د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عربي ګړي چي په پښتو ژباړه سوي :

وکیلي 22.09.2013 02:55

داهغه عربي اصطلاحګاني دي چي زموږ په پښتو ژبه کي «دُود» دي اوپه ورځنۍ لیکنه او خبرو کي په کارځي . ودوغو اودغسي نورو اصطلاحګانو ته ژبپوهانو سمي دادبي ښکلا اوژبپښوئې سره سمي ګړي جوړي کړي اویاد کلاسيکي پښتولهجو «ګړدُود» څخه دهغي اصطلاح پر برابره ګړه ورته پیداکړې اوپه کارئې اچولې ده . دغه ټوله ژباړه سوي یاپیداسوي اصطلاحګاني زموږ په پښتولهجو کي جذب سوي اوګډي سوي دي . نوځکه په خبرو اترو کي هم دغسي په کارځي لکه نوري «دُودي» ګړي . اوپه لیکنه کي خپل ځانګړي ځایونه اوپه کاروړنه لري . الله (ج) دي وکي،چي «نیوجیولستان» ودغو ښکلو ګړو ته بله ګړه جوړه نه کړي؛نوځکه دلته ترډېره بريده دغه معیاري ژباړه سوي اصطلاحګاني دمانا او ګرامري صیغو سره په لیکنه کي ښوول کيږي . که چیري یو«نیولوجیست» ودغوګړو ته بله ګړه جوړه کړه؛موږ ته به معلومات وي،چي دغه ګړه خوسمه مانااوادبي ښکلالري اوهم په لهجو کي جذب سوې ده بیاولي نوې ګړه ورته جوړه سوه،نو به ژرترژره ددغه کارمخ نیوی وسي . دساري په توګه (Suffix)چي په عربي ورته سابقه اوپه پاړسي کي ورته «پسوند»وایي په پښتوکي ورته درې ګړي درې بېلو بېلو «نیولوجستانو» ورته جوړي کړي،چي هیڅ اړتیائې نه وه .
دسابقې لپاره جوړي ګړي : (شاګونی، شاتړی اوورستاړی . )
( Prefix)په عربي کي ورته لاحقه،‎په پاړسي ورته «پیشوند» او په پښتوکي ورته درې ګړي جوړي سوي .لکه : (مخګونی، مختړی او مختاړی .) چي له دغسي کاره څخه مخنیوی سوی وي؛ باید داصطلاحګانو دمانا څخه ټوله خبرسو . اوس هغه یوڅولږعربي اصطلاحګاني ګورو،چي په پښتو ورته اصطلاح جوړه یادلهجوڅخه ورته اصطلاح پیداسوې ده .
ددغو ګړو مخ ته چي ژباړه یاګړه ورته جوړه سوې ده لنډیز ئې «جو» لیکو او هغه ګړه چي دلهجو نه راغلې وي لنډیز ئې ومخ ته «لهج» لیکو! هغه نورلنډېزونه ګورو. لکه : ( مذکرنوم لنډیز ئې «مذکر،ن .»،مذکره ستاینه لنډیز ئې «مذکر،س .» .) یوه بېلګه ګورو :« أخر »عربي اصطلاح ده ، چي په پښتواصطلاح ژباړه سوې مانايې ده«پای» . دغه اصطلاح دګرامر له مخي «قید» ده اوهم کېدای سي،چي«مذکر نوم» وي . دغه ټولي اصطلاحګاني دغسي مانا سوي دي او په پای کي دګړي لنډیز(لهج) راغلی،یاني د لهجوڅخه راځي او پخوا هم په ژبه کي «دُود» وو . اوبل لنډیز (جو) چي په پای کي دکلمي راځي مانایې«جوړه سوې یا ماناسوې» اصطلاح ده؛یاني دغه کلمه پخوا په خبروکي «دُود» نه وه خواوس ودغي اصطلاح ته ده دژبپوهانولخوانوې ګړه جوړه سوې دغه عربي ګړي د(الپ اوبې» په ترتیب لاندي لیکل سوي؛ وې ګورۍ!
