د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپاچا خان مستند فلم په هند کې

کابلی وال 17.09.2013 21:07

لنډ راپور :
دهند ي سینما  (بالیوود ) له خوا  دکشمیرد لداخ په نړیوال فلمي فیستیوال کې  دپاچا خان مستند فلم  په هند کې د افغانستان  لوی سفیر پرانیست

سرحدی ګاندي ،   دسولي مشال  !

دفیستوال لومړۍ ورځ :  (سپتامبر ۱۴ )  

له کیڼي خوا :   افغان سفیر ابدالی ، پروفیسور رشید ،  نامتو فلم جوړونکی راکیش میهرا ، ګلزار صاحب ،
 بالیوود هرکال  دښکلې کشمیر د لداخ په مرکز (لیح) کې دهندي فلمونو نړیوال فیستوال جوړوي ، په دغه فیستوال کې د هند نامتو فلم جوړونکې او فلمي لوبغاړې برخه اخلي ، خپل جوړکړي فلمونه په دغه نړیوال فیستوال کې نندارې ته ږدي ، دلته دخپلو فلمونو په راتلونکوپروګرامونو باندې بحثونه کوي او دنړۍ او ټول هند  له ګوټ ګوټ څخه  فلم جو ړونکي  اود فلم مینه  رابولي . دوی ټول دلته راځي او ددغه  نړیوال فیستوال  مادی او معنوي اړخونو ته پیاوړتیا وربښي .  فیستوال هرکال دمی  په ورستیو چې دهندوستان ګرمي خپلي لوړې کچې ته رسیږي جوړیږي . خو سږ کال په شمالي هندوستان کې زیات سیلابونه  ددی لامل شول چې دهندوستان په شمال کې زیاتو خلکو او ښارونو ته زیات تاوانونه ورسیدل. همداوه  چې پرهغه مهال بالیود هنرمندانو له هغو زیانمنو خلکو سره دخواخوږۍ په موخه  خپله ټاکې نیټه بدله  کړه  او د سپتامبر له  ۱۳ څخه  تر ۱۶ پورې نیټه یې دښکلي لداخ په ښار کې ورته غوره کړه .

ددغه فیستوال پرانیستونکې غونډه د لي (لیح ) دښار په لوی تالار کې د  لسګونو مینه والواوګډون کونکو دتودو ولولو  په ترڅ کې  دسپتامبر په ۱۳ دماښام په  ۷بجو د شمو په لګولو سره  دسیمې  د دولتي مسوولینو او دبالیود داړوندانو له خوا پرانستل شوه ، په دغو مراسمو کې  د نامتو فلمی شاعر ګلزار صاحب  ، نامتو فلم جوړونکو لکه  راکش میهرا ، ویشال باردواج  ، مدهو بندارکر  ، اپرنا سین ، نامتو کاناډایی فلم جوونکو میرمنو  تری مک لوهن  ( دپاچان دمستند فلم جوړونکی ) ،  هنې ، میرمن ریکا ،  دشیام بنی ګال  مرستیا ل ښاغي روي  ، دهغه میرمنې او په لسګونو نورو زلمو لوبغاړو او دایرکترانو برخه اخیستی وه .  په پرانیستونکې غونډه کې له هغه وروسته چې میلمنو او په سرکې دافغانستان لوی سفیر ښاغلي شیدامحمد ابدالی ته  ددغه فیستوال د جوړونکی  ویم ویلیم  له خوا هرکلي وویل شو  ښاغلو  ګلزار صاحب ، راکش میهرا ، ویشال بارددواج  ، اپرنا سین ، او سیمه ییزو چا رواکو خبرې وکړې او ددغه لوی نړیوال فیستوال ا همیت یی  دشمالي هندوستان په دغه ښاعلی غرني ښارکې په ګوته کړ،  دپرانیستونکې غونډې  په پاي کې  دسیمینار ګډون کونکو د دغې  لویی غونډې مشرمیلمه دافغانستان سفیرښاغلی ابدالی ته سره له دي چې په دغه ورځ  دهغه وینا په پروګرام کې نه وه بلنه ورکړه چې په دغه اړه  خپل احساسات له ګډون کونکو سره شریک کړي . ښاغلي ابدالی دخپلو لنډو خبرو په ترڅ دهالیوود ددغه نوښت ستاینه وکړه ، فلم او فلمي صنعت یي د ملتونو او هیوادونو ، دفرهنګونو او انساني ارزښتونو او طبعیت پالنې ترټولو مهم راز وباله اوهم یې په افغانستان کې دهندي سینما اودهغې پرمقبولیت باندې له تیرو اوو لسیزو راپه دیخوا رڼا واچوله اوپه هغې یې دخانانو اودهغوی په نه هیرو دونکو هلوځلو باندې چې دګډو انساني ارزښتونوپه برخه کې کارکوي ستاینه وکړه.   ددغو مراسمو په پای کې  د راکش میهرا جوړکړي فلم ( باګ میلکا باګ  ، تښته میلکا تښته ) چې دهند دویش پرمهال دیوه تباه کوري  ماشوم کیسه ده نندارې ته وړاندې شو.



