د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې افغانستان د غربیانو ښکار شو؟

انجنیر سیدمحمد روحاني 27.08.2013 14:30

د ویشلو او بیا حکومت کولو پالیسي څه ته وایي؟
(What is Divide and Rule Theory?)
افغانستان ولې مستعمره شو او کوم طرف ته روان دی؟

د مقالي لنډیز:
اکثره کفار د منافقونو صفات لري او هغوی همیشه هڅه کوي چې د خپلو شخصي ګټولپاره نور خلک یا هیوادونه د خپل ځان خادمان، غلامان، مریدان او چاپلوسان کړي. دغه کار غربي خاماران (منافقین) څنګه کوي؟ غربیان(په ځانګړې توګه بریتانیا او امریکا) همیشه په خپله پورته لعینه او ورانوونکې پالیسۍ(بیلول او حکومت پرې کول) د تل لپاره متکي دي او په خپله خارجي پالیسي یاد شویې پالیسۍ پلي کوي نو ځکه هغوی په ټوله نړۍ باندې حکومت کوي حکومت کوي.پورته پالیسۍ یې په افغانستان کې په څه قسم عملي کړه او اوس ترینه څه قسم کار اخلي :

طالبان او د حامد کرزي حکومت د غربیانو له خوا تمویل کیږي او له یوبل سره جنګ کوي او دواړه خواوې ادعا کوي چې هغوی د حق لپاره یعني د افغانستان د خوندي ساتلو او خپلواکۍ لپاره جنګیږي ترڅو دواړه خواوي هیوادوالو او نړۍ ته قناعت ورکړي چې دواړه خواوي د افغانستان د بقا او دفاع په خاطر قرباني ورکوي حال داچې دواړه خواوي د هیواد په تباهۍ کې ښکیل دي: د مثال په ډول د حامد کرزي حکومت د غربیانو په ځانګړې توګه د اروپا ، بریتانیا او امریکا لخوا تمویل کیږي او طالبان د پاکستان لخوا چې مالي لګښت یې بریتانیا، امریکا، ناټو او داسې نور ورکوي. دغه یو روڼ حقیقت دی چې هیڅوک ورنه خپلې سترګې نه پټوي او نه یې پټولی شي. داڅه ډول سیاسي او استخباراتي جنګ دی؟ ولې د حامد کرزی حکومت او طالبان په دې غور او فکر نکوي چې تمویل کوونکي هیوادونه د کرزي د حکومت او د طالبانو خو یو دي، نو دوی ولې یوبل سره جنګ کوي؟ ولې سوله او ثبات افغانستان کې نه راځې؟ ولې د افغانستان فعلي حکومت او طالبان یو بل سره روغه او جوړه نکوي؟ پس دغه هغه سوالونه دي چې دغه مقاله کې یې ټول جوابونه شته او په واضیح توګه پورته سوالونه پکې حل شوي دي:

څرنګه چې د ټولو کفارو دغه پلان او پالیسي ده چې: دیو هیواد خلک اول باید بې اتفاقه او بې وحدته کړي- په قومي، قبیلوي، منطقوي، نژادي، ژبنیز، مذهبي او سیاسي ګوندونو سره یې تقسیم کړي ترڅو هغوی کمزوري، فقیر، بې وزله، محتاج او د تل لپاره د غربیانو غلامان،چاپلوسا ن او خادمان شي. پس د حامد کزي حکومت او طالبان اوس دومره فقیر، کمزوري او بې وسه دي چې هغوی به هیچرته ونه توانیږي چې یو بل سره روغه او جوړه وکړي ځکه چې هغوی له یوې مرجع څخه تمول کیږي او دا هغه مرجع ده چې ټوله د کفارو(منافقونو) په واک او اختیار کې ده او کفار(په ځانګړې توګه