د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوکتورنجیب د پیر او شخصیت نیمګړی انځور

سرلوڅ مرادزی 21.09.2013 02:22

پر ماته کښتۍ ناست یم، توپانونه دې په مخ کې
په دغه لار یي بیا یم که وم، وم که نه وم، نه وم
علامه، قیام الدین خادم
د افغانستان واکمنۍ ته د دوکتور نجیب الله راتګ، ریښتیا هم پر یوې ماتې کښتۍ له سفر سره چې د سمندر توپاني څپو پسې اخیستې وي، تشبیه کېدلای شي.
ماته کښتۍ د هغه مهال دولت او ګوند وو چې تګلار او اندتوګه يي بېکاره او زړه شوې وه، خو یو شمېر پلویانو يي هغه نه شوه درک کولای او یا يي په نورو لاملونو د هغو د بدلون او تغییر مخه نیوله او توپاني څپې د افغانستان په میدان د ختیځ او لویدیځ سړه جګړه او له افغانستانه د پاکستان او ایران تاریخي غچ اخیستل وو چې دوی داسې فرصت ته په تمه ناست وو او نجیب باید په داسې حالاتو کې لومړی د ګوند په اندتوګه او تګلار او بیا په دولت کې د ګوند د ونډې له لار، ژور بدلون راوستی وای چې افغان ملت سره يی د سولې ساحل ته په پوریستلو کې مرسته کړی وای، که څه هم نجیب د ملي روغې جوړې د تګلار په غوره کولو په دې اړه لومړني ګامونه واخیستل خو روستی بری ته د وخت او ځواکمنو پلویانو اړتیا وه چې په هغه چاپیریال کې داسې څه، شوني نه وو!
بلخوا که څه هم دولت او د وطن واکمن ګوند هغه مهال په ښکاره او له بهره سلامت او یو موټی ځلیده، خو په مغز او تنه کې يي یوخوا د جمعیت او نظارشورا مذهبي توندلاروسیکټاریستانو ځاله جوړه کړې وه چې د دولت او ګوند د وړاندې شوې تګلار پرځای يي خپله سیکټاریستي او سمتي تګلار مخې ته بیوله خو په ښکاره يي د هغې د پټولو لپاره د دولتي تګلارد پلیتوب چیغې وهلې او بلخوا په ګوند او دولت کې پاکستاني او ایراني اجیرانو دېره جوړې کړې وه چې دوی هم فرصت غنیمت ګاڼه او پر دولت او ګوند يي د مرګوني ګوزارونو، اسره نه کوله!
همداراز که په ګوند او دولت کې د یاد شویو ورانکارو سره، اورګډې شوروي پاله ډلګی یوځای وګڼل شي، په ګونداو دولت کې د هیوادپالو او خپلواکپالو شمېره او اغیز نورهم راټيټېدای شي.
اوس د څو لسیزو روسته کله چې څوک د نوموړي شهید د واکمنۍ د پیر کورنۍ توپاني پېښې او یا په کور دننه د وخت ټګمار لوبغاړې اوهمداراز د هغه وخت سیمه یز او نړیوال سیاسي چاپیریال ګوري او بیا د داسې پېښو او د هغو د لوبغاړو په منځ کې د نوموړي، په دریځ او چلند کې د هغه شخصي ځواکمني تر سترګو تیروي، په قوي اند، تفسیر یسیر يي د علامه خادم صیب په یادشوي بیت کې په ښه او بشپړه توګه بیان شوی دی.