دفیستوال دویمه ورځ :  (سپتامبر ۱۴ )
سینما توریزم ته وده  ورکوي ... ابدالی


په پوره څلورو بجو دلداخ دنړیوال سیمینار د ارزونې غونډه  ددغه ښار په لرغوني سبک جوړشوي هوټل کې جوړه شوه ، په دغه غونډه کې د لداخ دسیمې  دولتی مشر یا زموږ په وینا ولسوال خبرې وکړې اوله ها لیود لوبغاړو او دایرکترانو څخه یی د زړه له کومي مننه وکړه چې  ددغه فیستوال په جوړولو سره یی د لداخ دخلکو په اقتصاد او دژوند په کچه کې یو نوي بدلون رامنخ ته کړ، ددغې ولسوالۍ مشر وویل چې  داد هالیود  دملګرو هڅې او مرستې وې چې  د ( دری احمقان ) او (تښته میلکا تښته ) او شاه رخ خان  دفلمونو په شوټنګ سره  چې په لداخ کې ترسره شو  دهندوستان په توریستې بهیرکې لداخ  یوڅرګند بدلون شو ،  پخوا زموږ دتوریزم شمیره په کال کې داسې وه :
۱ خارجی سیلانیان   ( څلویښت زره )
۲ کورنۍ سیلانیان   ( پنځوس زره  )
خو په تیرو دووکالوکې په دغه شمیره کې  دالاندي بدلون رامنځ ته شوی دي :
۱ خارجی سیلانیان   (  پنځه څلویښت زره )
۲ کورنۍ سیلانیان   (یولک او څلویښت زره   )
دلداخ فیستوال له شکه پرته د دغې له نظره لویدلې سیمې په اقتصادي او مالي وړتیا کې دپاملرنې بدلون رامنځ ته کړې ، دخلکو پاملرنه د زده کړې ، تجارت ، فرهنګ او علمي پیاوړتیا په لور اوښتې ده او په ډیره لنډه موده کې دهالیود ددغه ابتکار له امله چې د هند دنامتو فلم جوړونکی  (شیام بنی ګال ) په لارښونه ترسره شو ، برسیره پردې چې دخپل هنري رسالت په برخه کې یی خپل وړ تیا وښوده ، دوی دهند د اقتصادي او فرهنګی پرمختیا په برخه کې هم خپله ټاکونکي دنده ترسره کړې ده .
 په دغه غونډه کې دافغانستان له سفیر شیدا محمد ابدالی څخه بیاهم  هیله وشوه چې  د ارزونې په برخه کې  دهندي سینماپر بریاوو او له افغانستان سره دهغې  په راتلونکې  تړاو  خبرې وکړې .  ښاغلی ابدالی په دغه برخه کې  په لنډو خو په هراړخیزه توګه وویل :
«  له ډیرپخوا څخه موږ په افغانستان کې  دهند له سینما دهغې له نامتو لوبغاړو او دهغو له کارواییو سره بلد یو ، دافغانانو لیوالتیا له هغې سره  آن دهند ترخپلواکۍ دمخه او له هغې راوروسته روانه ده ،هندي نومیالی لوبغاړي چې څومره مقبولیت په هندکې لري هغومره یی په  افغانستان کې هم  لري ، کله چې موږ  په دغه اړه په دوه اړخیزو اړیکو باندې خبرې کوو  زه داوایم چې لومړي باید افغانان اوهندیان  ( په تیره اوسنۍ نسل ) دغې پوښتنې ته قانع کونکی ځواب ورکړي  چې موږ څه کړي او اوس څه کولای شو ؟  .موږ داحق لرو داخبره وکړو چې زموږ ټولنې ولي  وروسته پاتې دي ، موږ داحق لرو او داخبره هم له پامه ونه غورځوو چې دا سمه ده  چې موږ له یوه بل سره فزیکی پولې لرو خو فرهنګی هغه ګردسره نه لرو . زموږ احساسات او زموږ معنویات او زموږ تاریخی شتون  تردغو فزیکی پولو ډیرلوړاو دپاملرنې وړ دي . کشمیر اوکابل له هرپلوه په تاریخی لحاظ ډیرنږدي پاتې شوي دي ، دواړې سیمې یو رنګه موسم لري ، او ترډیره حده یی طبعیی ښکلاوې او طبعیت هم سره ورته دي ، څومره به ښه وي چې افغان او هندي سینماګران داسې فلمونه جوړکړي چې  په هغوکې د دواړو هیوادونو طبعیی ښکلاوې اود ټولنیز ژوند ارزښتونه  بریاوې اوماتې  لکه چې  د ارواښاد فیروز خان او امیتا بچن په خدا ګواه ، د شیام بنی ګال په  (سوبهاش چندرابوس یا هیرشوی اتل  او په لسګونو نورو هنري اومستندو فلمونوکې  انعکاس موندلی یوځل په نویو فلمونو کې هم انعکاس ومومي .  زموږ سینماوې باید زموږ له هیوادو او خلکو سره دامرسته وکړي چې دخپلو پیغامونو په ترڅ کې  موږ ته له خپلو خدای راکړیو سرچینو لکه طبعی شتمنۍ ، لمر او اوبو څخه دخپلوخلکو په ګټه زموږ ملي شي  ، سینما توریزم ته وده ورکوی او دملتونو دملي اقتصاد په وده کې فعاله برخه اخستلای شي  ، لکه چې دکشمیرله هر درې څخه  څپانده سیندونه راوځی ، زموږ هیواد افغانستان همداسې دي . زه او زما خلک په دي باوری یو چې موږ له هند سره په هره برخه دښوهمکاریو نوي تګلاره پرمخ بیولی شو  په تیره بیا د تجارت ، فلم او کلتور په برخوکې . خو په دي شرط چې موږ دهمدغو دریو برخو په ترڅ پریو بل باندې داسې باور ولرو لکه چې زموږ تیرو  مشرانو  پاچا خان ، مهاتما ګاندي  امان اللخ خان او سوبهاش چندرابوس درلود . زموږ دملتونو دبري رازهم به هم  په دغه برخه کې وي چې زموږ اوسني نسلونه په دغو ارزښتونو او تاریخی تسلسل باندې له یوې خوا پوه کړل شي او له بلی خوا پرې باوري شي . موږ او هندوستان په سیمه کې دوه ملګري هیوادونه یو چې ګډ تاریخ او فرهنګ لرو ، ګډ دوستان او ګډ دښمنان لرو همداده چې له یوه بل څخه نه دتاریخ په اوږدو کې اونه هم اوس لرې پاتې شوي یو . ځکه نو زه ډاډ درکوم چې دهندی بالیوود او افغاني سینما دګډو هڅو او ګډو فیستوالونو په ترڅ کې کیدای شي دغه دواړه ملتونه او د دوی راتلونکې نسلونه نورهم له یوه بل سره نژدي شي چې دا کار موږ دخپلې دوستي دهغه معیار پربنسټ کولای شو هغه چې موږ ته له ګاندي جی او فخرافغان څخه په میراث پاتې دی . »
د وړاندیزونو او لرلیدونو دغه بحث د نامتو فلم جوړونکی مدهور بنډارکر په وینا او د اوریدونکو له خوا په پوښتنو سره پای ته ورسید .