بریتانیا او امریکا) هیڅ وخت نه غواړي چې طالبان او د حامد کرزی حکومت سره کښیني، روغه او جوړه سره وکړي ځکه چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي، نو بیا غربیان نشي کولای خپلو شومو او ناروا موخو ته لاس رسي پیداکړي. څرنګه چې هرکافر د مسلمان لپاره همیشه دوښمن دی ځکه چې کافر د پاک الله(ج)، د هغه د رسول(ص)، د قرانکریم او د اسلام دوښمن دی. پس ټوله کافران د ټولو مسلمانانو دښمنان دي. نو دلته سوال دادی چې حامد کرزی او د هغه حکومت خو د اسلام دعوا کوي او طالبان خو بیا د اسلام بنسټ اېښودونکي( د دین پتنګان) بولي نو دوی ولې د کفارو غلامانو(پاکستان) نه مرسته غواړي حال داچې مونږه ټول مسلمانان په پنځه وخته لمنځو کې سورة الفاتحه تلاوت کوو او وایو: (...ایاک نعبدوا و ایاک نستعین...)ژباړه:( خاص تاسو/ الله(ج) ته عبادت کوو او یوازي له تانه مرسته غواړو)... مګر دلته سوال پیداکیږي چې ولې د حامد کرزي حکومت او طالبان دواړه په دروغو کې ښکیل دي ؟ او یو مومن باید هیڅوخت دروغ ونه وایي ځکه چې دروغ ویل د منافق عمل دی. رسول(ص) فرمایي: ((أربع من كن فيه, كان منافقاً خالصاً, ومن كانت فيه خصلة منهن, كانت فيه خصلة من النفاق حتى يدعها؛ إذا حدث كذب, وإذا وعد أخلف, وإذا عاهد غدر, وإذا خاصم فجر)). ژباړه: ( د خالص منافق څلور صفات دي: او هر څوک چې یو صفت د منافقت لري، نو په هغه کې یو خصلت د منافق شتون لري: کله چې خبرې کوي، دروغ وایي، کله چې امانت ورسره کیښودل شي، نو خیانت کوي، کله چې وعده کوي، وعده ماتونکی وي/ یعني په خپلې وعدې وفا نکوي، او کله چې جنګ کوي، نو ښکنځلې کوي). په قرانکریم کې د منافق لپاره داسې عذاب ذکر شوی دی: (إِنَّ الْمُنافِقِينَ فِي الدَّرْك الأَسْفَلِ مِنَ النّارِ وَ لَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيراً [نساء، ۱۴۵] ). ژباړه: ( په تحقیق سره منافقین به په آخره حصه/طبقه د جهنم کې وي اود هغوی لپاره به هیڅوک مرسته کوونکی نه وي). دلته باید وویل شي چې اکثره کفار د منافقونو صفات لري او د تل لپاره هڅه کوي چي مسلمانان سره په یو شکل یا بل شکل بیل کړي ترڅو هغوی یو بل سره په دائمي جنګ او لانجو کې ښکیل پاته شي لکه اوسمهال چې د حامد کرزي حکومت او طالبان په دائمي جنګ او لانجو کې ښکیل دي او د حل لاره له دواړو نه ورکه ده- حال داچې حامد کرزی هم په دغه تکل او هڅه کې ده چې له طالبانو سره سوله وکړي او په افغانستان کې تل پاته سوله آرامي او پرمختګ منځ راشي او طالبان هم عین شی غواړي مګر توان نلري چې په افغانستان کې سوله، ثبات او پمختګ راولي ځکه چې طالبان هم واک او اختیار نلري چې په خپل سره د حامد کرزي له حکومت سره کښیني او د سولي او جوړې خبرې په ګردي میز پیل کړي.
