د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوم ټاکنیز ټیم، د هیواد ژغور او تحول لپاره تګلار لري؟

سرلوڅ مرادزی 09.10.2013 16:36

په ۲۱ مه پیړۍ کې افغانان هم د نورو ویښو ملتونو پشان حق او وړتیا لري چې د واک لیږد، د نا دیموکراتیکو بڼو لکه پوځي کودتاوو، پاڅونونو او یا نورو مذهبي ــ سنتي ډولونو ( د بېلګې پتوګه حل او عقد شورا ) اویا د لنډمهاله حکومتونو پرځای، د پراخه ولسي ټاکنو له لارې پلي کړي.
د افغانستان په نږدې تېر تاریخ کې له ټاکنو پرته، افغانانو د واک لیږد نورې ډېرې بڼې ازمایلی چې نه یوازې د افغانانو د وخت غوښتنې يي نه دي حل کړي بلکې افغانستان يي له شتو ستونزو سربېره، د نویو ننګونو او سترو ګواښونو سره مخ کړی دی!
د پوره خوښۍ او پوهیدو وړ ده، د خپلو ټولو نیمګړتیاوو سره سره، دا دی دریم ځل افغانان بیا د واکمنۍ لپاره د ټولټاکنو له لارې تیاری نیسي. د ټاکنو له لارې د دولتي واک د لیږد پخلي، د ټولو هغه کورني ځواکونو او پردیو دا تمه شنډه کړه چې د ټاکنو د نه پرځایکېدو لپاره يي ډول ډول پلمې رازیږولې او په افغانانو کې يي د واک لیږد نورې نیمګړې او له دوده لویدلې بڼې تبلیغولې.
افغانستان پخپل تاریخ کې له سخت پړاو څخه تیریږي. ددې پړاو لویه ځانګړه پر افغانستان د تروریزم په نوم تپل شوی جنګ دی. د ترهګریزه جګړې پای، سولې ته پوریوتل، د امنیت ټینګښت ، د افغانانو پوخلاتوب، خپل هیواد ته د افغاني کډوالو بېرته راتګ او پر یوې چرګۍ د ټولو افغانانو راغونډېدا، د نن شېبې د ملي تګلار مهمې برخې جوړوي. ټاکنې باید داسې واکمنۍ ته لار اواره کړي چې هغه د یادو او افغانانو ته د نورو پرتو ستونزو په حل کې مرسته ورسوي. افغانان له ټاکنو څخه نه یوازې داسې واکمنۍ ته اړتیا لري چې روانه وضعه له دې نوره بدتره نه کړي بلکې وضعې ته داسې پرمختیا او ادامه ورکړي چې په پای کې ټولنه کې له بیخچن تحول سره مرسته وکړي.
موږ د راروانو ټاکنو لپاره په نوماندانو او ټیمونو کې د یاد شویو دریواړه لورو بېلګې په ډاګه وینو. داسې نوماندان او ټیمونه شته چې غواړې روانه وضعه نوره هم شاته یوسي، افغانستان د ۹۰ کلونو شخړو او جګړو ته ورټېل وهي، د هغو پردیو ځواکونو لپاره د تبر لاستی شي چې د افغانستان په تجزیه کې خپلې ستراتيژيکې ګټې لټوي. دوهمه ډله هم وینو چې د افغانستان په روان حالت بسیا کوي، د روان ناورین ساتل غواړي چې دوی پکې تل واکمن وي، د دوی په اند افغانان د بل او ښه حالت وړتوب نلري، عاصي او دوزخ، افغانان او همدا حال!
خو له نیکه مرغه دریمه ډله هم شته چې دوی نه یوازې د روانې وضعې لابدترې او ساتل نه غواړي بلکې د ټولنې راتلونکې پرمختګ ته هم لیواله دي او هم ورته عملي او علمي تګلار لري.
له نوماندانو او ټیمونو سربېره، دا د ژمنو افغانانو دنده او مسولیت دی چې دریواړه ډلې د هغوی په ټول ترکیب ، هویت ، تګلارو او موخو سره یو په یو افغانانو ته وروپيژني.
د ټاکنو موخه یوازې دا نه ده چې واکمني کې څېرې بدلې او نوې شي اویا په څېرو بشپړه شي بلکې په ټاکنو کې باید واکمنۍ ته د رسیدونکو ډلو تګلارې او موخې حلاجي شي او د هغو په ټولو خواو رڼا واچول شي. که موږ خپل ټول ځواک او وخت یوازې د نوماندانو او څېرو په پيژندنه ولګوو او د هغو تګلارو او موخوته لږ ارزښت ورکړو او پرې سرسري تېر شو، موږ به ښې ټاکنې ونلرو او پایلې به يي ناوړه وي!
