د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درې شاشجاعګان

نظرمحمد مطمئن 14.08.2013 22:56

څو مياشتي مخکې په رسنيو کې د ښاغلي ګلبدين حکمتيار يوه مرکه خپره شوه، هر ځای او هر مجلس کې، په کورنو، دفترونو، کليوالو او ښاري سيمو کې دهغه پر هغه خبره چې د ببرک کارمل او ملامحمد عمر په اړوند يې کړي وه، تبصرې کيدلي.

په ټوله کې د حکمتيار صاحب له دې خبري سره چي په معاصر تاريخ کې تر ټولو منفوره او غلامه څيره ببرک کارمل او تر ټولو خپلواک او په ازادي مين ملامحمدعمر آخند دی، ډير ګن شمير افغانان ورسره موافق وو، له همدې امله وه چي تبصري هم پرې کيدي.

زما يو دوست چې په کندهار کې يې د ملګرو ملتونو په دفتر کې کارکاوو، هغه ويل چې په کال ۲۰۰۵ کې زموږ دکندهار دفتر ته نوی بهرنی مشر راغی، مازيګرمهال کندهار ته راغی، او سبا ورځ سهار د ډنډ ولسوالي ته د ساختماني پروژې د ليدلو له پاره د مرمۍ ضد موټر کې روان وو، موږ دواړه د موټر دشاپه چوکۍ کې ناست وو، زما پر دغې نوي دندي چي موقت او د ارزيابي ورځي وي، يوه مياشت لا نه وه بشپړه شوي، په کارونو او د دفتر له کارکوونکو سره مې په چلند او کړو وړو کې له زښت زيات احتياط څخه کار اخستی.

په لاره کې نوي بهرني راڅخه پوښتنه وکړه چي تاسي د ښاغلي ولسمشر کرزي په اړه څه نظر لرئ؟ ورته مې وويل چې زه يو انجنير يم، او نه غواړم په سياست کې خبري وکړم، ولي د بهرني ډير ټينګار اړ کړم چې دهغه سوال ځواب کړم.

 زما ملګری وايې چې بهرني ته مې وويل تاسي د شاشجاع نوم اوريدلی؟ هغه وويل چې نه؟ بيا مې ورته وويل چې تاسي د ببرک کارمل نوم اوريدلی؟ هغه وويل چې نه؟

لومړی مې شاشجاع په لنډ ډول ورته وروپيژاندی چي هغه د انګريزانو غلام وو او انګريزانو کابل ته راوست د واک پر ګدۍ يې کښيناوو، د افغانستان په تاريخ کې ډير بد نوم لري، شاشجاع نوم که څه هم د دلارورۍ، زړورتيا، په ازادي مين او خپلواکۍ معنی ورکوي، خو اوس د شاشجاع د نوم په اوريدو سره د هر افغان په ذهن کې دغلامۍ يو بد تصور ورګرځې، او له همدې امله ده چې هيڅ افغان نه خوښوي چي په په اصل معنی کې دغه ښه نوم خو په عامه پوهاوي کې دغه بد او دغلامۍ نوم پر خپل زوی او ورور کيږدي.

دوېيم وار مې ببرک کارمل په لنډ ډول ورته وروپيژاندی، چي هغه د روسانو غلام وو او په روسي ټانګونو سپور د روسانو په بدرګه کې کابل ته راغی، روسانو د واک پر ګدۍ کښيناوو، ټول کړه وړه او هرڅه يې د روسانو په واک کې وو، ټولي پريکړې يې د هيواد او ولس په خلاف وي، او هڅه يې کوله چي خپل باداران روسان خوشاله کړي.

ببرک کارمل هم په اصل کې یو ښه نوم دی، ببرک ځدراڼ د افغانستان په تاريخ کې چې کله د پاچا ظاهرشاه وخت وو، يو زړور، په هيواد او ولس مين افغان تير شوي.