دوکتور نجیب الله، افغانستان کې داسې مهال واکمنۍ ته ورسید چې د افغانستان پر مورچل د لویدیځ او ختیځ ترمنځ څو لسیزه سړه جګړه، د لویدیځ په ګټه د مېوې د اڼولو او د کوچو او پیروي د راټولو کچې ته رسیدلې وه. همداراز د سیمې هیوادونه او ګاونډیان چې ددې جګړې په شپول کې ښکېل وو، اوښ يي باید او له ناچارې ورځې د جګړې د فاتح پر ورشو چوو کړی وای. په ګاونډ، لویدیځ او په کور دننه، هیوادني ځواکونه د جګړې د نړیوالو او سیمه یزو ګټونکو په خوښیو او مستیو کې پر اتڼ ورګډ وو او په دولت او وطن ګوند کې ځینو نورو بیا د پخواني شوروي په پردي غم کې اوښکې تویولې او د ځینو نورو لپاره هیوادنۍ ګټې هسې بابیزې خبرې ګڼل کېدلې!
په داسې مهال د افغانستان ماته کښتۍ د خونړیو توپانونو منځ کې ګیر او د خپلواک افغانستان داعیه له هر لورې تر تورو لوخړو لاندې وه!
که څه هم نړیوال، سیمه یز او کورني میراثي چاپیریال، د دوکتور نجیب او د هغه د پلویانو لاس او پښې تړلې وې خو بیا هم د هیواد ژغورنې لپاره د نجیب د ملي روغې جوړې تګلار او په افغان دولتي واک کې د ټولو افغانانو د ګډون لپاره هلې ځلې د هغه شخصي ځواکمنۍ، هوښیارتیا او وړاندلید، څرګندوي چې سترګې پټول پرې له انصافه لیرې خبره ده.
دوکتور نجیب په یوه وخت، په دولت او ګوند کې د ببرک کارمل په سرخېلۍ د پر چمیانو له دې ګواښ چې نوموړی په خټه پښتون او نه ښايي واکمني يي ټینګه او پیاوړې شي او د خلقیانو له دې پيغور چې هغه پرچمی دی او باید کمزوری وي، مخامخ وو. یانې نجیب د ملي روغې جوړې په تګلار او د متعصبه ګوندیانو له مطلقه واک څخه پراخ بنسټه واکمنۍ ته د واک لیږد په ګنا، د دواړو تنګنظرو ډلو تر پرله پسې ګوزارونو لاندې و چې پخوا هیڅکله د ګوند په تاریخ کې داسې نه وو، لیدل شوې.
د ببرک په مشرۍ یو شمېر پرچمیانو په ۱۹۹۲ کال د نجیب په وړاندې کودتا وکړه چې د نظارشورا او جمعیت سره يي د روسانو په ملاتړ، مخکې له مخکې تنظیم کړې وه. دوی په دې کودتا کې نه یوازې د ملګرو ملتو تر څار لاندې بې پرې او لنډمهال حکومت ته چې د پخواني دولت او د وطن ګوند ونډه هم پکې خوندې شوې وه، د دولتي واک لیږد شنډ کړ، بلکې په ګوند او دولت کې يي خپل پخوانې همفکران د نظارشورا او جمعیت په پښو کې لکه د قربانۍ ګډوري خرخره کړل!