پس ولې طالبان او د حامد کرزي حکومت دغه واک او اختیار نلري چي په افغانستان کې سوله، ثبات، پرمختګ او ملي وحدت رامنځ ته کړي؟ ځواب دادی د افغانستا د دښمنان(غربي خامران لکه بریتانیا او امریکا) چې هم د حامد کرزی حکومت تمویلوي او هم طالبان تمویلوی(د پاکستان په حمایت سره) نه غواړي چې د حامد کرزی حکومت او طالبان د مذاکراتو په میز سره کښیني. که چیرته طالبان او د حامد کرزي حکومت سره د سولې په خبرو کښیناستل نو طبعآ طالبان د حامد کرزي حکومت سره جوړ راځي او کله چې طالبان د حامد کرزي حکومت سره جوړ راغلل، نو خبره/معضله/ ختمه ده(معما حل شوه) یا په بل عبارت بیا به غربي خامران افغانستان ضرور پریږدي ځکه چې دغه چټله لوبه ختمه شوه. پس دلته طالبانو او د کرزی حکومت ته په کار ده چې د غربي خامرانو(ټولو کفارو) پلانونو ته ځیر شي او د هغوی له مکر او فریب نه ځان وساتي ځکه چې کفار په مکر او فریب کي اوله درجه دي او همدغ راز د فزیکي جنګ ټول معاصر آسباب لري او د رواني جنګ ډیره پر مخ وړلې عصرټیکنالوژۍ لري چې د نړۍ ټولې رسنۍ(میډیا) د کفارو په ولکه کې ده. د مثال په توګه کله امریکا یوه سیاسي ډله/هیواد په تور لست کې راولي او کله بله ډله/هیواد. په تور لست کې شاملول غربیان د میډیا او جنګي وسایلو په زور کوي اوبس. مګر له بده مرغه مسلمانان نه د جنګ فزیکي وسایل لري او نه د عصري ټیکنالوژۍ آسباب لري چې له کفارو، ملحدینون او منافقونو سره جهاد/جنګ وکړي.

غربیان له منافقت(مکر او فریب) نه د تل لپاره کار اخلي: د مثال په توګه- غربیان له طالبانو سره بیلې وعدې کوي او بیا په همغو وعدو نه دریږي او د حامد کرزي له حکومت سره جدا وعدې کوي او بیا پر همغو وعدو نه دریږي ځکه چې اکثره کفار منافقین دي دا په دې معنی چې غربیان د حامد کرزي حکومت ته وایي مونږه خو تاسو سره یوـ مونږه د طالبانو او دهشتګرو دښمنان یو او بیا طالبان ته وایي: مونږه غواړو له حامد کرزی نه قدرت واخلو او ټول قدرت تاسو ته وسپارو لکه چې په قطر( دوحه ) کې چې امریکایانو پر پاکستان فشار راؤړ او طالبانو ته یې دفتر خلاص کړ او امریکائیانو طالبانو ته وویل دفتر خلاص کړئ، خپل سپین بیرغ مو پورته کړئ او خپله لوحه(اسلامي امارت) مو په دروازه ولګوئ- ترڅو امریکا او ټوله نړۍ تاسو په رسمیت وپیژني او له حامد کرزي نه قدرت تاسو ته انتقال شي. طالبان د غربیانو او پاکستانیانو په دسیسه(مکر او فریب) پوه نشول – په ډیره خوشحالۍ او شوق سره یې دفتر خلاص کړ، خپل بیرغ یې پورته کړ او خپله لوحه يې ځوړنده کړه. کله چې طالبان دغه کار وکړ، نوبیا همدغه کفار(منافقین) حامد کرزی ته راغلل او ورته یې وویل چې وګوره طالبانو خو په خپل سره بیرغ جګ کړ، خپله لوحه د اسلامي امارت په نوم یې ځوړند کړه...اوس خو به دغه سیاسي دفتر د طالبانو ټوله دنیا وپیژني او دغه دفتر به د طالبانو په سفارت بدل شي...زر پاڅه او په میډیا کې دغه دفتر رد کړه او په میډیا کې داسې ووایه چې مونږه د طالبانو له دفتر سره موافق نه یوـ نه یې بیرغ منو او نه یې (اسلامي امارت منو) او مونږه طالبانو سره د خبرو کولو لپاره فعلآ اماده نه یو...بیچاره غړپړ طالبان یو ځل بیا د خیر په غونډۍ کښیناستل...بیرغ یې او لوحه یې بیرته راښکته کړل...د حامد کرزي حکومت لا تر اوسه بې تصمیمه پاته دی چې طالبانو سره په کوم ځای یا کوم ملک کې کښیني...حال داچې د طالبانو ځای/هیواد په نړۍ کې شتون نلري...او فعلا د حامد کرزی حکومت او په خپله حامد کرزی په دي پوه شول چې د طالبانو تمویل کوونکي هیوادونه(بریبانیا،امریکا او پاکستان) له حامد کرزي او د هغه له حکومت سره چلول کوي...ترڅو طالبان او د حامد کرزی حکومت ونه توانیږي چې یو بل سره د سولې په میز را یوځای شي ځکه چې غربیانو د حامد کرزي حکومت او د طالبانو په منځ کې داسې بې اتفاقۍ او بي اعتبارۍ فضا رامنځ ته کړېده چې نه طالبان د کرزي په حکومت باور لري او نه کرزی په طالبانو باور لري د کرزی حکومت فکر کوي چې غربیان د دوی په طرف دي او طالبا بیا فکر کوي چې غربیان د هغوی په طرف دي...دغه دی د غربیانو پلان او پالیسي چې څنګه خلک بې اتفاقه کړي، په خپل منځ کې یې په جنګ بوخت کړي او بیا څنګه ورباندې حکومت وکړي...
