د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښوونکی دروزني له نظره

محمد سرور وکيلي 11.10.2013 19:22

ثابت اومطلق ښونکی چي واجب الوجود دی الله جل علی شانهُو دی . پخپله وایي؛ البقرة۲۸۳ آیات : [اوتاسوو وېرېږی له الله نه اوتاسوته الله ښوونه کوي اوالله په هرشي باندي پوه دی .] الله «ج» ازلي اوابدي ښونکی دی . الله تعلی ترټولو لوړعالي شانه،ځواک لرونکی اومهربانه ښوونکی یاني معلم دی .الله تعلی وانسان ته ددغه زده کړي اودښوني ځواکمني ورکړې ده اوپه خلقت ئې دده ډېراړین څيزونه په ضمیرکي ورایښي دي،چي له دې لامله دی پخپل اختیار خپله اړه حل کي .
دغه انسان بایدلرونکی دکومو پېداګوژۍ (Pedagogy)ستایونو وي،چي دی ښوونکی یاني معلم سي؟ یوښوونکی دروزني له نظره سربېره پرخپل لوړي اوښه زده کړي بایدزغم،صبر،ښه اخلاق او واک د ورښوولو ولري اوکړنلاره دآسانه ښوولو ورسره وي .
زموږ پیغبمر محمدرسول الله (ص)برسېره پردې چي اُمِي وو په لوړه کچه ښوونکی وو . دا ولي؟ رسول لله (ص) په خپل حلم،صبر،حوصلې اومهربانۍ سره دین هغه ګمراهانوته دقریشو وروښود، چي دوی دغرور، کبر،ظلم اوغنی په ظلمت کي ډوب وه . رسول الله (ص)داواک لاره،چي دصبر ،حلم او حوصلې له لاري دو ی لومړی دین ته راوبولي اوبیادین ورزده کړي . نو (حضرت عمر «رض» ) ځني جوړکړي . رسول اکرم (ص)به تل داصحابه ووپه منځ کي ناست وو دوی ته ئې لاره ددین په ډېرښه خُلق اومهرباني ورښوول،چي هیڅ یوه اصحابي نه غوښتل،چي ځني ولاړسي؛که څه هم اړین کاربې درلود؛رسول الله ته به ناست وه دده مبارکه وینابې اورېده .
اصلي خبره دلته ده،چي یوښوونکی باید دخپل ښوکړو وړو له مخه دخپلي ښې حوصلې له مخه هغه شی چي ده زده دی وماشومانوته په آسانه اوساده توګه ورزده او وروې ښېي .
ښوونکی یاني معلم پرَدی سړی دئ اووړوکي ماشومان له دسره په لومړي پړاو کي څه شناخت نه لري اودی ترماشومانو په بڼه کي غټ اوغښتلی ښکاري؛ ځکه ماشومان ترډېره بریده له ده نه وېره لري . اوبل دلوست زده کړه هم ستونزمنه وي؛ له دې کبله پرماشوم فشار راځي .
دلته ښایي چي دښوونکی سره دغه درک پیداسي،چي دماشومانو دغه اندېښنه پخپل نرم اوخواږه ږغ له منځه یوسي او یا ئې لږ کړي .
دسیکالوژۍ (psychology )له نظره یوڅه لږ وېره ښه ده خوډېره وېره نه ده ښه دا ځکه چي «دپرسویون» (Depression)(روحي فشار) پیداکوي؛ ماشومان عصبي ناروغي کیږي . دښوونکي ږغ د لوست ورکولوپرمهال هرڅومره چي نرم وي هغومري آغېزناکه اوپه زړه پوري وي . زده کونکي ئې په آسانه توګه اوري اوخبره ئې په سرکي پاتیږي . کړه وړه داستاد پر زده کونکي باندي په نیغه آغېزه لري . داهغه کړنلاره ده،چي زده کونکي ته دلوست زده کړه آسانه کوي .ښوونکی به په خپل مضمون کي لایق وي خولیاقت دده لپاره دی . شاګردان بایدد ښوونکي دښه خوځښت اونرمۍ څخه ولوست ته راوبلل سي او له ده نه زده کړه وکړي . دی باید سمه کړنلاره دزده کړي وزده کونکو ته ولري،چي زده کونکي وزده کړي ته تشویق (motivate) کړي . دزده کونکو دزده کړي لپاره دښوونکي څرګنده بڼه او کړه وړه لومړی ګام دی . که دښونکي بڼه خوشاله خندانه او اشناوزده کونکو ته په نظر ورغله پر زده کونکو ډېره ښه آغېزه کوي اوبیا دښونکي حراکات بل څېر آغېزه پر زده کونکو لري . ښوونکی باید ودوغوته ځیر وي . دادیوه معلم اخلاقي اوټولنیزه دنده ده . نوله دې کبله دیوه ښوونکي دنده څه ساده اوآسان کار نه دی؛داځکه چي دستونزمني زده کړي ترڅنګ روزنه هم کیږي .