ددغه کودتا له پېښېدو مخکې او د هغې په اړه، دوکتور نجیب د هیواد پوځیانو ته د یوې غونډې په ترڅ کې وړاندوینه کړې چې دا وړاندوینه يي بیا کله چې کابل کې د ملګرو ملتو په حریم کې دېره وو، په یوه لیکنه کې کښلې، په دې لیکنه کې یوځای وايي « د یکشنبه په ورځ ( ۱ ) مې له ټولو جنرالانو او د وسلوالو درې ګونو ځواکونو له منسوبانو سره غونډه وکړه او ورته ومې ویل چې د جمعې په ورځ، یوه بې پرې کمیټه چې په هیڅ ګوند او تنظیم پورې اصلآ نه ده تړلې او له هغې سره ټولو، زموږ په ګډون توافق کړی، کابل ته رارسیږي او له هغه اعلاميي سره سم چې ما خپره کړې، واک ترلاسه کوي. له ۳۵ تنو څخه يي ۱۸ تنه د جمعې په ورځ، کابل ته د راتګ لپاره چمتو دي. دغه کسان ځان سره او یا خپلو جیبونو کې کومه اردو یا ژاندارم یا امنیتي ځواک نه راوړي بلکې اړ دی چې ستاسو په وسلوالو ځواکونو او دولتي ادارې ډډه ولګوي او تاسو هم له هغوی سره ریښتیني همکاري وکړۍ. بله دا چې ملګري ملتونه هم د هغوی او ستاسو ترڅنګ دریږي. ۴۵ ورځې روسته د ټولو افغانانو« لویه جرګه یا افغاني مجلس یا شورا» یوه غونډه کوي، د توافق شوي وخت، یو کال یا یونیم کال لپاره یو لنډمهال حکومت جوړوي، لنډمهال اساسي قانون تصویبوي او ټولټاکنې ترسره کوي او په دې توګه سوله راځي او جګړه پایته رسیږي. زه قربانۍ او له واک څخه تیرېدلو ته چمتو یم، تاسو ټول پخپلو ځایونو پاتیږۍ. پام کوۍ کومې پېښې ته لاس وانه چوۍ او کومه کودتا ونکړۍ چې لومړی پکې خپله سوځۍ. یوه اوږده وینا چې ثبت شوې خو خپره نه شوه، یوه تاریخي وینا چې روسته به يي ووینۍ، د دوی غوږونو مې پرانیستل، ځکه له پلانونو څخه خبر، وم. ښايي ووایاست ولې دې دا پلانونه شنډ نکړل. داسې څه مې کولای شول، باید بیا مې تورې ته لاس وړی وای، په داسې حال کې چې یوه میاشت مخکې مې د خپلې استعفی اعلامیه خپره کړې وه. بیا به وګړو، نړۍ، ملګرو ملتو او ټولو ویل چې نجیب درواغ ویل، یوخوايي د سولې د بسیا لپاره واک پریښود ته چمتوالی نیوه او بلخوايي د واک ساتلو لپاره تورې ته لاس ور وړ او خلک يي په چړې ټوټې کول. هغه یو ځانواک پال دی نه سوله پال. ځواکونو به بیا دننه او بیرون حالات نورهم خرابول او ددې ټولو ویجاړیو تاریخي پړه به زما پر اوږو بارېده، لکه نن چې د نورو چلوټیانو او توطیه ګرو پر اوږو وربار ده. هغه وخت به نه ملګري ملتونه ما سره وای او نور په لسګونو منفي مسایل، خلکو او تاریخ ته به مې څه ځواب درلود، نړۍ او ملګرو ملتونو ته به مې څه ځواب وایه... خوله بده مرغه ويي نه منله! »
د دوکتور نجیب په هیوادپالنه او دهیواد ژغورنې په هڅو کې څه شک نشته، خو په توپاني حالاتو کې چې یوخوا د ببرک په مشرۍ د پرچمیانو غوښنې برخې دده په وړاندې، د نظارشورا او جمعیت سره لاس یوکړی و او بلخوا د تڼي په مشرۍ د خلقیانو یوې غټې برخې لا پخوا پر نجیب ګوزار کړی و، له ده څخه يي د پوځي غبرګون امکان اخیستی و او ده لپاره ښه او مناسبه تګلار همغه وه چې خپله يي غوره اوعملي کړه.
روسته د دوکتور نجیب دغه وړاندوینه، احمد شا مسعود د پروان او کاپیسا ولایتونو خپلو پلویانو ته په وینا کې چې ویدیويي کلیپ يي په بېلا بېلو بریښناپاڼو کې ترلاسه کېدای شي، کت مټ داسې بیان کړې ده « دا د پروان او باګرام نیول وو چې اصلآ چا په روستیو شېبو کې د داسې یو حرکت تصورهم نه شو کولای. تاسو پوهیږۍ چې یوازې یوه ورځ پاتې وه، یانې یوه ورځ روسته بې طرف حکومت، کابل ته روان وو او په شا کې يي د ملګرو ملتو ځواکونه هم کابل ته رسیدل. یوازې په روستۍ ورځ مې وویل چې الحمدالله د چلوټې مخه ونیول شوه او دغه ویاړ خدای د پروان او کاپیسا د خلکو په برخه کړ او دې خلکو پخپلو سرښندنو سره پروان ونیو، باګرام یي ونیو او یوځل پاڼه په بل مخ واوښته....»