پورته مکاره/ فریبي غربي نظریه او پالیسي چې له استعمار، ظلم، غصب، چورکول ، لوټ کول او قدرت نیول یا حکومت کولو سره تړاو لري نوره هم تشریح کیږي ترڅو د افغانستان مسلمانان د غربي خامارانو په منافقت، مکروفریب او رضالت باندې ښه پوه شي ا و خپل ځانونه د کفارو، منافقونو او ملحدونو نه خوندي وساتي او په افغانستان کې تل پاته سوله، آرامي او پرمختګ رامنځ ته شي.
کله چې یو زورور(غاصب او ظالم) هیواد(لکه امریکا یا انګلستان) وغواړي چې د یو کمزوري هیواد ټولې ملي شتمنۍ( کانونه، معدنیات، پطرول، قیمتي کاڼي ...) تسخیر یا مستعمره کړي، نو هغوی په اول کې ددغه کمزوري هیواد عمومي نفوس( لکه افغانستان) په ډول ډول فرقو/قومونو/قبیلو یاګوندونو ویشي (د مثال په توګه نن سبا افغانستان تقریبآ په ۱۲۰ سیاسي ګوندونو ویشل شوی دی او هر حزب حطمآ د یو خارجي هیواد په مرسته په مستقیم یا غیر مستقیم ډول فعالیت کوي یا ولاړ دی او یا ورنه بسپنه/مرسته غوښتونکی دی. د مثال په توګه، نن سبا افغانستان په څومره قومي تعصوبونه ویشل شوی لکه پښتانه، ازبک، تاجک، هزاره او ترکمن او داسې نور شول. افغانستان په څومره منطقوي ډلو ویشل شوی چې هره ډله یې د خپلې منطقي طرفداري کوي(یعني فیډرالیزم غواړي).
نن سبا افغانستان په دیني او مذهبي ډلو هم ویشل شوی دی لکه سني،وهابي، شیعه:( اسما عییله،اثنا عشریه،نصریه،زیدیه ، جعفریه اوداسې نورې ډلې ...). او دا باید وویل شي چې دغه غربي متجاوزین یو حزب یا یو قوم هم غواړي چې همغه په څو ټوټو/فرقو وویشي تر څو د هغوی قوت او اثر کم شي لکه چې جمعیت اسلامي شو چې غربيانو ټول تاجکان سره ویشلي دي. د مثال په ډول د ډاکټر عبدالله عبدالله ډله، د مارشال فهیم ډله، د عطاء محمد نور ډله، د اسمعیل خان ډله، د محمد یونس قانوني ډله او بل لور ته یې هزاره ګان هم سره ویشلي دي لکه د محمد کریم خلیلي ډله، د محمد محقق ډله او داسې نورې ډلې شوې او له بده مرغه پښتانه چې د افغانستان اصلي اتلان او زمریان دي او هیڅ وخت غلامي نه غواړي هغه یې هم په ډیرو زیاتو ډلو ویشلي دي لکه د حامد کرزي ډله، د انجنیر ګلبدین (حکمتیار) ډله، د ګل آغا شیرزي ډله، د ډاکټر اشرف غني ډله، د ډاکټر احدي ډله، د ډاکټر فاروق وردګ ډله د طا لبانو ډلې( دملا نظیر ډله، د ملا عمر ډله، د ملا ضعیف ډله، د ملا فقیر محمد ډله) او داسي نورې ډلې شوې.