ا- آباد = ودان «ستاینه » (لهج)
آخر = پای«قید اومذکر،ن .» (لهج)- آغاز ؛ شروع = پیل «مذکر،ن .» (لهج) - آماده = چمتو«ستاینه» (لهج)
ابتکار = نوښت « مذکر،ن .» (جو)
اثنا = ترڅ « مذکر،ن . » (لهج)
احترام = درناوی «مذکر،ن .»(لهج)؛ درنښت «مذکر،ن .» (جوړ)
ادامه = پایښت « مذکر،ن .» (لهج)
ارتباط = تړاو «مذکر،ن .»(جو)- اړوند «مذکر،ن .»(جو)
اساس = بنسټ «مذکر،ن .» (جو)
استثنا = ځانګړتیا«مؤنث،ن .» (جو)
استعمال = په کاروړنه «مذکر، ن .» (لهج)
اصل = آر «مذکر، ن .» (جو) ؛سوچه «ستاینه » (لهج)
اطمنان = ډاډ «مذکر،ن .» (لهج)
اکتفاء = بسنه « مؤنث،ن .» (جو)
امضاء = لاسلیک «مذکر،ن . » (جو)
انتخاب = ټاکنه «ستاینه اومؤنث،ن .» (لهج)
انتقاد = غندنه،نیوکه،کره کتنه،ګوتنیونه «مؤنث، ن .» (جو)
انتقام = غچ «مذکر، ن .» (جو)
انسان = وګړی «مذکر،ن . » (لهج)
انقلاب = غورځنګ «مذکر،ن .» (جو)
انکشاف؛رُشد = وده «مؤنث،ن .» (لهج)
ب - بار = پېټی «مذکر،ن .» (لهج)
بعضي = ځیني «قید & ضمیر» (لهج)
بغرنج؛مغلق،مشکل = کړکېچ«مذکر،ن .»؛ستونزه «مؤنث،ن .» (جو)
بُن = ریښه « مؤنث، ن .» ؛بېخ «مذکر، ن .» (لهج)
پ - پایدار = تل ترتله «ستاینه اومذکر،ن .» (لهج)
پژمرده = مړاوی «ستاینه » (لهج)
پېشنهاد = وړاندیز «مذکر،ن .» (جو)
ت – تاثیر = آغېزه «مؤنث،ن .» (جو)
تاریخ = نېټه «مؤنث،ن .» (جو)
تجزیه = بېلښت «مذکر،ن .» (جو)
تحقیق = څېړنه «مؤنث، ن .» (جو)
تحلیل = سپړنه « مؤنث،ن .» (جو)
تحمل = زغم «مذکر،ن . » (لهج)
تخمین = انډول «مذکر،ن .» (جو)
تدریجي = ورو ورو «قیداو س .» (لهج)
ترتیب = سمون «مذکر،ن .» (جو)
ترجمه = ژباړه «مؤنث . ن» (جو)
ترکیب = تړښت «مذکر،ن .»(جو)
تروُریست = ترهګر « مذکر، ن .» (جوړ)
تشکر = مننه «مذکر،ن .» (لهج)
تعمیر = وداني «مؤنث،ن .» (لهج)
تکرار = په وارو «جمع دمذکر،ن .» (لهج)
تکلیف؛زحمت = کړاو «مذک،ن .» (لهج)؛ستونزه« مؤنث،ن .»(جوړ)
توجه = پاملرنه « مؤنث،ن . » (لهج)
توریست = ګرځندوی «مذکر،ن .» (جو)
توسیعه = پراختیا «مؤنث،ن .» (لهج)
تهداب (اساس؛ بنیاد) = بنسټ « مذکر،ن .»( جو)
ث - ثبوت = زبات «مذکر،ن .» (لهج)
ج - جامعه = ټولنه «مؤنث،ن .» (لهج)
جریان = بهیر «مذکر،ن .» (جو)
جنتري = کلیزه؛ کال اینداره «مؤنث،ن .» (جو)
ح – حاضر (آماده) = چمتو « مذکر، س .» (لهج)- دمګړی «مذکر،ن .»