مسعود په پورته خبرو کې غواړي کابل ته د بې طرفه حکومت راتګ او په شا کې يي د ملګرو ملتونو د ځواکونو د راتګ مخنیوی، په هغه مهال دولت کې د ببرک په مشرۍ د پرچمي ډلګۍ سره د شریکې کودتا پرځای، د پروان او باګرام د خلکو پرغاړه وراچوي.
همداراز دې څخه مخکې د پاکستاني واکمنو په ملاتړ د جنرال شهنواز تڼي د ۱۹۸۹ کال کودتا هم، د نجیب په مشرۍ د ګوند او دولت د نویو تګلارو د ماتولو لپاره په پام کې نیول شوې وه!
ددې کودتا یوه موخه دا وه چې که د شهنواز تڼي په وسیله، د نجیب په مشرۍ رژیم نسکورشي خورا ډېره ښه او که نه د خلقیانو یو زیات شمېر به له نجیبه ناراض او مرور شي او د سبا لپاره کله چې ببرک، د نظارشورا او جمعیت په ملاتړ پر نجیب ګوزار کوي، نجیب به د خلقیانو په وجود کې د پوځیانو او په ټوله کې د پښتنو له ملاتړه بې برخې شوی وي او نسکورول به يي اسان وي، لکه څنګه چې روسته همداسې وشول!
بلخوا ټولنه کې هم د دوکتور نجیب شخصیت، د بهرني او په تېره بیا د پنجابي دوښمن په دې تور چې نوموړی یو مهال د خاد مشر او د شوروی دوست تېر شوی، تر پرله پسې ګوزارونو لاندې وو.
خو ددې ټولو ناخوالو په وړاندې نجیب د خپل، واک په پیر کې ځینې داسې پوځي او سیاسي بریاوې لري چې د هغه هیڅ حریف او سیاسي سیال يي له پامه نه شي غورځولای.
دوکتورنجیب، د لویدیځ په ملاتړ د پاکستان د چلوټو او بدماشیو په مستیو کې بیا هم هغه دولت سره د ژنیو د سولې تړون لاسلیک کړ چې که پاکستان په هغه تړون کې خپله ذمه واري په بشپړه توګه پلی کړی وای، نن به نه د افغانستان، نه د پاکستان او نه زموږ د سیمې حالات داسې کړکېچن وای، بلکې افغانستان او سیمه به د ترهګرو له ځانمرګو بریدونو او اوسنیو پوځي مخامختیاوو څخه ژغورل شوی وای!
په دې تړون کې چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ژنیو کې د ۱۹۸۸ کال د اپریل په ۱۴ مه یا د ۱۳۶۷ کال د غوايي په ۲۵ مه، د پخواني شوروي اتحاد، امریکا او ملګرو ملتو استازو په مخکې او د شوروي او امریکا په تضمین لاسلیک کړ، په هغه کې د نورو تر څنګ، په دې ټکو ټینګار شوی وو :
د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د بندیدا په موخه، پاکستان او ایران کې د وسلوال اپوزیسیون د دفترونو، روزنغالو او دوی ته د وسلو او پيسو د ورکړې بهیر په ټپه دریدا، هیواد ته له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په عزت د راستنیدو لپاره امکانات برابرول او کډوالو ته د نړیوالو ټولنو لخوا مالي مرستې او د تضمین په بریالي پلیتوب، له مخکینۍ ټاکل شوې نېټې سره سم د شوروي ځواکونو د وتلو پیل.
