د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دروزني او پوهني توپيردیوبل سره

محمد سرور وکیلي 14.08.2013 22:03

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دغه رنګه چي د انسان ښکاره بڼه ( physical body)دبل انسان دښکاره بڼې سره توپیر لري دغه ډول هم دانسان دننه جوړښت دبل انسان د دننه «باطني یاذاتي» جوړښت سره بدلون لري . دغسي چي په وړکتوب کي دانسان ښکاره بڼه په سوکه سره غټېږي او «وده» کوي؛ همدغه رنګه ددننه حالت دانسان هم ورو ورو« وده» کوي اوبدلون مومي . دلته سوچه خبره دانسان پر«باطني » جوړښت اودهغه پرمثبت بدلون او«وده » باندي ده .

روزنه اوپوهنه دواړه دوړکتوب څخه پیلیږي اوزده کيږي . وکوچنیانو ته ورښوول کیږي . توپیر دروزني ترپوهني پوري دادی،چي روزنه دمور له نسه پیلیږي او پوهنه «تعلیم» څوکاله ورسته پیلیږي روزنه ترډېره بریده دمور،پلار ،مشر ورور،مشري خور ،خپلوانو اونږدې ټولني څخه زده کیږي؛ خو پوهنه «تعلیم» شپږکاله ورسته له پردیو نه زده کيږي . دا یوتوپیر دی دروزني له پوهني سره . نورتوپیرونه ئې وروسته راځي .

روزني ته په عربي «تربیت»،په پاړسي کي ورته «پروردن»،په انګلیسي کي ورته« education» اوپه الماني کي ورته « Erziehung » وایي . که ودغواصطلاحګانو ته وګور د خپل ادبي منځپانګي له مخه دغه ښېي،چي دانسان دروزني او دانساني جوړښت سره کارلري . لومړی ګورو،چي روزنه څرنګه په وړکتوب کي ماشوم ته بدلون ورکوي . دانسان دننه جوړښت یا«معنوي» (abstract) جوړښت د(ویري،جرئت،خندا،ژړا ،مینه،قهر،چل،درواغ،رښتیا ،حقیقت،غلا، خطایسته،احترام،دخبروځواکمندي،دپېژندني ادراک،تقلید اونور دغسي مجرداو احساسي شیانو) څخه بینادی اودغه صفتونه په انسان کي له طبعیته موجود وي . روزنه دغو اونورو دغه ډول اوصافو ته وښه خواته بدلون ورکوي . دغه احساسات او ستایني چي له آره په ماشوم کي شتون لري،چي دغه اوصاف پر ناسمه خواولاړنسي اوسم په انساني چوکاټ کي راغلي وي؛ موراوپلاردخپل ماشوم دروزني پرمهال ودې ته ترډېره بر یده ځير دي . ټول هغه شیان چي ټولنه ئې غواړي او دټولني خوښ اوپه ټولنه کي « نورم» دي ورښېي او ورزده کوي یې . دغه پورته اوصاف چي وښوول سوه په یوه انساني چوکاټ کې راولي .د«مه که!» او « وکه! » آغېزه ورښېي،چي ماشوم وپوهه وي «مه که » ناسم کار او « وکه » ښه کار دی . داهغه مهال دی،چي ماشوم زموږ نړۍ ته راغلی وي .

ټولنه دماشوم پر روزنه باندي ډېره کلکه آغیزه لري . مور اوپلارګوري هغه سم «نورمونه» چي په ټولنه کي سم دی اود ټولني ارزښتونه دي وخپل ماشوم ته ورښېي .
څرنګه چي ترمخ وویل سوه روزنه دمور له نسه پیلیږي . دلته نو «مه که ! » او «وکه ! » نسته په دغه مهال کي مور ته ښائې،چي جنګ،په قهر اوغضب ږغیده اوخوابدی له کورنۍ سره ئې ترکنترول لاندي وي؛داځکه چي داټوله شیان ماشوم دنس اوداعصابو دڅپوله لیاري درکه وي . په خوښۍ خوښ وي ولي دنس څپې یوډول وي او دخوابدۍ اعتزاز بل ډول وي؛نوځکه ماشوم خوابدی وي .که مور په حاملګي کي دچاسره په شخړه کي وي ماشوم ډېر سخت ناآرام وي . په نس کي دې خواهاخواته کیږي . ترهغه پوري چي ځیني مهال داسي پېښېږي ماشوم له ډېره خوځښته زندی سي . اویاهغه خرابي ستایني چي دماشوم سره په طبعیت کي ورسره دي په فورم کي سي یاني راویښه وي يې .