خو ببرک کارمل چې نوم يې د ده د کوچنيوالي په وخت کې ببرک ځدراڼ د افغانانانو په ذهن کې ترسيماوو، او تخلص يې په دي معنی چې دکار او آبادي سره مينه لري، نوم او تخلص دواړه ډیر په زړه پوري، خو د ببرک کارمل د غلامۍ په نتيجه کې دغه نوم او تخلص دومره منفور شوي چې هيڅ اصيل او ازاد افغان يې په معاصر اوسني تاريخ کې د ځان له پاره نه خوښوي.

 او هيڅ اصيل او ازاد افغان چمتو  نه دي چې دغه دغلامۍ سمبول نوم (ببرک کارمل) پرخپل زوی او ورور کيږدي.

موږ له روسانو سره وجنګيدلو، دهغوی له پلويانو او ملاتړو خلقيانو او پرچميانو سره وجنګيدلو، خو متاسفانه مجاهدين ونه توانيدل چې يو اسلامي او افغانانو ته دمنلو نظام  وړاندی کړي، هم هغه وو، چي طالبان راپيداشول، ملک الطوايفي ورکه، هيواد يو موټی شو، او امنيت راغی.

داځل ښاغلی حامد کرزی د امريکايانو په الوتکو کې سپور کابل ته راوړل شو، او د کابل له هوايې ډګر څخه د امريکايانو په بدرګه په امريکايې ټانکونو کې ارګ ته راوستل شو، پر افغان ولس د امريکا دغه غلام وتپل شو، او د قدرت واګې يې په لاس کې واخستلي.

زما ملګری وایې چي بهرني ارام ناست وو او غوږ يې نيولي وو، ورته مې وويل چې له انګريزانو سره زموږ نيکونو جهاد وکی، هغوی ته يې ماتې ورکړه، له روسانو سره مو پلرونو جهاد وکی او هغوی ته يې ماتې ورکړه، اوس وار زموږ دی چې له امريکا او نړيوالو قوتونو سره وجنګيږو.

ولي داچي تر شل زيات کلونه مو په هيواد کې جنګ تير شوی، موږ افغانان ډير وځوريدو، اقتصادي حالت مو خراب دی، ستونزي او مشکلات ډير دي، له همدې امله ځينې ځوانان لاهم په کور ناست دي او يا خو چيرته په کارونو بوخت دي، که زه هم وتوانيږم او خپلې کورنۍ ستونزي مې حل شي، نو خامخا به د بهرنيانو په مقابل کې جنګيږم.

زما ملګری وايې چي د وروستيو خبرو په کولو کې زړه نازړه وم چي بهرني ته داخبري په داسي حال کې چې دملګرو ملتونو په دفتر کې کار کوم داخبري وکړم يانه؟ ولي آخر مې پريکړه وکړ چې که داخبري سپينې ورته نه کړم، الله ج به راڅخه ناراضه شي.

داچې زما دکار لومړۍ او ازمايښتي مياشت وه، ډاډه وم چي کار به دلاسه ورکوم، په لاره مو دافغانانو په کلتور او دودونو او له بهرني اشغال سره د نفرت په اړه نوري خبرې هم وکړي.

موږ ماسپښين ناوخته په کندهار ښارکې خپل دفتر ته راورسيد، حالت مې ځکه ښه نه وو، چې متيقين وم چې نن او یا  سبا سهار به مې د کار څخه پسي اخلي، او نور به وايې چې ستاسي په ډول کارکوونکو ته اړتيا نشته.

زما دکار ځای تر ځمکې لاندي پوړ کې وو، او دبهرني دکار ځای د ځمکې له پاسه په لومړي پوړ کې وو، نږدې ۱۵ دقيقې وروسته بهرنی لاندې پوړ ته راکښته شو، او زما نوم يې واخيست ويې ويل چې د مجلس خونې ته راشه چې کار درسره لرم، پوره ډاډه شوم، چې نور نو کورته د تګ او کار ختميدو خبره راسره کوي.