که څه هم د ژنیو تړون د پليتوب ذمه وارۍ یوشان د دواړو دولتونو پرغاړه وه، خو هغه یوازې افغان لورې پلې کړه او له افغانستانه يي د شوروي اتحاد د ځواکونو وتونلار اواره کړه. پاکستاني لوري د ژنیو تړون د پریکړو په خلاف چې افغانستان ته يي باید د هغه مهال د ترهګرو د رالیږد مخه نیولای وای، ترهګر نورهم پیاوړي او وسلوال کړل چې د ۱۳۶۷ کال د کب د ۱۶ نېټې د جلال اباد جنګ او تیری يي څرګنده بېلګه ده.
د جلال اباد جګړه هم د نجیب په مشرۍ افغان ځواکونو وګټله او پاکستان د ژنیو تړون په لاسلیک له سیاسي ماتې سربېره په پوځي برخه کې هم لویه او شرمېدونکې ماتې وخوړه. کله چې پاکستان د ترهګرو په وسیله، په مخامخ جګړه کې بری ترلاسه نکړ، په نظام کې دننه يي د جنرال تڼي په لاس په ۱۳۶۸ کال کې پوځي بغاوت ته لمن ووهله اوغوښتل يي هغه څه چې د جلال اباد جګړه کې يي نه وو ترلاسه کړي، د تڼي په بغاوت کې يي لاس ته راوړي. البته لکه څنګه چې ولېدل شول، د پاکستان دا هیله هم شنډه شوه او له رسوايي پرته يي نور څه په برخه نه شول!
ښايي نجیب په تېرو او راوروسته ولسمشرانو کې یوازیني هغه، وګڼل شي چې د ورپاتې دولت او ګوند، زړه او له وخت لوېدلې تګلار او اندتوګه يي حلاجي کړه او له سموونکو نیوکو روسته يي له بیخه بدله کړه. هغه بیرته د افغانانو ترمنځ روغې جوړې او پخلاتوب ته راستون شو او پرهغې د شهادت تر پولې ټینګ ودرید چې پخوانیو هغو، له پامه غورځولي وو. نجیب د خبرو او عمل تر منځ واټن لیری کړ او خپلو ټولو وعدو ته ژمن پاتې شو چې ویاړلی مرګ يي ددې خبرې څرګند ثبوت دی!
دوکتورنجیب له مخکې ویلي و « له ډېر پخوا، حتی له میاشتو او کال مخکې پوهیدم چې حالات به دا شان بدلون مومي او زه به یوازې پاتیږم، که وشم کولای دغه ماته کښتۍ له دې حالته چې توپاني کیږي، کوم لوري او یا کڅ ته خوندي پورې باسم. پوهیږم له سختو خطرونو سره مخ یم خو چاره نه لرم، زما ولس پرما دا حق لري»
ویل کیږي چې تاریخ د فاتحانو لخوا او د هغو په ګټه لیکل کیږي، خو نه د ۱۹۹۲ کال په کودتا کې کودتاچیان او نه په ۱۹۹۶ کال کې پنجابي طالبان، د دوکتور نجیب په ګوښه کېدو او شهادت کې، فاتحان وګڼل شول، بلکې په دواړو وطن دوښمنه او افغان دوښمنه پېښو کې د دوی مخونه تور او تاریخ د نجیب او د هغه د لارې په ګټه لوری ونیو!
که څه هم د هغه شخصیت د یوه افغان انسان پتوګه له خپلې ټولنې، لکه بله هره ټولنه، پورته نه شي جوړیدای، خو په ډېرو ښېګڼو سره هغه د خپلې ټولنې یو وتلی ریښتیني او سپيڅلی افغان مشر و.
اروا دې ښاده وې !
یادونه :
( ۱ ) دا هغه یکشنبه ده چې مخې جمعې ته يي کوداچیانو کودتا وکړه او د لنډمهال حکومت پرځای د مسعود ــ کارمل اتلافي حکومت ، کابل او ټول افغانستان د تنور په سرو لمبو کې وریت او تر ننه ښکېل وساته!
د دوکتور نجیب الله د اوولسم تلین په مناسبت