خارجیان له پورته پالیسي(د ویشلو او بیا حکومت کولو پالیسي) څخه ډیره ناوړه ګټه اخلي ځکه چې هغوی پدې پوهیږي که چیرته افغانان ټوټه ټوټه شي لکه چې شول نو بیا ورباندې استعمار یا حکومت کول ډیر آسان دی نو ځکه نن سبا د خارجیانو پورته نظریه یا پالیسي کامیابه شوه: مونږ یې په مختلفو سیاسي، مذهبي، سمتي/منطقوي، قومي، نژادي اوژبني ډلو تقسیم کړي یو نو ځکه د غربیانو غلامان،نوکران او پلویان یو او هغوی چې څه وغواړي هغه کوي ځکه چې مونږ کوم اختیار او واک نلرو. په نتیجه کې له ټولو (پښتنو، تاجکو، ازبکو، هزاروو او ترکمنو) نه سمه لاره ورکه ده او نه پوهیږي چې کوم یو رهبر یا حزب یا قوم یا ژبه پسې لاړشي...دیته ویل کیږي (اوبه خړې کړه او کبان اونیسه!!!!) یعني غربیانو افغانستان پارچه پارچه کړ، نو اوس هغوی کولای شي په افغانستان کې خپل د خوښې حکومت رامنځ ته کړي ترڅو خپلو موخو ته په آسانه او وړیا توګه ځان وره سوي.

کله چې یې د یو ملت/ وطن خلک په مختلفو ډلو سره وویشل، نو بیاخارجیان(استعمارګر/متجاوزین) څنګه حکومت ورباندې کوي؟
جواب:
د استعمار پلي کیدل یا په یو کمزوري ملک(لکه افغانستان) باندې حکومت کول په څه شي سره کیږي؟ خارجیان/متجاوزین هڅه کوي چې فتنې رامنځ ته کړي او اداري فساد عام کړي: غصب، چور، عاموژنه، تجاوز، ترهګري، وحشت ګري، انسان وژنه، انساني تښتونه، د مخدره توکو سوداګري، بې عدا لتي او بې انصافي، فحشاء، غلا، سودي نظام او بې قانوني په همغه ملک کې په دری ګونو قوو/څانګو(مقننه، اجرائېه او قضائیه) کې عادي او مروج کړي لکه نن سبا زمونږ پر ملک کې چې دغه ناورین/ بحران/ مرض شتون لري چې د حل لار یا علاج نلري...

د حل لاره:(يابه یو کیږو، او یا به ورکیږو!!!)
مونږه یوازي یوه د خلاصون لاره لرو چې پر هغې لاړ شو چې تلل ورباندې هم ډیر سخت دي او هم آسان: که چیرته ورباندې لاړ شو، نو کفار/متجاوزین/اشغالګر به هم په مونږه آفرین و وایي او که ورباندې لاړ نشو، نو متجاوزین خو پریږده شیطانان به هم پر مونږه لعنت وایي.
هغه کومه د حل لاره ده؟
هغه لاره داده چې مونږه ټول افغانان(پښتانه، تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، بلوچ ...) په قرانکریم او په سنتو د نبي اکرم(ص) سره راټول شو لکه چې الله(ج) داسې فرمایلي دي(وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ ) یعني تاسو ټول په رسۍ د الله(ج) منګولې ولګوئ او بي اتفاقي مکوئ. مونږه افغانان یوازې او یوازي په رسۍ د الله(ج) چې هغه قرانکریم او سنت دي راټولېدای شو او بس. او لوی څیښتن په سورة الانفال ۴۶ نمبر