دمتودولوژی (methodology)له نظره دښونکي ږغ دلوست توکو (Learning media)څخه دی او پرتخته ئې لیکنه هم د لوست مرست توکوڅخه ده . لنډه ئې داچي دښونکي یاني معلم ټوله خوځښت دلوست مرست توکوڅخه دی، چي زده کول وزده کونکوته آسانه کړي .
دپېداګوژۍ (Pedagogy) ټوله دسپلینونه لکه لوست پوهنه (didactics )او کړنلار پوهنه (methodology) پردغه باندي دي،چي زده کونکي دي په ساده او آسانه توګه لوست زده کړي او دلوست ترفشارلاندي رانسي . اوښوونکي ته دالارښونه کیږي،چي په یوه ښه آسانه کړنلاره شاګردانوته لوست وروښه يي اوتر معلم محورۍ تېرسي شاګردمحورۍ ته مخ ورکړي .
ټوله غربي زدکړپوهان پردې خبره سره یودي،چي حاکمیت ( authority) دي په ټولګي کي نه وي . داځکه چي پرزده کونکوباندي فشار(press) ډېریږي اولوست ورته بې ځایه دروند پېټی سي ،نوله دغه لامله ښوونکی باید خپل کړه وړه ښه اونرم کړي او لکه دنِندارې یوهنرمند دلوست پرمهال عمل وکړي،چي زده کونکي بېله ستونزي په لوست وپوهیږي اوزده ئې کړي .
په لوست ښونه کي دښوونکي نرمي اوملایمتیایوه کړنلاره ده،چي زده کونکی غیري مستقیم دې ته اړباسي،چي لوست زده کړي اودلوست پرمهال لوست ته سم غوږ ونسي .
ولي سعدی (رح) وایي : به نرمي ولطف خوشی + + + توانی کی فیلی به موی کشی
لوست هم لکه فیل چي په زور نه ورسره کیږي بایدچي په پوهه یوه سمه کړنلاره ورته غوره سي،چي زده کونکي ژر اوسمه زده کړه وکړي . دغه لار په یوښه باحوصله او پوه ښوونکي کیږي .
ښونکی باید پوه سي،چي لوست څرنګه پایل کړي یاني دآساني خواڅخه وستونزمني خواته یاني
( Induktiv) لوست ورکړي،که له ستونزمني خواڅخه وآسانه خواته ( Deduktiv ) لارغوره کړي . دادښوونکي دلوست پرمهال خپله خوښه ده،چي دلوست موضوع څرنګه پایله وي . دلته خاص پرکړنلار پوهنه یاني ( methodology) باندي خبري نه کيږي یوازي دښوونکي پرکړو وړو په ټولګۍ کي د زده کونکوسره ده . که څه هم دغه حالت یوه کړنلاره ده خوپه نيغه دمتودولوژۍ سره اړه نه لري .
یوښونکی باید زړه سواندی،حوصله ناکه اوبادرده وي،دخپل زده کونکو په ستونزه خبر وي او و پوهېږي اوپه دې هم و پوهیږي،چي موراوپلارخپل اولاد ور سپارلی دی .
په لومړنی او دوېمي پړاو ښونځیوکي سربېره پر زده کړي روزنه هم ورسره ده،چي دلته ښونکی دوي ځانګړي دندي لري . یوه ښونه اوپه بغل کي ورسره روزنه ده؛څرنګه چي پورته هم یوه لنډه اشاره وسوه . دښوونکي څخه دټولني لویه هیله ده،چي اولادونه ئې بایدښه زده کړه وکړي اوهم په سمه وروزل سي .
نوځکه دښونکی ځای په ټولنه کي لوړ دی او دنده ئې درنه ده .
وکیلي د«پېداګوژۍ ماسټر»

اخځونه :
۱) Wikipedia
۲ )Berufsbildug (Band 2) H. Nölker Eb. Schoenfeldt مخ ۱۶۵ تم
۳)قرآن کریم ترجمه اوتفسیرپه پښتوژبه کښی لومړی جلدد۱— ۱۵پارې پوري دسعودي عرب پاچاله خوا
۴) د سعدی (ع ر) کلیات