بهرني وويل چې په لاره کې چې کومې خبري تاسي ماته وکړي، هغه ټول حقايق وو، او زما ستاسي ټولي خبرې ډيرې خوښې شوي، زما هم امريکايان ډير بد ايسي (دی خپله امريکايې نه وو)، ډير مغروره، ناپوه او جاهل خلک دي، هر ځای يې په هيوادونو کې ستونزې پيداکړي دي، ته هيڅ تشويش ونه کړي، ترڅو چې زه دلته کندهار کې یم، ته به زما سره يوځای کار کوي او زه به ډيره هڅه وکړم چې ستاسره خپلې مسلکې او ادارې تجربي شريکې کړم، او هر ډول مرسته چې مې له وسه کيږي زه به يې درسره کوم.

ولسمشر کرزی صاحب چې کله قطر هيواد ته تللی وو، هلته يې د الجزيرې ټلويزون سره يوه اوږده مرکه کړي چې په هغه مرکه کې خبريال څوځله مخامخ ورته ويلې چې افغانان تاسي ته دغلام په سترګه ګوري خو ولسمشر ورته وايې چې هغوی ما دکابل ښاروال هم بولي، دا ډول ډیری پوښتنې د غلامي او ازادي اړوند دي چې ښاغلی ولسمشر قانع کوونکی ځواب ورته نشي ويلای.

په خپل وخت کې شاشجاع ډيره هڅه وکړه چې د واک په وروستيو وختونو کې ځان خپلواک او ازاد وښئې، ځان د انګريزانو غلام ونه ګڼي او په ټول توان سره يې هڅه کوله چې د غلامۍ دغه ناوړه نوم له ځان څخه ليرې کړي، د مرګ ترساعته ونه توانيدی، او له مرګ څخه وروسته يې اولادونه هم ونه توانيدل چې دانګريزانو د غلامۍ پېغور له خپلې کورنۍ څخه ليري کړي.

ببرک کارمل ځان افغان باله، او شوروي اتحاد يې دوست هيواد باله، دخلکو په مخ کې په عامو ناستو او غونډو کې يې ځان ازاد او خپلواک باله، ده او ګوند (پرچم) دا هڅه کوله چې د روسانو د غلامۍ تور داغ له ځان څخه ليري کړي، ولي تر مرګ او له مرګ وروسته هغوی ونه توانيدل چې دغه دغلامۍ تور داغ له خپلو ټنډو څخه پاک کړي.

ولسمشر کرزی چې د مخکنې شاشجاع د کورنۍ څخه دی، هيڅکله يې په تصور کې هم نه ورګرځيدله چې تاريخ به دده په اړه دغه ډول له شرمه ډکه خو عادلانه پريکړه کوي، او يو ځل بيا به ددوی کورنۍ ته د غلامۍ دغه ناوړه پېغور ورپه برخه کوي.

لاهم ښه دی، ولسمشر کرزی هڅه کوی لکه چې مخکنيو (شاشجاع او ببرک کارمل) کوله، که وتوانيږي، ځان د خپلواک او ازاد افغان ولسمشر په نوم د تاريخ په پاڼو کې ثبت کړي.

ولي غلامي او پېغور له ځان څخه ليري کول قرباني ته اړتيا لري، موږ ځينې هغه پرچميان او خلقيان په ښو نومونو يادوو، چې روسان يې په ځينو مواردو کې وويشتل او مړه يې کړل.

افغان ولس د هغه پيلوټ نوم اوکورنۍ ته درناوی لري چې د امريکايانو سره ملګری او مرستندویه وو، خو يوه ورځ يې د خپل سر په قرباني سره ۹ امريکان ووژل.

زه نه پوهيږم چې کومې داسي لاري به وي چې د تاريخ پاڼي پري بدلون مومي؟ که ولسمشر ښه سلاکاران ولري ليري نه ده چي تاريخ به يې پاڼه بدله کړي؟

زموږ معاصر تاريخ د مجاهدينو دځينو رهبرانو پاڼې پر بل مخ واړولي، ازاد او خپلواک رهبران يې په تاريخ کې د غلام او نوکر په نوم ثبت کړل، دابه هم مکمن وي چې غلام او نوکر  خلک تاريخ ازاد ثبت کړي.

ولي يوه خبره  مهمه ده چې ولس رټلی او غلامه څيره هيڅکله افغان تاريخ نه مني.