دفیستیوال دویمه ورځ  دما ښام  (۶) بجې
سرحدی ګاندي ،   دسولي مشال  !
د لیح دښاردغرو پرلوړو څوکو باندې  مازدیګري لمر خپلې  زیړې وړانګې  دسږني کال دپاتی شویو سپینو واورو پرمخ په خورا آرامۍ سره دخداي پاماني په پلمه خورې کړې وي .  دهمالیا دلوړو څوکو یخنې په دغو شیبوکې دومره پیاوړې وه چې د دغې یوستوې غوړیدلی  واورې پرلیکویی هم کوم اغیز نه ښانده ځکه یی د ځان لپاره د ډوبیدو لاره پرده وبلله او ځان یی ترې پناکړ ، لاما ښام شوې نه و چې د  لیح دښار په ادیتوریم کې په سلګونو نندارچیان نن دیوه فلم او یو نامتو نومیالی دکارواییو تاریخی تسلسل ته سترګې په لاره وو ، هغه چې دهند په نیمه وچه کې یی خلک د  سرحدي ګاندي په نامه پیژني ، هو ، پاچاخان ، خان عبدالغفارخان ، هغه چا چې  په ټول ژوند کې یې د انسان دخپلواکۍ او نیکمرغۍ په خاطر مبارزه وکړه ، اوځان یی په معنوي لحاظ  دهغو زړونو تل ته ورساوه چې دهغو تسخیر هم لکه د همالیا او هندوکش لوړو ته ختل څه آسانه کارنه و او نه  دي .  دفیستوال د ډلی ځوانې انانسرې د افغانستان پرسفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالی غږ وکړ چې ددغه لوی انسان فخرافغان د مستند فلم ترنندارې دمخه خپلو په سلګونو ننداره چیانو ته  خپلې خبرې واوروې ، ابدالی په انګریزي ژبه خپله وینا چې د هند او افغانستان ، دمهاتما ګاندي او پاچاخان د اړیکو په اړه پیل کړه ، ښاغلی ابدالی کله چې ددغه فلم د جوړونکې  (تري میک لوهن ) څخه دهغې ددغو (۲۲ ) کلنو هڅو قدردانی ، ستا ینه  او مننه وکړه  وویل  چې :  

