د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شـــــــــــجاعي ته

عبدالصمد صمیم وردګ 10.09.2013 13:45

شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــجاعي ته
ته مــې د بام سر ته راخــــیژه دروازې مـــــاته وه په نیمه شپه کـــې مې د کور لــوښي پیالې ماته وه
زما میرمن زما اولاد له خواږه خوبه ویښ کـــــړه ستا د مردار ټوپک شپیلۍ باندې ېې خولې ماته وه
مونږه په سرو وینو کې پریږده چې کریږو مــــدام ته دی د عشق په نوم په جـــام بـاندې نشې ماته وه
ګـوره ظالــــمه دغه ظلـــم به زوال شــــــــي درته ننګ د بابا د هـــــر پښـتون مو د شمـــــلې ماته وه
نه به غرغښت نه به پښتون نه به ګوربت بدل شي ددغه غــــرونو کــــږلیچونو کــــې يې پښې ماته وه
د سترګــــــو رپ کـــې به دی لاس ګــــــریوان ته ورســوم
ته د صــــــمیم دغه شــــــعرونه او ټپــــــــې مـــــــــــــاته وه