شیخه نه وم شرابي :
24.08.2013 03:11زه نه وم شـرابــي زاهــده کړمــه تامـجـبـور
ستــاکــړو کــړم لـېــونی زه وم خـبـرله هـردستور
اوس ګرځم سرګردانه چي پیدا کړم میخانه
ســاقــي ته بــه هال وایم را بـه کـي ســلا ضـــرور
اې نــاصــحـه واوره! زه نــه کــــړم بهـــانـې
والله هال مي خراپ دی زه اوس نه غواړم دستور
زه ډېریــم سـرګـردانـه هـــرچــــي باد باداباد
نیــکــنـامۍ پسې نـه ګرځـم، یـم ډېـرزه پــه ضرور
نیک نامي اوبــدنامي سوه ټــوله رانه پاته
خـمـارګــرځــم هــري خـوالـه اوبه غـواړم دانــګــور
یونه دي خوله وو زړه دي، څــه کــوې داته
وايې یوڅه کوې بل څه نه پوهـېــږم سـوم رنځـور