حُدوث (تجدید)= نوښت « مذکر،ن .» (جوړ)
حرف = توری «مذکر،ن .» (لهج)
حرکت = یون «مذکر،ن .»؛ خوځښت «مذکر،ن .» (جو)
حزب = ګوند«مذکر،ن . » (جو)
حضور = شته والی « مذکر،ن .» (جو)
حلقه = کړۍ « مؤنث، ن .» (لهج )
حمله = برید،یرغل « مذکر، نومان» (لهج)
حیران = ایښ بښ «مذکر،ن .» (لهج)
خ – خراب = وران « مذکر،س . » (لهج)
خط = کرښه،لیکه «مؤنث،نومان دي» (لهج)
خلا = تشه «مؤنث، ن .» (جو)
خیال = واند«مذکر،ن .» (جو)
د- دارالمساکین = مرستون «مذکر،ن .» (جو)
درجه؛مرتبه؛طبقه = پوړ «ستاینه اومذکر،ن .» (لهج)
دعوه = جنجال «مذکر،ن .» (جو)
دوام = پایښت «مذکر،ن .» (لهج)
ذ- ذخیره = زېرمه یا ځېرمه « مؤنث، ن .» (لهج) ---- خدای (ج) دي پرزېرمه سي .
ذِکر = یادونه « مؤنث،ن .» (لهج)
ر - رئیس جمهور = ولس مشر «مذکر،ن .» (جو)
رقم (قِسم) = څېر؛ډول؛رنګ؛ګون « مذکر،نومان» (لهج)
رُشد (انکشاف) = وده « مؤنث، ن . » (لهج)
روِش = تګلار«مؤنث،ن .» (جو)
روشن فکر = روڼ آند« مذکر،ن .» (جو)
ز – زایشگاه= زېږنتون «مذکر،ن .» (جو)
زحمت؛کوشش = زیار «مذکر،ن .» (لهج)
زمان = مهال «مذکر،ن .» (لهج)
س - سابقه = شاګونی«مذکر،ن .» (لهج)؛شا تړی؛ ورستاړی «مذکر،ن .» (جو)
سابقه = پخوانی « س .» (لهج)
ساختمان = جوړښت «مذکر،ن .» (لهج)
سبب = لامل «مذکر،ن .» (جو)
سد (مانع) = خنډ «مذکر، ن .» (لهج)
سرمایه = پانګه « مؤنث،ن . » (جو)
سعی = هاند«مذکر،ن .» (جو)
سکونت = استوګنه «مؤنث،ن .» (جو)
سلسه = لړ«مذکر،ن .» (جو) ؛ بهیر«مذکر،ن .» (جو)
سند؛بل؛حجت = لاسوند«مذکر،ن .» (جو)
سوانح = ژوندلیک «مذکر،ن .» (جو)
ش – شر = شخړه «مؤنث،ن .» (لهج)
شعبه = څانګه « مؤنث،ن . » (لهج )
شفاخانه(بیمارستان) = روغتون « مذکر،ن .» (جو)
شهادتنامه (ډېپلوم) = بری لیک «مذکر، ن .» (جوړ)
ص - صحن؛ مکان = غولی،انګړ،بورجل «مذکرنومان» (لهج)
صحیح = سم «مذکر،س .» (لهج)
صفت = ستاینه « مؤنث، ن . » (لهج)
صلح = روغه؛جوړه؛سوله «مؤنث،نومان» (لهج)
صنف = ټولګی «مذکر،ن .» (جو)
ض - ضروری = اړین « ستاینه» (جو)
ضرب المثل = متل «مذکر،ن . » (لهج)
ضمیمه = مل «مذکر، ن .» (لهج) ----- الله (ج) دي مل سي .
ط – طرف = پله؛خوا؛ډډه «مؤنث،نومان .» (لهج) ---- خدای (ج) دي پرپله سه .
