ولسوالیو بشپړ اکثریت زده کونکي په پښتو ژبه خبرې کوي خود کابل په ولسوالیو کې ښوونځۍ هم پښتو ژبه نه شته.
د پوهنې وزارت د راز راز موضوعاتو په هکله مختلف سیمینارونه جوړوي خو تر اوسه یې د زده کونکي له پاره په مورنۍ ژبه باندې د زده کړې د اهمیت په هکله کوم سیمینار نه دی جوړ کړي . د پوهنې چارواکو دا ټکی زده کونکو او یا د هغوی میندو او پلرونو ته نه دی په ډاګه کړی چې په مورنیو ژبو زده کړه د زده کونکو له پاره څومره اهمیت لري.
دا اړینه وه او ده چې د پوهنې وزارت له خوا پراخ د عامه پوهاوي پروګرامونه ترتیب شوی وای چی خلکو ته یی په مورنیو ژبو د زده کړو اهمیت تشریح کړی وای.
په اداری لحاظ باید د پوهنی لوړ پوړو چارواکو باید د ولسوالی او د کلی تر سویی پوری مسوولینو ته دنده ورکړی وای چی په ټولو ښوونځیو کی په مورنیو ژبو زده کړی زده کونکو ته پیل کړی.
خو په تیرو اوو کلونو کی د پوهنی د وزیر یو امر او هدایت هم نه شته چی ولایتونو ته په مورنیو ژبو ( پښتو او نورو) د زده کړو په هکله یی د اجراتو امر ورکړي وي.
که چیري په نورو ژبو باندی تر اوسه د کتابونو ستونزه وي او باید په تیرو لسو کلونو هغه ستونزه هم حل شوي وای. مګر د پښتو ژبو زده کونکو له پاره خو کتابونه هم موجود دی ولی یې د هیواد په لویدیز ، شمال او د مرکزی برخو کی د ټولو پښتو ژبو زده کونکو په واک کی نه ورکول کیږي.؟

تر اوسه د ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته داسې په ټینګه لارښوونه نه ده شوي چې زده کونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو له پاره لازمې اسانتیا برابرې کړي.
په دې ډول په نوموړو ولایتونو او سیمو کې د پوهنې چارواکي دې ټکې ته پاملرنه نه کوي چې د دوی زده کونکي په مورنیو ژبو د زده کړو حق لري . دوی نه په مورنیو ژبو باندې د زده کړو له پاره زمینه برابروی او نه په دې هکله د پوهنې وزارت ته په دې هکله کوم وړاندیز کوي .
د پوهنې چارواکو ته اړینه وه چې لومړی په ټول افغانستان کې ( د ولایت ، ولسوالی او کلیو په سویه )د مختلفو ژبو ویونکو زده کونکو کره شمیر ځانته جوت کړي. او د هغې دقیقی احصایې له مخې کتابونه نوموړو ولایتونو ته ولیږل شي.
په دې ډول په هیواد کې په زرګونو روڼ اندي شته چې په مورنۍ ژبه د زده کړو په اهمیت پوهیږي او دا وینی چې لدې امله د هیواد د میلیونو زده کونکو سره بې ساري جفا کیږي خو دوی هم ځانونه پرې کاڼه ساتي.
دا ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې یو شمیر ډلې حاکمې دي دچې نه غواړي چې د هیواد زده کونکي په خپلو مورنیو ژبو زده کړې وکړي . د دوی موخه داده چې لدې لازې د میلیونو زده کونکو استعدادونه او روحیې ووژني. او په دې ډول د یوه پرمختللی افغانستان مخه ونیسي.

د افغانستان زیات شمیر کتونکي په دې باور دي چې په دې هیواد کې د لوړو زده کړو اداره د داسی کسانو په واک کې ده چې په مورنی ژبه باندې د زده کړو له حق سره برسیرن چلند کوي . په ډیرو د لوړو زده کړو په موسسو کې یوازې په پارسي ژبه تدریس کیږي .
همدارنګه د لوړو زده کړو اداره اکثریت علمي اثار په پارسي ژبه تیاروي .
د افغانستان خلک د لوړو زده کړو د ادارې د اوسنیو مشرانو څخه په رسمي ژبو د زده کړو د برابرولو او د هغې له جملې څخه په پښتو د زده کړو د شرایطو د برابرولو څخه هیڅ کومه توقع نلري.

باید ووایو چې په نړیواله سویه انګلیسی علمي ژبه ده او د ټولو زده کونکو له پاره په درد خوري په دې ډول سره زده کونکي کولای شي خپلې علمي سویې ته لوړوالی ورکړي. نو ځکه باید په ټولو پوهنتونو او د زده کړو په موسسو کې زده کړې په انګلیسي او یا نورو نړیوالوژبو باندې زده کړې تر سره شي.

د ژبو متخصصین وایی که چیرې زده کونکي په خپلو ژبو باندې زده کړې وکړي دا ددې سبب کیږي چې نوموړي ژبې وده کوي خو له بده مرغه د کابل د ادارې چارواکي داسې لازې او چارې خپلوي چې د نورو ژبو لکه د پښتو ، ازبکي ، ترکمني ، بلوڅي ، پشه یي ، نورستانی ، شغني ژبو د ودې مخنیوي وشي.

د پوهنی یو شمیر لوړ پوړي چارواکي او ځينې پاشیستي کړی او ډلې دا وایي که چیرې یوه ژبه ( پارسي ) په ټولو خلکو باندې تحمیل شي هغه مهال به په هیواد کې ملي یووالی راشي.
د نړۍ په نوي سلنه هیوادونو کې د اکثریت ژبه ملی او رسمي وي خو په افغانستان کې له بده مرغه د دولتي چارواکو له خو اکثریت ژبه ( پښتو) د ملي توب او رسمي توب څخه غورځول شوي ده . او د تعلیم په ډګر کې هم زیاتره پښتو ژبي زده کونکي په خپله ژبه د زده کړو څخه بې برخې ګرځول شوي دي.

