د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشعار اوعمل ترمنځ فاصله‎

احمد شاه حقوقي 24.09.2013 15:26

د مینې به اظهار کې معصــــیت درنه ځرګند شي    
اقرار کې د وفا یو لوی خیـــانت درنه څرګند شــی
 
تکلاره که همدا وی نو ااخلاص ته کفن راوړي   
  پوخ عزم که ویښ نه شی په ذلت کې به دا ژوند شی   
 
هربند کې دپرېکوڼ دې خپل بادار ته وفادارشه
بنده هلته بنده دی چې حدودوکې پابـــــــــند شـي
 
د زړه باغ چې ودان دشرعیت پرلوی دستوروي  
هغه وخت په دنیا کې ټول کارونه په ښه خوند شی
 
شـــــــعاراو دعــــــمل ترمنځ دې ډېره فاصله ده
په دا ډول خطاب كي دزقــــوم په شان هرپند شي
 
هروخت چې له خالق نه افتخار باندې فرار کړې
بېشکه آخرت کې به عــــذاب باندې دردمند شې
 
احــــــــساس د حقوقي د ويښــــــتابه بلنه وکړه
ای کاش چې دنېستمنووچو زړونوته سربند شې‌‌