د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لندن کې د لوی اختر د لمانځه خبرتیا

سيدجان کارواني 11.10.2013 19:28

د لوی اختر د مبارکۍ پيغام

او د لمانځه خبرتيا!



په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه د سپېڅلي لوی اختر په مناسبت ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي .

د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته خواست کوي چې د قـُربانيو د دې لوی اختر د مُبارک لمانځه په پای کې زموږ په محبوب تاريخي هېواد افغانستان کې ددې روان ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخهېواد د سرتاسري مِلي وحدت او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او ولسيښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .

سږکال به، د لوی اختر لمونځ ، د راتلونکی سیشنبې په ورځ، چې د اکټوبر د پنځلسمی سره سمون لري، د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .

تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته د ځوانانو د مېلو،ساتېريواو افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .

دټولنیِ پته :

West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
02089932129 & 02089938168


سيدجان کارواني

په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر