د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نصیحتونه

انجنیر سیدمحمد روحاني 22.08.2013 22:53

تیر په هیر کړه تیر بیا نه راګرځي
تیره ورځ تیره شوه بیا نه راګرځي
نیک او بد اعمال چې ولیــکل شول
ستا په لیکلو کي بیا تغیر نه راګرځي
د نیکو او بدو اندازه هره ګړۍ کــړه
په ګور کې دغه فرصت نه راګرځي
ســـباه مــه بــوله د ځان د آد م زویه
مــرګی ناڅـــاپه ستا میــــــلمه راوځي
هــره لحظه په عبــــــادت مشــغول شه
ســـتا هــــــــره ســـاه تازه تازه رواځې
د نـــوې ســــــــاه په تـــمه مــه اوسیږه
د مـــــــرګي ســاه هـــره لحظه راوځي
خــــــــپل تاریخ په خـــپل لاسونو لیـــکه
ستا هرعــــمل خپله تاریخچه راوځي
تل عاجز شه عاجزي خپله جامه کړه
د کــــــبرجنو تخت په ویرانه راوځي
د خپلې ژبې ســـــا تندوی شه مـــــدام
د ښې خبرې بېله بېله صدقه راوځي
خــــادم د خلــکو شـــه د پاک الله لپاره
خــــدمت د خــــلکو پاکه سلطنه راوځي
د وطن مینه په علم او عمـــل کوه تــل
د وطن مینه ستا خـــپله هنداره راوځي
په خوار اوغریب رحــم وکړه مــــدام
رحم په خوارو ستا خپله توښه راوځي
د عـــــلم ذده کړه ګرانه تر لحده کوه
چـــې مـعرفت ستا خپله آینده راوځي
له بــد ملـــګرو نه تل لرې ګــــرځه
بــد ګــر ځـیدنه تـل سرچپه راوځــي
د خـپل ګاونډي مدام ښکلې پالـنه کــوه
دغه عمل به ستاه خپله باغچه راوځــي
عمـــــل د نیکو کړه چې رزق د ډیر شي
ښــــــــکلي اعمال د ګلو ګلغونچه راوځي
د مشـــــرانو عـــــزت ډیر کوه د تل لپاره
د مشــرانو عـــزت ســتا خپله آینه راوځي
پـــر کشرانو شفــــقـــت کــــــوه د تل لپاره
د کـــــشرانو شفـــقـت ســـتا بدله راوځــي
لــه خوشــې خـبرو نه پـټه خـوله ګرځــيږه
خــوشې خــــبرې ستا خـپله ویرانه راوځي
دعــــــــلماؤ سره ګرځه ترینه علم ذده کـړه
د عــــــــلم ذده کړه ستا ښکلي پوهه راوځي
په هـــــر کار کې مخــلص صادق اوسیږه
د مخـــــلصانو صـــادقــانو تـــل دبدبه راوځي
په لارو کـــوڅوکــې د خپل نظــــر سـاتنه کوه
خپــــــل نظـر ســـاتنه ستا ښکلې تلوسه راوځـي
کـــوم څیز چې خوښ ګڼې هغه له بل قربان کړه
ســــــتا قرباني د خپل ژوندون صــدقه راوځـي
په هـــیڅ وخت په چا د بــدو هیڅ شـــک مــکوه
بد شــــــک کـــول به ستا خپله شکوه راوځي
کـــــــــم ګڼه ځان په هـــر مکان او محـفل کې
خــــاکساري او عـــاجزي تــل شــهانه راوځي
هیـــــــڅ وخـــت کـــبر او مـــغروریت مــکوه
د کــــــبر جـــنو آخــــــر حال لعــینه راوځي
خپـــــــل عـــــزت د بل په عـــزت کې نغښتي
د بل عـــــزت کـــول خــپله مـــعاوضه راوځي
روحــاني وایي عا قــلانو ته بس دومره بس ده
ژونــد انسانــیت کې تــیره ول تل عباده راوځي