په یوه هیواد کې ملي یووالی هغه مهال ټینګ کیږي چې د هیواد ټول خلک او وګړي د برابرو حقونو لرونکی واوسي او دا حقوق ورته تامین کړل شی. د افغانستان د اساسی قانون سره سم په هیواد کې هیڅ څوک په بل چا باندې امتیاز نه لری .
د کابل چارواکی او د هغه له جملې د پوهنې چارواکي باید پوه شي چی ملی یووالی د اکثریت د حقوقو په ترپښو لاندی کولو سره نه تامین کیږی بلکی ملی یووالی له منځه ځي.

که زده کونکو په مورنیو ژبو باندې د زده کړو د شرایطو برابرول د دولتي چارواکو دنده ده نو له بلې خوا د زده کونکو میندې او پلرونه هم دندې لري چې د خپلو ماشومانو د زده کړو د بهیر څارنه وکړي او په دې هکله دې ته پام وکړي چې په مورنی ژبه باندې د زده کونکی له پاره لوست څومره اهمیت لري او لدې امله دوی ته اړینه ده چې چارواکو باندې فشار راوړي تر څو په دې لازه کې د زده کونکو له پاره د دوی طبعی او قانوني حقوق ورکړل شی.
په دی کی شک نه شته چې یو شمیر فرهنګي ټولنو په هیواد کی په مورنیو ژبو باندی د زده کړو د حق د تامین له پاره ځینی غونډی کړی دی او کو ي يی. خو داسې ښکاری چی په دوی کی یو شمیر کسان هڅه کوي چی ددی لارې سوداګري وکړی.
دوی وایی چی دې موضوع ته باید ډیره لمن و نه وهل شی چی بیا ځینی کړۍ ( ؟) خفه کیږی او احساسات (؟) یی را پارول کیږی بیا به خطر( ؟) پیښ کړي .دوی وایی چی دا بهیر باید ورو وړاندې ولاړ شی.
دا ډول ادعا ګانی چی باید دا بهیر ورو لاړ شی ډیری بی ځایه دی. دا بهیر چی اوه کاله مخکی د ښاغلی محمدحنیف اتمر د وزارت په وخت کی پیل شوی و ، تر اوسه د کابل ولایت ولسوالیو ته نه دی رسیدلی. دا په دی مانا چی چارواکو دا بهیر په بشپړه توګه درولی دی.
دا ښاغلی دا فکر نه کوی چی هره ورځ په یوه زده کونکی باندی څومره فشار راځي او څومره د زده کړو څخه یی زړونه ماتیږي. څومره زده کونکي ښوونځي پریږدي. او پارسی ژبی په دوکې او جبر په تپلو سره په هیواد کی څومره استعدادونه وژل کیږی.
اوس په مورنیو ژبود زده کړو سوداګرو او د پوهنی لوړ پوړو چارواکو ګډه ژبه پیدا کړی ده او دوی وکولی شول په تیرو اوو کلونو کی په ټول هیواد کی په مورنیو ژبو د زده کړو بهیر په بشپړه توګه ودراوه.
اوس دا په ډاګه شوي ده چي په مورنیو ژبو باندې د زده کړو ستونزه کومه تخنیکی ستونزه نه ده . بلکی دا یوه قصدی او سیاسی پراخه ستراتیژیکه توطیه ده چی د هیواد شپیته سلنه زده کونکو او خلکو په وړاندی مخته بیول کیږي.
په راتلونکو څو میاشتو کی په ټول افغانستان کی د اولسمشرۍ څوکۍ ته ټولټاکنی تر سره کیږی . ددی څوکی د تر لاسه کولو د پاره څو درجنه نوماندان شته دي.
دوی هر یو د بل څخه ځان د ښه پروګرام لرونکی بولی. خو لکه څنګه چی د افغانستان خلکو ولیدله چی د ښاغلی حامد کرزی په تیر دولس کلن حاکمیت کی په مورنیو ژبو باندی د زده کړو د حق څخه سترګي پټی کړل شوي وې .
نو له دی امله پښتانه او د افغانستان غیر پارسی ژبی خلک باید هغه وګړي ته رایه ورکړي چی په رښتیا غواړي ماشومانو ته په مورنیو ژبو د زده کړو ژمنه ورکړي. او دا ډاډ ورکړي چی که چيرې دا څوکۍ تر لاسه کړي د دوی به لومړی دنده دا وي چی هغه کسانو او چارواکو ته چی په مورنیو ژبو د زده کړو په لاره کی یی خنډونه پیدا کړی و، سخته جزا به ورکوي.
راتلونکی اولسمشر باید د اولسمشری په څوکۍ بایندی په کیناستو سره به سمدلاسه په ټول افغانستان کی په مورنیو ژبو باندی د زده کړو بهیر پیل کړي.
یعني په پارسی ژبه زده کړې د پارسې ژبو زده کونکو، په پښتو ژبه زده کړې دپښتو ژبو زده کونکو، په ازبکی ژبه زده کړې د ازبکی ژبو زده کونکو ، بلوڅي ژبه زده کړې د بلوڅي ژبو زده کونکو، پشه یی ژبه باندې زده کړې د پشه یی ژبو زده کونکو ته ، په قرغیزي ژبه زده کړې د قرغیزي ژبه زده کونکو ،شغني ژبه باندې زده کړې شغني ژبو زده کونکو ته او نور.