منګی
26.09.2013 00:27پــروت راتــه مـنګی ماویل که ده خبـري کړای
تاریخ به پکارنه وای ده به راته انځورونه کړای
چي دکـم باچا دسرخـټـه یادکم کلال هـډوکي دي
هغـو بیا کـم غـمـونه یا خوښۍ پرځان ګالیلي دي
تـود به وای مجـلس که منګي خبـري کړي وای
ده به هـال راته وایه مابه غـوږورته نـیـولی وای
زه چي ګـورم اوس ګـډ راتـه دهـال په ژبي دی
دکم باچا دسـرهــډکي خـواوس راته بې ژبي دی
پـېـژنمې نـه چي دظالم یادعادل دسرهډوکي دي
جـوړکـړی دې کلال د بل کلال دسرهډ وکي دي
داعجب دنیاده چي دیوبل له خاوري لوښي کړو
یا ئـې د اوبـو منګی یاخښتي ځني جـوړي کـړو