ایت کې فرمایي: {وأطيعوا الله ورسوله ولا تنازعوا فتفشلوا وتذهب ريحكم واصبروا إن الله مع الصابرين}. ژباړه:(تاسو اطاعت د الله(ج) او د هغه د رسول(ص)وکړئ او په خپلو منځونو کې لانجې مکوئ(او که چیرته په خپلو منځونو کې لانجې/ جنګونه کوئ) نو ستاسوزړورتوب/میړانه او قوت به له منځ څخه لاړشي او تاسو صبر وکړئ، بې شکه الله(ج) له صبر کوونکو سره دی). او په دوهم قدم کې مونږ باید او باید په اسلام کې په مکمل ډول داخل شو- دا پدې معنی چې قرانکریم او د نبي (ص) سنت(اقوال، افعال او کردار) په خپل ژوند کې پلي کړو. راځئ مسلمانانوافغانانو لاندې مبارک ایت په خپل ژوند کې عملي کړو:( یا ایها الذین امنوا ادخلوا فی السلم کافة ولا تتبعوا خطواة الشیطان انه لکم عدو مبین ): ژباړه (ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی دی په اسلام کې په مکمل ډول داخل شئ [یعني قرانکریم او سنت اول ښه ذده کړئ، بیايې عملي کړئ او بیایې نورو ته ور وښه یئ/ورذده یې کړئ] او د شیطان لعین په قدمو(لاره) مه ځئ ځکه چې هغه (شیطان) ستا سو ښکاره دښمن دی). پس راځئ وروڼو او خویندو په اسلام کې په مکمل ډول داخل شو یعني قرانکریم او د نبي(ص) مبارک احادیث اول ذده کړو، بیايې په خپل ورځني کارونو کې عملي کړو او بیایې نورو ته ورسوو ترڅو تر اسلامي رهبرۍ لاندې ژوند وکړو او له هرقسم فساد، ظلم او وحشت نه وژغورل شو او که دغه کار ونکړو، نو مونږه به د تل لپاره په ظلم، وحشت، غلامۍ، غم او فساد کې شپې او ورځې تیره او لکه نن سباه چې تاسو ښه ګوری چې زمونږه انجنیر، ډاکټر، ملا، وکیل، سناتور، وزیر،سفیر، والي، بزګر، ملک، دوکاندار، سوالګر، ډم ، ترکاڼ لنډه داچې هر یو کس چې هغه د افغانستان وګړي وي هغه نن په غم کې دي. ولي مونږه په غم او وحشت کې شپې او ورځې تیره او؟ ځواب: مونږه ځکه ټول په غم آخته یوو چې مونږه قرانکریم او د نبي(ص) لاره پرېښودلې ده او نبي(ص) داسې فرمایلي دي: (ترکتم فیکم امرین لن تضلوا ما تمسکتم بهما کتاب الله وسنت رسوله)ـ ما تاسو ته دوه شیان پرېښودل: هرګز به تاسو بې لارې(ګمراهان) نشی که چیرته تاسو وربانې منګولې ولګولې(یعنې اول یې ښه ذده کړئ، بیا یې په خپل ژوند کې عملي کړئ او بیایې نوروته ورسوئ) چې هغه قرانکریم او د محمد(ص)سنت دي.

پس دغه زمونږه ستونزه ده چې قرانکریم او سنت مو پرېښودلي دي نو ځکه مونږه د کفارو، منافقونو او ظالمانو ښکار شو لکه نن سبا تاسو ښه ګورئ چې مونږه افغانان له ډیرو کړاونو او ستونزو سره مخامخ یو او دغه دنیا راته په همدغه دنیا جهنم شوه ځکه چې زمونږ اعمال خراب دي ....
