د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په وردګو ولایت کې مرموزې وژنې څوک کوي

محمد هلال سمسور 25.08.2013 21:36

چا ته چې د پیسو یا حکومتي دندې سترګه ور اوړي له هغوی سره د طالبانو لخوا خبره تر ګواښلو، جریمه کولو او وژلو پورې رسېږي او خلک هم څه نه شی ویلی ځکه چې اړونده شخص د طالبانو په اند مجرم او سزا باید وویني، مګر دا چې په سیمه کې مرموزې وژنې کېږي او داسې خلک وژل کېږي، چې هېڅ جرم ونه لري دا د ټولو خلکو لپاره د حیرانتیا خبره ده!!! چې هغه د ښاغلي رحماني مرموزه مړینه ده، چې تېره اونۍ د وردګو په جغتو ولسوالۍ یانې د طالبانو په سیمه کې رامنځ ته شوه.
ښاغلی فضل الرحمن رحمانی د جغتو ولسوالۍ د کلاندې اوسېدونکی ؤ. نوموړی د هغو لومړنیو کسانو څخه ؤ، چې په جغتو کې یې د کمونیستی رژیم پر وړاندې لاس پورته کړی ؤ. نوموړي ډېر کلونه په مهاجرت کې هم تېر کړي ؤ، خو ټول عمر د معارف او پوهنې په خدمت کې پاتې شوی ؤ. داسې چې د وردګو نوی را لوی شوی نسل تر ډېره د نوموړي زده کوونکي پاتې شوي دی.
ښاغلي رحماني په دیني کورنۍ کې زیږېدلی او را لوی شوی ؤ، خلکو په خپله رحماني او د هغه کورنۍ ته په درنه سترګه کتل.
ښاغلي رحماني په دې وروستیو کې د ښوونکو د روزونکي په توګه له کوار مؤسسې سره کار کاوه، چې له نوموړې مؤسسې سره ښاغلي رحماني نه یوازې په جغتو، بلکې د بهسودو او چک په څېر په نورو ولسوالیو کې یې هم کار وکړ. نوموړي له هر چا سره ښه راشه درشه درلودل او ډېر آزاد به ګرځېده را ګرځېده.
په دې وروستیو کې ښاغلی رحمانی له خپله کوره د خپلو دوستانو د لیدو په نیت له کوره وتلی، شپه یې له خپلوانو کره کړې او بیا له هغو ځای څخه وتلی دی، چې تر دوو دریو ورځو پورې یې کوم درک نه ؤ. بله ورځ اړونده کلي ته څېرمه د سلطان بند په اوبو کې مړ را پیدا شو.
 په جغتو ولسوالۍ کې د حکومت حضور شته خو د هغوی تسلط د ولسوالۍ له ودانۍ پرته په نورو ځایونو کې محسوس نه دی او په سیمه کې ټول واک له طالبانو سره دی، همدغه طالبان د سیمی اصلی مسؤولین دی. پوښتنه دا ده، چې ښاغلی رحمانی د طالبانو په دې له رعبه او ویرې ډکه واکمنۍ کې چا مړ کړ؟ ښايي ښاغلی رحماني په خپله د طالبانو کومې ډلې وژلی وي، دا په داسې حال کې ده، چې په خپله رحماني له طالبانو سره هېڅ ډول ستونزه نه درلوده. بلکې ډېرو طالبانو نوموړی په ښه نامه پیژانده او ښايي ځينی طالبان په خپله د نوموړي شاګردان هم پاتې شوي وي. نو دې طالبانو ولې رحمانی د کوم جرم له تثبیت پرته په داسې مرموز ډول وواژه؟ که طالبانو دا کار نه وي کړی نو ښايي بل چا وژلی وي، چې دا د طالبانو لپاره تر ټولو ډېره ناوړه او بده خبره ده، ځکه په سیمه کې واکمني د طالبانو ده او په خلکو کې یې داسې رعب او وېره اچولې، چې خلک چرګ ته هم کاږه نه شي کتلی خو بله خوا په همدې واکمنۍ کې داسې پیژندلې شوې څېرې او د سر سړي وژل کېږي! له دې ښکاري، چې په دې کې د طالبانو لاس دی او خلک باید له طالبانو دا پوښتنه وکړي، چې ښاغلی رحماني یې په کومه ګناه وژلی او که هغوی نه وي وژلی، نو بیا چا دا جرآت وکړ، چې د طالبانو په واکمنۍ کې ښاغلی رحماني ووژني!!؟ د طالبانو په واکمنۍ کې ولې د خلکو سر خوندي نه دی!!؟  
په تېرو لسو کلونو کې خلک د ژوند له هر ډول سهولتونو څخه محروم دي، د خپل ژوند د ښه کولو، د خپلې سیمې د پرمختګ فکر کول خو د امریکا او حکومت د مرستې د ترلاسه کولو په مانا دي او د هغوی مرسته خو د طالبانو په اند سل په سل کې حرامه او ناروا او هېڅوک نه شي کولی، چې د ښوونځي، روغتون، سړک جوړولو او ټولنیز خدمت د وړاندې کولو فکر وکړي، ځکه چې دا ټول د امریکا او حکومت د ملاتړ څرګندويي کوي.
خلک له طالبانو سره په تمامه معنی په محرومیت کې ژوند کوي مګر طالبان یې حد اقل ژوند هم نه شی تامینولی! طالبان د خلکو له امنیت پرته بل څه کمال لري!
په وردګو ولایت کې چې خلک په مرموز ډول وژل کېږي، خلکو ته په کار دي، چې هر یو په دې ووېرېږي، چې د طالبانو په دې سرشاره واکمنۍ کې ښايي دوی هر یو د ښاغلي رحماني په برخلیک اخته شي نو لازمه ده، چې د خپل ځان غمه وخوري!!