د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ساقي:

وکیلي 14.09.2013 18:31

ســاقـي راکـه می د میني یـمه ډېرخمار
چي زاهد را خبر نه کړې ګرم به سمه په وار وار
دربـه سـم وتاتـه هلته ویــنـم بــه جـانان
بهــانــه بــه کــــړم زه داچـــي بـــې هـده یم خمار
دپَــرّدې لـــه شـانه زاهـد کله وي خـبـر
داسمان لـه چمُــوخـمّـه رنـــدان تـل وي خــبــردار
ساقـي راسـه دنـیـا پاتـه لــه هــرچــانـه
پـــــه سـپــیــن ټـوک کي شاه اوګدا تللي بې اظِهار
په یوغړپ مي که ساقي له غمه خلاس
بـــلــکــي ســـم هَـمّــدم دجـــانـــان پــه ښــه دیـدار
شیخ اوزاهـدکله دي خبرله دې پټ رازه
چـــي لـــیـــده دپــیـــرمغــان هـــم لـــري اســـرار