د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نقلی اتلان

محمدالله ساپی 01.09.2013 12:38

مجددي چې د ارګ څه وخت واکدار شو
یو څو ورځې چې خاوند د اقتدار شو
دا بل چا وو تر کا بل رارسولې
با دارانو همیشه وو لوبولې
یوه ورځې په دوره لاړو مزار ته
حق حیران شو ددوستم ډیر اقتدار ته
سم دستي یې ورته ستر جنرالي ورکړه
د اتل پګړی بیا ده ورته په سر کړه
چې واپس راغی کا بل ته د مزار
یوه ورځ په چکر ووتو د ښار
مجددي چی څه وخت ښار کې تیریده
قومندان یو ورته مخ کې ودریده
په ډیر قهر یې تری نه وکړله پوښتنه
ټول وجود یې د ډیره قهره لړزیدنه
د وطن لپاره موږ سرونه زار کړه
ډیر ځوانان موږه قربان په دغه لار کړه
د وطن نه نزرانه موږ سراو ما ل کړو
او تا ولې دا دوستم دې ستر جنرال کړو
په وطن دي زموږ ویني بهیدلي
ډیر روسان مو جهنم ته دی لیږلي
نه مو خپل نه مو پردی دی پریښوستلي
دسرونو مناری مو درولي
تا زموږه حق دوستم ته ولې ورکړ
داتل پټکی دې ولې ورپه سر کړ
چې خبری خلاصی شوی د قومندان
مجددي ورته بیا وویل په دا شان
که زما په امر څوک ستر جنرال کیږي
که می امر دی وطن کې ټول چلیږي
نو ددی نه پس زموږ ته یې مارشال
زه د ی وینم چی دې نشته هیڅوک سیال
مبارک دی مارشاله شه قومندانه
ښه خوښ ګرځه نور ګیله مه کوه مانه
هم کرزي په امر نه څوک اتل کیږي
د پردو په مټ حکومت دده چلیږي
دده خوښه چی هر څوک مارشال کوي دا
د قاتل ملی اتل که جوړوي دا

د کا بل که بربادی د چا په یاد وي
که یې زړه کله درد کړی په هیواد وي
د اتل په نوم به هیڅوک یې یاد نه کړي
اتل کله به وطن خپل برباد نه کړي
د قاتل نه قهرمان کله جوړیږي
خیانتونه یی دخلکو نه هیریږي
که تاریخ ددی وطن نور شرموي څوک
د قاتل نه که اتل اوس جوړوي څوک
د څو کسو په خولی څوک نه اتل کیږي
داتل نوم ډیر پری بدی معلومیږي
اتل هغه وي چې زړونو کی اوسیږي
ټول ملت یې په نامه باندی خوښیږي
د تاریخ قضاوت هیڅ بدلیدې نه شي
دا نقلي اتلان تل ځلیدې نه شي