طرفدار = پلوی«مذکر،ن .»(جو)؛پرپله «مؤنث،ن .»؛ پرخوا«ستاینه»(لهج)
ع – عادت = خوی «مذکر،ن .» (لهج)
عجله = بېړه« مؤنث،ن .» (لهج)؛ تلوار«مذکر،ن .» (لهج)
عزم؛ اراده = تکل «مذکر،ن .» (جو)
عسکر = سرتېری «مذکر،ن .» (لهج)
عکس العمل = غبرګون «مذکر،ن .» (جو)
علاج = درملنه «مؤنث،ن .» (جو)
علاوتا = سره له دې « قید» (لهج)
عنوان = سرلیک «مذکر،ن .» (جو)
غ - غني = بډای «ستاینه اومذکر،ن .» (لهج)
ف – فاصله = واټن « مذکر، ن .» (لهج)
فاکولته = پوهنځی «مذکر،ن .» (جو)
فرق = توپیر «مذکر،ن .» (لهج)
فصل یا باب = څپرکی «مذکر،ن . » (جو)
فعال = تکړه «ستاینه » (لهج)
فعل = کړنه «مؤنث،ن .(حاصل دمصدر)» (لهج)
فقیر = دروېزه «مذکر،ن .» (لهج)
فکر = آند«مذکر،ن .» (جو)
فهرست = لیکلړ «مذکر،ن .» (جو)
فیصله = پرېکړه «مؤنث،ن .» (لهج)
ق - قبلا = وړاندي «ادات یاحرف جر» (لهج)
قرابت = خپلوي « مؤنث،ن .» (لهج)
قرار داد(پیمان) = تړون «مذکر،ن .» (جو)
قرن = پېړۍ «مؤنث، ن . » (لهج)
قیمت = ارزښت «مذکر،ن .» (لهج)
ک - کاندید یا نامزد = نوماند «مذکر،ن .» (جو)
کلمه یالـُغت = ګړه «مؤنث،ن .» (لهج)؛ وي «مؤنث،ن .» (جو)
گ – گفتگو = وراشه «مؤنث،ن .» (لهج)
گلزا ر - کوکیاڼه «مؤنث، ن .» (لهج)؛ګلبڼ «مذکر،ن .» (لهج)
ل - لاحقه = مخګونی، مختړی، مختاړی «مذکرنومان» (جو)
لهجه؛دیالکت = ګړدود«مذکر،ن .» (جو)
لذت = خوند « مذکر،ن .» (لهج)
لذیذ = خودنور «مذکر،س .» (لهج)
م - متمرکز = ځای پرځای « مذکر،ن . » (لهج)
متود = کړنلار «مؤنث،ن .» (جو)
مثال = ساری «مذکر،ن » (لهج)بولګه «مؤنث،ن .» بېلګه «مؤنث،ن .» (جو)
مجبور = اړ «مذکر،س .» (لهج)
مجموعه = ټولګه «مؤنث،ن .» (جو)؛غونډ«مذکر،ن .اوستاینه» (لهج)
محاصره = چاپه «مؤنث،ن .» (لهج)
محتوا = منځپانګه «مؤنث،ن .» (جو)
محلي = سیمه ایز « قیدمکان »(جو)
محیط زیست = چاپېریال «مذکر،ن » (جو)
مرض = رنځ «مذکر،ن .»(لهج)،ناروغي «مؤنث،ن .» (لهج)
مروج = دود«مذکر،ن .» (لهج)
مستقیم = سیخ یانېغ « ستایني» (لهج)
مسکن = مېنه «مؤنث،ن .» (لهج)
مشترک = ګډ«مذکر،ن .اوستاینه» (لهج)
مشرق = ختیز «مذکر،ن .» (جو)
معاون = مرستیال «مذکر،ن .» (جو)
معتبر = مَخّور «مذکر،ن .» (لهج)
معرفت = پېژندنه « مؤنث،ن .» (لهج)
مغرب = لوېدیز «مذکر،ن .» (جو)
مقدمه = سریزه « مؤنث، ن .» (جو)
مقیم = استوګن « مذکر،ن . اوستاینه» (جو)
مکتب یامدرسه = ښوونځی «مذکر،ن .» (جو)
مکتوب = لیک «مذکر،ن .» (جوړ)
مکمل = بشپـړ « مذکر،ن .» (لهج)