ماشوم چي پیداکیږي ژاړي . یوه امریکايي پوه ویلي وه،چي حتمي نه دی که ماشوم نړۍ ته راشي اودی دي وژاړي . نوده دیوې «امیدواري» ښځي و نس ته دآزمویني په توګه هروخت یو آرام نرم موزیک ږغاوه . کله چي دښځي دلنګېدو وخت راغی هغه شناخته موزیک ئې دلنګون پرمهال ددې ونس ته نږدې وژغاوه؛ ماشوم ویده او آرام دنیا ته راغی . له دېنه څرګندیږي چي د«امیدوارۍ» پرمهال خارجي عوامل په نس کي پر«ناپیداسوي» وړوکي باندي آغېزه لري . نومور مجبوره ده،چي دحامله دارۍ پرمهال له جنګه،شنوخته،ښکنځلو،قهراوغضب څخه تر وسه وسه پوري ځان وجغوري ؛داځکه په نس کي پرهلک باندي سخته آغېزه لري اوداځکه روزنه له دغه ځایه پیل ده .

په «روزنه » کي زیار ایستل کیږي،چي هغه ناسمي ستایني چي په خوی کي دماشوم پرتې دي هغه دسمو«خویونو» په «چاره » له منځه یوسي یائې ډېرلږکي . دساري په توګه مشرانوته ، خپلوانوته سلام کول،خبري اورېدل اوخبري کول،له همزولو سره په مینه لوبي کول، اشنا ملګری نه خطاایستل،پخپل کارکي صادق ختل،درواغ نه ویل اودغسي نوري ښې خبري او کارونه په کور اوپه وړکتون کي ورښوول او ورزده کول د« روزني » موخه ده . داهغه کارونه دي، چي په «وکه ! » پوري تړلي دي . درواغ مه وایه،جنګ مه کوه، غلاونه کې،خپل ملګری دوکه نه کې،مشرانوته بې احترامي ونه کې،تل رښتیاوایه، ونه وېرېږې اودغسي نور. دا د« مه که ! » کارونه دي . منفي کړني چي په ټولنه کي «بد» دي څه په کور کي څه په وړکتون کي یاد ټولني دخلکو له خوا ورته ښوول کیږي او ورته ویل کیږي اوماشوم ځني راګرځه وي .
د« ماشوم » پنڅه روغ «حواسه » لکه : اورېده،لېده، ژبه،لامسه اوبوېده داټول په خپل وخت کي د« روزني » پرمهال دماشوم سره مرسته کوي یاني مور اوپلارچي ماشوم ته خبري ورزده کوي په سالیموغوږوئې اوري اوپه پوهيږي اوماشوم زیارباسي،چي هغسي وګړېږي لکه خپل پلار او مور.کله چي مور یوشی ورښېي هغه په سالیمو سترګوویني اوبیائې پېژني . که مور خبره ورزده کوي لومړی ئې اوري بیاماشوم زیار باسي،چي هغه خبره وکړي او په کرارکرار سره خبري په زده کوي . موریوشی په لاس ورکوي اخستل اولوبي کول په زده کوي .

له دغوپنځه حواسوڅخه چي یاد سوه که هریو په دغوکي «نوخسانجن» وو په روزنه کي څه کمی راځي . ټوله حواس باید یودبله سره د«روزني » پرمهال روغ اوبرابری سره ولري یاني دماشوم پرروغتیااوسالیمو «خوړو» باندي دموراوپلار له خواپام کول هم یولوی اړخ دروزني دی .
«روزنه»لومړی له کوره پیل بیا په «وړکتون »کي ادامه پیداکوي .هغه شیان چي په کورکي ئې امکان نسته،لکه دهمزولوسره لوبي،دهمزولوسره خبري،دهمزولوسره یارانه،په ګډه ډوډۍ خوړل داټول په وړکتون کي ورښوول کیږي اوبیا ټولنه هم برخه پکښې اخلي . په دغه « روزنه »کي خپلوان،دوستان چي کورته ځي اوراځي برخه لري . ددوی ناسته، ولاړه، کړه وړه اوخبري دکور پر کوچني آغېزه لري . وروسته له شپږکلنۍ نه بیاپوهنه «تعلیم» پیل کیږي،چي روزنه لاهم ورسره ده . ماشوم په وړکتون او کور کي ډېر دژوندانه بنسټیز شیان زده کړي وي فکر او عقل ئې« وده » کړی وي او ددې «توان» ورسره پیداسوی وي،چي یوشی زده کړي .

داهغه مهال دی،چي زده کړه پیلیږي .دښونځۍ دزده کړي پیل دی . دلته په ښونځي کي دپوهني «تعلیم» بنسټ ایښوول کیږي پوهه «وده » کوي خوترڅنګ ئې روزنه هم لا دوام لري .