اسلامي شریعت( قرانکریم او سنت) که چیرته په افغانستان کې عملي شي نو بیا به زمونږه ټولې ستونزې حل وفصل شي. د مثال په ډول، که چیرته هر انسان مطابق د اسلامي شریعت قصاص شي، نو بیا به د انسانانو لپاره خصوصآ د مسلمانانو لپاره یو زیاته کامیابي منځ ته راشي. مګر که چیرته یو انسان په ځانګړې توکه یو مسلمان بې ګناه قتل یا مړ شي، نو بیا په همغه قوم یا هیواد کې فتنې، غمونه، ویرونه، فقر، بیکاري، اداري فساد، لوږه، وچکالي، عاموژنه، بې اعتباري، ویره، نفرت او ذلت را منځ ته کیږي لکه نن سبا دغه حالات په پاکستان، افغانستان، عراق او سوریه کې لیدل کیږي. پس راځئ ګرانو مسلمانانو په اسلام کې په کامله توګه داخل شوو او خپل ټول ژوند مطابق د اسلامي شریعت(قرانکریم او سنت) تیر کړو ترڅو مونږه له هر راز ستونزو نه خلاص شو او لوی خدای(ج) راته په دنیا او آخرت لویه کامیابي راپه برخه کړي. دا په دې معنی چې په افغانستان کې شرعي نظام(قرانکریم او سنت) پلي کړو...د دوست او د دښمن تر منځ فرق په اسلامي اصولو او احکامو سره وکړو...پښتون ورور په پښتون ونه وژنو، په پښتو یا فارسي/دري فخر ونکړ، له قومي او منطقوي فکر نه تیر شو اسلامي او نړیوال فکر ته راشو. له افغان(پښتون، تاجک، ازبک، هزاره ...) وژنې تیر شو، له کافر سره په سر او مال وجنګیږو، له خپلي چوکۍ نه تیر شو-کار اهل کار ته وسپارو ،د خارجي استخباراتي کړیو نه تیر شو د خارجیانو له مکروفریب نه خپل ځانونه وژغورو: په کومه خارجي استخباراتي/سیاسي کړۍ پورې باید تړاو ونلرو یوازې نیکې او ګټورې اړیکې له ټولو خارجیانو سره ولرو، د بل ملک له غلامۍ/چاپلوسۍ لاس واخلو، د خارجیانو په لمسون او فریب خپل افغانان ونه وژنو، په خپل منځ کې اسلامي اجماع ولرو، ملي اقتصاد ته وده ورکړو، د علم او معرفت زمینه ټولو افغانانو ته په داخل او خارج کې مساعده کړو، خپل ټول مسائل ا و ستونزې د قرانکریم او د سنتو(اسلامي شریعت) په رڼا کې حل وفصل کړو، د خپل ګران هیواد د دفاع لپاره عصري زمیني او هویي جنګي وسایل جوړ او چمتو کړو، یو غښتلی ملي فوځ جوړ کړو، مجهز ملي پولیس رامنځ ته کړو او د ملي امنیت اداهر په عصري ټیکنالوژۍ سنبال کړو، د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبینو ته د زړه له کومې احترام ولرو او پر هغوی باور ولرو ترڅو زمونږ د ګران هیواد نه د تل لپاره په سر او مال دفاع وکړي، له خپلو شخصي ګټو نه تیر شوو او دملي ګټو تر شا اودریږو، د خپل ګران هیواد د ملي وحدت، خپلواکۍ، سولي، پرمختګ او ملي امنیت لپار په سر اومال دفاع وکړو، خپل هیواد خپل ناموس او مور وګڼو لکه چې ډاکټر نجیب ویل: (یا وطن یا کفن) او خارجیانو ته په یو آواز ووایو: زمونږه ملک پریږدئ، مونږه تاسو نه غواړ، تاسو زمونږ ملک نه راجوړه وئ، تاسو د دهشتګرۍ په نامه زمونږه وطن لوټ کړ، ترهګر له ملک نه بهر دي که په ریښتیا ترهګر وژنئ نو نر شئ په خپل وطن کې یې مړه کړئ...زمونږه افغانان ترهګر ندې بلکه د نړۍ مظلومان دي چې بې ګناه قتلیږي او ځوریږي او که زمونږ ملک نه پریږدي مونږه تاسو په زور شړو لکه انګریزان او روسان مو چې په زور وشړل او نړۍ ته دا ثا بته شوه چې افغانان د نړۍ قهرمانان دي.
او بل په اجرائیه، مقننه او قضائیه څانګو کې اسلامي احکام(قرانکریم، سنت، فقه او اجتهاد) پلي کړو تر څو زمونږ په ګران هیواد کي اداري فساد ته د پای ټکی کېښودل شي، انصاف او عدالت منځ ته پلي شي، او دایمي سوله، پرمختګ، یوالي، امنیت، ملي حاکمیت او خوشحالی یا سوکا لي منځ ته راشي او که چیرته د افغانستان خلک په قرانکریم او سنتو را یوځای نشول او اسلامي شریعت یې نافذ نکړ، نو په اول قدم کې به افغانستان له بین نه ځي، په دوهم قدم کې په د سیمې ګوډاګي هیوادونه له منځ څخه ځي او په دریم قدیم کې به ټوله نړۍ کې بې ثباتي، افتصادي بحران، ناورین او جنګونه رامنځ ته کیږي چې بیا به ېې د حل لاره هیچا سره نه وي.