ملامت = ګرم «ساتینه اومذکر،ن .» (لهج)؛ پړ «مذکر،س .» (لهج)
ملت = ولس «اسم جمع» (لهج)
منابع = اخځونه « جمع مذکر،ن .» (جو)
مناسبت = اړیکه «مؤنث،ن .» (لهج)
مؤثر = آغېزمن «مذکر،س .» (لهج)
موازي = جوخت « ستاینه» (لهج)
موقف = دریځ « مذکر، ن .» (جو)
میلاد = زېږه « مؤنث،ن .»(لهج)یا کالیزه «مؤنث، ن .» (جو)
ن - نامکمل = نیمګړی « ستاینه» (لهج)
نتیجه = پیلامه «مؤنث،ن .» (جو)
نسل = پښت « مذکر، ن . » (لهج)
نصیب = برخلیک « مذکر ،ن . » (جو)
نفرت = کرکه «مؤنث،ن » (لهج)
نماینده = استازی «مذکر،ن .» (جو)
نوبت = وار یاځــَلّ «مذکر،ن .» (لهج)
و – واقعه = پېښه « مؤنث، ن .» (لهج )
وسیله = چآره «مؤنث،ن .» (لهج)
وطن = هېواد «مذکر،ن .» (لهج)
هـ - هدف = موخه «مؤنث،ن . »
همیشه = تل «قیدیاتړونکی» (لهج)
هیئت = پلاوی «مذکر،ن .» (جو)
ي - یار (رفیق) = ملګری « ستاینه اومذکر،ن . » (لهج)
یونيورسیټي = پوهنتون «مذکر،ن .» (جو)
دغه اصطلاحګاني اودغسي نورلغاتونه هم سته،چي داټول معیاري دي؛ په لیکنه اوخبروکي
په کارځي . دغه ګړي ټوله چي جوړي سوي دي ادبي ښکلا لري اوهم دعربي پر اصطلاح
برابراو موزون دي،څرنګه چي پورته لیدل کیږي .
اصطلاح هغسي یوه ګړه ده،چي په ادب یافن اوعلم کي بېله خپله ځانګړې مانا بله ماناهم لري . لکه په پښتو کي دغه اصطلاح : «پوړ» اصله ځانګړې مانایه ده طبقه یامنزل . داتعمیر څو «پوړه» دی؟ دغه تعمیر پنځه پوړه دی . دکندهار چل زینه څوپوړه ده ؟ هغه څلوېښت پوړه ده . بله ادبي مانائې بېله دخپل اصلي ماناڅخه درجه یا «رتبه» ده . دساري په توګه : نن دبهرني وزارت لوړپوړي مامورین راغلي وه . بله اصطلاح : (څپه)اصله مانایه ده موج . داوبو څپه یا دږغ څپه او دغسي نور . بله ادبي مانائې بېله دخپل ځانګړي ماناڅخه سېلاب ده . دبولګي په توګه : «ورته» دغه ګړه څوڅپې لري؟یاني دغه کلمه څوسېلابه لري؟
عربي اصطلاحګاني که زموږ دژبي په څواصطلاحګانوسره ژباړه سووي علت ئې دغه پورته دلیل دی .
دغه عربي ماناسوي ګړي هم په لیکنه کي په کار ځي،ځکه هغه هم خپل استعمال لري . ښه خبره دا ده،چي موږ ورته همسنګه ادبي ګړه لرو .
که ودغه ګړو ته پایښت ورکړه سي دغه لیکنه ئې کنجایش نه لري؛نوځکه پردغه څوګړو دګرانو لوستونکودپوهاوۍ لپاره بسنه وسوه .

اخځونه :
۱- پښتو - الماني قاموس احمدولي اڅکزی
۲ - Lehrbuch des Pashto (Afghanisch) von Dr. sc. Manfred Lorenz
۳ - Persisch-deutsches Wöterbuch von Farhad Sobhani