بې له پیلامي ویل کېدای شي چې د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو د ۲۷ نومندانو په منځ کې د اشرف غني او د هغه د ټیم نوم، د ټولو افغانانو د ژبو پر سر، د هر مجلس نقل او د خبرو منځټکی جوړشوی دی. ټاکنو ته د اشرف غني او د هغه د ټیم دریدا، د بل هر نوماند او ټیم پرځای، ډېر ژر د هغه د پلویانو او بلخوا د هغه د مخالفینو د تودو خبرو، څېړنو او شننو جوګه شو او دا خپله څرګندوي چې دې ټیم حتی له پیله ځان د ټاکنو د مخکښ او ښايي ګټونکي ټیم پتوګه د افغانانو په وړاندې رامطرح کړی دی. بې ځایه نه ده چې زیاتره رسنۍ او په هغې ډله کې ۸ صبح، اشرف غني او د هغه ټیم د ټولټاکنو اصلي محور او ګټونکی ټیم راپيژني.
که موږ د اوس شېبې لپاره، د ټاکنو له نورو ټیمونو څخه چې ډېرکي يي د هیواد د راتلونکی لپاره کومه عملي اوعلمي تلل شوې تګلار نلري او حتی ځینې يي له ملي تګلارو سره مخالفت او دوښمني هم لري، تېر شو د اشرف غني ټیم ښايي یوازینی ټیم وي چې د ادامې او تحول په نوم د هیواد راتلونکې لپاره یو څرګند دریځ او عملي تګلار لري.
دې ټیم څه مهال وړاندې د ملي میثاق په نوم د افغانستان په حالاتو یوه څېړنه وړاندې کړه چې په حقیقت کې د هیواد د راتلونکې لپاره د یوې تګلار بڼه لري. دا تګلار په بېلا بېلو بریښناپاڼو کې خپره شوې او په اسانه ترلاسه کېدای شي.
د ډېرو په اند د افغانستان غوندې جګړه ځپلې او روسته پاتې هیواد لپاره تر دې ښه تګلار چې هغه هم په ۲۰۱۳ کال کې د نړیوالو سلو پوهانو په منځ کې د دوهم لوی نړیوال پوه شخصیت لخوا او هغه هم د افغانستان لپاره لیکل شوې وي، په بل ځای او ټیم کې نه شي ترلاسه کېدای.
که له ما څوک پوښتنه وکړي چې چا ته باید رایه ورکړل شي، زما سپارښتنه به لومړی د نوماند او ټیم د څرنګوالي پرځای، د ټیم تګلار وي.
ښايی د اشرف غني پر ټیم یوازینۍ دا نیوکه وي،چې هغه ولې پخپل ټیم کې جنرال دوستم ته ځای ورکړی؟
خو که چیری جنرال دوستم یا بل هر افغان د اشرف غني د ټیم تګلار مني او هغه پلې کوي، نو بیا خبره نورو دعوو ته نه پاتیږي. جنرال دوستم به راتلونکې کې د اشرف غني د ټیم ملګری وي او هغه تګلار به پلې کوي چې هغه ملي میثاق کې په ګوته شوې ده. په دې تګلار کې د هیواد ټولو مبرمو غوښتنو او پوښتنو ته علمي ځواب ویل شوی دی او جنرال دوستم دې تګلار ته ژمن دی.
اوس پوښتنه دا ده، هغه ټیمونه چې نه تګلار لري او نه اراده، اشرف غني د تګلار له کبله نه شي غندلی نو دوی ته یوازې د هغه د ټیم په ترکیب د غندنې خبره پاته کیږي. یوازې دوستم نه، که بل هرڅوک د افغانستان په یووالي، د سولې په بسیا او د هیواد په ښېرازۍ او د افغانانو په سوکالۍ کې لومړی ګام پورته کړي، باید دوهم او دریم ګام ته وهڅول شي. دوستم تېره ورځ په یوه اعلامیه کې په تېرو جګړو کې د زیانمنو او کړېدلو کورنیو څخه بخښنه وغوښته او دغه يي یو بل زړور ګام بللای شو.
تر اوسه بل هیڅ کوم پخواني جګړه مار، داسې بخښنه نه ده غوښتې، نور جګړه مار دې د دوستم په پل پسې ولاړ شي.
په ټاکنو کې هر ټیم چې د افغانانو په یووالي کې راتلونکی افغانستان ګوري او د داسې افغانستان لپاره علمي او عملي ګام پورته کوي، افغانان به په هغو پسې ولاړ شي.
نور بیا