د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاده ستا حافظه خرابه شوې که عقيده؟

نظرمحمد مطمئن 20.08.2013 19:46

د اتحاد اسلامي ګوند مشر او د دعوت جهاد پوهنتون رئيس شيخ الحديت استاد عبدالرب رسول سياف وويل: ګورئ که يو تن کمونسټ په اسلامي حکومت کې راګډ کړو، نو ټول اسلامي حکومت د فاسد حکومت حکم لري، او بيا هغه حکومت شرعا د اسلامي حکومت حکم نه لري.

که تاسي واوريدل او چا وويل چې موږ سياف  له ظاهر شاه سره يوځای وليدی، داسي فکر مه کوئ چې ظاهر شاه مسلمان شوی دی، پوه شئ چې سياف ورسره کافر شوی دی.

زموږ ټولو حافظې ډيرې کمزورې شوې دې، د پرون او تيرو ورځو خبرې، وعدې او ژمنې مو ډير ژر له  ياده ؤځې، په خوا ښه وو، دغه رنځ به يواځې په هغو کسانو کې وو چې عمر به يې ډير وو، اوس زموږ ځوانان هم په دغه رنځ اخته شوي، د مشرانو او سياسې لوبغاړو د پرون خبرې يې له مغزو ډير ژر ؤځي، نويو ځوانانو او دا ډول پرونيو مجاهدينو او کمونسټانو ته د رهبرانو، واکمنو او چارواکې د هرې ورځې هره خبره نوې ښکاري، د هغوی هر خبره او ژمنه له پرون سره نه پرتله کوي، همدا لاملونه دي چې موږ وروسته پاتي يو، پرون په يو سياسي رهبر او مشر پسي روان وو، نن په بل سياسي مشر او رهبر پسي او سباء بيا د بل سياسی مشر په خبروغوليږو.

دعوت او جهاد پوهنتون چې د عربو په مالې او علمي مرسته د استاد سياف د هجرت په ټاټوبي د پېښور په جلوزو کېمپ کې جوړ شوی وو، يو نوموتی پوهنتون وو، دهغه وخت په ټولو موډرنو عصري وسايلو او لابراتوارونو مجهز پوهنتون و او د لوړو افغان او عربو علمې کدرونو له خوا محصلينو ته پکې درس ويل کيدی.

يوه مجهزه ليليه يې درلودله چې نږدې د افغانستان د ټولو ولايتونو څخه د بېلابېلو اسلامې ګوندونو محلصينو په هغه ليليه کې ژوند کاوو.

د محصلينو له پاره ډول ډول دينې او علمې پروګرامونه په نارسمي وختونو کې د ليلې دننه او په د پوهنتون په تدريسې کې نيول کېدل.

حديث ثلاثاء يوهغه پروګرام وو، چې په اونۍ کې به يوه ورځ د محصلينو له پاره د بېلابېلو اسلامې ګوندونو مهم او مشر سياسي کسان پوهنتون ته راتلل او محصلينو ته به يې د هغه وخت او سياسي حالاتو اړوند ويناوي او معلومات ورکول، چې د محصلينو پوښتنوته به یې هم ځوابونه ويل.

استاد سياف چې د دعوت او جهاد پوهنتون رئيس او مشر وو، خپله به هم ډير ځله دغه د حديث ثلاثاء د ورځي وينا محصلينو ته کوله، ولي استاد ياسر او د اسلامي حزب، اسلامي جمعيت او نورو ګوندونو سياسي مشران به هم په دغو ورځو کې د ويناء له پاره د پوهنتون د ادارې له خوا را غوښتل کيدل.

استاد سياف چې به کله د دعوت او جهاد پوهنتون محصلينو ته وينا واوروله، نور به ډير ژر له دريځ څخه کښته شو، او له پوهنتون څخه  به ووتی، د محصلينو پوښتنو او دده له خوا ځوابونو ته به يې ځان نه چمتو کاوو، او ويره يې درلودله چې دمحصلينو له رښتينو او سختو پوښتنو سره به مخ شي، چې د ځواب کولو او محصلينو د غولولو توان به ونه لري.

کله چې په کابل کې د شاه نواز ټنې د ډ اکټر نجيب الله د وخت دفاع وزير کودتاه ناکامه شوه، اوهغه پاکستان ته پناه يوړه، د اسلامي حزب مشر حکمتيار د هغه له کودتاه څخه ننګه وکړه او شاه نواز تڼي سره يې ښې اړيکې ټينګې کړي.