یو المانی پوه نوم ئې (Rudolf Steiner)چي په (1861 تر 1925م ک)کي ئې ژوند کاوه؛ ده و انسان پوهني « Anthroposophie »ته «وده» ورکړه او انسان ئې دروزني اوپوهني له مخه په څوډول ډول«ذاتي» برخوچي یوپه بل پوري دژوند په مختلف بهیرپوري تړلي بولي ویښودل . دی وایي : [دانسان «وده» څه ناڅه د اووه(۷) اوو ه(۷)کلو په بهیر کي سرته رسي . ‎دی وایي : په لومړي «۷» کلو کي دانسان «بدني» او «ذهني » (وده) مخ ته ځي . دماشوم دننه غړي ځواکمن او روزل کيږي . ماشوم په دغه سن کي خپل نړۍ د تقلیدله مخه احساسه وي . دغه لومړني «۷» کاله دغاښو دبدلون سره پای ته رسي . په دوېم «۷» کلنۍ کي دبدن غړوخپله بڼه تکمیل اوقوه ئې پوره کړې وي؛ اوس وخت دزدکړي اوذهني پوښتنو دی . دغه مهال انساني ارزښت «وده» کوي . اوپه دغه مهال کي دځلمي توب یاني مړاني وخت سرته رسي . په درېم «۷» کلنۍ کي داخلي احساسات «وده» کوي او وړتوب ددي راپیداکیږي،چي خپلواکه دخپل نفس کنترول وکي . «روښان آندي » قوه راپیداکیږي؛داهغه مهال دی،چي شخصي قضاوت ئې «وده » کړې ده . دلته دصداقت اوحقیقت خبره ده . اوس نو روزنه یو رښتنوالی دی .] «رودولف شتی نر» (Rudolf Steiner) وایي :
[ وروسته تر یوویشت ۲۱ کلنۍ عمرپخپله خپل ځان «روزنه » ده . « زه » یاني (Ego)وده کړې .]
[ Wikipedia ]
یوبل المانی روزنپوه [Pädagoge ]«ګیورګ کیرشن شتی نر» ( Georg Kerschensteiner) وايي،روزنه له «پوهنتون» څخه نه راځي له « پوهنتونه » لوړه زده کړه راځي؛ خوروزنه له کوره، کلي اوټولني نه راځي . دلته چي ګورو دروزني او پوهني توپیر په څرګندډول سره ښکاري .
(Wikipedia)

دپوهني(تعلیم) لپاره نصاب ياني کوریکولم ( Curriculum )، کړنلاره (Methodik ) او لوست پوهنه
( Didactics) سته،چي د «لوست » زده کړه دماشومانو لپاره آسانه کړي . دغه کار دپردیو له خوادولتي بڼه نسي . داټول په ښونځیواوتعلیمي موسیسوکي سرته رسي .
هرڅه چي روزنه ده ( Curriculum) نه لري هره کورنې له ځانه خپله روزنیزه کړنلاره لري اوپه هغه ډول خپل تر«وسه» زیارباسي،چي ماشوم ئې ښه وروزل سي . په هره ټولنه کي چي ژوندکوي دهغې ټولني ټولنیز «نورمونه» خپل وماشوم ته ور زده کوي اوپه پام کي ئې نسي . که ماشوم په کورکي وي اوکه په وړکتون کي ټولنیز نورمونه،لوبي له همزولو سره،ښه چلنددنورو ماشومانوسره،دملګروسره ښه کړه وړه،په لوبه کي ماته منل،دلوبي دوړلو پرمهال خوښي کول اوخپل ترځان وړکي ماشومان نه خوږه ول اومراعات ئې کول زده کوي .

هغه نوراړین شیان لکه : مهال پېژندنه،دډوډۍ وخت پېژندنه،دډوډۍ خوړلو پرمهال دډوډۍ خوړلو آداب مراعات کول ،ترډوډۍ خوړلو ورسته خوله اوغاښونه پرېوله،تفریح کول داټول هغه اړین شیان دي،چي ماشوم ئې دخپل وروسته ژوندانه لپاره زده کوي او«خوی» ورسره نسي .
په زده کړه کي ټول هغه عملي څېزونه چي په ټولنه کي په عملي توګه په کار ورځي زده کوي .
روزنه اوپوهنه که څه هم له یوبل سره څرنګه چي وليدل سوه توپیرلري خونه بېلېدونکي اجزاوي دي . دواړه «جزء » دیوبل متمم دي . که چیري په یوه انسان کي ددغو دوو څخه یوجزء کم وو دغه انسان نیمګړی دی . نوالله (ج)دي انسان له دې جهته نه نیمګړی کوي .

(Wakili Master of vocational education)

اخځونه :
۱) ویکيپيدیا
۲) (Funk-Kolleg W.Klafki,und andere Erziehungwissenschaft)