افغان سفیر د پاچان دمستند فلم د پرانیستلو پرمهال د وینا په حال کې
 ترهرڅه دمخه ددغې مهمې غونډې له جوړونکو څخه  چې ماته یي په دغه درنه غونډه کې دګډون بلنه راکړې ده  دزړه له کومي مننه کوم  اود  اغلې تری میک لوهن  چې دخپلو اوږدمدتو هلوځلوپه ترڅ کې یی  دپاچاخان دسولي مشال دمستند فلم په ترڅ کې ترموږ او نړیوالو پورې را ورساوه  قدردانی کوم .  زه پوره باور لرم چې موږ به له دغه مستند فلم څخه  د افغانستان او دهند دنیمې وچې د تاریخ ددغه اتل له تلپاتي  کارنامو څخه ډیرڅه زده کړو .  دسولې مشال ، هغه مشال دی چې دهغه په رڼاکې به موږ د پاچاخان او مهاتما ګاندي دعدم تشدد فلسفه چې په هغې کې دهیڅ ډول نژادي او قومی تعصب او توپیراو لوړتیاغوښتنې لپاره ځان نشته په عملی توګه تجربه کړو ، او داباوردی چې  دهغه ایدیا او فلسفه به موږ ترهغو جوړوشویو پولو چي د ژبی ، تنګ نظرۍ ،توکم پالني او تنګ نظریو غوښتنو  پربنسټ جوړې شوې هغې خواته  دانسانی هڅو ، انسانی یووالی ، سولې  او ټولنیزي خوشالۍ  په لور لارښونه کړي ...  پاچاخان دخپلې مبارزي په ترڅ کې کله هم یوازې نه و ، له هغه سره د پرګنو ملاتړ و ، له هغه سره د ده دحقي لارې پیغام مل و چې ده  دهغه په زور د ښکیلاک او توپیر پالنې پرضد دخپلواکۍ پیاوړي غږ پورته کړ او هغه یی  دسولی او ګډ ژوند په لور یوه اخلاقي فریضه وبلله .  دپاچا خان لارښونې موږ ته یو لارښود میراث دي چې دسیمې دهیوادو په پته خپله لارښونکې دنده اوس هم له یاده نه باسي ، پاچاخان زموږ د هیوادو ترمنځ پرمصنوعي پولوپه بی مانایی  برسیره داهم په ګوټه کوي چې  باید حکومتونه  دنړي  په منځ کې ، دغه چې اوس یی دیوه کلي بڼه دځان لپاره غوره کړی دخپلو ګټو پر تعریف باندې ځانونه  پوه کړي ...
دښاغلی ابدالی د وینا له پای ته رسید و سره  سم  ، د  سرحدي ګاندي ، دسولي مشال فلم  نندار پیل شوه ،
 دغه فلم چي ټول ټال یو نیم ساعت دی

 په هند کې افغان سفیر ابدالی د دغه نړیوال فیستوال او دپاچان د فلم په اړه له خبریالانو سره
 دفیستوال د راپور پای
کابلی والا  نوی ډیلی هند