استاد سياف د حديث ثلاثاء د ورځې په وينا کې د دعوت او جهاد پوهنتون محصلينو ته په همهغو ورځو کې چې شاه نواز تڼی تازه پاکستان ته تللی وو، وويل!

استادانو او محصلينو! ښه غوږ ونيسې زما خبرې ته ځواب راکړئ، که چېرته يو ستل (داوبو غټ لوښی) وي، او ستل له پاکو او رڼو او اوبو څخه ډک وي، دغه ستل ته يو څاڅکی وينه ورګډه کړو، آيا دغه اوبه شرعا څه حکم لري؟ د پاکو او که  ناپاکو اوبو حکم به  پري کېږي؟

ګردو محصلينو په يوه خوله وويل چې: هو د ستل اوبه په يو څاڅکې اوبو سره چټليږي او بيا د پاکو اوبو حکم نه لري.

د اتحاد اسلامي ګوند مشر او د دعوت جهاد پوهنتون رئيس شيخ الحديت استاد عبدالرب رسول سياف وويل: ګورئ که يو تن کمونسټ په اسلامي حکومت کې راګډ کړو، نو ټول اسلامي حکومت د فاسد حکومت حکم لري، او بيا هغه حکومت شرعا د اسلامي حکومت حکم نه لري.

انجنير غلام نبې دهغه وخت محصل وايې چې د محصلينو له غوښتنو او ټينګار سره سم استاد عبدالرب رسول سياف وعده وکړه چې په راتلونکې کې به د حديث ثلاثاء په ورځ محصلينو ته د پوښتنو کولو وخت ورکوي او د محصلينو پوښتنو ته به ځواب وايې.

کله چې استاد سياف د مجاهدينو د عبوري حکومت صدراعظم وو، په هغه وخت کې استاد رباني او ورسره هئت يې روسيې ته د روسانو سره د خبرو له پاره ولاړی.

محصلينو د حديث ثلاثاء په ورځ د استاد له وينا وروسته پوښتنه وکړه، چې استاده، تاسي د عبوري حکومت صدراعظم ياست، او که چېرته استاد رباني او ورسره هئيت يې روسيې ته تلی، بايد چې ستاسي نظر يې هم غوښتی وای، او د روسانو سره د خبرو کولو په اړه يې سلامشوره درسره کړی وای؟

استاد سياف په ډیر لنډ ډول ځواب ورکی:  هو له ما سره يې په دي اړه هیڅ ډول خبره نه ده کړه، هغه د کندهاريانو خبره په دې کې غوټ درته مات يم.

يو بل محصل پوښتنه وکړه چې استاده! تاسي ته چې د ملګرو ملتونو استادی بين سيوان  د افغانستان د ستونزي د حل په اړه هره طرحه راوړي تاسي يې مخالفت کوئ، ددي لامل څه دی؟

استاد سياف ځواب په دي ډول ورکی: کټ مټ همدغه پوښتنه زما څخه عربو شيخانوهم وکړه، چې زه ولي هرځل  د ملګرو ملتونو د طرحو مخالفت کوم، هغوی ته ما ځواب داسي ورکړ:

تاسي ټول ماته راغلي یاست، خبري او مجلس کوو، ناست يو، غرمه شوه، د ډوډۍ وخت دی، تاسي ډير سخت وږې ياست، او نور غواړئ چې ډوډۍ وخورو، زه د ډوډۍ ميز ته د تګ غوښتنه درڅخه کوم، تاسي ټول د ډوډۍ ميز ته په چوکېو کښينئ، زه تاسي ته په يوه غاب کې د خنځير غوښه ږدم، په بل غاب کې درته د سپې غوښه ږدم، په درېیم غاب کې درته د خره غوښه ږدم، او دا ډول په نورو غابونو کې هم د حرامو څارويو غوښه ږدم، تاسي د کوم غاب غوښه خورئ؟

عربو شيخانو ماته وویل چې موږ ديوه غاب غوښه هم نه خورو، ځکه ټول حرام شيان دی، ما ورته وویل چې د بين سيوان هره طرحه چې ماته راوړي هغه ددغه ډول حرامو غوښو د غابونو په ډول وي، چې زموږ دمجاهدينو او مسلمانانو په ګټه نه وي.

