د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درښتیا خوب

محمود نظری 13.09.2013 14:07

ورته وایم :
څه لا کوې؟
ووایه : خپلو وزیرانو ته
تاسو د ملت وزیران یاست
که د رذالت
تا ویل نور مصلحت نه کوم
خاین ورکوم
هیڅ دي ونه کړه!
هغه ته مې لنگته واچوله
هغه ویل مه کوه ؟
خوږیږم
ما ورته ویل :په خوږهم پوهیږې؟
په همدې گیرو دار کې
له خوبه راکښېنستم
خپله غاړه مې خپه کړې وه
ویل مي : کاشکي راویښ سوی
نه وای