د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان له زندان څخه خوشي شوې۷ طالبان څوک دي

نظرمحمد مطمئن 09.09.2013 22:05

د روان کال د وږي پر ۱۶مه رسنيو راپور خپور کړ چې پاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر پرمهال پاکستاني چارواکو ژمنه کړي وه چې ځينې لوړ پوړي طالب بنديان به د پاکستان له زندانونو څخه  خوشي کوي، دهغې ژمنې پر بنياد يې اوه تنه طالب زندانيان خوشي کړل.
ددغو خوشي شوو زندانيانو په اړه د افغان دولت غبرګون ډير سوړ او وروسته يې وويل چې پاکستان هغه طالبان نه دي خوشي کړي کوم چې افغان دولت يې غوښتنه کړي وه.
افغان دولت له تيرو دوو کلونو راهيسې ډيره هڅه کوي چې ملاعبدالغني برادر د پاکستان له زندان څخه خوشی او افغان دولت ته وسپارل شي.
داسي هم ويل کېږي چې ملابرادر آخند ته  به ویل شوي وي چې که دپاکستان او افغان دولت غوښتنې ومني او دقطر پر ځای دده له پاره په بېل او جلا نوم په اماراتو کې د طالبانو استازی دفتر خلاص شي، ولي ملابرادر به د پاکستان او افغان دولت همدغه شرط ته د منفي ځواب ویلو له امله په بند کې ساتل کېږي.
داسي ګنګوسي هم دی چې افغان دولت هڅه کوي چې ملابرادر او ملامعتصم آغان جان په ګډه د منځلارو طالبانو په نوم کار وکړي، او په دوبۍ کې د طالبانو سياسي او استازی دفتر ورکول شي.
زما په آند چې ملابرادر آخند به نه د طالبانو څخه پريکون ومني او نه به هم د ملامعتصم آغا جان سره په ګډه د منځلارو طالبانو په نوم يوځای کېدل او په دوبۍ کې دفتر خلاصيدل ومنی. همدغه لاملونه دی چې د ملابرادر آخند د بند موده هر ځل زياتيږي او له بند څخه نه خوشی کيږي.
 
اوسني اوه طالب بنديان چې خوشي شوي، څلور تنه يې پيژندل شوي کسان دی چې ملاعبدالمنان د هلمند ولايت نظامي مسؤل وو، او همدغه ملاعبدالمنان يو وخت برتانويانو ته يو ليک هم ليږلي وو چې په هغه وخت کې رسنيو خپور کړی وو، بل تن کريم آغا د مشهور ملا عبدالله ذاکري زوی دی، درېيم تن ملامحمد زی آخند دی چې د زنداني کېدو څخه مخکې يو وخت د کندهار ولايت نظامي مسؤل وو، او څلورم يې منصور دادالله د ملادادالله کشر ورور دی، د ملادادالله د وژلو په تور يې دوه طالبان په دي نامه اعدام کړل چې دوی يې د ورور قاتلان دی، په داسي حال کې چې هغوی بې ګناه وو، له همدي امله وه چې په هغه وخت کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد له خوا وشړل شو، او وروسته منصور دادالله د برتانوی جاسوس مايکل سمپل سره اړيکې ونيولي اودهغه سره يې اڼديوالی شوه، اوځينې داسي کارونه يې هم وکړل چې د طالبانو دتګلاري سره ښکاره مخالفت وو.
 
منصور دادالله د پاکستان د بلوچستان ولايت د پشين په سيمه کې د پاکستاني پوليسو سره لفظي شخړه وکړه، خبره دي ته ورسيده چې د پاکستاني پوليسو له خوا پري ډزي وشوي او بالاخره منصور دادالله ونيول شو.
 
درې نور کسان چې سيد ولي، ګل محمد او شيرافضل دي، په اړه يې ډير معلومات نشته، داسي هم ویل کېږي چې ممکن دغه نومونه به مستعار نومونه وي، که ددوی اصلي نومونه وښودل شي بيا به يې په اړه معلومات هم رابرسيره شي.
 
د طالبانو له خوا هم د  ۷تنه خوشي شوو بنديانو په اړه غبرګون هغه ډول نه دی لکه چې تير کال يې د ملانورالدين ترابي او ملګرو د خلاصون په اړه وو. طالبانو تر دي دمه يې  د اوه تنو خلاص شوو بنديانو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
 
له اوه تنه خوشي شوو طالب بنديانو څخه مخکې هم ۲۶ کسان د طالبانو په نوم د پاکستان حکومت خوشي کړل، له خوشي کېدو وروسته د هغوی د ځای ځايګي په اړه هیڅ معلومات نشته.
 
په ښکاره خو د پاکستان له خوا د بنديانو ازادول د سولې د پروسي سره د مرستې او افغان حکومت سره د ښه نيت له امله کېږي، ولي شنوونکې پر دې نظر دي، هغه طالبان چې په هيواد کې دننه د بهرنيو سره جنګيدلي وي، په پاکستان کې يې په زندانونو کې شکنجې تيرې کړي وي، له دغو بنديانو څخه دغه ډول توقع کول چې د افغان دولت د سولې پروسي، دافغان حکومت سره او يا هم د بېلو شوو څو تنو طالبانو سره يوځای شي، شوني نه ښکاري.
 
تر ټولو مهمه داده چې د بند په موده کې طالب بنديان د هيواد په اړه له روانو جرياناتو څخه ناخبره پاتي شوي، دا ډول د طالب مشرانو سره هم بې رابطې پاتې شوي وي، له همدې امله ده چې خوشي شوی بنديان به وخت ته اړتيا ولري ترڅو د هيواد له روانو جرياناتو ځان خبر او دا ډول له خپلو هم فکره او هم نظره ملګرو سره به تر مشوري وروسته پريکړه کوي، چې په کور ارام کښيني، بياځل د بهرنيو  او افغان دولت په ضدفعاليت کې برخه واخلي، او يا داچې يواځي خپلې مشوري له طالب مشرانو سره شريکې کړي، خو ددی  امکان ناشونی بريښې چې له دولت او يا هم دولت پلوه ډلو سره به يوځای شي.
 
د پاکستان له زندانو څخه پخواني خوشي شوي طالب مشران ډیری يې پر کورونو کښيناستلو ته ترجيح ورکړي.
زه د پاکستان له جیلونو څخه دافغانانو خلاصون ښه ګڼم، هر افغان چې د پاکستان له زندان څخه خلاصيږي، دا يو ښه خبر دی، او ټول شکيل لوري بايد چې پرته له سياسي او ګوندې ګټو په نظر کې نيولو د پاکستان له جیلونو څخه د افغانانو د خلاصون هڅې وکړي.