انجنير احمد شاه احمدزی وايې چې د روسانو سره د جهاد پرمهال چې موږ په پېښور کې وو، د بينظر بوټو حکومت وو، يوځل هغې غوښتنه کړي وي چې د اتحاد اسلامي دګوند مشر ښاغلی استاد عبدالرب رسول سياف په اسلام آباد کې ورسره ووينې، د پېغام په رارسیدو استاد ماته وويل چې انجنيره! دغه د بينظرې مجلس ته به ته ورځي، زه نه ورځم، او نه غواړم چې له ښځو سره کښينم او مجلس وکړم. ځکه چې هغه زما محرمه نه ده او اسلام ماته جواز نه راکوی چې له پرديو ښځو سره خبرې وکړم.

استاد سياف په يوه تاريخې وينا کې د ډيرو مجاهدينو او مهاجرينو په مخ کې ويلې چې! اي مجاهدينو اومهاجرينو! ظاهرشاه داسي کافر دی چې دهغه د مسلمان کېدو هيڅ امکان نشته، هغه په هيڅ ډول سره نشي مسلمان کېدلای.

او هرهغه څوک چې له ظاهرشاه سره يوځای شی، ظاهر شاه نه شي مسلمان کولای، بلکه هغه مسلمان به هم کافر کوي.

که تاسي واوريدل او چا وويل چې موږ سياف  له ظاهر شاه سره يوځای وليدی، داسي فکر مه کوئ چې ظاهر شاه مسلمان شوی دی، پوه شئ چې سياف ورسره کافر شوی دی.

اوس چې د راتلونکو انتخاباتو له پاره ډیری کسان نوماند دی، چې يو هم پکې استاد عبدالرب رسول سياف دی، فکر کوم هغه د محصلينو په مخ کې چې يې ويلې وو چې پر يو څاڅکې وينه د ستل ګرده اوبه شرعا د ناپاکو اوبه حکم لري اوپه اسلامي حکومت کې د يو کمونست ګډون سره اسلامي حکومت فاسديږي، هغه خبره يې له حافظي څخه وتلي ده.

که اوس هماغه محصلين له استاد سره مخامخ شي او هماغه ډول د پوښتنو موقع په لاس ورشي، نو حتماً به ترې پوښتنه وکړې چې: استاده ستا عقيده خرابه شوې که حافظه؟

جنرال طاقت دی خیر يوسي هغه که څه هم د استاد له پورته خبرې خبر نه وو، خو سم ځواب يې ورکړی وو، کله چې استاد سياف له جنرال طاقت (پخوانی د کمونست حکومت د خاد يا ملي امنيت رئيس) څخه په راتلونکو انتخاباتو کې د مرستي غوښتنه کوي، جنرال طاقت ورته وايې چې موږ او تاسي نه شو سره يو کېدلای، او نه هم ګډ کار سره کولای شو.

ولسمشر کرزی بيا وایې چې که استاد سياف ولسمشر شي نو يو کال هم حکومت نه شي کولای، لکه د مصر د عزل شوي ولسمشر مرسي په ډول به ډیر ژر له حکومت څخه ليري کړل شي.

جمعيت اسلامي، حزب اسلامي، عبدالله عبدالله او يونس قانونې هم منفي ځواب ورکړی دی، او ورته ويلې يې دي چې په انتخاباتو کې له استاد سياف څخه ملاتړ نه کوي.

اشرف غني بيا استاد سياف ته پېغام ليږلي چې زه غواړم تاسي وبخښم، خو په دي شرط چې نور له پخوانيو خبرو، کړنو او خپلو تيرو عملونو څخه لاس واخلئ، دامعنی چې بيا ستاسي له خولي د مجاهد او جهاد خبره وانه ورم، او نه بيا واورم چې تاسي ته په حکومت کې لويه برخه درکول شي.

اوس يواځي امريکا ده چې ډيرو کسانو ته يې ډول ډول تمې ورکړی، چې يو هم پکې استاد ګرامي دی، ډیر ژر به هغوی هم ورته ووايې چې موږ ټوله هڅه وکړه، ولي تاسي په نړيواله کچه په جنګې جرايمو ککړیاست، له دي امله ملګري ملتونه او ځينې هيوادونه ستاسي په اړه منفي نظر لري، او مهمه داده چې افغان ولس هم تاسي نه غواړي، موږ او تاسي په دي اړه ډير ښه مجلسونه سره درلودل، په راتلونکې کې به هم ښې اړيکې سره ساتو.