د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددین خره

محمودنظری 06.09.2013 15:31

طنز
دین د خلکو د ژوند  ښکلا او  هنر جوړوي
په دین  لږ خبر له ځانه موشه خر جوړوي
لویه ږیره، سپین کالي سپینه لنګوټه
دا شیان  یوازې د  انسان ظاهر جوړوي

طنز

دین د خلکو د ژوند  ښکلا او  هنر جوړوي

په دین  لږ خبر له ځانه موشه خر جوړوي

لویه ږیره، سپین کالي سپینه لنګوټه

دا شیان  یوازې د  انسان ظاهر جوړوي

اصلی شی په دین کې پوهه او ایمان دی

لږ پوه مسلمان له ځانه دشیطان چاکر جوړوي
دین په زړه دی نه په لویه ږیره ،سپینو کالو
دین له پوه سړي نه د نړۍ متفکر جوړوي
وګوره ابن سینا،ال جبر او فخر رازي ته
هر پوه مسلمان د ساینس دعلم فر جوړوي
لږ په اسلام پوهو ځان اواسلام خراب کړ
له خپلي خیټې له اسلامه ګوګړ غر جوړوي
په الوتکه کې دچین په ټول کې رهي مکې ته
مسواک په خوله کې له ځانه سنتګر جوړوي
په قران کې یې نه وي زده الحمده په مانا
هر آیته به په تاته سحر یا علم جفر جوړوي
قران نه وایي په مانا په عربي یې غلط لولې
دهغه د ایاتو له مانا څخه درته الجبر جوړوي
فرض تل ترې پاته مښتي وي لکه ژوره په مستعب
دعربو د رواجه د مسلمانانو تر منځ ټکر جوړوي
چې ونه کړې دلته دجاهل عربو دهغه وخت رواج
مخ یې لکه چغندر سور سي درنه کافرجوړوي
د ږیرې لاندې د ورځي سل ګناهوي غوټه کوي
بې ږیرې پاک سړی ته په ژوند انکر منکر جوړوي
تویوي دسیاست لپاره حرامه ، پاکه وینه
هر قاتل او خوني ته د جنت کلۍ او ور جوړوي
کله به دا زموږ بسلمانان سي مسلمانان
کله به دخدای له قرانه خپل رهبر جوړوي
په زړه تور غول په بسم الله خوري په مزه مزه
په خیال له رشوته اوغلا صدقه فطر جوړوي
دلته دهر ږیرور هره ګناه ثواب سوې ده
نا پوه دسپین لونګۍ له کوټو څخه زر جوړوي
هر وخت چې علم بر سو پرلباس او ظاهر د بدن
دا علم اوپوه بیا هغه وخت زموږ مقدر جوړوي
لباس باید د علم په پوړ لکه کمربند د ټکواندو
عیار سي کنه ددې لوږیرو کړه دین ته خطر جوړوي
وخت ویستله دډیرو سپینو کالیو سپين کالي
هریو په خپل کړه او فتوا ځان ته سقر جوړوي
باور مه کوئ په سپین ظاهر په تور باطن
داکسان افغان او اسلام ته لوی غرغړجوړوي
دمقام لپاره مجاهد،مقاو متي او بسکر سي
د جهاد په نامه دوبی کې کور اودوتر جوړوي
ټوله د مقام دپاره له اسلامه اخلې ناروا ګټه
له ځانه څخه نخلونه دا کیکر جوړوي
وروره داسلام دخطر خبره نسته خبر سه
دا د اسلام خطر د پردو لوډسپیکر جوړوي
اسلام زده کړه بیاپه هغه وکړه عمل خپله
د زده نه مخکې عمل ستا نه لوفر جوړوي
دبل د خولې په خبرو باور مه کوه وروره
دا په نوم عالېمان هلته د زقوم سر جوړوي
اسلام دانسانیت د ونې قوی ریښه ده
قوی ریښه قوی تنه او قوی بر جوړوي
دماغ په کار واچوه که یې لرې لږ نوکې
ناپوه په خپل لاس له جنته سقر جوړوي
بسکر ( اجرتي قاتل )، کیکر( ځوز لرونکی ونه )، ګوګړغر ( اتش فشان غر)، غرغړ ( جنجال)،